یحیی بن هرثمه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

یحیی بنِ هَرثَمَه دامام هادي (ع) له راویانو دی. هغه د متوکل عباسي لخوا مامور شو چې امام هادي (ع) له مدینې سامرا ته ولېږدوي. هغه د حشویه مذهب پېرو او په دې سفر کې د امام هادي د کراماتو په لیدلو سره شیعه شو. د شیعه په روایي سرچینو کې، د هغه په نقل له امام هادي (ع) څخه د سفر د جزییاتو او د امام د کرامت په اړه روایتونه نقل شوې دي.

په تاریخ کې په ۲۳۳ق کال کې د مکې په لاره کې د هغه څارنې او راهبانۍ، په ۲۴۳ کال کې په قم او بیا په ۲۶۰ ق کال کې په اصفهان د هغه واکمنۍ ته هم اشاره شوې ده.

ژوند لیک

یحیی بن هرثمه د هَرثَمة بن اَعیَن په نامه د هارون رشید او مامون عباسي د مشهور سردار او چاروال زوی و.[۱] د یحیی د زوکړې او مړینې د کره تاریخ په اړه معلومات نیشته هغه په ۲۳۳ق کال کې د مکې په لاره کې راهباني په غاړه لرله.[۲]

د قمي تاریخ په نقل، یحیی هرثمه په ۲۴۳ ق کال کې او د متوکل عباسي (۲۰۶-۲۴۷ق)، په حکومت کې د قم واکمن شو.[۳] هغه په ۲۵۲ق کال کې د مُسْتَعین او مُعتَزّ عباسي تر مینځ جنګ کې ګډون درلود.[۴] ځینو مورخانو هغه په ۲۶۰ق کال کې د اصفهان والي هم ګڼلی دی.[۵]

له مدینې سامرا ته د امام هادي(ع) ملګرتیا

یحیی بن هرثمه په ۲۳۳ ق کال کې د متوکل لخوا مامور شو چې امام هادي له مدینې سامرا ته منتقل کړي.[۶] که څه هم شیخ مفید په کتاب الارشاد کې د متوکل دغه امر د ۲۴۳ ق کال لپاره راپور کړی،[۷] خو د اسلامی تاریخ څیړاندي رسول جعفریان دغه نېټه غلطه ګڼلې ده.[۸] متوکل عباسي د امام هادي (ع) په امامت د مدینې د خلکو د عقیدې په اړه د ځینو راپورونو او همداراز د عبدالله بن محمد [۱۰] یا بریحه عباسي [۱۱] لخوا د امام له بدګویۍ او چغلۍ وروسته یو له درناوي ډک لیک د یحیی بن هرثمه په وسیله امام هادي ته ولیږه او هغه یې سامرا ته وباله.[۱۲] د هغه څه په اساس چې سبط بن جوزي سیرت لیکونکو پورې منسوب کړي، متوکل له علي (ع) او دهغه له اولاد سره بغض درلود او د دې خبر په اورېدلو سره یې چې د مدینې خلک امام هادي ته ګروهمن شوي، د خطر احساس وکړ او یحیی ته یې ماموریت ورکړ چې هغه له مدینې بغداد ته بوځي.[۱۳]

له یحیی بن هرثمه نقل شوي چې دغه ماموریت د مدینې د خلکو له مخالفت سره مخ شو.[۱۴] هغوي دومره ژړا او فریادونه وکړل چې تر هغه وخته مې نه وو اورېدلې[۱۵] یحیی قسم وخوړ چې له امام هادي سره به صرف په احترام سره چلند کوي.[۱۶]

مذهب

د هغه څه په اساس چې له یحیی بن هرثمه نقل شوي هغه د حشویه مذهب پېرو و چې له مدینې سامرا ته د امام هادي (ع) په راوستلو کې د ملګرتیا په وخت له هغه حضرته د ځینو کراماتو په لیدلو سره شیعه شوی دی.[۱۷] د محمد صالح مازندراني په وینا دا خبره د فاضل استرابادي په کتاب رجال کې هم راغلې ده.[۱۸] د شیعه په روایي سرچینو کې د هغه په وسیله له امام هادي (ع) څخه او د دغه سفر د جزییاتو [۱۹] او د ځینو کراماتونو په اړه یو شمېر روایتونه نقل شوي؛ منجمله په ګرمو او وچو شاړو سیمو کې د ونې او چینې لیدل [۲۰] او همداراز د اوړي په ګرمې هوا کې د ګرمو جامو برابرول، او ناڅاپي او غیر متوقعه باران او ساړه لیدل.[۲۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې