حضرت زینب سلام الله علیها
حضرت زینب(س) (زوکړه یې ۵ یا ۶ هجري – وفات یې ۶۲ هجري) د امام علی(ع) او حضرت زهرا(س) لور ده. د خپل ورور امام حسین(ع) له شهادت وروسته، هغه د کربلا د پاڅون د بیرغ پورته کوونکې او د کربلا د بندیانو مشره ونومول شوه. د کربلا پېښه د زینب(س) په ژوند کې تر ټولو مهمه پېښه ګڼل شوې ده. د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) له شهادت وروسته، هغه له نورو پاتی کسانو سره ونیول شوه او بیا کوفې او له هغه ځایه شام ته ولیږدول شوه. له عاشورا وروسته د زینب(س) درې مهمې دندې وې یوه د ژوندیو پاتې شویو کسانو مشري، د امام سجاد(ع) ملاتړ او ساتنه او خلکو ته د کربلا د شهیدانو پیغام رسول وو. په کوفه کې او په شام کې د یزید په درباره کې د حضرت زینب(س) خطبو، سربېره په دې چې د اهل بیتو(ع) مقام او مظلومیت معرفي کړي، د امویانو، په شمول د عبیدالله بن زیاد او یزید بن معاویه او د یزید ظلمونه يې هم څرګند کړی او یزید یې بخښنې او افسوس څرګندونې ته اړباسه. د حضرت زینب(س) دوه ماشومان، عون او محمد، د کربلا په پیښه کې شهیدان شول.
حضرت زینب(س) له دې سببه چې هغې په خپل ژوند کې ډیرې ستونزې ولیدې، ام المصائب لقب ورکړې شو. د هغې په نورو لقبونو کې عَقیلهٔ بنیهاشم او عالمةٌ غیرُ مُعَلَّمَة شامل دي. شیعه عالمانو زینب(س) د مهمو کمالاتو او فضیلتونو لرونکې ګڼلې ده. په شمول د: علم او فقاهت، په وینا کې د امام علي(ع) سره ورته والی، په عبادت کې د خپلې مور زهرا(س) سره ورته والی، د صبر او استقامت مجسمه، او د صبرِ جمیل سمبول. ځینې شیعه عالمان د حضرت زینب(س) فضیلتونو او ځانګړتیاوو ته په پام سره، د هغې په عصمت باور لري.
مشهوره نظر دا دی چې حضرت زینب(س) د ۶۲ هجري کال د رجب په ۱۵مه وفات شوه. د هغې د ښخولو د ځای په اړه هم اختلاف شته: د هغې تر ټولو مشهور دفن ځای په دمشق کې د حضرت زینب زیارت دی؛ خو ځینې یې په مصر کې د حضرت زینب مقام او ځینو یې د بقیع هدیره د هغې د ښخولو ځای ګڼلی دی.
حضرت زینب په شیعه کلتور او ادب کې لوړ مقام لري. هغوي د هغې بي بي د زوکړې او وفات د کلیزو د لمانځلو لپاره مراسم ترسره کوي، خپلې لوڼې د هغې په نوم نوموي، او د هغې د درناوي لپاره کنفرانسونه جوړوي. په ایران کې، د هغې د زوکړې ورځ د نرسانو ورځ بلل کیږي. د حضرت زینب د ژوند، شخصیت او فضیلتونو په اړه په مختلفو ژبو کې ډېر کتابونه هم خپاره شوي دي. د زینب په اړه په عربۍ، فارسۍ، اردو او انګلیسي ژبو کې له ۳۳۴ څخه زیات کتابونه خپاره شوي دي، چې یو پکې د سید نورالدین جزایري لخوا لیکل شوی اَلْخصائِصُ الزَّینبیّة دی.
زوکړه، نوم، لقب او کنیت
زینب د امام علی(ع) او حضرت فاطمه(س) لومړۍ لور ده[۱] او د امام حسن(ع)، امام حسین(ع)[۲] او ام کلثوم[۳] خور ده. د زینب(س) د زیږیدنې د نیټې په اړه اختلاف دی. ځینې سرچینې وايي چې هغه د جمادي الاول په پنځمه[۴] په پينځم هجري کال[۵] کې زیږیدلې وه، پداسې حال کې چې نور وايي چې دا په شپږم هجري کال[۶] کې په مدینه کې زیږیدلې وه. ځینې سرچینې د هغې د زیږیدنې نیټه د پیغمبر(ص) له وفات څخه پنځه کاله مخکې ګڼي.[۷] نورې نیټې لکه د څلورم او نهم قمري کال هم ذکر شوي دي.[۸] ویل کیږي چې د دې نیټو څخه هیڅ یو تاریخي اساس نلري.[۹]
حضرت زینب(س) باندې نامه پیغمبر(ص) ایښې وه. ویل کیږي چې جبرائیل دا نوم د خدای له لوري پیغمبر(ص) ته ورسولی دی.[۱۰] په اَلخَصائِصُ الزَّینَبیّة کتاب کې راغلي دي چې پیغمبر(ص) هغه ښکل کړه او ویې فرمایل: «زما د امت حاضر کسان دې باید هغه کسان چې غیر حاضر دي زما د دې لور زینب له کرامته خبر کړي. په حقیقت کې، هغه د خپلې انا خدیجې په څیر ده.»[۱۱] زینب په لغت کې «یوه ښکلې او خوشبویه ونې» ته ویل کیږي.[۱۲] او همدارنګ «د پلار د زینت» په معنی هم ده.[۱۳]
زینب(س) ته ام کلثوم او ام الحسن کنیتونه ورکړل شوي دي.[۱۴] د هغې د ورته نوم لرونکو خویندو څخه د توپیر لپاره، هغې ته زینب الکبری لقب ورکړل شو، او د هغې د مور صدیقه الکبری څخه د توپیر لپاره، هغې ته صدیقه الصغری لقب ورکړل شو.[۱۵] د هغې لپاره ډېر لقبونه ذکر شوي دي.[۱۶] ځينو يې له شپيتو څخه زيات لقبونه ياد کړي دي،[۱۷] چې ځينې يې عبارت دي له: عَقیله بني هاشم، عالمةً غیرُ مُعَلَّمَة، فَهِمَةٌ غَيْرُ مُفَهَّمَة،[یادونه ۱] عارفه، موثّقه، فاضله، کامله، عابده آل علی، صدیقه صغری، معصومه صغری، امینةالله، نائبةالزهرا، نائبةالحسین، عقیلة النساء، شریکة الشهداء، بلیغه، فصیحه، شریکةالحسین، محبوبة المصطفی.[۱۸]
حضرت زینب(س) د ډیرو سختیو له امله ام المصائب لقب ورکړی شوی دی: د هغې د نیکه پیغمبر(ص) وفات، د هغې د مور فاطمه(س) ناروغي او شهادت، د هغې د پلار امیرالمؤمنین(ع) شهادت، د هغې د ورور امام حسن(ع) شهادت، د کربلا پیښه، او په کوفه او شام کې د هغې بندیتوب د هغې د ژوند له سختو او ترخو پیښو څخه ګڼل کیږي.[۱۹]
میړه او ماشومان
«د حضرت زینب اتلولي زموږ په وړاندې ده. موږ د دې میرمنې درناوی کوو او عزت یې کوو. ... لکه څنګه چې یو سړی حسین کیدی شي، یوه مسلمانه ښځه هم زینب کیدی شي. که امام حسین د اتلانو لپاره یوه بیلګه او د نارینه وو لپاره کمال دی، نو زینب هم د ښځو لپاره یوه بیلګه ده. لکه څنګه چې یو مسلمان سړی اتل او جنګیالی کېدای شي، یوه مسلمانه ښځه هم اتله او مجاهده کېدای شي.[۲۰]»
د تاریخي سرچینو له مخې، د ډیرو غوښتونکیو سره سره، زینب(س) د خپل تره زوی عبدالله بن جعفر سره واده وکړ.[۲۱] د هغوي د واده نیټه معلومه نه ده،[۲۲] او تاریخي سرچینې کې یې هم د واده نیټه نه ده بیان شوی.[۲۳] د عبدالله مور اسماء بنت عمیس د امام علي(ع) سره واده وکړ او عبدالله د علي(ع) ربیب وو.[۲۴] ځینې سرچینې وایي چې د زینب د واده لپاره یو شرط دا و چې هر کله چې امام حسین(ع) وغواړي په سفر لاړ شي نو زینب به ورسره وي او عبدالله به یې مخه نه نیسي.[۲۵]
