د اختر لمونځ

د wikishia لخوا
د اختر لمونځ د څوارلسمې پیړۍ په لومړیو کلونو کښې په قم کښې د حضرت معصومه(س) په حرم کښې د عبدالکریم حائري یزدي په پیش نمازي.

د اختر لمونځ، یا د دوو اخترونو لمونځ، هغه لمونځونه دي چې د وړوکي او لوی اختر په ورځو یې مسلمانان کوي. د اختر په لمانځه په تېره بیا د فطر یا وړوکي اختر په لمانځه کې د مسلمانانو ګډون ډېر پراخ وي. د شیعه فقیهانو په فتوا،دغه لمونځ د معصوم امام د شتون په زمانه کې واجب دی او باید په جماعت سره وکړی شي. همداراز د غیبت په دوران کې د دغه لمونځ کول مستحب دي، که څه هم په دې اړه چې په جماعت سره وکړی شي که ځانله، مختلف نظرونه موجود دي.

د طبري تاریخ په اساس، د اختر لومړی لمونځ د هجرت د دوهم کال د شوال په لومړۍ نیټه ترسره شوی دی. امام رضا(ع) د مأمون عباسي د خلافت په زمانه کې د خپلې ولي عهدۍ په دوران کې، د وړوکي اختر د لمانځه کولو لپاره د هغه غوښتنه ومنله او تیارۍ یې هم وکړې، خو مامون پښېمانه شو. په ۱۳۵۷ کال کې د محمد مفتح په امامتۍ د وړوکي اختر لمونځ او د محمد جواد باهنر وینا د پهلوي حکومت په خلاف د لاریون سبب شوه. په تهران کې د اسلامي جمهوریت په پړاو کې د وړوکي اختر د لمونځ اقامه کول زیاتره د ایران د اسلامي جمهوریت د دوهم مشر سید علي خامنه ای په غاړه وي.

د اختر لمونځ دوه رکعته دی؛ په لومړي رکعت کې پينځه قنوته او په دوهم رکعت کې څلور قنوته ویل کیږي.همداراز د اختر لمونځ دوه خطبې لري چې له لمانځه وروسته ورکول کیږي.د اختر لمانځه وخت د لمر له راختلو تر زواله (شرعي ظهر) پورې دی. د اختر لمونځ خاص اداب او احکام لري؛ منجمله دا چې غوره ده تر چت لاندې وکړی نشي او په قنوتونو کې یې خاصې دعاګانې ولوستل شي.

اهمیت او مقام

د اختر لمونځ هغه لمونځ دی چې مسلمانان یې د وړوکي او لوی اختر په ورځو کوي. دغه لمونځ په فقهي او روایي سرچینو کې «صلاة العیدین»بلل کیږي.[۱] د دریمې قمري پېړۍ د مورخ محمد بن جریر طبري په وینا د اسلام پېغمبر په لومړي ځل د هجرت په دوهم کال د شوال په لومړۍ ورځ د اختر لمونځ اقامه کړ.[۲] د اختر په لمونځونو په تېره بیا د وړوکي اختر په لمانځه کې د خلکو ګډون پراخ وي او د مسلمانانو او شیعیانو په ټولو سپڅلو ځایونو کې دغه لمونځ کیږي.[۳] د ایران په مختلفو سیمو کې د اختر لمونځ د ډېرو خلکو په ګډون او په جماعت ترسره کیږي.[۴]

په مشهد کې هر کال دغه لمونځ د امام رضا(ع)په حرم کې کیږي[۵] د یو راپور په اساس د قاجاریانو په وخت کې دغه لمونځ په مشهد کې په مصلی (عیدګاه) کې کېده.[۶] د اختر لمونځ په نجف کې د امام علي په حرم[۷] او په کوفه کې د کوفې په جامع جومات[۸] کې او په کربلا کې په بین الحرمین[۹] کې کیږي.

د امام رضا(ع) له خوا د لمانځه له اقامه کولو د مأمون مخنیوی

د یو روایت له مخې چې په کافي کې نقل شوی د وخت خلیفه مامون عباسي په ولایت عهدۍ د امام رضا له ټاکلو وروسته له هغه حضرته وغوښتل چې د اختر لمونځ اقامه کړي او د مامون له ټینګاره وروسته امام رضا ومنله. په دې شرط چې دغه لمونځ د پیغمبر(ص) په طریقه وکړي.[۱۰] سره له دې د دغه روایت له مخې د مامون عباسي وزیر فضل بن سهل چې کله د خلکو هرکلی ولید، مامون ته یې وویل چې که علی بن موسی د اختر لمانځه ځای ته ورسیږي، خلک به یې عاشقان شي، او له همدې امله مامون یو استازی امام ته ولیږه او ترې یې وغوښتل چې راستون شي.[۱۱] د مرتضی مطهري په وینا، د امام رضا له خوا د لمانځه له اقامه کولو د مامون د مخنیوي اصلي وجه هغه خطره وه چې له امام رضا د خلکو له هرکلي او له هغه حضرت سره له مینې یې احساس کړه؛ ځکه چې امام رضا د عباسي خلیفه ګانو په اپوټه او له تجملاتو لرې عیدګاه ته روان شو او د خلکو له هرکلي سره مخامخ شو.[۱۲]

د تهران د وړوکي اختر لمونځ ۱۳۵۷ لمریز

د تهران د وړوکي اختر لمونځ په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د وږي په دیارلسمه د محمد مفتح په امامتۍ او د پهلوي حکومت د مخالف عالم محمد جواد باهنر په وینا سره د قیطریې په غونډیو کې ترسره شو[۱۳] او د پهلوي حکومت په خلاف په لاریون پای ته ورسید.[۱۴] د اطلاعات ورځپاڼې په لیکنه په درست هیواد کې درې میلیونه کسانو د وړوکي اختر د لمانځه په لاریون کې برخه واخسته.[۱۵] ویل شوې چې دغه لاریون د ۱۳۵۷ کال د وږي د اولسمې د لاریون او د پهلوي حکومت د پوځیانو په لاس د لاریونکوونکو د وژلې سبب شو.[۱۶]

د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر په امامتۍ د اختر لمانځه اقامه

په ایران کې د سید علي خامنه اي د مشرۍ له پېل وروسته (۱۳۶۸ لمریز کال) د وړوکي اختر لمونځ د هغه په امامتۍ ترسره کیږي. هغه د امام خمیني د رهبرۍ په زمانه کې هم د تهران د جمعې امام وه.[۱۷] او له ۱۳۶۱ تر ۱۳۶۸ کاله د وړوکي اختر لمونځ کاوه.[۱۸] په ۱۳۶۰ کال کې د تهران د وړوکي اختر لمونځ اکبر هاشمي رفسنجاني ترسره کړ.[۱۹]

د تهران د اختر لمونځ یوه موده په تهران پوهنتون کې کېده، خو له ۱۳۶۲ لمریز کاله (د ۱۴۰۳ سپوږمیز کال وړوکی اختر)[۲۰] د تهران په لویې عیدګاه یا مصلی کې ترسره کیږي. د وړوکي اختر لمونځ په مصلی کې پرله پسې درې کاله له ۱۳۹۹ تر ۱۴۰۱ لمریز (برابر له ۱۴۴۱ تر ۱۴۴۳) د کرونا د ویروسي ناروغۍ په وجه ترسره نه شو.[۲۱]

د اختر د لمانځه آداب او احکام

  • د اختر لمانځه د قنوت دعا:
متن ژباړه
«اَللّهُمَّ اَهْلَ الْکبْرِیاءِ وَالْعَظَمَةِ وَاَهْلَ الْجوُدِ وَالْجَبَروُتِ وَاَهْلَ الْعَفْوِ وَالرَّحْمَةِ وَاَهْلَ التَّقْوی وَالْمَغْفِرَةِ اَسْألُک بِحَقِّ هَذَا الْیوْمِ الَّذی جَعَلْتَهُ لِلْمُسْلِمینَ عیداً وَ لِمـُحَمَّد صلی الله علیه وآله ذُخراً وَشَرَفاً وَ کَرامَةً وَمَزیداً أَنْ تُصَلِّیَ عَلی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ وَ اَنْ تُدْخِلَنی فی کُلِّ خَیرٍ أدْخَلْتَ فیهِ مُحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّد وَ أَنْ تُخْرِجَنی مِنْ کلِّ سوُءٍ اَخْرَجْتَ مِنْهُ مُحَمَّداً وَ آلَ مُحَمَّد صَلَواتُک عَلَیهِ وَ عَلَیهِمْ اَللّهُمَّ إنّی اَسْألُکَ خَیرَ ما سَألَکَ بِهِ عِبَادُکَ الصَّالِحوُنَ وَأَعوُذُ بِکَ مِمَّا اسْتَعَاذَ مِنْهُ عِبَادُکَ الْمـُخْلَصوُنَ؛ ای خدایه، ای د سترتوب او عظمت څښتن او د جود او مطلق طاقت خاوند او د بخښنې او رحمت څښتن او د تقوا و مغفرت مالکه، له تا غواړم د دې ورځې په حق چې د مسلمانانو لپاره دې اختر ګرځولې او د محمد (درود دې وي د خدای پر هغه او پر ال یې) لپاره دې په برترۍ او کرامت کې زیاتوالي ګرځولی، دا چې پر محمد او آل یې درود ولیږه او ما په هر هغه خیر کې چې محمد او ال دې یې پکې داخل کړی، ننباسه او له هر شره چې محمد او د هغه کورنۍ ( د خدای درود دې وي پر هغه او کورنۍ یې) دې ترې ویستلې ما هم وباسه، ای خدایه له تا غوښتنه کوم، تر ټولو د غوره څیز چې ستا غوره بندګانو له تا غوښتی او تاته پناه وړم له هغه څه چې ستا غوره بندګانو ترې تاته پناه وړې ده»[۲۲]

