رجاء بن ابي ضحاک

د wikishia لخوا

رَجاء بن ابي ضَحّاک، له مدینې مرو ته له امام رضا(ع) سره مل مامور و. هغه په دغه سفر کې د امام رضا(ع) کارونه تر څارنې لاندې لرل او په دې هکله یې مأمون ته راپورونه ورکول. هغه له عباسي چارواکو دی چې د مامون عباسی، معتصم او واثق په شان خلیفه ګانو په زمانه کې یې د خراج د دیوان په شان مسوولیتونه په غاړه لرل.

اجمالي پېژندنه

رَجاء بن ابي ضَحّاک له عباسي چارواکو دی چې د مأمون، معتصم او واثق په زمانه کې یې ځینې مسوولیتونه په غاړه لرل. رجاء د جرجریا (د واسط او بغداد تر مینځ یوه سیمه چې اوس ختمه شوې ده)[۱] اوسیدونکی و[۲] او د مامون د وزیر فضل بن سهل خپل و.[۳] هغه په دیباج ملقب محمد بن جعفر سره ځینې نښتې لرلي دي.[۴]

د رجاء بن ابي ضحاک د زوکړې د نیټې څه معلومات نه دي موجود؛ خو د هغه د مړینې تاریخ یې ۲۲۶ق کال بللی دی.[۵] هغه له هغو اختلافاتو او شخړو وروسته چې د دمشق د لښکر د لجسټک له مسوول علي بن اسحاق سره یې پېدا کړل، د هغه په لاس ووژل شو.[۶] وروسته یې زوی حسن په عباسي حکومت کې ځینې مسوولیتونه لاسته راوړل.[۷]

له مدینې تر مور د امام رضا(ع) د ملتیا مامور

رجاء د مامون له خوا مامور شو چې امام رضا(ع) سره مرو ته په سفر کې ملګرتیا وکړي.[۸] په ځينو راپورونو کې راغلي، هغه مامور شو چې ځینې نور طالبیان هم له علي بن موسی(ع) سره یو ځای له مدینې تر مرو بوځي.[۹]

هغه په خپل سفر کې، د امام رضا(ع) کړنې تر نظر لاندې لرلې او په دې اړه یې مامون ته یو راپور ورکړ؛ په سفر کې د امام د عبادت څخه د هغه راپور په شیعي روایي سرچینو کې منعکس شوی دی.[۱۰] د هغه څه په اساس چې له ابوهاشم جعفري نقل شوی کله چې په اهواز کې له امام رضا(ع) ځینې کرامتونه صادر شول، رجاء امر وکړ چې امام او ملګري یې په چټکه له سیمې تېر کړي چې خلک هغو ته مخه نه کړي.[۱۱]

د هغه روایت په اساس چې شیخ صدوق نقل کړی، د امام رضا(ع) ځینو ملګرو د سفر په مینځ کې د رجاء د وژلو اراده وکړه چې امام په دې عبارت «أ تُرِيدُ أنْ تَقْتُلَ نَفْساً مُؤْمِنَةً بِنَفْسٍ كَافِرَةٍ»[یادداشت ۱] سره هغوي له دې کاره منع کړل.[۱۲] د عیون اخبار الرضا د کتاب مصحح مهدي لاجوردي ویلي چې له دغه عبارته د رجاء مدحه اخستل کیږي.[۱۳]

په ځینو سرچینو کې، د اتم امام د ملګرتیا مامور عیسی بن یزید جلودي ګڼل شوی دی[۱۴] البته لکه څنګه چې په شرح الاخبار کې راغلي له امام رضا(ع) سره له مدینې تر فارسه ملګری جلودي و او له فارس تر مرو، رجاء د امام د ملګرتیا مسوولیت په غاړه واخیست.[۱۵]

د امام رضا(ع) له شهادته وروسته مسوولیتونه

رجاء بن ابي ‌ضحاک د امام رضا له ولایتعهدۍ وروسته او له خراسانه د مأمون د وتلو په وخت د هغه ځای ناستی شو[۱۶] او بیا په یو پړاو کې د جرجان والي شو.[۱۷] هغه د مامون د خلافت په یو پړاو کې د خراج د دیوان مسوولیت په غاړه درلود[۱۸] او د معتصم په زمانه کې د هغه د اختیاراتو دایره د دمشق د خراج دیوان پورې محدود شو.[۱۹] هغه د واثق د حکومت په زمانه کې هم د د مشق د لښکریانو د خراج مسوولیت په غاړه درلود.[۲۰]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۲، ص۱۲۳؛ قزوینی، آثار البلاد و اخبار العباد، ۱۳۷۳ش، ص۳۵۱.
  2. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۸، ص۱۲۲؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۱۱ق، ج۱۴، ص۱۰۴.
  3. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۴۴۸، ۴۵۲؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۵۴۰؛ ابن رسته، الأعلاق النفیسة، ۱۸۹۲م، ص۳۰۷.
  4. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۵۳۹–۵۴۰.
  5. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۹، ص۱۱۱.
  6. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۹، ص۱۱۱؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۸، ص۱۲۲–۱۲۴؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۱۱ق، ج۱۴، ص۱۰۴.
  7. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۸۴-۹۰؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۱۱ق، ج۱۲، ص۹-۱۱.
  8. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۴۴۸؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۵۴۴؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۱۴۱؛ نوبختی، فرق الشیعة، ۱۴۰۴ق، ص۸۷؛ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۴۷، ۱۶۵، ۱۸۰، ۲۰۵.
  9. بسوی، المعرفةوالتاریخ، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۱۹۱؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۵۴۰.
  10. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۸۰-۱۸۳؛ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۵۵-۵۶.
  11. ابن حمزه طوسی، الثاقب فی المناقب، ۱۴۱۹ق، ص۴۸۸–۴۸۹؛ قطب‌الدین راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۶۱-۶۶۲.
  12. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۰۵-۲۰۶.
  13. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۰۵، پاورقی ش۲.
  14. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بیروت، ص۴۵۴؛ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۹؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۲۲۴.
  15. قاضی نعمان، شرح الأخبار، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۳۹-۳۴۰.
  16. ابن رسته، الأعلاق النفیسة، ۱۸۹۲م، ص۳۰۷؛ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۴۵۲–۴۵۳.
  17. ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۱۳.
  18. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۸، ص۱۲۲؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۱۱ق، ج۱۴، ص۱۰۴.
  19. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۹، ص۱۱۱؛ ابن عساکر تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۸، ص۱۲۲؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۱۱ق، ج۱۴، ص۱۰۴.
  20. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۸، ص۱۲۲؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۱۱ق، ج۱۴، ص۱۰۴.

سرچينې

  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تهران، انتشارات جهان، ۱۳۷۸ق.
  • ابن حمزه طوسی، محمد بن علی، الثاقب فی المناقب، تحقیق نبیل رضا علوان، قم، انصاریان، ۱۴۱۹ق.
  • ابن خلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن رسته، احمد بن عمر، الأعلاق النفیسة، بیروت،‌ دار صادر، ۱۸۹۲م.
  • ابن عساکر، غلی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • بسوی، یعقوب بن سفیان، المعرفة و التاریخ، تحقیق اکرم ضیاء العمری، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۰۱ق.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، آل‌البیت، ۱۴۰۹ق.
  • حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت،‌ دار صادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • صفدی، خلیل بن ایبک، الوافی بالوفیات، تحقیق هلموت ریتر، بیروت، دارالنشر، ۱۴۱۱ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • فتال نیشابوری، محمد بن حسن، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، ۱۳۷۵ش.
  • قاضی نعمان، نعمان بن محمد، شرح الأخبار فی فضائل الأئمة الأطهار(ع)، تحقیق محمدحسین حسینی جلالی، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۹ق.
  • قزوینی، زکریا بن محمد، آثار البلاد و اخبار العباد، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۳ش.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن هبة‌الله، الخرائج و الجرائح، تحقیق مؤسسة الإمام المهدی(عج)، قم، مؤسسه امام مهدی(عج)، ۱۴۰۹ق.
  • مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعة، بیروت، دار الاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.