کریم اهل بیت (لقب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د سید محمد تقي مدرسي یو کتاب چې د امام حسن(ع) د ژوند تاریخ په اړه د "کریم اهل بیت" تر عنوان لاندې خپور شوی دی.

کریمِ اهل بیت د اهلبیتو بخښونکی، د امام حسن مجتبی(ع) له القبو څخه دی.[۱] چې د هغه د سخاوت او بخښنې له امله ورته دا لقب ورکړی شوی دی.[2] د «کریم» ټکی که څه هم په لومړنيو سرچینو کې د حسن بن علي(ع) لپاره کارول شوی دی[۳] خو د امام حسن(ع) په ژوند کې او د تخلص او لقبونو په اړه، کريم اهل بيت په هيڅ یو تاريخي یا روایتي کتاب پرته له وروستیو سرچینو څخه، د هغه د لقب په توګه نه دی ذکر شوی.[4]

تاریخ پوهانو د امام حسن(ع) په کریم اهلبیت باندې شهرت، د هغه د هغه کیسو له سببه ګڼي چې د هغه د سخاوت په اړه نقل کړی شوي دي.[۵] ویل کیږی چې امام حسن(ع) به بې وزلو او مسکینانو سره دومره مرسته کوله تر دې حده چې د هیڅ یو مشر په ژوند لیک کې داسې څه نه دي لیکل شوي.[6] امام مجتبی(ع) په خپله زمانه کې له ټولو زیات سخي کس و او سخاوتمندۍ کې ضرب المثل جوړ شوی و، که څه هم ټول اهلبیت(ع) سخاوتمند او د کرامت خاوندان وو، خو یوازې هغه ته د «کریم» لقب موندلی دی.[7]

ابن جوزي (وفات: ۶۵۴هـ ق) چې د اهل سنتو له عالمانو دی، په خپل کتاب تذکرة الخواص کې د شیعو دویم امام د جود او کرم له سترو شخصیتونو څخه بللی او د هغه د فضیلتونو په یادولو کې لیکي چې حسن ابن علي په خپل ژوند کې دوه ځله خپل ټول مال د خداى په لاره کې او درې ځلې خپل دولت په مساوي توګه له مسکينانو سره ویش کړ،[۸] حتی روايت دى چې د يو غريب په غوښته یې له هغه سره شل زره درهمه مرسته وکړه .[9]

باقر شریف قرشي (وفات: ۱۴۳۳هـ ق) چې له شیعه عالمانو څخه دی، د کریم اهل بیت علیهم السلام د لقب په اړه یو روایت بیانوي، چې له امام مجتبی(ع) څخه وپوښتل شول چې تاسو ولې یو سوالګر هم نه مایوسه کوئ؟ امام وفرمایل: زه هم د خدای په نزد یو مسکین یم چې له هغه څخه غواړم چې ما محروم نه کړي، زه په داسې امید سره، د غریبانو په نا امیده کولو کې شرمیږم، او خدای چې ماته نعمتونه راکوي، نو غواړي چې زه هم له غریبانو سره مرسته وکړم.[۱۰]

د تلخیص الشافي د کتاب محقق سید حسین بحرالعلوم (وفات: ۱۳۸۰) په وینا، د امام حسن(ع) د کریم شونې موضوع تر هغه ډېره پراخه ده چې پرې بحث وکړی شي.[11]

شیخ هادي آل کاشف الغطاء (وفات: ۱۳۶۱هـ ق) چې له شیعه عالمانو څخه دی، په هغه قصیده کې چې د امام حسن(ع) په ستاینه کې یې لیکلې ده د کریم اهلبیت لقب ته اشاره کړې ده:



ان الامام الحسن مُهذّبا خَیرُ الوَری جَدّاً و اُمّاً و اَبا
کریمُ اهل البیت اهلُ الکَرَم علیهم بَعد الصَّلاة سلم[۱۲]


په حقیقت کې امام حسن پاک او مهذب دی. نیکه، پلار او مور یې له غوره خلکو دي. هغه د داسې کورنۍ کریم دی چې په خپله د کرم خاونده ده. د لمانځه نه وروسته دې په دغه کورنۍ درود وي.

په ایران کې ځینې خیریه موسسې د کریم اهل بیت په نامه نومولي شوي دي. [۱۳]

اړونده څېرنې

فوټ نوټ

سرچينې