د شیعه فقې له مخې د اختر لمونځ د معصوم امام د شتون په زمانه کې واجب دی[۲۳] او باید په جماعت سره وکړی شي.[۲۴] خو د معصوم امام د غیبت په زمانه کې مستحب دی.[۲۵] سره له دې د غیبت په زمانه کې د هغې په جماعت کول اختلافي دي[۲۶] د امام خميني په فتوا، که ولي فقیه یا هغه کس چې ترې اجازه لري د اختر لمونځ اقامه کړي یا د رجاء په نیت وکړی شي، اشکال نه لري؛ که نه وي واجب احتیاط دا دی چې په جماعت ونه کړی شي.[۲۷]

د اختر لمونځ دوه رکعته دی؛ په هر رکعت کې له حمد سورې وروسته یوه بله سوره لوستل کیږي. ویل کیږي چې غوره ده په لومړي رکعت کې شمس او په دوهم کې غاشیه سوره ولوستل شي يا په لومړي رکعت کې اعلی او په دوهم کې شمس سوره تلاوت شي. همداراز په لومړي رکعت کې له سورې وروسته پینځه تکبیره او پینځه قنوته لوستل کیږي.(له هر تکبیر وروسته یو قنوت) او په دوهم رکعت کې، څلور تکبیره او څلور قنوته. په قنوت کې د نورو لمونځونو په شان هر ذکر او دعا چې ولوستل شي کافي ده، خو غوره ده مخصوصه دعا ولوستل شي. چې په «اللّهُمَّ اَهْلَ الْکبْرِیاءِ وَالْعَظَمَةِ...» سره پېل کیږي.[۲۸]

خطبه

د اختر لمونځ هم د جمعې د لمانځه په شان دوه خطبې لري، په دې فرق سره چې د اختر لمانځه خطبې له لمانځه وروسته ورکول کیږي.[۲۹] له امام رضا د یو نقل شوي روایت مطابق چې په فقهي کتاب جواهر الکلام کې هم راغلی، دا فرق له دې امله دی چې د جمعې لمونځ هره اونۍ ترسره کیږي او که خطبې له لمانځه وروسته ورکړی شي خلک ستړې کیږي او له عیدګاه ځي، خو د اختر لمونځ په کال کې یوازې دوه ځله ترسره کیږي نو خلکو د خطبې تر پایه پاتې کیږي.[۳۰] همداراز د اختر لمانځه د خطبو د واجبوالي یا مستحب والي کې هم د فقیهانو تر مینځ اختلاف دی.[۳۱]

د اقامې وخت یې

د صاحب جواهر په وینا د مشهورو شیعه فقیهانو په نظر، د اختر لمانځه وخت د لمر له راختلو څخه د زوال (شرعي ظهر) تر وخته پورې دی.[۳۲] او که د اختر لمونځ په خپل وخت ونه کړی شي قضا نه لري.[۳۳] د امام خميني په فتوا، مستحبه ده چې د اختر لمونځ د لمر له ختلو وروسته وشي.[۳۴] همداراز صاحب جواهر له مدارک الاحکام کتابه نقل کړې چې عالمان د نظر اتفاق لري په دې چې مستحبه ده د وړوکي اختر لمونځ د لوی اختر لمانځه نه لږ په ځنډ سره وکړی شي، ځکه چې په وړوکي اختر کې مستحبه ده چې لمونځ کوونکی له لمانځه مخکې افطار وکړي او د فطرې زکات (فطریه) جدا کړي خو په لوی اختر کې مستحبه ده چې قرباني او د غوښې خوړل یې له لمانځه وروسته وي.[۳۵]

