په کوفه کې د حضرت زینب خطبه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
په کوفه کې د بي بي زینب(س) خطبه، هغه خطبې به اشاره ده چې حضرت زینب(س) د کربلا له پيښې وروسته، په کوفه کې بیان کړه. حضرت زینب(س) په دې خطبه کې، د کوفی خلک په سبب وغندل چې هغوي د کربلا په پیښه کې امام حسین(ع) سره مرسته کولو کښې سستي کړې وه. دا خطبه د پیغمبر(ص) د کورنۍ د مظلومیت او د دښمنانو د څېرې د څرګندولو لپاره د تاریخ له ټولو سند ګڼل شوی دی.
امام سجاد(ع) له دې خطبې وروسته خپله ترور عالِمَةٌ غَیرُ مُعَلَّمَة (استاد نه لیدلی عالمه) وبلله، چې ځینو دا ټکی د حضرت زینب(س) د لدني علمونو د خبرتیا نښانه ګڼلی دی. دا خطبه د اغیز لرلو، فصاحت او بلاغت له سببه تل د څېړونکو د پام وړ ګرځېدلې ده.
لیکلي شوي دي چې عبیدالله بن زیاد د دې خطبې د مقابلې لپاره له حضرت زینب(س) سره مناظره وکړه؛ خو حضرت زینب(س) په منطقي او استدلال بیان سره هغه سپک کړ. په دغه خطبه کښې حضرت زينب(س) د کوفيانو د غفلت د لرې کولو لپاره د قرآن مختلف آيتونه راوړي دي. د تاریخ پوهانو له نظره د دې خطبې مهمې پایلې، د کوفې د خلکو د ویده وجدان بیداریدل، د کربلا د پیښې له تحریف مخه نیوی کیدل چې د ابن زیاد له خوا کیده، او د امام حسین(ع) له قاتلانو څخه د غچ اخیستلو د چمتووالی، وې. بېلا بېلو شاعرانو دا خطبه په شعر کې ليکلې ده. لکه څنګه چې مختلفو لیکوالانو د دې خطبې په اړه کتابونه لیکلي دي؛ د هغو ځینې شرحُ خُطبةِ زینب(س) فی الْکوفه د حیدر قلي، سردار کابلي کتاب دی.
د خطبې پیژندنه او د اسلام په تاریخ کې یې مقام
په کوفه کې د حضرت زينب(س) خطبه، د حضرت زينب(س) له هغه خطبو څخه ده چې د کربلا له پيښې وروسته د کوفې خلکو ته د هغوي د غلطۍ د پوهولو په مقصد ولوستل شوه.[1] دا خطبه د فصاحت او بلاغت په اعلی درجه کې ګڼل شوې ده.[2] د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه ای، په دې باور دی چې د کوفې او شام په ښارونو کې د حضرت زینب(س) خطبې دومره هنرمندانه بیان شوي دي چې دښمنان یې هم له پامه نشي غورځولی.[3]
جواد مُحَدِّثی، د فرهنګ عاشورا د کتاب لیکوال دغه خطبه د پیغمبر اکرم(ص) د کورنۍ د مظلومیت په بیانولو او په عاشورا کښې د امام حسین(ع) د سیرت د بیانولو او همداشان د دښمنانو د څېرو په څرګندولو کښې یو له ارزښتناکو تاریخي سندونو ګڼل کیږي.[4] هغه باور لري چې دا خطبه ښيي چې د امام حسین(ع) کورنۍ ژوره پوهه درلوده.[5]
شیخ مفید روایت کوي چې د دې خطبې په لوستلو سره داسې وانګیرل شو لکه چې امام علي(ع) د هغه یوه فصیحه خطبه لوستلی وي.[۶] طبرسي هم لیکي چې د دې خطبې په لوستلو سره ساهګانې په سینو کې بندې شوې او د اوښانو د جرس غږونه بند شول.[۷] د شیخ طوسي د راپور له مخې، له خطبې وروسته خلکو په حېرانتیا او لالهاندتوب سره وژړل او خپلې ګوتې يې په غاښونو وچیچلې.[8]