د زینب او عبدالله په اولادونو کې څلور زامن، علي، عون الاکبر، عباس، محمد، او یوه لور، ام کلثوم یاد شوي دي.[۲۶] فضل بن حسن طبرسي(وفات: ۵۴۸ هجري)، چې یو شیعه عالم دی، په خپل کتاب اِعلامُ الوَریٰ بِاَعلامِ الْهُدیٰ، کې د زینب لپاره درې زامن او یوه لور یاده کړې ده، او د عباس یادونه یې نه ده کړی.[۲۷] د زینب دوه زامن، عون[۲۸] او محمد[۲۹]، د کربلا په پیښه کې شهیدان شول. سبط بن جوزي په خپل تذکرةُالْخواص کې عون الاصغر د کربلا له شهیدانو څخه او د مور نوم یې جُمانة بنت المُسَیَّب یاد کړی دی.[۳۰] په مَقاتلُالطّالبین کې، د محمد د مور نوم د خوصا بنت حفصه په توګه یاد شوی دی.[۳۱] ځینو سرچینو د حضرت زینب(س) له اولادونو څخه یوازې عون د کربلا د شهیدانو په ډله کې لیست کړی دی.[۳۲]
معاویه د خپل زوی یزید لپاره د حضرت زینب(س) لور ام کلثوم وغوښته؛ خو امام حسین(ع) هغه د خپل تره زوی قاسم بن محمد بن جعفر بن ابي طالب ته واده کړه.[۳۳] د علي د اولادې یوه څانګه «زینبیون» بلل کیږي.[۳۴]
ځانګړتیاوې او فضیلتونه
د حضرت زینب(س) لپاره مختلفې ځانګړتیاوې او فضیلتونه بیان شوي دي: عبدالله مامقاني په تنقیح المقال کې ویلي دي: «زینب و ما زینب و ما ادراک ما زینب هى عقیلة بنی هاشم؛ زینب څوک ده؟ او تاسو څه پوهیږئ چې زینب څوک ده؟ هغه د عقیله بني هاشم ده.» د هغه په وینا، له حضرت زهرا(س) وروسته، هیڅوک د فضیلتونو او کمالاتو په ترلاسه کولو کې د هغې په څیر نیشته.[۳۵] د باقر شریف قرشي[۳۶] او سید نورالدین جزایري[۳۷] په څیر عالمانو په وینا، حضرت زینب(س) د داسې ټولو فضیلتونو، کمالاتو او صفاتو مجموعه وه، چې ژبه او قلم د هغې د بیانولو توان نلري.[۳۸] د هغې ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول لیست شوي دي:
علم او فقاهت
د حضرت زینب(س) هغه ویناوې او خطبې چې په کوفه کې او همدارنګه د یزید په دربار کې وې، چې د قرآن کریم د آیتونو پر بنسټ یې په کې دلیلونه راوړي وو، د هغې د پوهې نښې ګڼل شوي دي.[۳۹] زینب(س) د موسوعة طبقات الفقهاء کې د لومړۍ هجري پیړۍ له فقهاوو څخه ګڼل شوې ده.[۴۰] هغې له خپل پلار، امام علي(ع) او مور، حضرت زهرا(س) څخه حدیثونه روایت کړي دي.[۴۱] د مقاتل الطالبین کتاب د روایت له مخې، عبدالله بن عباس د فدک په اړه د حضرت زهرا(س) خبرې له حضرت زینب(س) څخه روایت کړې دي او هغه یې په «عقیلتنا زینب بنت علی(ع)» سره یاده کړې ده.[۴۲] امام سجاد(ع) او ځينو راویانو لکه جابر بن عبدالله انصاري،[۴۳] محمد بن عمرو، عطاء بن سائب، او د امام حسین لور فاطمه[۴۴] هم له زینب(س) څخه احادیث روایت کړي دي.
« د زینب الکبری(س) حماسه... د عاشورا د حماسې بشپړه کوونکې ده؛ بلکې، په یوه معنی، هغه حماسه چې بي بي زینب الکبری(س) جوړه کړه د عاشورا د حماسې یې بیا را ژوندۍ کوونکی او خوندي کوونکې ده. د زینب الکبری (س) د کار عظمت د تاریخ د نورو لویو پیښو سره پرتله کیدی نشي؛ دا باید په خپله د عاشورا له پیښې سره پرتله شي؛ او په ریښتیا سره چې دا دواړه یو له بل سره برابر دي. دا لویه انسانه، د اسلام او په حقیقت کې د انسانیت دا لویه میرمن، د سختیو د درنو غرونو په وړاندې خپل قد ټینګ او لوړ وساته ... هم د دښمنانو په وړاندې او هم د مصیبتونو او ترخو پیښو په وړاندې، هغه د ویاړلې غر په څیر ټینګه ولاړه وه؛ هغه یو درس، یو رول ماډل، یوه مشره، یوه مخکښه شوه.[۴۵]»
کله چې امام علي(ع) په کوفه کې و، زینب(س) به د کوفې ښځو ته د قرآن تفسیر درس ورکوه.[۴۶] همدارنګ ویل کیږي چې هغې بي بي ته به خلک د حلال او حرام په اړه د وضاحت لپاره ورتلل.[۴۷] ځینو هغه د لدني پوهې لرونکې ګڼلې ده.[۴۸]
ویناوالي
د حضرت زینب(ع) خطبه د امام علي(ع) سره تشبیه شوې ده او ویل شوي دي چې د هغې فصاحت او بلاغت دومره و چې کله به یې خطبه ورکوله، نو داسې به ښکارېده لکه امام علي(ع) چې خبرې کوي او خطبه ورکوي.[۴۹] طبرسي په الاحتجاج کې روایت کوي چې په هغه ورځ چې د بندیانو کاروان کوفې ته راننوت، امام سجاد(ع) به د خپلې ناروغۍ په حالت کې هغو خلکو ته چې ژړا او فریاد به یې کاوه، خبرې کولې، حضرت زینب(س) خلکو ته اشاره وکړه چې چوپ شئ. راوی وايي چې خلکو ساه په سینو کې بنده شوه او حتی د غواګانو د جرسونو غږ هم نه اورېدل کېده. بیا زینب خلکو ته خطبه ورکړه.[۵۰]
عبادت
حضرت زینب په عبادت کې خپلې مور حضرت زهرا(س) سره تشبیه شوې ده.[۵۱] روایت دی چې هغې به د شپې عبادت او د تهجدو لمونځ کاوه او د قرآن تلاوت به یې کاوه، او هغې هیڅکله د خپل ژوند په اوږدو کې د تهجد لمونځ نه دی پرېښی. حتی د محرم په یوولسمه شپه، سره له دې چې د عاشورا په ورځ ډېرې سختۍ رامنځته شوې وې[۵۲] د امام حسین(ع) لور فاطمه وايي: «زما ترور زینب د عاشورا په ټوله شپه په خپل عبادت ځای کې ولاړه وه او خپل رب ته یې استغاثه کوله.»[۵۳] له امام سجاد(ع) څخه هم روایت شوی چې شام په لاره کې، د ډیرو ستونزو سره سره، حضرت زینب خپل د شپې لمونځ نه دی پریښی.[۵۴] روایت دی چې امام حسین(ع) د عاشورا په ورځ، کله چې هغه خپله وروستۍ وداع کوله، حضرت زینب ته یې وویل: «زما خورې! ما د شپې په لمانځه کې مه هېروه.»[۵۵] حضرت زینب ته د هغې د عبادت له امله «عابده» لقب ورکړی شوی وی.[۵۶]
پرده او پاکلمني
د حضرت زینب د حجاب او پاکلمنۍ په اړه، عبدالله مامقاني ویلي دي چې د کربلا له پیښې مخکې هیڅ سړي هغه نه وه لیدلې.[۵۷] د امام حسین(ع) د ملګرو او د کربلا د شهیدانو څخه د یحیی مازني څخه روایت شوی دی چې که څه هم هغه په مدینه کې د اوږدې مودې لپاره د امام علي(ع) د کور ګاونډی و، خو هیڅکله یې زینب ونه لیده او نه یې د هغې غږ واورېد. د هغه په وينا، کله چې زينب(س) د رسول الله(ص) د قبر زيارت ته تلله نو امام علي او حسنين به يې شاوخوا ته روان وو ترڅو څوک يې ونه ويني.[۵۸]
صبر او ولاړتیا
حضرت زینب د صبرِ جمیل مجسمه او سمبول ګڼل شوې ده[۵۹][یادونه ۲] او د صبر اتله[۶۰] ګڼل شوې ده. د دین د حرمت د ساتنې په لاره کې د هغې مقاومت، د ستونزو په وړاندې د خپل نفس کنټرول، د دښمن په وړاندې د کمزورۍ نه ښودل، او د خلکو په شتون کې ګیله نه کول، د زینب(س) د صبر ځانګړتیاوې بلل شوي دي.[۶۱] د عاشورا په ورځ، کله چې هغې د خپل ورور په وینو لړلی جسد ولید، نو ویې فرمایل: «ای خدایه، دا قرباني زموږ (د پیغمبر له کورنۍ) څخه په خپله لاره کې قبوله کړه.»[۶۲] هغې د ابن زیاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې، د خپل ورور او اهل بیتو سره یې د خدای کار څنګه ولید؟ وفریل: «مَا رَأَیْتُ إلّا جَمِیلاً؛ ما له ښکلا پرته بل څه نه دي لیدلي.»[۶۳]