آداب

  • د اختر له لمانځه وروسته د «اَللهُ اَکبرُ اَلله اَکبرُ، لا اِلهَ اِلّا اللهُ وَاللهُ اَکبرُ، اَلله اَکبرُ وَلِله الحَمدُ، اَلله اَکبَرُ عَلی ما هَدانا» ذکر ویل مستحب دی.[۳۶]
  • د اختر لمونځ اذان او اقامه نه لري، خو مستحبه ده چې موذن د لمانځه له پېل کولو مخکې درې ځله ووایي : «الصلاة».[۳۷]
  • مکروه ده چې د اختر لمونځ تر چت لاندې وشي.[۳۸] روایت دی چې امام علي(ع) د اختر په ورځ له کوره په کوفې ښار کې د لمانځه د ترسره کولو تر ځایه پرله پسې تکبیر وایه.[۳۹] همداراز له عبدالله بن عمر نقل شوي چې د خدای رسول(ص) پیاده د اختر لمانځه لپاره تله او پیاده به راستنېده.[۴۰] له ابو رافع نقل شوې چې پېغمبر(ص) به په هغه لاره چې راغلی و نه ستنېده او په بله لاره به ستنېده.[۴۱]
  • څوک چې د اختر لمونځ کوي باید زکات یې له لمانځه مخکې ورکړي یا د ځینو په فتوا، هغه له خپل ماله جدا کړي؛[۴۲] ځکه چې د دغه روایتونو له مخې په آیات «‌قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَکیٰ»[۴۳] و «وَذَکرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّیٰ»[۴۴] کې له «تزکی» او «فَصَلَّیٰ»مطلب د فطره زکات ورکول او د اختر لمانځه کول دي.[۴۵]
  • مستحبه ده چې لمونځ کوونکی له لمانځه مخکې غسل وکړي، او هغه دعاګانې چې له لمانځه مخکې او وروسته په کتابونو کې ذکر شوې دي ولولي.[۴۶]
  • مستحبه ده چې لمونځ کوونکی د اختر په لمانځه کې په ځمکه سجده وکړي[۴۷] او د تکبیرونو ویلو په وخت لاسونه پورته کړي او د لمانځه اذکار په لوړ غږ ووایي.[۴۸]
  • له امام صادق(ع) په یو روایت کې د اختر په لمانځه کې د ښو جامو اغوستلو او د ښو عطرو لګولو سپارښتنه شوې ده.[۴۹]

