کظم غیظ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

کَظْمِ غَیْظْ  یا غصه څښل له اخلاقي فضیلتونو څخه دی. د سوره آل عمران په ۱۳۴ آیت کې غصه څښل د صالحو خلکو له ځانګړتیاو څخه ګڼل شوې دي او په روایاتو کې د خدای له عذابه خلاصون او د خدای د رضا حاصلول د هغې له اغیزو څخه یاد شوي دي. د اخلاقو علماوو د غضب تر صفت لاندې د غصې د څښل بحث او د حل لارې چارې وړاندې کړې دي.

د شیعو اووم امام موسی بن جعفر(ع) د خپلې غصې څښلو له امله په کاظم لقب مشهور دی.

مفهوم پيژندنه او مقام

غَیْظْ تر ټولوه او شدیده غوسه ده او هغه تودوختې ته ویل کیږي چې د انسان په زړه کې د وینو د خوټکیدو له امله رامنځ ته راځي.[۱] او کظم د ساه بندولو معنی لري. کظم غیظ یوه اخلاقي کلمه ده چې معنی یې د غصې کنټرول او له څرګندولو څخه یې ډډه کول دي[2] او څوک چې خپله غوسه په ډیره اندازه کنټرول کړي هغه ته کاظم وایي.[۳]

کظم غیظ له نورو اخلاقي فضیلتونو لکه حلم سره نږدې دی او له حلم سره یې په توپیر کې ویل شوي چې کظم غیظ له هغه چا څخه راځي چې تر اوسه د حلم ملکې ته نه وي رسېدلی او غوسه په هغه کې د ښکاره کېدو وړتیا لري. خو هغه د غوسې د کنټرول هڅه کوي.[۴] په احادیثو کې د کظم غیظ(غصې څښلو) او صبر او حلم ترمنځ اړیکه راغلې ده. په یوه روایت کې امام صادق (ع) د غصې کنټرول د خدای په نزد تر ټولو محبوب څښاک ګڼلی او فرمایلي یې دي: هیڅ څښاک د خدای په نزد له هغه غصې تر څښاک څخه ډیر محبوب نه دی چې د یو کس په زړه کې خوټکیږي خو هغه یې په زړه کې صبر او زغم سره وڅښي او له منځه یې یوسي.[5] [یادونه 1]

په قرآن کریم کې غوسه څښل د متقیانو له ځانګړنو څخه ګڼل شوې دي. «هغه کسان چې خپله غصه څښي او د خلکو له خطاګانو څخه تیریږي، او خدای نیکانو سره مینه لري.»[۶] همدارنګه په احادیثو کې د غصې څښل (کظم غیظ) د امامانو له خوا د یو اخلاقي فضیلت په توګه ورباندې ټینګار شوی دی. کلیني د ایمان او کفر په کتاب کې د کظم غیظ په باب ۱۳ روایتونه وړاندې کړي دي.[۷] د صحیفه سجادیه په دعاء مکارم الاخلاق کې کظم غیظ ته اشاره شوې ده.[۸] او په روایتونو کې د غصې څښلو آثار عزت او بزرګي، د الله تعالی له عذابه خلاصون او د هغه رضایت ترلاسه کول بیان شوي دي.[۹] له رسول الله(ص) څخه روایت شوی دی: څوک چې خپله غصه کنټرول کړي، خدای به له هغه څخه خپل عذاب لرې کوي.[۱۰] امام سجاد (ع) په یوه روایت کې وفرمایل: «ماته هیڅ یوه ګوټ تر هغه غصې څښلو له ګوټه زیات محبوب نه دی چې زه یې وڅښم او بل طرف ته سزا ورنکړم. په بل روایت کې راغلي دي چې د مصیبت په وخت کې د غصې او د غم د ګوټ څښل د خدای په نزد له محبوبو ګوټونو سره دی چې انسان غصه وڅښي.[11][یادونه]

د غصې د کنټرول لارې

په اخلاقي منابعو کې په کظم غیظ، د اخلاقي رذایلو په برخه کې او د غوسې د صفت په برخه کې، ورباندې بحث شوی دی.[۱۲] اخلاقي علمانو د غوسې د کنټرول لپاره حل لارې وړاندې کړې دي.[۱۳]

فیض کاشاني په المحجة البیضا کې په هغو روایتونو کې غور کولو سره چې د غصې څښلو، حلم او بخښنې په فضائلو راغلي دي، د غصې د کنټرول لپاره لاندینۍ لارې بیان کړي دي: هغه روایتونو ته پام کول چې د غصې څښلو ثوابونه په کې بیان شوي دي، د الله جل جلاله قدرت او غضب یادول. د غصې په وخت کې د انسان بد حالت ته پام کول  او د غچ اخستلو غندنه.[۱۴]