عصمت
ځینې عالمان، لکه عبدالله مامقاني[۶۴] او جعفر نقدي، چې په څوارلسمه پیړۍ کې شیعه فقیهان،[۶۵] د حضرت زینب(س) فضیلتونو او ځانګړتیاوو په پام د هغې په عصمت باندې باوري دي. سيد نورالدين جزائري هغه د کوچني عصمت (عصمت صغری) خاونده ګڼي.[۶۶]
د کربلا په پېښه کې د امام حسین(ع) ملګرتیا او له هغې وروسته روښانتیا
د زینب(س) په ژوند کې تر ټولو مهمه پیښه د کربلا پیښه ګڼل کیږي.[۶۷] حضرت زینب د کربلا په پېښه کې د امام حسین(ع) تر شهادت پورې له هغه سره وه. د امام حسین(ع) له شهادت وروسته، هغه د نورو ژوندیو پاتې شویو کسانو سره ونیول شوه او کوفې او شام ته بوتلې شوه.[۶۸] ویل کیږي چې دا روښانه نه ده چې حضرت زینب له خپل ورور سره له مدینې څخه راغلې وه یا وروسته ورسره یوځای شوه. همدارنګه، په سرچینو کې دا هم نه بیان شوي چې زینب څنګه له مدینې وتله او مکې ته لاړه.[۶۹] هغه څه چې روښانه دي هغه دا دي چې کله چې امام حسین(ع) له مکې څخه عراق ته روان شو نو زینب د خپل ورور سره وه.[۷۰]
زینب(س) د کربلا د پاڅون د بیرغ پورته کوونکې په توګه معرفي شوې ده ځکه چې د خپل ورور حسین(ع) له شهادته وروسته هغې دښمنانو سره مقابله وکړه او هغوي یې وشرمول او د اهل بیتو(ع) مقام یې او یزید بې عدالتي یې خلکو ته روښانه کړه.[۷۱] همدارنګ د هغې خطبې او روښانتیا د عاشورا د حماسې د بقا او د خلکو د بیدارۍ راز ګڼل شوی دی.[۷۲] محمد محمدي اشتهاردي، چې یو مذهبي لیکوال دی، له عاشورا وروسته د زینب(س) درې ماموریتونه په لاندې ډول بیان کړي دي: د ژوندیو پاتې شویو کسانو مشري، د امام سجاد(ع) ملاتړ او ساتنه، او خلکو ته د شهیدانو پیغام رسول.[۷۳]
«کله چې عبیدالله بن زیاد له هغې څخه وپوښتل چې خپل ورور او کورنۍ سره دې د خدای کار څنګه ولید؟ حضرت زینب(س) ځواب ورکړ: «ما رأيت إلاّ جميلاً؛ ما له ښکلا پرته بل څه ونه لیدل.»[۷۴]»
په کربلا کې
شیخ مفید له امام سجاد(ع) څخه روایت کوي چې د عاشورا په شپه زینب(س) د هغه تر څنګ ناسته وه کله چې امام حسین(ع) خپلې خیمې ته لاړ او د نړۍ د بې وفایي په اړه یې شعرونه وویل. امام سجاد(ع) وايي چې د دې شعرونو په اورېدو سره، زما ترور په بې صبرۍ سره زما پلار ته لاړه. زما پلار هغې ته وکتل او ویې فرمایل، «خورې! شیطان له تا صبر وانه خلي.» بیا یې سترګې له اوښکو ډکې شوې او ویې فرمایل، «که د قطا مرغۍ (د ډبرې خوړلو مرغۍ) یوازې پریښودل شي، نو ویده به شي.» زینب(س) وفرمایل: «های افسوس! ایا دوی تا په زور وژني؟...» بیا یې ځان په مخ وواهه، غاړه یې څیرې کړه او بې هوښه شوه. حسین(ع) یې په مخ اوبه واچولې او هغې ته یې د تقوا او صبر کولو سپارښتنه وکړ، ویې فرمایل: «... پوه شه چې د ځمکې او اسمانونو اوسیدونکي مړه کیږي، او هرڅه له منځه ځي، پرته له الله څخه... زما پلار، مور او ورور له ما غوره وو [او ټول له دنیا لاړل]...» حسین(ع) په دې خبرو سره هغه ته تسلي ورکړه او قسم یې ورکړ چې د خپل ورور له شهادت وروسته به ګریوان نه څيري، خپل مخ به نه وهي، او بې صبري به نه کوي.[۷۵]
د عاشورا په ماښام، کله چې د شمر په امر د امام حسین(ع) جسد په غشو وویشتل شو، زینب(س) له خیمې څخه راووتله او عمر بن سعد (د دښمن د لښکر قوماندان) ته یې په خطاب کې وویل: «د سعد زویه! ایا دوی ابو عبدالله (امام حسین) وژني او ته ورته ګورې؟!» ابن سعد ځواب ورنه کړ. بیا زینب(س) چیغه کړه: «ایا ستاسو په منځ کې څوک مسلمان نشته؟" چا هغې ته ځواب ورنه کړ.[۷۶] د ځینو سرچینو له مخې، د امام حسین(ع) له شهادت وروسته، زینب(س) د خپل ورور سر ته ودریده او ویې ویل: «ای الله، زموږ څخه دا قرباني قبوله کړه.»[۷۷] دا هم روایت شوی چې هغې مدینې ته مخ کړ او د خپل ورور د شهادت او د خپلې کورنۍ د اسیر کیدو په اړه یې پیغمبر(ص) ته شکایت وکړ. روایت دی چې د زینب(س) خبرو او غمجن غږونو په ملګرو او دښمنانو دواړو باندې اغیزه وکړه او ټول یې وژړول.[۷۸]
د سرچینو له مخې، د حضرت زینب(س) دوه ماشومان د عاشورا په ورځ شهیدان شول.[۷۹] سيد محمد کاظم قزويني ويلي دي چې د مقتل په کتابونو کې مې داسې کوم راپور نه دی موندلی چې زينب(س) د خپلو ماشومانو په شهادت باندې ژړا کړې وي. د هغه په اند، حضرت زینب به د خپل ورور امام حسین په خاطر د خپلو ماشومانو په شهادت خپل غم او خفګان نه څرګندوه.[۸۰]
در کوفه
د امام حسین(ع) له شهادت وروسته، بندیان، په شمول د زینب(س)، کوفې ته بوتلی شول.[۸۱] د تاریخي راپورونو له مخې، زینب(س) د بندیانو د کاروان مشره وه.[۸۲] کوفې ته د ننوتلو سره سم، زینب(س) حاضرینو ته یوه داسې خطبه ورکړه، چې ټول یې حیران او متاثره کړل.[۸۳] د امام سجاد(ع) یو صحابي، حِذْیَم بن شَریک اَسَدی، د زینب(س) د خطبې په اړه وايي: «قسم په خدای! ما هیڅوک د زینب په څیر په وینا کې دومره پیاوړی نه دی لیدلی؛ داسې ښکارېده لکه چې هغه د امیرالمؤمنین علي(ع) له ژبې خبرې کوي. هغې خلکو ته غږ کړ چې چوپ شئ! په دې غږ سره نه یوازې لویه ډله غلې شوه، بلکې د اوښانو جرسونه هم غلي شول.»[۸۴] د خطبې په پای کې، کله چې د ښار ګډوډي او د حکومت پر وړاندې پاڅون احساس شو، د پوځي ځواکونو قوماندان، د بغاوت د مخنیوي لپاره، د کربلا بندیان دارالاماره ته واستول، چې د کوفې واکمن عبیدالله بن زیاد د حکومت مرکز و.[۸۵]
د شیخ مفید د راپور له مخې، وروسته له هغه چې د کربلا د شهیدانو او بندیانو سرونه کوفې ته ورسیدل، عبیدالله د دارالاماره په ماڼۍ کې یوه عمومي غونډه ترسره کړه، او د امام حسین(ع) پرې شوی سر یې مخې ته و، او هغه په لرګي سره د هغه غاښونه وهل. د زینب(س) په ګډون د کربلا بندیان په بې نومه توګه دارالاماره ته راننباسل. هلته، حضرت زینب(س) د عبیدالله بن زیاد سره مناظره وکړ او عبیدالله چې د امام سجاد(ع) د وژلو اراده یې کړې وه، له دې ارادې څخه منع کړ او ابن زیاد ته یې وویل چې که هغه غواړي امام سجاد(ع) ووژني، نو باید هغه بي بي هم د امام سره یوځای ووژني.[۸۶]
