لمونځ

د wikishia لخوا

لمونځ د مسلمانانو تر ټولو مهم عبادي عمل دی چې یو لړ خاص ذکرونه او حرکات لری. په روایتونو کې هغه ته «د دین ستنه» او « د نورو عملونو د قبلېدو شرط» ویل شوی دی. لمونځ خاص احکام او اداب لري؛ منجمله دا چې باید ورپاره اودس وشي او د قبلې په لور وکړی شي. همداراز په دوو شکلونو فرادا (ځانله) او له جماعت سره کیږی او په جماعت سره کولو یې سپارښتنه شوې ده.

لمونځونه په واجب او مستحب وېشل کیږی: واجب لمونځونه دا دي: ورځني لمونځونه، آیات لمونځ، طواف لمونځ، د جنازې لمونځ، د والدینو قضایي لمونځ، او هغه لمونځ چې د نذر، عهد او قسم په وجه واجبیږي، ورځنۍ نافلې او د شپې لمونځ(تهجد) بیا له مستحب لمونځونه دي.

په روایتونو کې د لمانځه د پرېښودلو او پکې سستي کولو لپاره ځینې پایلې ذکر شوې دي منجمله دا چې د اهل بېتو له شفاعته د محرومیت سبب کیږي. له لومړي وخته د لمانځه ځنډول او بې خضوع او خشوعه د لمانځه کول، لمانځه ته د سپک کتلو له مصداقونو دي. همداراز د خدای یاد، له شرک او بت پرستۍ سره مبارزه او له فساده مخنیوي د هغې د وجوب له حکمتونو ذکر شوې دي.

لمونځ په نورو دینونو کې هم شته دی؛ که څه هم د هر شریعت طریقه بدله ده.

مقام او اهمیت

لمونځ د مسلمانانو یو عبادي عمل دی چې په قرآن کې ۹۸ ځله[۱] یاد شوی دی.[۲] د قرآن د ایتونو له مخې، لمونځ له ګناه د منعې کېدو لامل،[۳] د ژغورنې او کامیابۍ وسیله،[۴] په ستونزو کې له انسان سره مرسته کوونکی،[۵] او پېغمبرانو ته د خدای له مهمو سپارښتنو[۶] او د پېغمبرانو یوه مهمه یادونه په تېره بیا د خپلو کورنیو[۷] په اړه ده.

لمونځ د اسلام دین له ضروریاتو[۸] او داسې عبادت دی چې د فقیهانو په فتوا په هیڅ حال کې باید پرې نه ښودل شي.[۹] او پرېښودل یې لویه ګناه[۱۰] او د کفر او نفاق نښه[۱۱] ګڼل شوې ده په وسایل‌الشیعه او مُستَدرَک کتابونو کې د لمانځه په موضوع کې تر ۱۱۶۰۰ زیات حدیثونه نقل شوې دي.[۱۲] په فقهي کتابونو کې هم یوه برخه د کتاب الصلاة په نامه ده چې د لمانځه له احکامو او ادابو سره ځانګړې ده.[۱۳]

د لمانځه په هکله جدا هم ډېر کتابونه خپاره شوې دي چې شمېر یې تر ۱۳۷۶ لمریز کاله کابو دوه زره کتابه او رسالې او همداراز په سلګونو غزلونه او قصیدې بیان شوی دی.[۱۴] تر ۲۰۱۹ م کاله په نړۍ کې کابو درې میلیونه شپږ لکه جوماتونه د لمونځ کولو لپاره جوړ شوې دي.[۱۵] همداراز په عمومي ځایونو اوسړکونو کې د لمانځه کولو لپاره ځینې ځایونه مخصوص دي چې ورته نماز خانه وایي.[سرچینې ته اړتیا]

د شیعه حدیث څېړاندي محمدي ری شهري (وفات ۱۴۰۱ل) په وینا لمونځ د بعثت په لومړیو کې او په مکې کې واجب شوی دی.[۱۶] د یو روایت له مخې چې په بحار الانوار کې نقل شوی دی، پېغمبر(ص) له بعثته یوه ورځ پس له امام علي(ع) حضرت خدیجې او نورو سره لمونځ وکړ.[۱۷]

په روایتونو کې د لمانځه په اړه کارول شوي تعبیرات

د الصلوة عمودالدین حدیث خطاطی، د عبدالرحیم کهیا په لاس لیکل شوی، د ترکیې لیکوال.