همدارنګه فیض کاشاني اعوذ بالله ویل او خپل حالت بدلول د غصې د څښلو لپاره د حل لارې په توګه بیان کړي دي. هغه فرمايي: که استعاذې کار ونه کړ نو که غوسه انسان ولاړ وي نو هغه دې کښيني، او که ناست وي نو تکیه دې ووهي یا سملي. همدارنګه په ځينو احاديثو کې غوسه له اور سره تشبيه شوې ده او ويل شوي چې له اوبو پرته اور نه مړ کېږي، نو څوک چې غوسه وي بايد وضو دې وکړي.[15]

په ځینو حدیثونو کې له رسول الله(ص) نقل شوي دي، هر څوک چې غوسه شي خپل مخ دې په ځمکه کېږدي. ورام بن ابي فراس وايي: د رسول الله (ص) مراد د سجدې حکم دی د دې لپاره چې نفس يې د ذلت احساس وکړي او غوسه يې له منځه ولاړه شي.[۱۶] امام باقر(ع) د غصې د کنټرول په اړه په يو روايت کې فرمايي: څوک چې په يو قوم غوسه شي او هغه ولاړ وي، باید سمدلاسه کښیني، ترڅو د شیطان پلیتي له هغه څخه لیرې شي، او څوک چې په خپل خپلوان په غوسه وي باید هغه ته نږدې شي او لاس ورته وروړي (د مثال په توګه، د هغه لاس ونیسي) ځکه چې کله خپلوان لمس کړی شي، نو آرام به ورته ترلاسه شي.[17]

د امام کاظم(ع) کظم غیظ

امام موسی کاظم (ع) ته ځکه کاظم لقب ورکړل شو چې هغه خپل غصه کنټرولوله [18] په مختلفو منابعو کې راغلي دي چې امام کاظم (ع) به خپله غصه د خپلو دښمنانو او د هغه چا په وړاندې چې هغه ورسره یې بد کړي دي، څښله.[19] ويل شوي دي چې د عمر ابن الخطاب له اولادې څخه يو سړي د امام کاظم(ع) په شتون کښې د امام علي(ع) سپکاوى وکړ. د امام اصحابو غوښتل چې پرې حمله وکړي، خو امام يې مخه ونيوله او بيا د هغه سړي کروندې ته لاړ. کله چې دغه سړي امام کاظم(ع) وليد، نو چيغې يې پيل کړې، چې فصلونه دې راته تر پښو لاندې نه کړې. امام ورته نږدې شو او په نرمۍ سره یې ترې وپوښتل چې په کرونده کې دې څومره مصرف کړی؟ سړي وویل: سل دیناره! بیا یې وپوښتل: له دې څخه د څومره ګټې هیله لرې؟ سړي ځواب ورکړ: ۲۰۰ دیناره! امام ورته ۳۰۰ دیناره ورکړل او ویې ویل: دا ۳۰۰ دیناره ستا لپاره دي او ستا فصل هم تا ته پاتې دی. بیا جومات ته لاړ. هغه سړی وختي جومات ته ورسید او د امام کاظم (ع) په لیدو یې پاڅید او دا آیت یې په لوړ غږ ولوست: اللَّه أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِ‌سَالَتَهُ؛ خدای ښه خبر دی چې خپل رسالت چا ته ورکړي.[انعام- 124][20]

ځانګړی لیکنې

  1. مهارت مقابله با خشم، سید مهدی خطیب، د دارالحدیث له خوا خپور شوی او (انتشارات آستان قدس رضوی) له خوا هم، لومړۍ چاپ ١٣٩٨لمریز ٤٨ مخونه[۲۱]
  2. مهار خشم و پرخاشگری در پرتو آموزه های دینی، مجید جعفری هرفته، مؤسّسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی خپرندویه، لومړۍ چاپ ١٣٩٧لمریز کال ٢١٦ مخونه[۲۲]
  3. مهار خشم، محمدرضا کيومرثي اسکويي، دارالحدیث خپرندویه، ١٣٩١لمریز کال، ٢٩٩ مخونه[۲۳]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • صحیفه سجادیه.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌جوزی، سبط، تذکرة الخواص، قم، منشورات شریف الرضی، ۱۴۱۸ق‏.
  • بغدادی، خطیب، تاریخ بغداد، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة،۱۴۱۷ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، تصحیح صفوان عدنان، دمشق، دارالقلم-الدارالشامیة، ۱۴۱۲ق.
  • غزالی، محمد بن محمد، احیاء علوم الدین، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • قرشی، باقرشریف، حیاة الإمام موسی بن جعفر علیهما‌السلام، تحقیق مهدی باقر قرشی، بی‌جا، مهر دلدار، ۱۴۲۹ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، المحجة البیضاء فی تهذیب الاحیاء، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، موسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مفید، محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، كنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • ورام، ابن ابی‌فراس، مجموعه ورام، مکتبه فقهیه، قم، ۱۴۱۰ق.
  • نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • «کتاب مهار خشم»، پژوهشگاه قرآن و حدیث، مشاهده ۱۶ تیر ۱۳۹۹ش.