لیکوالانو د یوې داسې میرمنې فصیحه خطبه چې غمجنه وه او خپل وروڼه، ماشومان او څو خپلوان یې له لاسه ورکړي و، د حیرانوونکی ګڼلې ده.[9] امام سجاد(ع) د دې خطبې له بیانه وروسته خپله ترور عالِمَةٌ غَیرُ مُعَلَّمَة (استاد نه لیدلی عالمه) وبلله او ويې غوښتل چې خپلې خطبې ته دې ادامه نه ورکوي او بي بي زینب(س) خاموش شوه.[10] ځینې پوهانو د حضرت زينب(س) په هکله د امام سجاد(ع) دا جمله د هغې په علم لدني پوهیدلو باندې دلیل ګڼلی دی.[۱۱] په کوفه کې د حضرت زينب خطبه د خپل اغیز لرلو، فصاحت او بلاغت له امله پرله پسې د څېړونکو پام ځان ته اړولی دی.[12]
امام سجاد(ع) په دې خطبه پسې، خپلې ترور حضرت زینب(س) ته په خطاب کې وفرمایل: «يَا عَمَّةِ اسْكُتِي فَفِي الْبَاقِي مِنَ الْمَاضِي اعْتِبَارٌ وَ أَنْتِ بِحَمْدِ اللَّهِ عَالِمَةٌ غَيْرُ مُعَلَّمَةٍ فَهِمَةٌ غَيْرُ مُفَهَّمَةٍ إِنَّ الْبُكَاءَ وَ الْحَنِينَ لَا يَرُدَّانِ مَنْ قَدْ أَبَادَهُ الدَّهْر».[۱۳]
ای ترورې غلی شه، پاتې خلک باید له تېر شوو عبرت واخلي او ته الحمد لله بې له دې چې مکتب ته لاړه شې پوهه یې او بې استاذه حکیمه یې. ژړا او فریاد، تللي بېرته نه راولي.
دا خطبه په بېلا بېلو سرچینو کې راغلې ده: له شیعو سرچینو څخه د شیخ مفید آمالي،[۱۴] د شیخ طوسي اَمالي،[۱۵] مَناقبِ اِبنِشَهرآشوب،[۱۶]، اِحتِجاجِ طَبْرِسی،[۱۷] مُثیرُ الاَحزان[۱۸] او لُهوفِ سید اِبنِطاووس،[۱۹] ته اشاره کولی شو او د اهلسُنَّت په کتابونو کې بَلاغاتُ النِساء،[۲۰]، البُلْدان،[۲۱]، التَذکِرَةُ الحَمْدونیّه،[۲۲] نَثْرُ الدُرِّ فی المُحاضِرات[۲۳] او مَقْتَلُ الحسین خوارزمي،[۲۴] ته اشاره کولی شو. د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې، دا خطبه د حضرت زینب پر ځای د هغې خور اُمِّکُلْثوم(س) ته منسوبه شوې ده.[۲۵]
خطبې سره د ابن زیاد مقابله
همدارنګ وګورئ: عبیدالله بن زیاد سره د حضرت زینب(س) مناظره
د دې خطبې د مقابلې لپاره عبیدالله بن زیاد یوه غونډه جوړه کړه چې ورسره د کربلا بندیان وویروي او جدل او مغالطې سره، ځان بریالی او د امام حسین(ع) پاڅون ماتی خوړلی څرګند کړي.[26] خو حضرت زینب(س) منطقي او استدلالي بیان سره، د ابن زیاد خبرې باطلې کړې.[۲۷] لیکلي شوي دي چې که څه هم د حضرت زينب خطبه د حکومت پر ضد وه، خو د هغې د وينا مخه ونه نيول شوه؛ ځکه د خطبې اورېدل د عربو لپاره په زړه پورې وو، دا لومړی ځل و چې په کوفه کې یوې ښځې خطبه لوستله؛ هغه هم یوه زنداني ښځه چې خطبه یې غیر معمولي وه.[۲۸]
منځپانګه