د لمانځه کولو طریقه

لومړی رکعت

په رکوع کې د بدن حالت

اول به اودس وکړو، بیا د قبلې په مخ ودریږو او نیت به وکړو. بیا تکبیرة الاحرام وایوو؛ یعنې لاسونه تر غوږو پورته کوو او وایو:« الله اکبر». بیا حمد سوره او ورپسې یوه بله سوره وایو. له دې وروسته رکوع ته ځو او د رکوع ذکر وایو او سر له رکوع راپورته کوو او ودریږو. او بیا سجدې ته ځو، په سجده کې د سجدې ذکر وایو، بیا په دوو زنګنونو کښېنو او دوباره سجدې ته ځو او د سجدې ذکر وایو.[۳۲] د رکوع ذکر «سُبحانَ رَبّیَ العظیمِ و بِحَمدِه» او د سجدې ذکر «سُبحانَ رَبّیَ الاَعلیٰ وَ بِحَمدِه» یا په رکوع او سجده کې درې ځله «سبحانَ‌الله» ویل دي.[۳۳]

دوهم رکعت

په سجدې کې د بدن حالت

له دوهمې سجدې وروسته ودریږو او د لومړي رکعت په شان حمد سوره او بیا بله سوره وایو. بیا قنوت لوستل کیږي. په قنوت کې د لاسونو تلي د اسمان لور ته نیسو او قنوت دعا لولو. له قنوت وروسته، رکوع ته ځو او د رکوع ذکر وایو. له رکوع وروسته ودرېږو او د لومړي رکعت په شان دوه سجدې کوو.[۳۴] په قنوت کې «رَبَّنا آتِنا فِی الدُّنْیا حَسَنَةً وَ فِی الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَ قِنا عَذابَ النَّار»[یادداشت ۱] دعا یا بله کومه دعا او ذکر لوستل کیږي.

تشهد

په تشهد او سلام کې د بدن حالت

له دوهمې سجدې وروسته، په دوو زنګنونو کښېنو او تشهد («اَشْهَدُ اَنْ لااِلهَ اِلاَّ الله وَحْدَهُ لاشَرِیكَ لَهُ، وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَداً عَبْدُهُ وَ رَسُولُه، اَلّلهُمَّ صَلِّ عَلی مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد)[یادداشت ۲] وایو.[۳۵]

د لمانځه سلام

په دوه رکعتي لمانځه کې، له تشهد وروسته د لمانځه سلام («اَلسَّلامُ عَلَیْكَ اَیُّهَا النَّبِیُّ وَ رَحْمَةُ الله وَ بَرَکاتُهُ، اَلسَّلامُ عَلَیْنا وَ عَلی عِبادِ الله الصّالِحینَ، اَلسَّلامُ عَلَیكُمْ وَ رَحْمَةُ الله وَ بَرَکاتُهُ)[یادداشت ۳] لوستل کیږي او لمونځ پای ته رسیږي.[۳۶]

دریم او څلورم رکعتونه

د تشهد له لوستلو وروسته ودریږو او درې ځله تسبیحات اربعه (سُبْحانَ الله وَ الْحَمْدُ لِله وَ لا اِلهَ اِلّا الله وَ الله أكْبَر)[یادداشت ۴] وایو. او بیا رکوع او سجدې ته ځو. په درې رکعتي لمانځه کې، د دریم رکعت له دوهمې سجدې وروسته تشهد او سلام ویل کیږي. په څلور رکعتي لمانځه کې د دریم رکعت له دوهمې سجدې وروسته دوباره ودرېږو او له تسبیحات اربعه وروسته رکوع ته ځو او دوه سجدې کوو او تشهد او سلام لولو.[۳۷]

د لمانځه احکام او اداب

د لمانځه واجبات

اصلي مقاله : د لمانځه واجبات

د لمانځه د مُهر انځور چې شیعیان معمولا د سجدې په وخت خپل تندی په هغه ږدي.

د لمانځه واجبات د لمانځه اصلي برخې دي چې د فقیهانو د مشهور نظر په اساس دا دي: نیت، قیام (ودرېدل) تکبیرة الاحرام، رکوع، سجده، د حمد او یوې سورې قرائت، ذکر (لکه د رکوع او سجدې ذکر) تشهد، سلام، ترتیب و موالات،(یعنې د لمانځه د اجزاوو پرله پسې کول)[۳۸] د لمانځه واجبات په رکني او غیر رکني واجباتو وېشل کیږي: پینځه لومړي واجبات، د لمانځه رکنونه دي چې که عمدا یا په غلطۍ سره کم یا زیات شي لمونځ باطلیږي، شپږ نور غیر رکني واجبات دي چې یوازې په عمدي توګه یې کمول یا زیاتول د لمانځه د باطلېدو سبب کیږي.[۳۹]

د لمانځه مطبلات (ماتوونکي)

لمونځ په لاندینیو مواردو کې په هر یو مورد سره باطلیږي:

په ایران کې د لومړني ښوونځي په دوهم ټولګي کې د "د اسمانی ډالۍ" په کتاب کې د لمانځه تدریس
  • د حدث اکبر کېدل،( هغه کار او شی چې د غسل سبب شی) یا حدث اصغر( هغه کار یا شی چې اودس ماتوي)
  • له قبلې مخ اړول؛
  • عمدا خبرې کول؛
  • په غږ سره او عمدا خندل؛
  • تَکَتُّف: د یو بل لپاسه لاسونه کېښودل؛
  • د دنیایي کارونو لپاره عمدي او په لوړ غږ ژړل؛[۴۰]
  • د حمد سورې له ختمېدو وروسته آمین ویل ؛
  • هغه کار چې د لمانځه صورت ګډوډوي؛ لکه ښکته پورته ټوپونه وهل او لاس پړقول؛
  • خوراک څښاک
  • په دوه رکعتي او درې رکعتي لمونځونو کې یا د څلور رکعتي لمونځونو د لومړیو دوو شویو رکعتونو په شمېر کې شک کول؛
  • د رکني واجباتو عمدي یا سهوي کم یا زیاتول یا د غیر رکني واجباتو عمدي کمول یا زیاتول.[۴۱]

نور احکام

د حضرت معصومه سلام الله علیها په حرم کښې د ایت الله مرعشي نجفي په مشرۍ د جماعت لمونځ.
  • طهارت: واجبه ده چې د واجبو لمونځونو لپاره اودس اوکړی شي.[۴۲] په ځينو مواردو کې د اودس په ځای تیمم کیږي. لکه د اوبو نه موندل او په اوبو سره د اودس کول مضر وي یا وخت تنګ وي.[۴۳]
  • د لمونځ کوونکي ځای: د لمونځ کوونکي د ځای لپاره څو شرطونه بیان شوې دي؛ منجمله دا چې مباح وي.(غصبي نه وي) بې حرکته وي، نجس نه وي،د تندي ځای د زنګنونو له ځایه تر څلورو ګوتو زیات ښکته یا پورته نه وي.[۴۴]
  • د لمونځ کوونکي جامه: سړی باید خپل عورتین او ښځه باید ټول بدن پټ کړي؛ خو د مخ د ګولایۍ (غونډوالي) او ترمړوندونو د لاسونو او تر ګیټیو د پښو پټول ضروي نه دي.[۴۵]
  • لمونځ باید د قبلې په لور وکړی شي.[۴۶]
  • قصر لمونځ: مسافر باید د څلور رکعتي لمونځ په ځای دوه رکعته وکړي.[۴۷] د شرعي سفر د تحقق لپاره ځینې شرایط لازم دي؛ منجمله دا چې د تګ راتګ ټول ټال فاصله لږ تر لږه اته شرعي فرسخه (د ۴۰ تر ۴۵ کیلومیټرو) وي.[۴۸]

د لمانځه اداب

د لمانځه لپاره ځينې اداب او مستحبات بیان شوې دي چې یو لړ یې دا دي: په لومړي وخت کې د لمونځ کول، د لمانځه په وخت د ځان ښایسته او سنبالول، په جومات کې او په جماعت د لمانځه کول، د لمانځه په پېل کې د دعا کول، د زړه حضور او خشوع.[۴۹] له لمانځه وروسته هم ځینې اعمال وارد شوې دي چې ورته تعقیبات ویل کیږي؛ لکه د آیة الکرسي لوستل، د حضرت زهرا(س) د تسبیحات ویل او د شکر سجده.[۵۰] ځینې دغه عملونه په مفاتیح الجنان کې راغلي دي.[۵۱]

واجب او مستحب لمونځونه

اصلي مقاله: واجب لمونځونه

د سید علي قاضي طباطبايي لاس لیک: "که د لمانځه ساتنه وکړئ، هرڅه به خوندي وي."

واجب لمونځونه هغه لمونځونه دي چې کول یې واجب دي او که په خپل وخت یې ونه کړې قضا یې واجبیږي. دغه لمونځونه په دې ډول دي:

  1. ورځني لمونځونه: اولس رکعته دي او په پینځو وختونو کې (سهار، ماسپښین، مازیګر، ماښام او ماسخوتن) کیږي او په همدې نامو پېژندل کیږی؛
  2. د آیات لمونځ: هغه لمونځ دی چې د ځینو طبیعي پېښو لکه زلزلې، د لمر او سپوږمۍ تندر نیولو په وخت واجبیږي.
  3. د جنازې لمونځ: هغه لمونځ دی چې له ښخولو مخکې د مسلمان په جنازه کیږي او د هغه له کولو پرته د مسلمان مړي ښخول جایز نه دي.؛
  4. د طواف لمونځ: هغه لمونځ دی چې د کعبې له طواف وروسته کیږي؛
  5. د والدینو قضا لمونځونه چي په مشر زوي باندی واجب دي؛
  6. هغه لمونځ چې د نذر، قسم، او عهد په وجه واجبیږي.[۵۲]