په شام کې
- دا هم وګورئ: په شام کې د حضرت زینب(س) خطبه او د یزید د مجلس ماتم
«هر ډول چالاکي او مکر چې تاسو یې کوئ ویې کړئ، او هر ډول هڅې چې کوئ ویې کړئ، قسم په خدای چې هیڅکله کله به زمونږ یاد له منځه یو نه سې او زمونږ وحي به ختمه نه کړې شې... دا ذلت او رسوایی به له تا څخه لرې نشي.[۸۷]»
د کربلا له پېښې وروسته، یزید بن معاویه له عبیدالله څخه وغوښتل چې بندیانو کاروان د شهیدانو له سرونو سره یوځای شام ته واستوي. له همدې امله، یې د امام حسین(ع) کورنۍ شام ته واستوله.[۸۸] په شام کې د امام علي(ع) د کورنۍ پر وړاندې د امويانو د منفي تبليغاتو او د يزيد د واکمنۍ د پياوړتيا له امله، کله چې بنديان شام ته ورسېدل، خلکو نوې جامې واغوستلې، ښار يې سينګار کړ او خوشحالۍ يې وکړې؛[۸۹] خو په شام کې د حضرت زینب او امام سجاد(ع) خطبو له یوې خوا د شام د خلکو اهلبیتو(ع) سره دښمني په مینه بدله کړه او له بلې خوا یې د یزید په خلاف د خلکو غوسه راوپاروله. له همدې امله، د خواشینۍ څرګندولو سره، یزید احساس وکړ چې د امام حسین(ع) شهیدولو پر ځای د دې چې د هغه وضعیت ښه کړي، د هغه د حکومت بنسټونو ته یې سخت ګوزار ورکړی دی.[۹۰]
یزید د شام د اشرافو او مشرانو په ګډون یوه غونډه ترسره کړې وه.[۹۱] هغه د امام حسین(ع) د کورنۍ په حضور کې، چې د بندیانو په څیر د هغه په حضور کې وو، کفري او سپکاوې کوونکي شعرونه وویل، او د خپلې بریا په اړه یې خبرې وکړې، او د قرآن کریم آیتونه یې په خپله ګټه تاویل کړل.[۹۲] همدرانګ هغه د امام حسین(ع) پرې شوی سر په خپل لاس کې لرګی سره ووهه.[۹۳] له دې وروسته، زینب(س) د غونډې له یوې کونج څخه د یزید د خبرو د مقابلې لپاره ودرېده او په لوړ غږ[۹۴] یې د امام حسین(ع) د حق او د یزید د کړنو د باطلوالي په اړه خبرې وکړې.[۹۵] په دې خطبه سره یې یزید د شام د مشرانو او شخصیتونو په وړاندې سپک، ملامت او توبیخ کړ، د هغه جرمونه یې وغندل، او د خلکو د بیدارۍ او د یزید د واکمنۍ د کمزورۍ لپاره یې سریزې برابر کړې.[۹۶]
ویل کیږي چې د زینب(س) روښانتیاې د ابن زیاد، یزید او امویانو د بریا د خوښۍ د له لاسه ورکولو لامل شوې.[۹۷] ویل کیږي چې د زینب(س) د روښانتیا له سببه یزید اړ شو چې بخښنه وغواړي او پښیماني څرګنده کړي، او د امام حسین(ع) قتل د عبیدالله بن زیاد په غاړه ورواچوي.[۹۸] له هغې وروسته، زینب(س) او د کربلا بندیانو له یزید څخه وغوښتل چې په شام کې د امام حسین(ع) لپاره ماتم وکړي، او یزید موافقه وکړه.[۹۹]
وفات او د دفن ځای
- دا هم وګورئ: د حضرت زینب(س) حرم او د حضرت زینب مقام (مصر)
ویل کیږي چې تر اتمې هجري پیړۍ پورې په تاریخي سرچینو کې د حضرت زینب(س) د مړینې د وخت، ځای او څرنګوالي په اړه دقیق معلومات نشته، او شته معلومات یوازې هغه وخت رانغاړي کله چې د بندیانو کاروان مدینې ته ننوت.[۱۰۱] خو کوم څه چې مشهور دي د هغې له مخې د حضرت زینب(س) وفات د یکشنبې په شپه، د ۶۲ هجري کال د رجب په ۱۵مه نیټه ګڼل کیږي.[۱۰۲] په دې اړه نور نظرونه هم شته لکه د رجب ۱۴مه[۱۰۳] او ۶۵ هجري کال[۱۰۴].
د حضرت بي بي زینب سلام الله علیها د دفن د ځای په هکله دې نظریې دي:
- شام: په شام کې د حضرت زینب د ښخولو ځای ډیر مشهور ګڼل کیږي.[۱۰۵] د هغې زیارت د دمشق په جنوب کې موقعیت لري، او د حضرت زینب(س) د زیارت د شتون له امله، دا سیمه د «السیدة زینب ښارګوټي» په نوم پیژندل کیږي.[۱۰۶]
- مصر: ځینو تاریخ پوهانو د زینب(س) قبر په مصر کې ګڼلی دی.[۱۰۷] دا ځای چې د حضرت زینب د مقام یا د سیده زینب د جومات په نوم مشهور دی، د قاهرې د سیده زینب په سیمه کې موقعیت لري.[۱۰۸] سید محمد کاظم قزویني په خپل کتاب زینب الکبری من المهد الی اللحد کې دا ادعا تر ټولو قوي احتمال ګڼلی دی.[۱۰۹]
- مدینه: سید محسن امین، په مدینه کې د بقیع هدیره د حضرت زینب(س) د دفن ځای ګڼلی دی.[۱۱۰]
- د عراق هواد په شمال کې د سنجار په ښار کې یو زیارت شتون لري چې خلک یې د حضرت زینب د ښخولو ځای ګڼي.[۱۱۱] خو څېړونکي په دې ځای کې د زینب(س) ښخول بې تاریخي دلیل ګڼي.[۱۱۲]
محمد جواد مغنیه په خپل کتاب «الحسین و بطلة کربلا» کې د دریم نظر په رد کولو سره ویلي دي چې څرنګه چې باوري عالمانو لکه کلیني، شیخ صدوق، شیخ مفید او شیخ طوسي د حضرت زینب د قبر ځای نه دی بیان کړی، نو له دې دریو نظرونو څخه مونږ هیڅ یو پر بل غوره نه شو کولی. د شام او مصر شهرت هم له یو بل سره په ټکر کې دی او له دې سببه هیڅ یو یې پر بل غوره والی نه لري. له همدې امله، په ډاډ سره یې د قبر ځای مشخص کول ممکن نه دي؛ خو بې له شکه، د اهل بیتو د درناوي له مخې کوم زیارتونه چې په شام او مصر کې دي د هغوي زیارت کول ښه دي.[۱۱۳] په «مقتل جامع سید الشهدا» کتاب کې هم درې واړه نظرونه نقد شوي دي او یو ته هم پر بل غوره والی نه دی ورکړی شوی. په دې درې واړو نظرونو باندې له نیوکو څخه یوه دا ده چې که څه هم حضرت زینب(س) د اسلام له لویو او مهمو شخصیتونو څخه ګڼل کیده، خو په پخوانیو مستند کتابونو کې، په شام، مصر یا مدینه کې د حضرت زینب د قبر ځای نه دی یاد شوی. له همدې امله، د دې دریو ځایونو څخه هیڅ یو یې هم د حضرت زینب(س) د قبر ځای په توګه په یقین سره نه شي ګڼل کیدی.[۱۱۴]
د دمشق د مشهور مزار په اړه هم دا ویل کیږي چې د دې مقبرې د څیښتن نوم د قمري کال تر اتمې پیړۍ پورې د ام کلثوم په نوم ثبت شوی دی؛ خو له هغې نیټې وروسته، قبر په تدریجي ډول زینب الکبری ته منسوب شو.[۱۱۵]
زینبیه زیارت یا تل زینبیه، چې د امام حسین(ع) زیارت ته نږدې دی، هم حضرت زینب(ع) ته منسوب دی. ویل کیږي چې تل زینبیه هغه ځای و چې حضرت زینب(س) د عاشورا په ورځ هلته ولاړه وه، او له هغه ځایه یې د کربلا پیښې چې یو ترې د هغې د ورور د شهادت پیښه وه، ولیدلې.[۱۱۶]
-
په مصر کې د حضرت زینب(س) د مقام او جومات یو زوړ انځور، چې ۱۸۸۴میلادی کال پورې اړه لري.
