کافرون سوره

د wikishia لخوا

دا مقاله د ندوین په حال کې ده!

کافرون سوره

کافرون سوره د قرآن یو سل نهمه او یوه مکي سوره ده چې په دېرشمې سيپارې کې راغلې ده. په کافرون د دې سورې د نومول کېدو سبب د کافرانو په اړه د خبرو کول دي. خدای تعالی په دې سوره کې پېغمبر (ص) ته امر کوي چې د بت پرستۍ له دینه خپله کرکه ښکاره کړه او ووایه چې د هغوي دین ته نه ګروهیږي او له هغوي سره به ساز باز ونه کړي. ویل شوي دي چې دغه سوره هغه وخت نازله شوه چې ځینو کافرانو وړاندیز وکړ چې یوه موده دې هغوي د پېغمبر (ص) په دین وي او یوه موده دې پېغمبر د بتپالنې له دینه پیروي وکړی.

د دغه سورې د تلاوت د فضیلت په اړه په روایتونو کې راغلي چې که له خوبه مخکې ولوستل شي، د امن او خوندیوالي سبب ده او که په واجبو لمونځونو کې قرائت شي د کس او د هغه د مور پلار او بچیانو د بخښل کېدو سبب کیږي.

پېژندګلو

  • نوم ورکول

دغه سوره یې کافرون نومولی؛ ځکه چې د کافرانو په اړه نازله شوې او هغوي ته په خطاب سره پېل شوې ده. د دغه سورې نور نومونه هم ذکر شوې دي منجمله «عبادت» او «جَحد». په دې وجه دا سوره کافرون نومول شوې چې په دې کې د عبادت ټکی او د هغې مشتقات ډېر زیات راغلې دي. او د «جَحد» معنا ده انکار او له دې امله ورته دا نوم اخستل کیږي چې کافرون سوره د هغو کسانو خبره کوي چې د خدای د دین انکار کوی.[۱]

  • د نزول ځای او ترتیب

کافرون سوره یوه مکي سوره ده او د نزول په ترتیب کې اتلسمه سوره ده چې په پېغمبر (ص) نازله شوې ده. دا سوره د مُصحَف، په اوسني ترتیب کې یو سل نهمه سوره ده [۲]او د قرآن په دېرشمه سیپاره کې ده. د تفسیر المیزان لیکوال د دغه سورې مکي یا مدني والی اختلافي ګڼلی خو باوري دی چې پرې له واکمن سیاق او سباقه یې مکي والی ظاهر دی.[۳]

  • د ایتونو شمېر او نورې ځانګړنې

کافرون سوره ۶ ایتونه لري، ۲۷ کلمې او ۹۹ توري لري. دا سوره د قرآن له لنډو سورو او له مُفَصَّلات (د لنډو ایتونو لرونکي) سورو څخه ده. کافرون سوره له څلورو قلونو یو قل دی. هغه څلور سورې چې په قل سره پېل کیږي.[۴]

مینځ پانګه

خدای تعالی په کافرون سوره کې خپل رسول ته امر کوي چې د بت پرستۍ له دینه خپل برائت او بېزاري اعلان کړه او خبر ورکړه چې کافران هم د هغه د دین منونکي نه دي؛ نو نه هغوي د محمد (ص) د دین هرکلي کوي او نه د هغوي دین پېغمبر (ص) ځانته جذبوي؛ پر دې اساس کافران باید له دې نهیلي شي چې پېغمبر له هغوي سره ساز باز وکړي.[۵]

د کافرون سورې مینځ پانګه [۶] د کافرانو له دین سره د پېغمبر د عقیدې او شریعت فرق لرل دوهم مطلب: ۶ ایت د کافرانو له دین سره د پېغمبر شریعت فرق لري لومړی مطلب: ۲-۵ ایت د پېغمبر او کافرانو د معبود فرق سریزه: لومړی ایت له کافرانو د برائت لپاره د پېغمبر ماموریت لومړی ټکی: ۶ ایت کافران، د داسې دین دین منونکي دي چې په خپله یې جوړ کړی دی لومړی ټکی : ایت ۳-۲ د پېغمبر او کافرانو معبود به هیڅکله یو نه شي. دوهم ټکی: ۶ ایت پېغمبر د الهي دین او شریعت منونکی دی دوهم ټکی: ایت ۵-۴ په خوا هم هیڅکله د پېغمبر اوکافرانومعبود یو نه و