مستحب لمونځونه

اصلي مقاله: مستحب لمونځونه

مستحب لمونځونه یا نوافل هغه لمونځونه دي چې کول یې واجب نه دي؛ سره له دې د کولو سپارښتنه یې شوې ده؛ لکه ورځنۍ نافلې او د شپې لمونځ (تهجد)[۵۳] مستحب لمونځونه، بې د وِتر له لمانځه ټول دوه رکعتي دي.[۵۴]

په لمانځه کې د سستۍ کولو انجام

امام صادق(ع):

«إِنَّ شَفَاعَتَنَا لَا تَنَالُ مُسْتَخِفّاً بِالصَّلَاة؛ زمونږ شفاعت هغه چاته چې لمانځه ته سپک ګوري نه رسیږي» [۵۵]

شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ل، مخ۴۸۴.


پېغمبر(ص):

«مَن اَحسَنَ صَلاتَه حتّى تَراها الناس، وَ أساءَها حينَ يَخلو، فَتِلکَ استهانة؛ څوک چې د خلکو په مخکې ښه په دقت او ځیرتیا او په خلوت کې بې ځیرتیا لمونځ وکړي، لمانځه ته یې بې پروایي کړې ده» [۵۶]

نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ټوک۳، مخ۲۶.
  • د اهل بېتو له شفاعته محرومه پاتې کېدل:[۵۷] د یو روایت له مخې چې ابوبصیر نقل کړی، امام صادق(ع) کله چې د ځنکندن په حال کې و خپل خپلوان یې راوغوښتل و وې ویل: «زمونږ شفاعت هغه چاته چې لمونځ ته سپک وګوري نه رسیږی.[۵۸]
  • په پینځلسو خویونو اخته کېدل: د یو روایت په اساس چې له پېغمبر(ص) څخه حضرت فاطمې(س) ته په خطاب کې راغلی دی، څوک چې لمانځه ته سپک وګوري خدای یې په پینځلسو خویونو اخته کوي.[۵۹]
  1. د عمر بې برکته کېدل؛
  2. د مال بې برکته کېدل؛
  3. د څېرې بې نوره کېدل؛
  4. د عملونو بې اجره کېدل؛
  5. د دعاګانو نه قبلېدل؛
  6. د نورو له دعاګانو ګټه نه پورته کول؛
  7. په خوارۍ سره مرګ؛
  8. وږی مړ کېدل؛
  9. تږې مړ کېدل، په دې ډول چې هر څومره اوبه وڅښي تنده یې نه ماتیږي؛
  10. په قبر کې به یې یوه پرښته ځوروي؛
  11. د قبر تیاره؛
  12. د قبر فشار؛
  13. په قیامت کې به یې یوه فرښته په مخ راکاږي او خلک به ورته ګوري؛
  14. په قیامت کې سخت حساب کتاب؛
  15. خدای ورته د رحمت نظر نه کوي او سخت عذاب به ولري.[۶۰]

بې له عذره په لومړي وخت کې د لمانځه نه کول او ځنډول یې،[۶۱] او بې له خضوع او خشوعه د لمانځه کول د لمانځه د سپک ګڼلو ځینې مصداقونه ګڼل شوې دي.[۶۲]

د لا ډېرو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: تارک الصلاة

د شیعه سني په لمانځه کې فرق

د شیعه او سني په لمانځه کې ځینې فرقونه شته دي چې یو شمېر یې په دې ډول دي:

عنوان شیعه مالکی شافعی حنفی حنبلی
د حمد سوره لوستل په لومړي او دوهم رکعت کې واجب دي. د واجب او مستحبو لمونځونو په ټولو رکعتونو کې واجب دي. د واجب او مستحبو لمونځونو په ټولو رکعتونو کې واجب دي. په لومړي او دوهم رکعت کې واجب دي. په ټولو رکعتونو کې واجب دي.[۶۳]
د سورې په اول کې بسم الله ویل د سورت جز دی او ویل یې واجب دي. نه ویل یې مستحب دي د سورت جز دی او ویل یې واجب دي. نه ویل یې جایز دي. د سورت جز دی او ویل یې واجب دي.[۶۴]
قنوت په ټولو لمونځونو کې مستحب دی. یوازې د سهار په لمانځه کې جایز دی. یوازې د سهار په لمانځه کې جایز دی یوازې د وتر په لمانځه کې جایز دی یوازې د وتر په لمانځه کې جایز دی.[۶۵]
جَهر او اِخفات (د لمانځه د ځینو برخو په لوړ یا ټیټ غږ ویل. هرد سهار، ماښام او ماسخوتن او اخفات د ماسپښین او مازیګر په لمونځونو کې واجب دی. جهرد سهار، ماښام او ماسخوتن په لمونځونو کې مستحب دی. جهر د سهار، ماښام او ماسخوتن په لمونځونو او اخفات ماسپښین او مازیګر په لمونځونو کې واجب دی. جهر و اخفات په هیڅ یو لمونځ کې واجب یا مستحب نه دی. جهرد سهار، ماښام او ماسخوتن په لمونځونو کې لازم دی.[۶۶]
تَکَتُّف حرام او د مشهور په نظر لمونځ باطلوي. جایز دی، نه واجب او نه مستحب. مستحب او سنت دی. مستحب او سنت دی. مستحب او سنت دی.[۶۷]
د حمد سورې له قرائته وروسته د آمین ویل حرام دی او لمونځ باطلوي. مستحب دی. مستحب دی. مستحب دی. مستحب دی.[۶۸]
رکوع او طمأنینه په دومره اندازه ټیټیدل چې لاسونه زنګنونو ته ورسیږي، لازم او په رکوع کې طمأنینه واجبه ده. په دومره اندازه ټیټیدل چې لاسونه زنګنونو ته ورسیږي، لازم او په رکوع کې طمأنینه واجبه ده. په دومره اندازه ټیټیدل چې لاسونه زنګنونو ته ورسیږي، لازم او په رکوع کې طمأنینه واجبه ده. یوازې ټیټېدل کافي دي او طمأنینه لازمه نه ده. په دومره اندازه ټیټیدل چې لاسونه زنګنونو ته ورسیږي، لازم او په رکوع کې طمأنینه واجبه ده.[۶۹]
د رکوع ذکر واجب دی. واجب نه دی او مستحب دی. واجب نه دی او مستحب دی واجب نه دی او مستحب دی واجب دی.[۷۰]
له رکوع وروسته قیام واجب دی. واجب دی. واجب دی. واجب نه دی. واجب دی.[۷۱]
د سجدې غړي د سجدې په وخت تندی او د دوو لاسونو تلي او زنګونونه او د پښې دوه غټې ګوتې باید په ځمکه لګېدلې وي. لازمه ده تندی په ځمکه ولګي او نور غړي مستحب دي. لازمه ده تندی په ځمکه ولګي او نور غړي مستحب دي. لازمه ده تندی په ځمکه ولګي او نور غړي مستحب دي. اوه غړي سره د پوزې لازمه ده چې په ځمکه ولګي.[۷۲]
په سجده کې طمأنینه لازمه ده. لازمه ده. لازمه ده لازمه نه ده. لازمه ده.[۷۳]
په سجده کې ذکر واجب دی. مستحب دی. مستحب دی. مستحب دی. مستحب دی.[۷۴]
تشهد د لمانځه په مینځ او اخره کې واجب دی. د لمانځه په مینځ او اخره کې مستحب دی. دلمانځه په مینځ کې مستحب او په اخره کې یې واجب دی. د لمانځه په مینځ او اخره کې مستحب دی. د لمانځه په مینځ او اخره کې واجب دی.[۷۵]
سلام په متاخرینو کې په مشهوره فتوا واجب دی . واجب دی. واجب دی. مستحب دی واجب دی.[۷۶]
د لمانځه د رکعتونو په شمېر کې شک له دوهم رکعت وروسته په شک کې بنا په زیات ږدو او احتیاط لمونځ کوو. په واجبو لمونځونو کې بنا پر کم ږدو او لمونځ جاري ساتو. په واجبو لمونځونو کې بنا پر کم ږدو او لمونځ جاري ساتو. په واجبو لمونځونو کې که په عمر کې مو په لومړي ځل پېښه شوې وي چې شک کوو، لمونځ له اوله کوو او په ورپسې ځلونو کې بنا په کمو رکعتونو ږدو. په ټولو واجبو لمونځونو کې بنا پر کم ږدو او لمونځ جاري ساتو.[۷۷]
د مسافر لمونځ څلور رکعتي لمونځونه باید قصر (دوه رکعتي) وشي. په قصر او پوره کې اختیار لرو په قصر او پوره کې اختیار لرو باید قصر ولوستی شي په قصر او پوره کې اختیار لرو.[۷۸]
دوه لمونځونه په یو ځای کول جایز دي. د سفر په حال کې جایز دي د سفرپه حال کې جایز دي جایز نه دي د سفر په حال کې جایز دي.[۷۹]

د لمانځه د واجبوالي حکمت

«وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ؛ او لمونځ قائم کړه، بې شکه چې لمونځ له سپکو او بدو کارونو منعې کول کوي.» [۸۰]

عنکبوت سوره، آیت ۴۵.