-
د دمشق په جنوب کې د حضرت زینب حرم
-
په دمشق کې د حضرت زینب په زیارت باندې د تکفیري ډلو برید
له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۴ پورې، د داعش په څېر تکفیري ډلو له خوا په سوریه کې د بریدونو په ترڅ کې، د حضرت زینب(س) په حرم هم بریدونه وشول، چې په پایله کې یې د حرم ځینې برخې لکه ګنبد، منارې او ځینې برنډې زیانمنې شوې، او همدارنګه د حرم ځینې اوسیدونکي او زواران هم په کې شهیدان شول؛[۱۱۷] البته، د خوزستان د مقدسو زیارتونو د بیارغونې د ټیم په هڅو سره، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي له میاشتې تر ۱۳۹۵ پورې، ټولې زیانمنې شوې سیمې بیارغول شوې.[۱۱۸]
په شیعه کلتور او ادب کې
حضرت زینب(س) په شیعه کلتور او ادب کې مهم ځای لري. شیعو تل د هغې نوم او یاد ته درناوی کړی او په خپل کلتور او ادب کې یې په لوړه درجه یاده کړې ده. د مثال په توګه، د حضرت زینب(س) د زوکړی او وفات په کلیزه کې، دوی د هغې د یادولو لپاره مراسم ترسره کوي، او په خپلو لوڼو باندې د هغه بي بي نامه ږدي او د هغې د یادولو لپاره کنفرانسونه ترسره کوي.
د زوکړې ورځ: شیعه او نور مسلمانان په مختلفو هیوادونو لکه سوریه، ترکیه، مصر او ایران کې د حضرت زینب(س) د زوکړې ورځ لمانځي.[۱۱۹] په ایران کې، د حضرت زینب(س) د زوکړې ورځ «د نرسانو ورځ» نومول شوې ده.[۱۲۰] د دې نومولو دلیل د امام سجاد(ع) او د کربلا د نورو ناروغانو او بندیانو خیال ساتل وو.[۱۲۱]
د وفات کلیزه: شیعه او نور مسلمانان د رجب په ۱۵مه د حضرت زینب(س) د وفات د کلیزې په مناسبت په مختلفو ځایونو کې د ماتم مراسم ترسره کوي، په شمول د دمشق د حضرت زینب(س) په حرم کې او نورو زیارتونو کې.[۱۲۲]
د نجونو نومونه ایښودل: زینب نوم د مسلمانانو او په بیله توګه د شیعه ترمنځ په مختلفو هیوادونو لکه ایران او ترکیه کې یو له خورا مشهورو نومونو څخه ګڼل کیږي.[۱۲۳] د ترکیې د احصایې د انسټیټیوټ د راپور له مخې، د زینب نوم له ۲۰۰۰ مسیحي کال راهیسې د ترکي نجونو د نومونو په سر کې دی.[۱۲۴] د ایران د مدني ثبت سازمان د ځینو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، زینب نوم په ۱۴ پیړۍ کې په ایران کې شپږم تر ټولو مشهور نوم و.[۱۲۵]
کنفرانسونه: د ایران په مختلفو ښارونو او نورو هیوادونو کې د حضرت زینب(س) د ژوند او شخصیت د مختلفو اړخونو د معرفي کولو په موخه ګڼ شمیر کنفرانسونه ترسره شوي دي.[۱۲۶] د مثال په توګه، په ۱۳۹۱ کال کې د حضرت زینب(س) ملي کانګرس په قم ښار کې ترسره شو،[۱۲۷] او په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د حضرت زینب(س) نړیوال کنفرانس د تهران په امام حسین پوهنتون کې ترسره شو.[۱۲۸]
«اې زینب! اې د علی غوندي ژبه لري! اې میرمنې! اې هغه چا چې میړنتیا باید له تا زده کړی شي، زموږ د ملت ښځې، هغه چې نوم یې په روحونو کې د مینې او درد اور بلوي، تر بل هر وخته زیاتې تاسو ته ډیره اړتیا لري... اې چې د علي په څېر ژبه لرې! اې هغه چې د حسین رسالت دې ولو اخستی! اې بي بي چې له کربلا څخه راغلې او د ظالمانو او جلادانو په دوامداره شور او غوغا کې دې د تاریخ غوږونو ته د شهیدانو پیغام ورسوه، زینب! له موږ سره خبرې وکړه... راته ووایه چې هلته تا سره څه شوي دي! راته مه وایه چې ستا دښمنانو څه وکړل او ستا ملګرو څه وکړل! هو، اې «د حسین د انقلاب پیغام رسوونکی» موږ له تا څخه هر څه اوریدلي دي، تا د کربلا پیغام رسولی دی، د شهیدانو پیغام، ته هغه شهیده یې چې له خپلې وینې څخه یې خبرې جوړې کړې، لکه د خپل ورور چې د خپلې وینې په څاڅکو سره یې خبرې کولې... اې د علي لور، اې خورې، اې د بندیانو د قافلې سالارې، موږ هم د په دې قافلې پسې له ځان سره بوځه.[۱۲۹]»
شعر او ادبیات: ډېرو شاعرانو د حضرت زینب(س) په اړه په مختلفو ژبو شعرونه لیکلي دي.[۱۳۰] د دې شعرونو ځینې یې په مختلفو موضوعاتو کې دي، لکه ستاینې، مرثیې او په کربلا کې د زینب(س) شتون. د «آیینه صبر؛ در مدایح و مراثی حضرت زینب» کتاب چې محمود شاهرخي او مشفق کاشاني لیکلی دی، او د «بانوی صبر؛ برگزیده شعر معاصر مذهبی در ستایش حضرت زینب(س)» د حضرت زینب(س) په ستاینه کې غوره شوي معاصر مذهبي شعرونو کتاب د امیر مسعود طاهریان په هڅو تالیف شوی، او د حضرت زینب(س) په اړه د شاعرانو شعرونه په کې راټول شوي دي. د سید مهدي شجاعي لخوا لیکل شوی کتاب «آفتاب در حجاب» (په پرده کې لمر)،[۱۳۱] «بانوی قصه من» (زما د کیسې میرمن) او «خداحافظ درختان سرو: داستان زندگی بانو زینب(س) (د صنوبر ونو ته الوداع: د میرمن زینب(س) د ژوند کیسه)، دواړه کتابونه د مژګان شیخي لخوا لیکل شوي،[۱۳۲] هم د حضرت زینب(س) اړوند د افسانوي ادب په کټګورۍ کې د کتابونو په ډله کې ګڼل کیږي. د زینب(س) په اړه د شعرونو یوه بیلګه په لاندې ډول ده:
کتاب پيژندنه

د حضرت زینب(س) د شخصیت او فضیلتونو په هکله په ډېرو ژبو باندې کتابونه لیکلي شوي او خپاره شوي دي. په «کتابشناسی امامزادگان» کتاب کې له ۲۰۰ زیات کتابونه،[۱۳۶] په «کتابشناسی حضرت زینب علیها سلام» مقاله کې ۲۸۵ کتابونه راوړي شوي دي[۱۳۷] او په «کتابشناسی حضرت زینب(س)» مقاله کې [۱۳۸] ۳۳۴ کتابونه په عربۍ، فارسۍ او اردو او انګریزۍ ژبه معرفی شوي دي. په دې کې ځینې کتابونه دا دي:
- السَیْدة زَیْنَب بَطَلة التاریخ و رائِدة الجهاد فی الاسلام، باقر شریف قرشي، بیروت، دارالمحجة البیضاء، لومړۍ چاپ، ۱۴۲۲ق؛
- زَیْنَب الکُبْری علیها السلام مِن المَهْد اِلی الْلَحْد، سید محمد کاظم قزویني، قم، دارالغدیر، لومړۍ چاپ، ۱۴۲۳ق دا کتاب په «زندگانی حضرت زینب کبری(س) از ولادت تا شهادت» عنوان سره ترجمه شوی دی؛
- حضرت زینب پیامرسان شهیدان کربلا، محمد محمدي اشتهاردي، تهران، نشر مطهر، ۱۳۷۶لمریز؛
- الخصائص الزینبیة، د سید نورالدین جزایري لیکی کتاب چې د حضرت زینب(س) څلویښت ځانګړتیاوې یې څیړلي دي.[۱۳۹] دا کتاب د «ویژگیهای حضرت زینب علیهاالسلام» عنوان لاندې ناصري باقري بیدهندي ترجمه کړی دی او مسجد مقدس جمکران د خپرندویی له خوا خپور شوی دی؛
- حیاة السیدة زينب بنت الامام امیرالمؤمنین علی بن ابي طالب(ع)، جعفر نقدي، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، لومړۍ چاپ، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م؛
- دانشنامه خردمند بانوی خاندان وحی (موسوعة عقلیة الوحی) هادي درویشي لیکلی دی. د دې پوهنغونډ لومړۍ ټوک د حضرت زینب(س) د شخصي ژوند په هلکه دی او دویم ټوک یې د هغې د صبر او ولاړتیا او د کربلا د پيښې په هلکه لیکل شوی دی؛[۱۴۰]
«عقیلة الوحی الصدیقة الصغری الحوارء الکبری زینب(س)» د سید عبدالحسین شرفالدین کتاب، «حضرت زینب علیهاالسلام» د سید محمدتقي مدرسي کتاب، «نگاهی کوتاه به زندگی زینب کبری(س)» د سید هاشم رسولي محلاتي کتاب، «السیده زینب عقیلة بنیهاشم» د عایشه بنت الشاطي په قلم لیکلی شوی، «پیامآور کربلا حضرت زینب» د مرتضی فهیم کرماني تالیف، «سیمای حضرت زینب علیهاالسلام» د محمد مهدي تاج لنگرودي په قلم لیکلی شوی، «زینت عارفان: سیری در سلوک عرفانی زینب کبری(ع)» د محمدجواد رودګر کتاب او «زینب کبری(ع) پیامآور عاشورا» د اسماعیل منصوري لاریجاني کتاب هغه نور کتابونه دي چې د حضرت زینب(س) د ژوند او شخصیت په هکله لیکل شوي دي.
فوټ نوټ
- ↑ ابناثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۲؛ نقدی، حیاة السیدة زینب، ۱۴۱۹ق، ص۲۲.
- ↑ قرشی، السیده زینب، ۱۴۲۲ق، ص۲۹-۳۳.
- ↑ دخیل، اعلام النساء، ۱۴۱۲ق، ص۲۶۹.
- ↑ دخیل، اعلام النساء، ۱۴۱۲ق، ص۲۶۹؛ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۳۱.
- ↑ دخیل، اعلام النساء، ۱۴۱۲ق، ص۲۶۹؛ نقدی، حیاة السیدة زینب، ۱۴۱۹ق، ص۲۲؛ مغنیه، الحسین(ع) و بطلة کربلاء، ۱۴۲۶ق، ص۲۸۵.
- ↑ شرفالدین، عقیلة الوحی، ص۴۱؛ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۳۱.
- ↑ کحّاله، أعلام النساء، ۲۰۰۸، ج۲، ص۹۱؛ حسّون، اعلام النساء المؤمنات، ۱۴۲۱ق، ص۴۳۶.
- ↑ نقدی، حیاة السیدة زینب، ۱۴۱۹ق، ص۲۲.
- ↑ محلاتی، ریاحین الشریعة، ۱۳۴۹ش، ج۳، ص۳۳.
- ↑ نقدی، حیاة السیدة زینب، ۱۴۱۹ق، ص۲۱؛ قرشی، السیده زینب، ۱۴۲۲ق، ص۳۹.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۴۴.
- ↑ ابنمنظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۵۳، ذیل واژه «زنب»؛ فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۲۶ق، ص۹۵.
- ↑ فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۲۶ق، ص۹۵؛ حسینی زبیدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۶۰.
- ↑ قرشی، السیده زینب، ۱۴۲۲ق، ص۳۹؛ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۳۸.
- ↑ نقدی، حیاة السیدة زینب، ۱۴۱۹ق، ص۲۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۵۲-۵۳؛ ربانی خلخالی، چهره درخشان عقیله بنیهاشم زینب کبری، ۱۳۸۷ش، ص۱۶-۱۹.
- ↑ وګورئ: ربانی خلخالی، چهره درخشان عقیله بنیهاشم زینب کبری، ۱۳۸۷ش، ص۱۶-۱۹.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۵۲-۵۳؛ ربانی خلخالی، چهره درخشان عقیله بنیهاشم زینب کبری، ۱۳۸۷ش، ص۱۶-۱۹.
- ↑ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۱۳۷.
- ↑ یعقوب حسن ظاهر، المسیرة الإمام السید موسی الصدر، دار بلال، ج۱۱، ص۲۷۷.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۳۴۰؛ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۳؛ طبرسی، اِعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۶.
- ↑ پرتو و خامهیار، «زینب بنت علی بن ابیطالب»، ص۱۵۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۳۴۰؛ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۳؛ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص۴۴؛ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۷۵ و ۷۶؛ عاشور، موسوعة زینب الکبری، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۴و۳۵.
- ↑ صفار، المرأة العظیمة، ۲۰۰۰م، ص۹۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: عاشور، موسوعة زینب الکبری، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۴و۳۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۳۴۰؛ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۳؛ کحّاله، أعلام النساء، ۲۰۰۸، ج۲، ص۹۲؛ دخیل، اعلام النساء، ۱۴۱۲ق، ص۲۷۰؛ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص۴۸.
- ↑ طبرسی، اِعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۶.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲۵؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبین، ۱۴۱۶ق، ص۹۵؛ طبری، کامل بهائی، ۱۳۸۳ش، ص۶۴۷.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲۵؛ طبری، کامل بهائی، ۱۳۸۳ش، ص۶۴۷.
- ↑ سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، مکتبة نینوی الحدیثة، ص۱۹۲.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبین، ۱۴۱۶ق، ص۹۵.
- ↑ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص۴۸.
- ↑ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۱۳۷؛ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص۴۹ و ۵۰.
- ↑ مرتضی زبيدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۶۰؛ کحّاله، معجم قبائل العرب، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۴۹۳.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، نجف، ج۳، بخش ۲، ص۷۹.
- ↑ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص۵۱.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۵۱.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۵۱.
- ↑ وګورئ: کحّاله، أعلام النساء، ۲۰۰۸، ج۲، ص۹۲-۹۷.
- ↑ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۶۱.
- ↑ کحّاله، أعلام النساء، ۲۰۰۸، ج۲، ص۹۱؛ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۶۲.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۶ق، ص۹۵.
- ↑ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۶۲.
- ↑ کحّاله، أعلام النساء، ۲۰۰۸، ج۲، ص۹۲.
- ↑ «بیانات در دیدار پنجاه هزار فرمانده بسیج سراسر کشور»، دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله العظمی خامنهای.
- ↑ محلاتی، ریاحین الشریعة، ۱۳۴۹ش، ج۳، ص۵۷.
- ↑ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۶۲.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۶۷و۶۸.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۰۴؛ مامقانی، تنقیح المقال، نجف، ج۳، بخش ۲، ص۷۹؛ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۹۶و۹۸.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۰۴.
- ↑ نقدی، حیاة السیدة زینب، ۱۴۱۹ق، ص۷۴و۷۵.
- ↑ نقدی، حیاة السیدة زينب، ۱۴۱۹ق، ص۷۵.
- ↑ محلاتی، ریاحین الشریعة، ۱۳۴۹ش، ج۳، ص۶۲.
- ↑ نقدی، حیاة السیدة زينب، ۱۴۱۹ق، ص۷۵؛ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۱۰۵.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۱۰۵؛ نقدی، حیاة السیدة زينب، ۱۴۱۹ق، ص۷۵؛ محلاتی، ریاحین الشریعة، ۱۳۴۹ش، ج۳، ص۶۲.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۱۰۴و۱۰۵.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، نجف، ج۳، بخش ۲، ص۷۹.
- ↑ وګورئ: نقدی، حیاة السیدة زینب، ۱۴۱۹ق، ص۲۸.
- ↑ وګورئ: مهدیزاده، «صبر و پایداری حضرت زینب(س)»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه؛ «حضرت زینب(س)، نماد صبر جمیل»، خبرگزاری حوزه.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۲۱۶.
- ↑ «حضرت زینب(س)، نماد صبر جمیل»، خبرگزاری حوزه.
- ↑ فیض الاسلام، خاتون دوسرا، ۱۳۶۶ش، ص۱۸۵.
- ↑ سید بن طاووس، اللهوف، انوار الهدی، ص۹۴؛ خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ص۴۷.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، نجف، ج۳، بخش ۲، ص۷۹.
- ↑ نقدی، حیاة السیدة زينب، ۱۴۱۹ق، ص۷۵ و ۷۶.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیة، ۱۴۲۵ق، ص۵۷.
- ↑ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۱۳۰.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، نجف، ج۳، بخش ۲، ص۷۹.
- ↑ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۱۳۷و۱۳۸.
- ↑ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۱۳۸.
- ↑ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۶۳.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۲۱۶.
- ↑ محمدی اشتهاردی، «زینب(س) پیامبر عاشورا»، ص۲۴.
- ↑ خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۴۷.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۳-۹۴.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۱۲.
- ↑ مغنیه، الحسين(ع) و بطلة كربلاء، ۱۴۲۶ق، ص۴۳۳؛ فیض الاسلام، خاتون دوسرا، ۱۳۶۶ش، ص۱۸۵.
- ↑ ابومخنف، وقعة الطف، ۱۴۲۷ق، ص۲۹۵؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۵۸ق، ج۵، ص۳۴۸-۳۴۹؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۵۹.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲۵؛ طبری، کامل بهائی، ۱۳۸۳ش، ص۶۴۷.
- ↑ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۲۰۱.
- ↑ وګورئ: طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۹.
- ↑ پرتو و خامهیار، «زینب بنت علی بن ابیطالب»، ص۱۵۲.
- ↑ وګورئ: طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۹-۱۱۳.
- ↑ وګورئ: طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۹-۱۱۰.
- ↑ صادقی اردستانی، زینب قهرمان دختر علی، ۱۳۷۲ش، ص۲۴۶.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۱۵و۱۱۶.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۱۳۵.