د ځينو څېړونکو په اند حضرت زينب په شام کې د خپلې استدلالې او برهاني خطبې برعکس په کوفه کې د کوفيانو د وجدان د راويښولو لپاره زياتې احساساتي خبرې وکړې.[۲۹] د دې خطبې له ځانګړتیاو څخه په دې خطبه کې د قرآن ډېر آیتونه او مثالونه راوړل دي.[30] حضرت زینب د کوفیانو د غفلت له منځه وړلو لپاره لاندني آیتونو راوړل.[۳۱]
- د سوره نحل ۹۲ آيت: د دې آيت په دلیل سره د کوفیانو متناقض کارونو غندنه وشه چې هم یې امام حسين(ع) ته ليك لیږلی و او بيا ورسره ژمنه هم ماته کړه.[32]
- د سورة مائده ۸۰ آيت: د دې آيت په دلیل سره، د کوفيانو ګمراهۍ او د يزيد له لښکر سره د هغوی يو ځای کېدل د هغوی د باطل سره د ملګرتيا او د باطل د پيروۍ نتيجه ګڼل شوې ده.[۳۳]
- د سوره توبه ۸۲ آيت: زينب(س) د دې آيت په ويلو سره، د کوفې د خلکو تريخ راتلونکي او پرله پسې ژړا د هغوي د اعمالو نتيجه وګڼله.[34]
- د سوره انعام ۳۱ آيت: د دې آيت په بيان سره، د کوفې د خلکو عهد ماتول، په قيامت باندې د هغوي باور نه درلودلو نتيجه وګڼله.[۳۵]
- د سورة البقرې ۶۱ آيت: د دې آيت په يادولو سره حضرت زينب د کوفې خلک له بني اسرائيلو سره پرتله کړل چې د خداى لپاره یې پاڅون ونه کړ، د خداى د مرستې تمه یې نه لرله او د خداى حجت ملاتړ یې ونه کړ. او دوي یې د عذاب او ذلت مستحق وبلل.[36]
- د سوره مريم ۸۹ او ۹۰ آيتونه: د دې آيتونو په يادولو سره د کوفې د خلکو چلند د کافرانو له چلند سره پرتله شو.[۳۷]
د خطبې لاسته راوړنې
په کوفه کې د حضرت زینب خطبې لاندینۍ پایلې ولرلې:
- د کوفې د خلکو د ویده وجدان بیداریدل؛[۳۸]
- د ابن زیاد لخوا د کربلا د پیښې د تحریف مخنیوی؛[۳۹]
- د دښمنانو د پلان شنډول[۴۰] چې د کربلا بندیان یې خارجیان ګڼل؛[۴۱]
- د امويانو په دوره کې د اسلامي ټولنې د زوال څرګندونه؛[۴۲]
- د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو له قاتلانو څخه د غچ اخیستلو لپاره د دریځ برابرول؛[43]
- د کوفې د خلکو د احساساتو او افکارو قبضه کول.[۴۴]
په ادبیاتو کې اغیز
په عاشورايي ادبیاتو کې د حضرت زینب رول ته د کربلا د پېښې د پيغام راوړونکي په توګه ډېره پاملرنه شوې ده.[۴۵] که څه هم د حضرت زینب څیره به له دې وړاندې په شعرونو کې غمجنه او پرله پسې ژړیدونکی وړاندی کیده، خو په ادامه کې د هغې بي بي له خطبې په متأثر کیدو سره، د حضرت زينب(س) يوه زړوره، ولاړتیا کوونکی او جنګیدونکی څېره وړاندی شوه.[۴۶] يو شيعه مورخ سيد جعفر شهيدي په دې باور دی، چې که په شام او کوفه کې د حضرت زينب(س) خطبې نه وې، نو د عاشورا د پېښې عظمت به ډېرو خلکو ته نه و معلوم.[۴۷] مهدي الهي قمشهای،[۴۸] اسماعیل منصوري لاریجاني[۴۹] او نیّر تبریزي[۵۰] دغه خطبه په د نظم په شکل لیکلې ده.