له امام رضا(ع) په یو روایت کې نقل شوې دي چې د لمانځه د واجبوالي فلسفه د رب په ربوالي اقرار، له شرک او بت پرستۍ سره مبارزه، د خدای د عظمت په وړاندې د انسان د تذلل او خوارۍ اظهار، د فساد، ګناه او سرکښۍ څخه مخنیوي او... بیان شوې ده.[۸۱] په نمونه تفسیر کې هم د نظم و انضباط د روحیې پیاوړتیا، پاکوالي ته بلنه، د اخلاقي فضایلو روزونه، نورو عملونو ته ارزښت ورکول او د ګناهونو بخښل کېدل د لمانځه د وجوب نور حکمتونه بیان شوې دي.[۸۲]

همدراز په «وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي»[۸۳] آیت کې د لمانځه هدف د خدای یاد بیان شوی دی.[۸۴] له حضرت فاطمه(س) نقل شوي چې خدای لمونځ واجب کړ چې بندګان یې له تکبره لرې وي.[۸۵] په نهج البلاغه کې هم راغلي چې لمونځ کبر او ځان لوړ ګڼل ختموي.[۸۶]

په نورو دینونو کې لمونځ

لمونځ په ټولو شریعتونو کې موجود و؛ که څه هم د کولو طریقې یې بدلې وې.[۸۷] په یهودیت کې لمونځه «تِفیلا» د جماعت په بڼه، «تفیلیم» یا «تفیلوت» لوستل کیږی. او احکام یې په «رسیدور» یا د «میشنا«(د یهودو د دین دعا دودیز کتاب) په ځینو برخو کې راغلي دي. معمولا هره ورځ، درې لمونځونه لوستل کیږي. د شبات (شنبې) په ورځ او نورو سپېڅلو ورځو کې اُرتُدُکس او محافظه کارې فرقې د موساف په نوم یو بل لمونځ هم کوي.[۸۸]

په مسیحیت کې لمونځ له خدای (پلار) د تثلیث له نورو شخصیتونو (پلار یا روح القدس) سره د اړیکو لپاره ترسره کیږي. په مختلفو مسیحي فرقو کې لمونځ په مختلفو شکلونو ترسره کیږي. لمونځونه هم په ګډه توګه (دعا لوستل) کېدی شي لکه د عِشای رَبّاني دستورې یا په فرادا او ځانله ترسره کیږي.[۸۹]

کتابونه

آداب الصلاة کتاب تألیف د امام خمینی

د لمانځه په هکله په مختلفو ژبو کتابونه لیکل او ژباړل شوې دي.[۹۰] ځینې یې دا دي:

