منځپانگې ته ورتلل

مجتبی (لقب)

د wikishia لخوا
دا لیکنه د امام حسن(ع) د یو لقب په اړه ده. د هغه د شخصیت او ژوند د پیژندلو لپاره، د امام حسن مجتبی علیه السلام مدخل وګورئ.

د مجتبی معنی غوره شوی، د امام حسن(ع) له لقبونو څخه دی.[۱] دا لقب د پيغمبر(ص)[۲] او نورو امامانو[۳] لپاره هم کارول شوی دی. د امام صادق(ع) په يوه خطبه کې چې د امامانو په ځانګړتياو کې راغلې ده، دا لقب د امام د ځانګړتيا په توګه ياد شوى دى[۴] [ياداشت ۱] خو د امام حسن(ع) په اړه مشهور شوى دى[۵] د شيعه امامانو په روايتونو کې راغلي دي امام حسن(ع) په کې د مجتبی په لقب سره ياد شوی دی.[۶] او په دعای توسل کې هم د «المجتبی» لقب راغلی دی.[۷] او په حرز امام سجاد(ع) کې هم د «اَلْحَسَنُ المُجتبیٰ»[۸] په ټکو سره راغلی دی.

مجتبی د خوښ شوي او ټاکلي شوي په معنا دی.[۹] علامه طباطبايي د سوره نحل د ۱۲۱ آيت په ذیل کې د اجتباء د ټکي دا رنګ تفسیر کوي چي خدای، امام معصوم د خپل ځان لپاره خالص ګرځولی دی، چي هغه يې له خپریدا څخه ساتلی او په نېغه لار ورته لارښوونه کړې ده.[۱۰]

ویل شوي چې دا لقب که څه هم د ټولو شیعه امامانو لپاره ځانګړی معنی لري، خو یوازې د شیعو دویم امام په دې نوم مشهور شوی دی، او د دې مطلب بیانوونکی دی چې د مجتبی لقب امام حسن(ع) ته د خپل ژوند له وخته منسوب شوی دی.[۱۱]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ↑ ابن‌شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۹.
  2. ↑ زرندی حنفی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
  3. ↑ وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۱۵۰.
  4. ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۱۵۰.
  5. ↑ نظامی همدانی، المعارف الرافعة، ۱۳۸۹ش، ص۳۱۴.
  6. ↑ پاک‌نیا تبریزی، «تأملی در مستندات و مشهورترین القاب معصومین علیه‌السلام»، ص۱۳۲.
  7. ↑ قمی، مفاتیح الجنان، ۱۴۱۵ق، ۱۸۵.
  8. ↑ عطاردی قوچانی، مسند الامام السجاد، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۳۲.
  9. ↑ منتظری، درس‌هایی از نهج‌البلاغه، ۱۳۹۵ش، ص۳۹۸.
  10. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۳۶۸.
  11. ↑ فتاحی، انوار الهی، ۱۳۹۰ش، ص۲۷۴.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • پاک‌نیا تبریزی، عبدالکریم، «تاملی در مستندات و مشهورترین القاب معصومین علیه‌السلام»، ماهنامه مبلغان، شماره ۱۴۵، مهر و آبان ۱۳۹۰ش.
  • زرندی، محمد بن یوسف، نظم درر السمطین، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۵ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • عطاردی قوچانی، عزیزالله، مسند الامام السجاد، تهران، عطارد، ۱۳۷۹ش.
  • فتاحی، حمید، انوار الهی، قم، میرفتاح، ۱۳۹۰ش.
  • قمی، عباس، مفاتیح الجنان، بیروت، دار الملاک، ۱۴۱۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، الناشر: مؤسسة الوفاء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق، بی جا.
  • منتظری، حسینعلی، درس‌هایی از نهج‌البلاغه، تهران، سرایی، ۱۳۹۵ش.
  • نظامی همدانی، علی، المعارف الرافعة فی الزیارة الجامعة، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۹ش.