شأن نزول

مفسرانو (منجمله طبري، طوسي، میبدي، زمخشري، طبرسي او ابوالفتوح) د دغه ایت د شان نزول په اړه لیکلي چې د قریشو یو شمېر مشران چې کافر او ګمراه وو لکه ولید بن مغیره، عاص بن وائل، امیه بن خلف، اسود بن عبدالمطلب او حارث بن قیس پېغمبر ته راغلي وو او د دوه اړخیز سازش وړاندیز یې کړی و او ویل یې چې یوه موده (یو کال) ته زمونږ په دین اوسه او زمونږ د خدایانو عبادت کوه او یوه موده (یوکال) به مونږ ستا په دین شو او ستا د خدای عبادت به کوو،پېغمبر په کلکه د هغوي وړاندیز رد کړ او دا سوره نازله شوه.[۷]

په ۲ او ۳ او ۴ او ۵ آیتونو کې د مضمون د تکرار سبب

۴ او ۵ ایتونه «وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ* وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ » کیدی شي د ۲ او ۳ ایتونو د مضمون« لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ* وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ » تاکید وي او کیدی شی په دې معنا وي چې پېغمبر د خدای له خوا مامور دی چې دغه کافرانو ته ووایي چې د هغه او د کافرانو په مینځ کې هیڅ مشارکت او ګډ ټکی نیشته نه په عبادت کې او نه په معبود کې، ځکه چې د پېغمبر معبود الله دی او د کافرانو معبود بت دی او د پېغمبر عبادت د خدای د قانون او شریعت په اساس دی او د کافرانو عبادت یو بدعت دی چې له جهل او دروغ جوړولو راپېدا شوی دی.[۸] امام صادق (ع) د پېغمبر او کافرانو د عبادت نه کولو د مضمون د تکرار په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وفرمایل چې له دې امله چې د قریشو مطلب په یو کال کې د پېغمبر له خوا د بوتانو عبادت او په مقابل کې په بل کال کې د هغوي له خوا د خدای عبادت او د دغه کار تکرار او استمرار و، خدای تعالی خپل پېغمبر ته امر وکړ چې دغه کافرې ډلې ته ووایه چې دغه وړاندیز هیڅکله نه شي منل کېدی او پېغمبر به هیڅکله د بوتانو عبادت ونه کړي او بې له الله به د بل معبود پرستش ونه کاندي او هغوي به هم هیڅکله د الله عبادت ونه کړی.( په بله ژبه، له دې امله چې د قریشو کافرانو په هر کال کې په نمبر سره د پېغمبر له خوا د هغوي د بوتانو عبادت او د هغوي له خوا د الله عبادت تکرارکړی و قران هم د هغوي د وړاندیزونو د ردولو لپاره ځواب تکرار کړی دی)[۹]

شپږم آیت او ترې غلط اخستون

علامه طباطابیي د شپږم ایت په تفسیر کې چې وایي:« ستاسو دین ستاسو لپاره او زما دین زما لپاره» لیکي چې دلته ممکنه ده د چا ذهن ته دا خبره راشي چې دې ایت خلک د دین په انتخاب کې ازاد پرېښې او ویلي یې دي چې هر څوک چې غواړي کولی شي شرک انتخاب کړي، یا ذهن ته دا خبره راشي چې ایت غواړي پېغمبر (ص) ته امر وکړي چې د مشرکانو په دین غرض مه لره؛ خو دا اخستون او نتیجه غلطه ده؛ بلکې ایت غواړي ووایي پېغمبر (ص) هیڅکله د هغوي دین ته ګروهنه نه پیدا کوي او هغوي هم هیڅکله د حق بلنه نه مني. او اساسا د حق دین ته بلنه چې قران ورته بلنه ورکوي، دا اخستون ردوي.[۱۰]


سیدمحمدحسین طباطبایي په دوام کې لیکي ځینو مفسرانو د دغه غلط اخستون د ختمولو لپاره ویلي دي چې د «دین»ټکی په دې ایت کې د بدلې په معنا دی، یعنې زما بدله او اجر زما لپاره او ستاسو بدله ستاسو لپاره ده یا د «جزا:اجر» ټکی په ایت کې حذف شوی دی، یعنې د ایت مطلب دا دی چې زما د دین بدله زما لپاره او ستاسو د دین بدله ستاسو لپاره ده. علامه طباطبایي دا خبره نه مني او هغه له ذهنه لرې ګڼي..[۱۱]