  • آداب نماز، لیک د امام خمینی: دا کتاب د لمانځه قلبي آداب او معنوي اسرار بیانوي او دوه سریزې لري چې لیکوال خپلو بچیانو ته په خطاب کې لیکلي دي.
  • اسرار الصلوة، لیک د میرزا جواد ملکي تبریزي: د زړه د حضور او تهذیب او د لمانځه د پېژندلو په اړه کتاب دی.
  • اسرار نماز، تألیف د امام خمینی: د لمانځه عرفاني تفسیر دی، له اذان تر تشهد او سلامه پورې
  • الصَّلاةُ فی الکتابِ و السُّنة، لیک د محمد محمدی ری‌شهری: په دې کتاب کې د لمانځه د ضروري والي په اړه د شیعه سني حدیثونه، د قرآن ایتونه، د لمانځه حکمت، له اسلامه مخکې لمونځ، د لمانځه لوړاوي، ځانګړتیا، د لمانځه وختونه، اداب او... ذکر شوې دي.
  • رازهای نماز، تألیف د عبدالله جوادي آملي: لمانځه او احکامو ته یې فلسفي نظر دی.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. نوروزی، مقدمه‌ای بر فلسفه نماز، انتشارات یادآوران، ص۱۱۶.
  2. بېلګه په توګه وګورئ: سوره حج، آیه ۴۱؛ سوره بقره، آیه ۳؛ سوره نساء۱۰۳و۱۶۲؛ سوره مائده۶؛ سوره انفال آیات ۲،۳و۴؛ سوره ابراهیم آیه۳۱؛ سوره مومنون آیه ۲؛ سوره نمل آیات ۲و۳.
  3. سوره عنکبوت، آیه ۴۵.
  4. سوره اعلی، آیه ۱۵و۱۴.
  5. سوره بقره، آیه ۴۵.
  6. بېلګه په توګه وګورئ: سوره مریم، آیه ۳۱.
  7. وګورئ: سوره مریم، آیه ۵۵.
  8. وزیری‌فرد، «بررسی انکار ضروری دین و آثار آن در فقه»، ص۱۸۳.
  9. مدرسی، احکام مقدمات نماز، ۱۳۸۷ش، ص۶۱.
  10. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۱۴، ص۱۶۸.
  11. پاینده، نهج الفصاحه، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۹.
  12. وګورئ: حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۶ تا ج۸، ص۵۳۹؛ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵ تا ج۶، ص۵۴۸.
  13. برای نمونه نگاه کنید به نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۷، ص۲ به بعد.
  14. صحتی سردرودی، «کتاب‌شناسی گزینشی و توصیفی نماز»، ص۴۲.
  15. «كم عدد المساجد في العالم»، اکبر موقع عربی بالعالم.
  16. محمدی ری‌شهری، شناخت‌نامه نماز، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۵۸.
  17. وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۸، ص۱۷۹-۱۸۰.
  18. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷.
  19. متقی، کنز العمال، ۱۳۶۴ق، ج۷، ح۱۸۸۵۱.
  20. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۶۸.
  21. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۶، ۱۷، ۲۲۰ و۲۸۳.
  22. قطب راوندی، شهاب الاخبار، ۱۳۸۸ش، ص۵۹.
  23. ابن‌شعبه، تحف العقول، ‌۱۳۶۳ش، ص۴۵۵.
  24. پاینده، نهج الفصاحه، ‌‌۱۳۸۷ش، حدیث ۱۵۸۸.
  25. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۰۳.
  26. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۲، ص۲۳۲.
  27. متقی، کنز العمال، ۱۳۶۴ق، ج۷، ص۲۹۱.
  28. آمدی، غررالحکم، دانشگاه تهران، ص۵۶.
  29. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ‌۱۳۷۶ش، ج۱، ص۲۴۸.
  30. آمدی، غرر الحکم، دانشگاه تهران، ج۲ ص۱۶۶.
  31. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۲، ص۲۳۲.
  32. وګورئ: سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی وزارت آموزش و پرورش، هدیه‌های آسمان، ۱۴۰۱ش، ص۵۳-۵۴.
  33. خمینی، توضیح المسائل، ۱۳۸۷ش، ص۱۶۱-۱۶۳.
  34. وګورئ: به سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی وزارت آموزش و پرورش، هدیه‌های آسمانی، ۱۴۰۱ش، ص۵۴-۵۵.
  35. وګورئ: سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی وزارت آموزش و پرورش، هدیه‌های آسمانی، ۱۴۰۱ش، ص۵۵.
  36. وګورئ: سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی وزارت آموزش و پرورش، هدیه‌های آسمانی، ۱۴۰۱ش، ص۵۵.
  37. ملک‌پورافشار، آموزش نماز و وضو، ۱۳۹۶ش، ص۱۰-۱۱.
  38. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۳۳.
  39. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۳۳.
  40. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی(محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۵-۲۹؛ بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۱۴-۶۲۷.
  41. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۲۸-۶۳۰.
  42. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۸۵.
  43. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۶۵.
  44. وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۶۲-۳۸۵.
  45. خمینی، توضیح المسائل(محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۴۱و۴۴۲.
  46. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۳۱.
  47. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۴۱۴.
  48. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۴۱۴.
  49. وګورئ: محمدی ری‌شهری، الصلاة فی الکتاب و السنة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۹-۶۳.
  50. وګورئ: محمدی ری‌شهری، الصلاة فی الکتاب و السنة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۴۰-۱۴۴.
  51. وګورئ: قمی، مفاتیح الجنان، بخش تعقیبات نماز، ص۱۲-۱۹.
  52. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۴۴.
  53. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۴۴-۲۴۵.
  54. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۴۶.
  55. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ل، مخ۴۸۴.
  56. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ټوک۳، مخ۲۶.
  57. شیخ صدوق من لایحضره الفقیه،‌۱۳۶۷ش، ج۱، ص۲۰۶.
  58. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۴۸۴.
  59. ابن‌طاووس، فلاح السائل، ۱۴۰۶ق، ص۲۲.
  60. ابن‌طاووس، فلاح السائل، ۱۴۰۶ق، ص۲۲.
  61. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۰، ص۶.
  62. «سبک شمردن نماز»، خبرگزاری حوزه.
  63. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسه، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۰۹.
  64. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۰.
  65. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۰.
  66. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۰.
  67. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۰.
  68. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۰-۱۱۱.
  69. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۱.
  70. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۱.
  71. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۱.
  72. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۲.
  73. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۲.
  74. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۲.
  75. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۲و۱۱۳.
  76. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۴.
  77. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۱۴.
  78. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۳۹.
  79. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج‌۱، ص۱۴۲.
  80. سوره عنکبوت سوره، آیه ۴۵.
  81. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴.
  82. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۶، ص۲۹۰-۲۹۴.
  83. سوره طه، آیه۱۴.
  84. وګورئ: مطهری، «فلسفه عبادت»، ص۱۵-۱۷.
  85. طبرسی، الاحتجاج،‌ ۱۴۰۳ق، ج۱،‌ ص۱۰۷.
  86. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، کلمات قصار ۲۵۲، ص۵۱۲.
  87. راغب اصفهانی، مفردات، ۱۴۱۲ق، ص۴۹۱.
  88. باقریان، «بررسی چگونگی نماز در ادیان الهی»، ص۲۱۹.
  89. وګورئ: فاطمه، «نگاهی به اشکال مختلف نماز در برخی ادیان الهی».
  90. وګورئ: «کتابشناسی نماز»، ص۵۷و۵۸.

