کاظم (لقب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د امام کاظم(ع) لقب(سرلیک) په اړه ده. د امام(ع) د شخصیت پیژندلو لپاره، د امام موسی کاظم علیه السلام مدخل ته وګورئ.

کاظِم، د امام موسی بن جعفر(ع) یو له خورا مشهور لقبونو څخه دی.[۱]

د شیعه ګانو اوم امام ته د کاظم لقب ورکول لامل دا و چې هغه خپله قهر کنټرول وکړ او زغمولي[۲] او د ردی کونکیو د ظلم پروړاندې زغم وکړ او خپل غوسه کنترول وکړ[۳] په اخلاقي کتابونه هم هغه چاته چې خپله قهر او غوسه خورا ډیر کنټرولوي، کاظم و نومولي[۴]

د تذکرة الخواص په کتاب کې د سبط بن جوزی(د مړی کال ۶۵۴ ق.) لیکلي دا ویل شوي چې امام موسی کاظم(ع) به دا لقب نومیږي، ځکه؛ کوم چې هغه ته پیسې لیږلي یا نورو مالی مرسته وکړ مرکله چې له هغه یو څه ناوره ورته راځي.[۵] سید هاشم معروف الحسني(مړشوی ۱۹۸۴ م.) د سیرة الائمة الاثنی‌ عشر، په کتاب کې د تذکرة الخواص باندې استناد کوي، هغه وايي چې هغه امام، کاظم نومیږي، ځکه چې هرکله له یو څوک ناوره کړنه لیدلی وي، نو به هغه ځینې مالونه ولیږي چې د هغه اړتیاوې پوره کړي.[۶]

بیلابیل راپورونه ورکړل شوي چې امام کاظم(ع)، په دښمنانو او هغه چا چې هغه ته زیان رسولي دی خپله غوسه راپاروي او زغمولي.[۷] د هغو کسانو په منځ کې، د عمر بن خطاب د اولادونو څخه یو سړی د امام کاظم(ع)‌ په شتون کې امام علي(ع) ته سپکاوی وکړ. د امام ملګري غوښتل په هغه برید وکړي، مګر امام هغوی کې منع کړ او بیا دهغه بن ته لاړ. د امام کاظم په لیدو، سړي په چيغې وهل پیل وکړ او د خپل محصول د نه وهلو څخه یې د مخنیوی لپاره ژغ وکړ. امام هغه ته نږدې شو او له هغه یې وپوښتل چې تاسو د خپل فارم په کښت کې څومره مصرف کړی؟ سړي وویل: ۱۰۰ دینارونه! بیا امام(ع) وپوښتل: تاسو د حاصلاتو لپاره څومره هیله لرئ؟ سړي ځواب ورکړ چې زه پر غیب باندې نه پوهیږم. امام وفرمایل: زه وایم"تاسو د دې څخه د حاصلاتو تمه څومره کوئ؟ سړي ځواب ورکړ: ۲۰۰ دینارونه! امام هغه ته ۳۰۰ دینار ورکړ او ویې ویل: دا ستاسو لپاره ۳۰۰ دینار دی او ستاسو محصول هم ستاسو لپاره پاتې دی. بیا امام(ع) جومات ته لاړ. دغه سړی مخکې جومات ته ورسید او د امام کاظم(ع) په لیدو یې ودریږي او دا آیت په لوړ ږغ ولوست: اَللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِ‌سَالَتَهُ؛ خدای ښه پوهیږي چیرې چې خپل ماموریت په کوم ځای کښینې {انعام - ۱۲۴}[۸]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. اربلی، کشف الغمه، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۷۴۳.
  2. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۶، ص۱۶۴.
  3. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۲.
  4. نراقی، جامع السعادات، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ج۱، ص۳۳۳؛ غزالی، احیاء علوم‌الدین، دارالمعرفه، ج۳، ص۱۷۶.
  5. سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۱۲.
  6. الحسنی، سیرة الائمة الاثنی‌عشر، ۱۳۸۲ق، ج۳، ص۳۰۵.
  7. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۳؛ قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۶۲-۱۶۰.
  8. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۳۰.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارالصادر، ۱۳۸۵ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه فی معرفة الائمة، قم، رضی، ۱۴۲۱ق.
  • الحسنی، سید هاشم، سیرة الائمة الاثنی عشر، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۲ق.
  • سبط بن جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الأمّة فی ذکر خصائص الأئمة، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن،اعلام الوری باعلام الهدی، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۷ق.
  • غزالی، محمد بن محمد، احیاء علوم الدین، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • قرشی، باقر شریف، حیاة الإمام موسی بن جعفر علیهماالسلام، مهر دلدار، ۱۴۲۹ق.
  • نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.