د اهلبیتو(ع) د کورنۍ د کوفې په لور بوتلل
نیّر تبریزي
[له مثنوي څخه]
دُختِ زهرا اَختر بُرج شَرَف
عَندَلیب بوستان
منطقش گویا ز نطق بوتراب
در فصاحت زادۀ اُمّ الکتاب
چون پدر لب بر تکلم برگشود
گفت: مَهْلا ای بقایای ثَمود
هیچ میدانید ای قوم عُتُل
که چه کردستید با ختم رُسُل
داغ آن گلها که کردیدش به خاک
چه جگرها کز پیمبر کرد چاک
ژباړه: د زهرا لورې چې د شرف بُرجۍ یې، د لَوْ کُشِف د باغ عندلیبې، خبرې دې داسې دي لکه د بوتراب، په فصاحت کې د ام الکتاب له ذاته یې، لکه د پلار یې چې په خبرو پیل کړ، ویل یې صبر وکړئ ای د ثمودو اولاده، ای د عُتل قومه تاسو ته څه پته شته، چې د ختم رُسُل کورنۍ سره مو څه کړي دي؟ د هغه ګلونو داغ، چې تاسو خاورې کړل د پيغمبر(ص) ځیګر څومره زخمي کړی دی.
دید سجادش چو دیگ دَن به جوش
گفت با وی مهلاً ای عمّه خموش
حمد که هستی تو ای پاکیزه جیب
بیمعلم عالمۀ اسرار غیب
هست باقی را ز ماضی اعتبار
که نماند کس به گیتی پایدار
مرغ روحی کو برون رفت از قفس
گریه و زاریش نارد باز پس[۵۱]
ژباړه: کله چې امام سجاد د هغه جذبه ولیدله نو ورته یې وویل: ای ترورې لږه غلی شه، ستاینه دې د پاک ذات وکړه ای پاکې مېرمنې، ته بې استاذه په غیبو باندې خبره یې، له تېرو وختونو دا راز پاتی دی چې هیڅوک به په دنیا پاتی نه شي کله چې روح د بدن له پنجرې وځي نو بیا په ژړا او فریادونو نه راستنیږي.
ځانګړی لیکنې
په کوفه کې د حضرت زينب د خطبې په اړه بېلابېل کتابونه ليکل شوي دي. د دې کتابونو څخه ځینې دا دي:
- شرحُ خُطبةِ زینب(س) فی الکوفه، د عربۍ شرحه، د حیدر قلي سردار کابلي تألیف: دا کتاب د رضا استادي تحقیق دی چې د علوم حدیث د تخصصي کتابتون خپرندویې په 1396 کال کې خپره کړې ده.[۵۲]
- تکرار حماسه علی(ع) در خطبه حضرت زینب(س)، د علي کریمي جهرمي کتاب: د کتاب د انتشارات حضرت معصومه(س) له خوا په قم کې په ۱۳۷۵لمریز کال کې خپور شوی دی.[۵۳]
- بازار کوفه میں حضرت زینب کا خطبه، په اردو ژبه د خطبې شرح او ترجمه د سید توقیر عباسکاظمي تالیف: دا کتاب د مرکز بینالمللی ترجمه و نشر اَلمصطفی(ص) خپرندویې په ۱۳۹۸لمریز کال کې خپور کړی دی.[۵۴]
د خطبې ژباړه
ثُمَّ قَالَتْ بَعْدَ حَمْدِ الله تَعَالَى وَالصَّلَاةِ عَلَى رَسُولِهِ (ص):[۵۵]
أما بعد:
يَا أَهْلَ الْكُوفَةِ يَا أَهْلَ الْخَتْلِ وَالْغَدْرِ وَالْخَذْلِ أَلَا فَلَا رَقَأَتِ الْعَبْرَةُ وَلَا هَدَأَتِ الزَّفْرَةُ
إِنَّمَا مَثَلُكُمْ كَمَثَلِ الَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَها مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكاثاً تَتَّخِذُونَ أَيْمانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ
هَلْ فِيكُمْ إِلَّا الصَّلَفُ وَالْعُجْبُ وَالشَّنَفُ وَالْكَذِبُ وَمَلَقُ الْإِمَاءِ وَغَمْزُ الْأَعْدَاءِ أَوْ كَمَرْعًى عَلَى دِمْنَةٍ أَوْ كَفِضَّةٍ عَلَى مَلْحُودَةٍ
أَلَا بِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَنْ سَخِطَ الله عَلَيْكُمْ وَفِي الْعَذَابِ أَنْتُمْ خَالِدُونَ
له دې وروسته چې د الله تعالی ستاینه یې وکړه او د هغه په رسول(ص) یې درود واستوه، ویې ویل:[۵۶]
اما بعد:
اې د کوفې خلکو، اې مکار او خیانت کوونکو! ایا تاسو ژاړئ؟
ستاسو اوښکې دې وچې نه شي او ستاسو ژړا دې ونه درېږي.