ګالري

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۳۳.
  2. طبری، تاریخ الطبری، بی‌تا، ج۲، ص۴۱۸.
  3. «باشکوه‌ترین نمازهای عید در کجا برگزار می‌شود؟»، خبرگزاری ایرنا.
  4. «نماز عید فطر در سراسر کشور اقامه شد»، خبرگزاری ایرنا.
  5. «جزئیات نماز عید فطر در حرم مطهر رضوی»، پایگاه حوزه‌نیوز.
  6. «عید فطر آستان قدس رضوی در آیینه تاریخ»، خبرگزاری ایرنا.
  7. «نماز عید فطر در حرم امام علی»، پایگاه خبری شفقنا.
  8. «نماز عید در مسجد جامع کوفه»، پایگاه خبری شفقنا.
  9. «نماز عید در بین الحرمین»، خبرگزاری ابنا.
  10. کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۸۹.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۰.
  12. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۱۷، ص۱۷۴-۱۷۶.
  13. نیکبخت، «رمضان ۱۳۵۷ و مسجد قبا»، ص۶۰.
  14. نیکبخت، «رمضان ۱۳۵۷ و مسجد قبا»، ص۶۰.
  15. «حواشی متفاوت آخرین نماز عید فطر زمان شاه»، پایگاه اطلاعات آنلاین.
  16. «نماز و راهپیمایی عید فطر شهریور 1357 به روایت اسناد ساواک»، سایت مرکز بررسی اسناد تاریخی».
  17. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۲، ص۱۱۶.
  18. «نماز عید فطر در دهه ۶۰»، خبرگزاری خبرآنلاین.
  19. هاشمی رفسنجانی، عبور از بحران، ۱۳۷۸ش، ص۲۲۴.
  20. هاشمی رفسنجانی،‌ آرامش و چالش، ۱۳۸۶ش، ص۱۴۵.
  21. «پایان سه‌ سال وقفه»، خبرگزاری خبرآنلاین.
  22. صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ټوک۱، مخ۲۹۶.
  23. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۳۳.
  24. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۲۴.
  25. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ۳۳۳.
  26. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۲۴.
  27. بنی‌هاشمی خمینی،‌ توضیح المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۲۴.
  28. خمینی، تحریر الوسیله، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۲۲۷.
  29. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۳۷-۳۳۸.
  30. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۳۸.
  31. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۳۷-۳۳۸.
  32. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۵۱.
  33. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۵۵.
  34. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۲۴.
  35. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۳۵۴-۳۵۵.
  36. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۲۷.
  37. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۷۴.
  38. خمینی، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۲، ص۲۲۸.
  39. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۸، ص۱۱۸؛ متقی الهندی، کنزالعمال، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۸۸.
  40. متقی الهندی، کنزالعمال، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۸۸.
  41. متقی الهندی، کنزالعمال، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۸۸
  42. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۲، ص۱۸۲.
  43. سوره اعلی، آیه ۱۴.
  44. سوره اعلی، آیه ۱۵.
  45. طباطبائی، المیزان، انتشارات جامعه مدرسین، ج۲۰، ص۲۶۹.
  46. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۲۶.
  47. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۳۷۴.
  48. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۲۶.
  49. قاضی نعمان، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۸۵.

سرچينې

  • باشکوه‌ترین نمازهای عید در کجا برگزار می‌شود؟، خبرگزاری ایرنا، تاریخ درج مطلب: ۲ اردیبهشت ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۴ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • بنی‌هاشمی خمینی، محمدحسن، توضیح المسائل (مراجع)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، بی‌تا.
  • «پایان سه‌ سال وقفه»، پایگاه خبرآنلاین، تاریخ درج مطلب: ۱ اردیبهشت ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • «حواشی متفاوت آخرین نماز عید فطر زمان شاه»، پایگاه اطلاعات آنلاین، تاریخ درج مطلب: ۳ اردیبهشت ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۴ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، بی‌تا.
  • خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۷۸ش.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات جامعه مدرسین، بی‌تا.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت،‌ بی‌تا.
  • قاضی نعمان مغربی، دعائم الاسلام، تحقیق عاصف فیضی، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم السلام، ۱۳۸۵ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • «گزارش نماز عید فطر سال ۱۳۵۷ در مرکز بررسی اسناد تاریخی»، تاریخ درج مطلب: ۲۹ فروردین ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۲ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • متقی الهندی، علی بن حسام، کنز العمّال فی سنن الاقوال و الافعال، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۱۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • نجفی، محمدحسن بن محمدباقر، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • «نماز عید فطر در دهه ۶۰»، پایگاه خبرآنلاین، تاریخ درج مطلب: ۲۵ خرداد ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • نیکبخت، رحیم، «رمضان ۱۳۵۷ و مسجد قبا»، ماهنامه زمانه، شماره ۲۶، آبان ۱۳۸۳ش.
  • هاشمی رفسنجانی،‌ اکبر، آرامش و چالش: کارنامه و خاطرات هاشمی رفسنجانی سال ۱۳۶۲، به‌اهتمام مهدی هاشمی، تهران، دفتر نشر معارف انقلاب، ۱۳۸۶ش.
  • هاشمی رفسنجانی،‌ اکبر، امید و دلواپسی: کارنامه و خاطرات هاشمی رفسنجانی سال ۱۳۶۴، به‌اهتمام سارا لاهوتی، تهران، دفتر نشر معارف انقلاب، ۱۳۸۷ش.
  • هاشمی رفسنجانی،‌ اکبر، پس از بحران: کارنامه و خاطرات هاشمی رفسنجانی سال ۱۳۶۱، به‌اهتمام فاطمه هاشمی، تهران، دفتر نشر معارف انقلاب، ۱۳۸۶ش.
  • هاشمی رفسنجانی،‌ اکبر، عبور از بحران: کارنامه و خاطرات هاشمی رفسنجانی سال ۱۳۶۰، به‌اهتمام یاسر هاشمی، تهران، دفتر نشر معارف انقلاب، ۱۳۷۸ش.