- ↑ هاشمینژاد، درسی که حسین به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۱.
- ↑ محمّدی اشتهاردی، حضرت زینب فروغ تابان کوثر، ۱۳۷۹ش، ص۳۲۷-۳۲۸؛ هاشمینژاد، درسی که حسین به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۱.
- ↑ هاشمینژاد، درسی که حسین به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۳.
- ↑ هاشمینژاد، درسی که حسین به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۳.
- ↑ محمّدی اشتهاردی، حضرت زینب فروغ تابان کوثر، ۱۳۷۹ش، ص۲۴۸.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۰۷.
- ↑ وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۱۳۳-۱۳۵.
- ↑ هاشمینژاد، درسی که حسین به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۵-۲۱۶.
- ↑ هاشمینژاد، درسی که حسین به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۲۰-۲۲۲.
- ↑ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۶۴.
- ↑ رسولی محلاتی، زینب عقیله بنیهاشم، نشر مشعر، ص۱۰۷و۱۰۸.
- ↑ طبری، کامل بهایی، ۱۳۸۳ش، ص۶۴۴؛ رسولی محلاتی، زینب عقیله بنیهاشم، نشر مشعر، ص۱۰۸.
- ↑ محمدزاده، دانشنامه شعر عاشورایی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۴۷۸.
- ↑ پرتو، «زینب بنت علی بن ابیطالب»، ص۱۵۳.
- ↑ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۵۹۱؛ رسولی محلاتی، زینب عقیله بنیهاشم، نشر مشعر، ۱۱۲.
- ↑ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص۲۹۸؛ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۵۹۱.
- ↑ دخیل، اعلام النساء، ۱۴۱۲ق، ص۲۷۰.
- ↑ قرشی، السیده زینب، ۱۴۲۲ق، ص۲۹۹.
- ↑ قرشی، السیده زینب، ۱۴۲۲ق، ص۲۹۹.
- ↑ شبلنجی، نور الابصار، نشر شریف رضی، ص۳۷۷؛ قرشی، السیده زینب، ۱۴۲۲ق، ص۲۹۹.
- ↑ کحّاله، أعلام النساء، ۲۰۰۸، ج۲، ص۹۹.
- ↑ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۶۱۰-۶۱۸.
- ↑ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۱۴۰-۱۴۱.
- ↑ صفار، المرأة العظیمة، ۲۰۰۰م، ص۲۸۳.
- ↑ صفار، المرأة العظیمة، ۲۰۰۰م، ص۲۸۵.
- ↑ مغنیه، الحسین(ع) و بطلة کربلا، ۱۴۲۶ق، ص۳۹۵-۳۹۷.
- ↑ گروهی از تاریخپژوهان، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهداء، ۳۹۱ش، ج۲، ص۵۹۶-۶۰۳.
- ↑ گروهی از تاریخپژوهان، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهداء، ۳۹۱ش، ج۲، ص۶۰۱و۶۰۲.
- ↑ پرتو و خامهیار، «زینب بنت علی بن ابیطالب»، ص۱۵۹.
- ↑ «حمله تروریستی به حرم حضرت زینب در سوریه»، سایت شبکه خبر؛«حمله به حرم حضرت زینب(س)»، سایت تابناک.
- ↑ «سوریه - تشریح عملیات مرمت و بازسازی آسیبهای وارده به حرم حضرت زینب سلام الله علیها»، وبگاه ستاد بازسازی عتبات عالیات.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به: «جهان غرق شادی از میلاد حضرت زینب(س)، پرستار کربلا»، وبگاه ایمنا؛ «برگزاری مراسم ولادت حضرت زینب(س) در زنجان»، پایگاه خبری تحلیلی موج رسا.
- ↑ «علت نامگذاری روز میلاد حضرت زینب(س) به روز پرستار»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ «علت نامگذاری روز میلاد حضرت زینب(س) به روز پرستار»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: «عکس/ زائران کشورهای مختلف در مرقد حضرت زینب(س)»، خبرگزاری مشرق نیوز؛ «امروز مراسم عزاداری حضرت زینب(س) در سوئد و هلند برگزار می شود»، خبرگزاری حوزه؛ «عزاداری سالروز وفات حضرت زینب(س) در کربلا»، پایگاه اطلاعرسانی بینالمللی اعتاب و زیارت.
- ↑ وګورئ: «معنی اسم زینب و نام های هم آوا با آن + میزان فراوانی در ثبت احوال»، وبگاه راسخون.
- ↑ «زینب محبوبترین نام دختران ترکیه»، سایت انتخاب.
- ↑ وګورئ: «فهرست ۵۰ نام پرطرفدار در میان دختران ایران در یک قرن اخیر»، سایت خبری تحلیلی شعار سال؛ «فهرست ۵۰ نام پرطرفدار در میان دختران ایران در یک قرن اخیر»، خبرگزاری آنا.
- ↑ وګورئ: «همایش حضرت زینب(س) در حرم امام حسین(ع) برگزار شد»، خبرگزاری حوزه؛ «همایش رهروان حضرت زینب(س) در اردبیل»، خبرگزاری صداوسیما؛ «همایش حضرت زینب الگوی ایستادگی در بوشهر برگزار شد»، خبرگزاری دفاع مقدس؛ «کنگره ملی حضرت زینب(س) در قم به کار خود پایان داد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ «کنگره ملی حضرت زینب(س) در قم به کار خود پایان داد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ «دومین همایش بینالمللی حضرت زینب (س) با مشارکت پرشور برگزار شد»، وبگاه اندیشگاه عالی تجربه نگاری.
- ↑ محمدزاده، دانشنامه شعر عاشورایی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۲۸۷.
- ↑ وګورئ: امین مقدسی، «بررسی شعر عاشورایی در دو ادب فارسی و عربی با تکیه بر شهریار و جواهری»، ص۷۹؛ «مجموعه اشعار خطبههای آتشین حضرت زینب(س)»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ «آفتاب در حجاب، روایت رنج و استقامت»، وبگاه باغ کتاب تهران.
- ↑ «بانوی قصه من رمانی متفاوت با محوریت حضرت زینب(س)»، پایگاه تخصصی امام حسین(ع).
- ↑ محمدیریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۳۸۸ش، ج۱۰، ص۳۷۳.
- ↑ «مجموعه اشعار خطبههای آتشین حضرت زینب(س)»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ محمدزاده، دانشنامه شعر عاشورایی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۲۸۰.
- ↑ احمدی، کتابشناسی امامزادگان، ۱۳۸۴ش، ص۱۷.
- ↑ احمدی، کتابشناسی امامزادگان، ۱۳۸۴ش، ص۱۷.
- ↑ انصاری قمی، «کتابشناسی حضرت زینب علیها سلام»، ص۱۴۶-۱۶۹.
- ↑ جزائری، الخصائص الزینبیه، ۱۴۲۵ق، ص۲۰.
- ↑ «از موسوعة عقلیه الوحی رونمایی شد»، خبرگزاری ایسنا.
سرچينې
- «آفتاب در حجاب، روایت رنج و استقامت»، وبگاه باغ کتاب تهران، تاریخ درج مطلب: ۱۷ بهمن ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- ابناثیر جزری، علی بن محمد، أسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبین، قم، شریف الرضی، ۱۴۱۶ق.
- ابومخنف، لوط بن یحیی، وقعةالطف، تحقیق محمّدهادی یوسفی غروی، قم، مجمع العالمی لاهل البیت، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
- احمدی، اصغر، کتابشناسی امامزادگان و بقاع متبرکه، قم، صبح صادق، چاپ اول، ۱۳۸۴ش.
- «از موسوعة عقلیه الوحی رونمایی شد»، خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۱۸ خرداد ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «امروز مراسم عزاداری حضرت زینب(س) در سوئد و هلند برگزار می شود»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۲۴ فروردین ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۴ بهمن ۱۴۰۳ش.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعة، تحقیق حسن الامین، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
- امین مقدسی، ابوالحسن زهرا بهشتی، «بررسی شعر عاشورایی در دو ادب فارسی و عربی با تکیه بر شهریار و جواهری»، دو فصلنامه ادبیات پایداری، شماره ۷، پاییز و زمستان ۱۳۹۱ش.
- انصاری قمی، ناصرالدین، «کتابشناسی حضرت زینب علیها سلام»، وقف میراث جاویدان، شماره ۱۰۵، بهار ۱۳۹۸ش.
- «بانوی قصه من رمانی متفاوت با محوریت حضرت زینب(س)»، پایگاه تخصصی امام حسین(ع)، تاریخ درج مطلب: ۱۸ آبان ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «برگزاری مراسم ولادت حضرت زینب(س) در زنجان»، پایگاه خبری تحلیلی موج رسا، تاریخ درج مطلب: ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۴ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «بیانات در دیدار پنجاه هزار فرمانده بسیج سراسر کشور»، دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله العظمی خامنهای، تاریخ درج مطلب: ۲۹ آبان ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۰ بهمن ۱۴۰۳ش.