په حقیقت کې ستاسو کار د هغې ښځې په څیر دی چې د مزبوت پړي جوړولو وروسته خپل تارونه یو یو څپړي، تاسو هم په خپل منځ کې قسمونه د فریب او دهوکې وسیله ګرځولي دي.
آیا ستاسو په منځ کې له بې حیایۍ او رسوایۍ پرته بل څه شته، بې له کینې، نفاق او دومخي توب ډکې سینې پرته څه شته، لکه د وینځو اوږدې ژبې او د دښمنانو په وړاندې د ذلت او خوارۍ بل څه شته؟
یا تاسو د هغه شنو بوټو په څیر یئ چې ریښې یې د ځناورو په سوټو کې وي یا د هغه ښخ شوي جنازو په څیر یئ چې قبر یې په سپینو زرو سینګار شوی وي؟ (ظاهر یې د کافر د قبر په څېر ښکلی دی او باطن یې د پاک خدای غضب دی)[۵۷]
څومره بد سامان دې آخرت ته لېږلی دی؛ هغه سامان هماغه د خدای قهر او غضب دی او په ابدي عذاب به وئ.
أتَبْكُونَ أَخِي؟! أَجَلْ، وَالله فَابْكُوا فَإِنَّكُمْ أَحْرَى بِالْبُكَاءِ فَابْكُوا كَثِيراً وَاضْحَكُوا قَلِيلًا فَقَدْ أُبْليْتُمْ بِعَارِهَا وَمُنيْتُمْ بِشَنَارِهَا وَلَنْ تَرْحَضُوهَا أَبَداً
وَأَنَّى تَرْحَضُونَ قَتْلَ سَلِيلِ خَاتَمِ النُّبُوَّةِ وَمَعْدِنِ الرِّسَالَةِ وَسَيِّدُ شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ وَمَلَاذُ حَرْبِكُمْ وَمَعَاذُ حِزْبِكُمْ وَمَقَرُّ سِلْمِكُمْ وَآسِي كَلْمِكُمْ وَمَفْزَعُ نَازِلَتِكُمْ وَالْمَرْجِعُ إِلَيْهِ عِنْدَ مُقَاتَلَتِكُمْ- وَمَدَرَةُ حُجَجِكُمْ وَمَنَارُ مَحَجَّتِكُمْ أَلَا سَاءَ مَا قَدَّمَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ وَسَاءَ مَا تَزِرُونَ لِيَوْمِ بَعْثِكُمُ
فَتَعْساً تَعْساً وَنَكْساً نَكْساً لَقَدْ خَابَ السَّعْيُ وَتَبَّتِ الْأَيْدِي وَخَسِرَتِ الصَّفْقَةُ وَبُؤْتُمْ بِغَضَبٍ مِنَ الله* وَضُرِبَتْ عَلَيْكُمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ
آیا تاسو ژاړئ؟ چیغې وهئ؟ هو، په خدای قسم، تاسو باید وژاړئ، نو ډیر وژاړئ او لږ وخاندئ. ځکه چې تا خپله لمنه د داسې ننګ او عار په جرم سره ککړه کړې ده چې د تل لپاره به دا ننګ او پلیتي له خپلې لمنې پاکه نه کړې شئ.
تاسو څه رنګ د رسول الله(ص) د زوي، د پیغمبرانو د خاتم، د رسالت د معدن او د جنتیانو د ځوانانو د سرور د وژلو ننګ څنګه له خپلې لمنې لرې کولی شئ؟
هغه څوک چې ستاسو د مؤمنانو پناه ځای، ستا په مصیبتونو کې فریاد اوریدونکی، په حق او حقیقت باندې ستاسو د استدلال روښانه ډیوه او په قحطۍ او وچکالۍ کې ستا مرستندوی و.
