د "د اختیار ځایونه" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه: | ۱ کرښه: | ||
'''دا مقاله د تدوین په حال کې ده!''' | '''دا مقاله د تدوین په حال کې ده!''' | ||
'''د اختیار ځایونه''' یا د '''اماکن اربعه'''، هغه ځایونه چې مسافر پکې اختیار لري چې لمونځ پوره وکړي او که نیم(کسر). د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې هغه ځایونه دا دي: مکه، مدینه، د کوفې جومات او د امام حسین(ع) زیارت. د فقهاوو د يوې ډلې فتوا دا ده چې د اختیار حکم ټولې مكې او مدينې ته نه شاملیږي. بلکې په دې کې یوازې مسجد نبوي او مسجد الحرام شامل دي. | '''د اختیار ځایونه''' یا د '''اماکن اربعه'''، هغه ځایونه چې مسافر پکې اختیار لري چې [[لمونځ]] پوره وکړي او که نیم(کسر). د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې هغه ځایونه دا دي: مکه، مدینه، د کوفې جومات او د امام حسین(ع) زیارت. د فقهاوو د يوې ډلې فتوا دا ده چې د اختیار حکم ټولې مكې او مدينې ته نه شاملیږي. بلکې په دې کې یوازې مسجد نبوي او مسجد الحرام شامل دي. | ||
ځينو فقهاوو هم ويلي دي: د اختیار حکم يوازې د دغو ځايونو په زړو حدودو کې دی. | ځينو فقهاوو هم ويلي دي: د اختیار حکم يوازې د دغو ځايونو په زړو حدودو کې دی. |
د ۰۷:۱۵, ۳ ډسمبر ۲۰۲۳ بڼه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د اختیار ځایونه یا د اماکن اربعه، هغه ځایونه چې مسافر پکې اختیار لري چې لمونځ پوره وکړي او که نیم(کسر). د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې هغه ځایونه دا دي: مکه، مدینه، د کوفې جومات او د امام حسین(ع) زیارت. د فقهاوو د يوې ډلې فتوا دا ده چې د اختیار حکم ټولې مكې او مدينې ته نه شاملیږي. بلکې په دې کې یوازې مسجد نبوي او مسجد الحرام شامل دي.
ځينو فقهاوو هم ويلي دي: د اختیار حکم يوازې د دغو ځايونو په زړو حدودو کې دی.
د نوم ورکولو لامل
د اختیار ځایونه هغه ځایونه دي چې مسافر پکې په نیم(کسر) یا پوره لمونځ کولو کې اختیار لري. د دې له امله چې مسافر په دې ځایونو کې د لمونځ په پوره کولو او نیم(کسر) کولو تر مینځ اختیار لري نو دې ځایونو ته د اختیار ځایونه ویل کیږي. همدارنګه د دغو ځايونو د شمېر له مخې چې څلور دي ورته اربعه (څلور) ویل کېږي.[۱]
مصداقونه
ویل شوي چې د مشهورو شیعه فقهاوو په وینا د مکې او مدینې[۲] ښارونه او همدارنګه د کوفې جومات او د امام حسین(ع) زیارت د اختیار له ځایونو څخه دي.[۳] شیخ طوسي ویلي دي: د ځینو روایتونو له مخې د اختیار په حکم کې د کوفې[۴] او نجف[۵] ښارونه هم شامل دي. همدارنګ ځينو فقهاوو د کوفې ښار د اختیار له ځايونو څخه ګڼلى دى[۶] او ځینو نورو د اختیار ځایونه یواځې په مکه او مدينه کې تر مسجد الحرام او مسجد نبوي پورې محدود کړي دي.[۷]
سیدِ مرتَضی او ابنجُنَید ته منسوب دی چې دوي د ټولو معصومو امامانو د قبرونو په خوا کې د پوره لمانځه او نیم(کسر) لمونځ د مستحبوالي حکم صحیح ګڼلی دی.[۸] صاحب جواهر دغه نظر بې بنسټه ګڼلی دی.[۹]
فقهي حکمونه
شیعه فقهاوو د اختیار د ځایونو په اړه د لمانځه په احکامو[10] او د استجاري عبادت په احکامو کې خبرې کړي دي.[11] د مشهور نظر له مخې، د اختیار په ځایونو کې مسافر هم پوره لمونځ کولی شي او هم نیم(کسر)؛ خو دا مستحب دي چې پوره لمونځ وکړي.[۱۲]
د اختیار د ځایونو ځینې نور فقهي احکام دا دي:
- د اختیار حکم د لمانځه لپاره ځانګړی شوی دی او روژې ته نه شاملیږي.[۱۳]
- اکثرو فقهاوو ويلي دي: احتياط دا دی چې له مسافره چې کوم لمونځونه د اختیار په ځایونو کې قضا کیږي، د هغو قضايي دې نیم(کسر) وکړي.[۱۴]
- د ځينو فقهاوو د فتوا له مخې د اختیار د ځایونو حکم استمراري دی؛ يعنې لمونځ کوونکی کولای شي چې د لمانځه په وخت کې خپل نيت له کسر لمانځه څخه په پوره لمانځه او يا له پوره څخه نیم لمانځه ته بدل کړي.[۱۵]
- د ځينو فقهاوو د فتوا له مخې، د اختیار حکم يوازې د دغو ځايونو په زړو حدودو کې جاري دی.[۱۶]