سرچينې

  • آمدی، عبدالواحد بن محمد، غرر الحکم و درر الکلم، تهران، دانشگاه تهران.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۳۷۶ش.
  • ابن‌شعبه، حسن بن علی، تحف العقول، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، فلاح السائل و نجاح المسائل‏، قم، بوستان کتاب، ۱۴۰۶ق.
  • امام خمینی، توضیح المسائل‏، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(س)، تهران‏، چاپ هفتم، ۱۳۸۷ش.
  • باقریان، لعیا، «بررسی چگونگی نماز در ادیان الهی»، دو فصلنامه معارف فقه علوی،«ویژه نامه همایش ملی نماز، تعالی فردی و اجتماعی»، سال چهارم اردیبهشت ۱۳۹۷ش.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسین، رساله توضیح المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • پاینده، ابوالقاسم، نهج الفصاحه (مجموعه کلمات قصار حضرت رسول(ص))، دارالعلم، ۱۳۸۷ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، تحقیق و تصحیح صفوان عدنان داوودی، بیروت‌ـ‌دمشق، دار القلم - الدار الشامیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی وزارت آموزش و پرورش، هدیه‌های آسمان (تعلیم و تربیت اسلامی) دوم دبستان، تهران، شرکت افست، چاپ یازدهم، ۱۴۰۱ش.
  • «سبک شمردن نماز»، خبرگزاری حوزه، مشاهده: ۱۹ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، خصال صدوق، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، نشر صدوق، ۱۳۶۷ش.
  • صحتی سردرودی، محمد، «کتاب‌شناسی گزینشی و توصیفی نماز»، پاسدار اسلام، ش۱۸۹، شهریور ۱۳۷۶ش.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی(محشی)، تحقیق و تصحیح احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • فاطمه، نصرت، «نگاهی به اشکال مختلف نماز در برخی ادیان الهی».
  • قطب راوندی، سعید بن هبة الله، شهاب الاخبار، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۸ش.
  • قمی، شیخ عباس، مفاتیح الجنان، قم،اسوه، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • «کتابشناسی نماز؛ معرفی و نقد»، گلستان قرآن، شماره ۷۹، شهريور ۱۳۸۰ش.
  • متقی هندی، علی بن حسام الدین، کنزالعمال، دائرة المعارف العثمانیة، بعاصمة حیدرآباد، ۱۳۶۴ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه‏، قم، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانبور، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، الصلاة فی الکتاب و السنة، ترجمه عبدالهادی مسعودی، قم، دار الحدیث، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، شناخت‌نامه نماز، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
  • مدرسی، سید محمدتقی، احکام مقدمات نماز، قم، انتشارات محبان الحسین(ع)، چاپ چهارم، ۱۳۸۷ش.
  • مطهری، مرتضی، «فلسفه عبادت»، در فصلنامه تماشاگه راز، شماره ۲، تابستان ۱۳۹۱ش.
  • مغنیه، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسه، بیروت، دار التیار الجدید‌ـ‌دار الجواد، چاپ دهم، ۱۴۲۱ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسير نمونه‌، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ سی و دوم، ۱۳۷۴ش.
  • ملک‌پور افشار، ابراهیم، آموزش نماز و وضو، انتشارات پورافشار، قم، چاپ نوزدهم، ۱۳۹۶ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق و تصحیح عباس قواچانی و علی آخوندی، بیروت، دار اِحیاءالتراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نوروزی، محمدمسعود، مقدمه‌ای بر فلسفه نماز، انتشارات بین‌المللی یادآوران.
  • نوری، میرزاحسین، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • وزیری‌فرد، محمدجواد، «بررسی انکار ضروری دین و آثار آن در فقه»، در دو فصلنامه علامه، شماره ۳۹، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.

بهرنۍ لینکونه