څومره دروند او بد بوج مو پر اوږو واچوه، نو د خدای رحمت دې له تاسو ډېر لرې وي. دا چې ستا هڅې بې ګټې، لاسونه مو پرې شوي، معاملې مو تاواني شوي دي، د خدای په غضب کې مو ځان اچولی او په دې توګه ستاسو لپاره ذلت او بې وسي لازمه شوې ده.
أَ تَدْرُونَ وَيْلَكُمْ أَيَّ كَبِدٍ لِمُحَمَّدٍ ص فَرَثْتُمْ وَأَيَّ عَهْدٍ نَكَثْتُمْ وَأَيَّ كَرِيمَةٍ لَهُ أَبْرَزْتُمْ وَأَيَّ حُرْمَةٍ لَهُ هَتَكْتُمْ وَأَيَّ دَمٍ لَهُ سَفَكْتُمْ
أَ فَعَجِبْتُمْ أَنْ تُمْطِرَ السَّمَاءُ دَماً وَلَعَذابُ الْآخِرَةِ أَخْزى وَهُمْ لا يُنْصَرُونَ- فَلَا يَسْتَخِفَّنَّكُمُ الْمَهَلُ فَإِنَّهُ عَزَّ وَجَلَّ لَا يَحْفِزُهُ الْبِدَارُ وَلَا يُخْشَى عَلَيْهِ فَوْتُ النَّارِ كَلَّا إِنَّ رَبَّكَ لَنَا وَلَهُمْ لَبِالْمِرْصادِ
نو افسوس دې وي په تاسو ای د کوفې خلکو! تاسو پوهېږې چې د رسول الله(ص) ځيګر مو څومره غوڅ کړی دی؟ تاسو د هغه له کورنۍ څخه کومې پاکې او باعزته ښځې او نجونې کوڅو او بازارونو ته راکش کړې دي؟! او تاسو د هغه څومره لوی عزت خراب کړی دی؟! آیا تاسو په دې حېرانیږئ چې اسمان وینې ورولي دي؟ په داسې حال کې چې د آخرت عذاب له دې نه ډېر سخت او ذلیلوونکی دی او په هغه ورځ به څوک ستاسو مرستې ته نه راځي. نو هغه مهلت چې خدای تعالی یې تاسو ته درکوي هغه به ستاسو د خوشحالۍ سبب نه شي، ځکه چې خدای د خپلو بندګانو په عذابولو کې بېړه نه کوي، ځکه چې هغه د وینو د تویولو او د انتقام د وخت له لاسه ورکولو څخه ویره نلري، او په حقیقت کې هغه موږ او تاسو ته په پټ ځای کې ناست دی.
ثُمَّ أَنْشَأَتْ تَقُولُ (ع):
مَا ذَا تَقُولُونَ إِذْ قَالَ النَّبِيُّ لَكُمْ
مَا ذَا صَنَعْتُمْ وَأَنْتُمْ آخِرُ الْأُمَمِ
بِأَهْلِ بَيْتِي وَأَوْلَادِي وَتَكْرِمَتِي
مِنْهُمْ أُسَارَى وَمِنْهُمْ ضُرِّجُوا بِدَمٍ
بیا حضرت زینب(س) دا شعرونه ولوستل:
ژباړه: كه پیغمبر(ص) له تاسو څخه پوښتنه وكړي چې دا مو څه وكړل، حال دا چې تاسو د اخري زمانې [د پیغمبر] امت وئ، [او په نورو امتونو مو لوړاوې درلود] نو څه ځواب به ورکوئ؟
تاسو زمونږ اهلبیتو(ع)، عزیزانو او زامنو سره څه وکړل؟ ځینې مو بندي کړي او ځینې مو په وینو ککړ کړل.
مَا كَانَ ذَاكَ جَزَائِي إِذْ نَصَحْتُ لَكُمْ أَنْ تَخْلُفُونِي بِسُوءٍ فِي ذَوِي رَحِمِي
إِنِّي لَأَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ يَحُلَّ بِكُمْ مِثْلُ الْعَذَابِ الَّذِي أَوْدَى عَلَى إِرَمٍ
دا ځما جزا نه وه (په داسې حال کې چې زه ستاسو خېر غوښتونکی وم) زما خپلوانو سره تاسو بدي وکړه. زه وېرېږم چې په تاسو باندې هم د «اِرَم» (د عاد د قوم یوه قبیله) د قوم په شان عذاب راشي چې هغوي یې نابود کړل، تاسو هم نابود کړي.