فضیلیت او ځانګړنې

اصلي مقاله : فضائل سور

د دغه سورې د تلاوت په فضیلت کې راغلي دي چې یو کس د اسلام پېغمبر (ص) ته وویل ماته یو څه رازده کړه چې د اوده کېدو په وخت یې ووایم. پېغمبر (ص) سپارښتنه وکړه کله چې اوده کېږې، کافرون سوره ووایه او اوده شه ځکه چې له شرکه د خوندي پاتې کېدو سبب ده. [۱۲] همداراز له امام صادق (ع) روایت دی چې د دغه سورې د تلاوت ثواب د قرآن له څلورمې برخې سره برابر دی. څوک چې کافرون او اخلاص سوره په واجب لمانځه کې ووایي خدای تعالی یې مور پلار او بچیان بخښي.[۱۳] او دوي بیا وفرمایل: د سهار په دوه رکعته لمونځ کې هره سوره چې دې زړه غواړي ووایه خو زما خوښیږي چې اخلاص سوره او کافرون سوره تلاوت کړم. د ماښام د نافلې په لومړي رکعت کې هم د کافرون سورې د لوستلو سپارښتنه شوې ده.[۱۵]

په روایتونو کې د دغه سورې لپاره له شیطانه د هغې د لوستونکي لرې والی [۱۶] که د لمر د ختلو په وخت لس ځله وویل شي نو د دعا قبلېدل،[۱۷] که د جمعې په شپه سل ځله تلاوت شي نو په خوب کې د پېغمبر (ص) لیدل،[۱۸] ذکر شوې دي.

فقهي حکم

د شیعه فقیهانو د فتوا مطابق که لمونځ کوونکی د حمد سورې له لوستلو وروسته کافرون یا توحید سوره پېل کړې وي نو هغه نه شي غوڅولی او بله سوره نه شي پېل کولی، خو په نورو سورو کې که نیمې ته نه وي رسېدلی، کولی شي هغه سوره غوڅه کړي او بله پېل کړي.[۱۹]


متن او ژباړه

د کافرون سوره متن او ژباړه
متن بِسْمِ اللَّـهِ الرَّ‌حْمَـٰنِ الرَّ‌حِيمِ

قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ ﴿١﴾ لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ ﴿٢﴾ وَلَا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ ﴿٣﴾ وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ ﴿٤﴾ وَلَا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ ﴿٥﴾ لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ ﴿٦﴾

ژباړه د ډېر بخښونکي ډېر مهربان خدای په نامه

ووایه: « ای کافرانو(۱) د څه چې تاسو عبادت کوئ زه یې نه کوم.(۲) او د څه چې زه عبادت کوم تاسو یې عبادت نه کوئ.(۳) او نه د هغه څه چې تاسو یې عبادت وکړ زه عبادت کوم.(۴) او نه هغه څه چې زه یې عبادت کوم تاسو یې عبادت کوئ.(۵) ستاسو دین ستاسو لپاره او زما دین زما لپاره .(۶)

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، [تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ش.
  • قرآن کریم، ترجمه، توضیحات و واژه‌نامه: بهاءالدین خرمشاهی، تهران: جامی، نیلوفر، ۱۳۷۶ش.
  • خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، تهیه مؤسسه فرهنگی قرآن و عترت نورالثقلین، قم، نشر نشرا، چ۱، ۱۳۹۲ش.
  • دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ج۲، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، تهران: دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن‌علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی، چ۲، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، نجف، چاپ حسن موسوی خرسان، ۱۳۷۸ـ۱۳۸۲ق
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تحقیق و مقدمه محمد جواد بلاغی، انتشارات ناصر خسرو، تهران، چ۱۰، ۱۳۷۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۹۷۴م.
  • کفعمی عاملی، ابراهیم بن علی، جنة الامان الواقیه و جنة الایمان الباقیه (معروف به مصباح)، نجف، دار الکتب العلمیه، ۱۳۴۹ش.
  • محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، بیروت، مؤسسه آل البیت(ع).
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآن، [بی‌جا]، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۱ش.