- پرتو، مریم و احمد خامهیار، «زینب بنت علی بن ابیطالب»، در دانشنامه جهان اسلام (ج۲۲)، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۳۹۶ش.
- جزائری، سید نورالدین، الخصائص الزینبیه، قم، انتشارات المکتبة الحیدریة، ۱۴۲۵ق.
- «جهان غرق شادی از میلاد حضرت زینب(س)، پرستار کربلا»، خبرگزاری ایمنا، تاریخ درج مطلب: ۱۷ آبان ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۴ بهمن ۱۴۰۳ش.
- حسّون، محمد، اعلام النساء المؤمنات، قم، اسوه، چاپ دوم، ۱۴۲۱ق.
- حسینی زبیدی، محمد بن محمد، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۴م.
- «حضرت زینب(س)، نماد صبر جمیل»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۹ شهریور ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۵ مهر ۱۳۹۹ش.
- خوارزمی، موفق بن احمد، مقتل الحسین، تحقیق محمد سماوی، قم، انوار الهدی، چاپ دوم، ۱۴۲۳ق.
- «پنجاه نام اول دختران در سال ۱۳۹۲ گزارش ثبت احوال»، سایت سازمان ثبت احوال، تاریخ بازدید مطلب: ۱۴ بهمن ۱۳۹۷ش.
- دخیل، علی محمد علی، اعلام النساء، لبنان، الدار الاسلامیه، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
- «دومین همایش بینالمللی حضرت زینب (س) با مشارکت پرشور برگزار شد»، وبگاه اندیشگاه عالی تجربه نگاری، تاریخ درج مطلب: ۱۹ آبان ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- ربانی خلخالی، علی، چهره درخشان عقیله بنیهاشم زینب کبری سلام الله علیها، قم، مکتب الحسین(ع)، ۱۳۸۷ش.
- رجبی دوانی، حسین، «چرا همسر حضرت زینب(س) ایشان را در کربلا همراهی نکرد؟»، پایگاه خبری باشگاه خبرنگاران جوان، تاریخ درج مطلب: ۲۵ بهمن ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۱۹فروردین ۱۳۹۸ش.
- زادهوش، محمدرضا، «کتابشناسی حضرت زینب(س)»، آینه پژوهش، شماره ۱۱۵، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۸ش.
- رسولی محلاتی، سید هاشم، زینب عقیله بنیهاشم، تهران، نشر مشعر، بیتا.
- «زینب محبوبترین نام دختران ترکیه»، سایت انتخاب، تاریخ درج مطلب: ۱۰ اسفند ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۲۴ بهمن ۱۴۰۳ش.
- سبط بن جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص، تهران، مکتبة نینوی الحدیثة، بیتا.
- سید بن طاووس، علی بن موسی، اللهوف فی قتلی الطفوف، قم، انوار الهدی، بیتا.
- شبلنجی، مؤمن بن حسن، نور الابصار فی مناقب آل بیت النبی المختار(ص)، قم، شریف رضی، بیتا.
- شرفالدین، سید عبدالحسین، عقیلة الوحی الصدیقة الصغری الحوارء الکبری زینب(س): بنت أمیرالمؤمنین علی بن أبیطالب(ع)، تحقیق محمدرضا مامقانی، بیجا، بینا، بیتا.
- شیخ مفید، محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- صادقی اردستانی، احمد، زینب قهرمان دختر علی، تهران، مطهر، ۱۳۷۲ش.
- صفار، حسن، المرأة العظیمة، دمشق، دار التآخی، ۲۰۰۰م.
- طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج على أهل اللجاج، تحقیق محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضوی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، اِعلام الوری بأعلام الهدى، قم، آلالبیت، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، قاهره، مطبعة الاستقامه، ۱۳۵۸ق.
- طبری، عمادالدین حسن بن علی، کامل بهائی، تحقیق و تصحیح اکبر صفدری قزوینی، تهران، مرتضوی، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
- عاشور، علی، موسوعة زینب الکبری علیها السلام بنت أمیرالمؤمنین علی بن أبیطالب علیه السلام، بیروت، دار نظیر عبود، ۱۴۲۹ق.
- «عزاداری سالروز وفات حضرت زینب(س) در کربلا»، پایگاه اطلاعرسانی بینالمللی اعتاب و زیارت، تاریخ درج مطلب: ۲۹ دی ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۴ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «عکس/ زائران کشورهای مختلف در مرقد حضرت زینب(س)»، خبرگزاری مشرق نیوز، تاریخ درج مطلب: ۱۵ اردیبهشت ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۲۴ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «علت نامگذاری روز میلاد حضرت زینب(س) به روز پرستار»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۵ آبان ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۲۲ دی ۱۳۹۷ش.
- «فهرست ۵۰ نام پرطرفدار در میان دختران ایران در یک قرن اخیر»، سایت خبری تحلیلی شعار سال، تاریخ درج مطلب: ۱۹ مهر ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «فهرست ۵۰ نام پرطرفدار در میان دختران ایران در یک قرن اخیر»، خبرگزاری آنا، تاریخ درج مطلب: ۱۱ مهر ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- فیروزآبادی، مجدالدین محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، بیروت، مؤسسة الرسالة للطباعة والنشر والتوزیع، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
- فیض الاسلام، سید علی نقی، خاتون دوسرا سیدتنا زینب الکبری، تهران، نشر آثار فیض الاسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش.
- قرشی، باقرشریف، السیدة زینب بطلة التاریخ و رائدة الجهاد فی الاسلام، بیروت، دارالمحجة البیضاء، چاپ اول، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۱م.
- قزوینی، سید محمدکاظم، زینب الکبری(س) من المهد الی اللحد، قم، دار الغدیر، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
- کحّاله، عمر رضا، أعلام النساء فی عالمی العرب و الاسلام، بیروت، موسسة الرسالة، ۲۰۰۸م.
- کحّاله، عمر رضا، معجم قبائل العرب، بیروت، موسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- «کنگره ملی حضرت زینب(س) در قم به کار خود پایان داد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۹ خرداد ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- گروهی از تاریخپژوهان، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، زیر نظر مهدی پیشوایی، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۹۱ش.
- اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، زیر نظر جعفر سبحانی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۸ق.
- مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، نجف، بینا، بیتا.
- محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۶ش.
- محلاتی، ذبیح الله، ریاحین الشریعة در ترجمه بانوان دانشمند شیعه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۴۹ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- «مجموعه اشعار خطبههای آتشین حضرت زینب(س)»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱ اردیبهشت ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۲۳ بهمن ۱۴۰۳ش.
- محمدزاده، مرضیه، دانشنامه شعر عاشورایی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۶ش.
- محمدی اشتهاردی، محمد، حضرت زینب فروغ تابان کوثر، تهران، برهان، چاپ سوم، ۱۳۷۹ش.
- محمدی اشتهاردی، محمد، «زینب(س) پیامبر عاشورا»، مجله پاسدار اسلام، شماره ۱۹۸، خرداد ۱۳۷۷ش.
- محمدیریشهری، محمد، دانشنامه امام حسین(ع)، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۸ش.
- «محبوبترین اسامی دختران و پسران در ۱۰ سال اخیر کدامند؟»، باشگاه خبرنگاران جوان، تاریخ درج مطلب: ۱۸ بهمن ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۴ بهمن ۱۳۹۷ش.
- مرتضی زبيدی، محمد بن محمد، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
- «معنی اسم زینب و نام های هم آوا با آن + میزان فراوانی در ثبت احوال»، وبگاه راسخون، تاریخ درج مطلب: ۱۹ تیر ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۴ بهمن ۱۴۰۳ش.
- مغنیه، محمدجواد، الحسین(ع) و بطلة کربلا، بیجا، دار الکتب الاسلامی، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
- مهدیزاده، زهرا، «صبر و پایداری حضرت زینب(س)»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۰ مهر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۵ مهر ۱۳۹۹ش.
- نقدی، جعفر، حیاة السیدة زينب بنت الامام امیرالمؤمنین علی بن ابیطالب(ع)، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
- هاشمینژاد، سید عبدالکریم، درسی که حسین به انسانها آموخت، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۲ش.
- «همایش حضرت زینب(س) در حرم امام حسین(ع) برگزار شد»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۳ آبان ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «همایش رهروان حضرت زینب(س) در اردبیل»، خبرگزاری صداوسیما، تاریخ درج مطلب: ۱۱ مهر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- «همایش حضرت زینب الگوی ایستادگی در بوشهر برگزار شد»، خبرگزاری دفاع مقدس، تاریخ درج مطلب: ۶ اردیبهشت ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۳ش.
- یعقوب حسن ظاهر، المسیرة الإمام السید موسی الصدر، بیروت، دار بلال.