ثُمَّ وَلَّتْ عَنْهُمْ- قَالَ حِذْيَمٌ فَرَأَيْتُ النَّاسَ حَيَارَى قَدْ رَدُّوا أَيْدِيَهُمْ فِي أَفْوَاهِهِمْ فَالْتَفَتَ إِلَيَّ شَيْخٌ فِي جَانِبِي يَبْكِي وَقَدِ اخْضَلَّتْ لِحْيَتُهُ بِالْبُكَاءِ وَيَدُهُ مَرْفُوعَةٌ إِلَى السَّمَاءِ وَهُوَ يَقُولُ بِأَبِي وَأُمِّي كُهُولُهُمْ خَيْرُ كُهُولٍ وَنِسَاؤُهُمْ خَيْرُ نِسَاءٍ وَشَبَابُهُمْ خَيْرُ شَبَابٍ وَنَسْلُهُمْ نَسْلٌ كَرِيمٌ وَفَضْلُهُمْ فَضْلٌ عَظِيمٌ
زينب کبري(س) له دې زړه سواندي خطبې وروسته له هغوى څخه مخ واړوه. په دې حال کې مې داسې خلک ولیدل چې له غم او پښیمانۍ یې خپلې ګوتې په غاښونو چیچلې. حِذْیم زیاتوي: ما خپل لوري ته وکتل، یو بوډا مې ولید، چې اوښکې یې تویولې او ږیره یې په اوښکو لمده وه. په همدې وخت کې يې لاسونه اسمان ته پورته کړل او ويې ويل: زما مور پلار دې له تا قربان شي! ستاسو مشران غوره مشران، ستاسو میرمنې غوره میرمنې او ستاسو ځوانان غوره ځوانان دي. ستاسو نسب کریم او سپیڅلی دی او ستاسو فضل او وقار ډېر لوی او عظیم دی.
ثُمَّ أَنْشَدَ:
بیا یې دا بیت وویل:
كُهُولُكُمْ خَيْرُ الْكُهُولِ وَنَسْلُكُمْ
إِذَا عُدَّ نَسْلٌ لَا يَبُورُ وَلَا يَخْزَى
ژباړه: ستاسو مشران تر ټولو غوره مشران دي او ستاسو نسب هم د تر ټولو غوره دی او د ټولو ټبرونو او نسلونو تر مینځ به ستاسو ټبر هيڅکله نابود او بې اعتباره نه شي.
فَقَالَ عَلِيُّ بْنُ الْحُسَيْنِ يَا عَمَّةِ اسْكُتِي فَفِي الْبَاقِي مِنَ الْمَاضِي اعْتِبَارٌ وَأَنْتِ بِحَمْدِ الله عَالِمَةٌ غَيْرُ مُعَلَّمَةٍ فَهِمَةٌ غَيْرُ مُفَهَّمَةٍ إِنَّ الْبُكَاءَ وَالْحَنِينَ لَا يَرُدَّانِ مَنْ قَدْ أَبَادَهُ الدَّهْرُ فَسَكَتَتْ- ثُمَّ نَزَلَ (ع) وَضَرَبَ فُسْطَاطَهُ وَأَنْزَلَ نِسَاءَهُ وَدَخَلَ الْفُسْطَاطَ.
امام زين العابدين(ع) خپلې ترورې ته مخ وګرځاوه او ويې فرمايل: «ترورې، آرامه شه، د تېرو تاريخ د پاتې شوو لپاره عبرت دى. د خدای شکر دی چې ته بې تعلیمه عالمه یې او بې له زده کړې هوښیاره یې. ژړا او فریاد به هغه کسان بیرته راستانه نه کړي چې کوم تللي دي». د څلورم امام(ع) په دغو خبرو سره زینب(س) ارامه شوه او هیڅ یې ونه ویل.