اباعبدالله (کنیه)

د wikishia لخوا

اباعبدالله، د امام حسین(ع) او امام صادق(ع) کنیت. په عربي کلتور کې کنیت د خلکو د درناوي لپاره کارول کیږي. په روایتونو کې، د شیعه امامانو د دوی کنیت سره یادونه شوی. په روایي کتابونو کې، کله چې د «اباعبدالله» کلمه د اصلي نوم ذکر کولو پرته، کارول کیږي، موخه امام صادق(ع) دی.

کنیه په عربي کلتور کې

په عربي کلتور کې، کنیه د هغه شخص د اصلي نوم پرته بل نوم دی چې افرادو ته د درناوی لپاره کارول کیږي.[۱] کنیه زیاتره د «اَبو»، «اَبا» او «اَبی» (د پلار په معنی) او «اُمّ» د (مور په معنی) پیلیږی لکه؛ ابوالحسن، اباالقاسم، ابی‌بکر او ام‌کلثوم.[۲]

د امامانو ګد کنیتونه

په ډیرو حدیثونو کې، د شیعو امامان خپل کنیتونو سره یادیږی.[۳] د ډیرو امامانو کنیتونه، په خپلو کې یو شان دي.[۴] د مثال په توګه؛ د ابو جعفر کنیت، د امام باقر(ع) او امام جواد(ع) ترمنځ ګډ دی. همداسې پنځه امامان د ابوالحسن په کنیت سره یادول کیږي: امام علي(ع)، امام سجاد(ع)، امام کاظم(ع)، امام رضا(ع) او امام هادي(ع).[۵]

کارولي

اباعبدالله، چې په عربي کې د ابوعبدالله او ابي عبدالله په توګه هم کارول کیږي، د امام حسین(ع) او امام صادق(ع) ترمنځ یو ګډ کنیه دی.[۶] د تظلم الزهراء، کتاب له مخې، پیغمبر(ص) امام حسین(ع) ابا عبدالله نومولی و.[۷] د امام صادق(ع) اباعبد الله کنیت کیښودل هم د دوهم ماشوم، عبدالله افطح له سببه و.[۸]

په روایي کتابونوکې، ډیر حدیثونه د امام حسین(ع) څخه ندي روایت شوي.[۹] په مقابل کې د شیعي زیاتره حدیثونه له امام صادق(ع) څخه روایت شوی دی.[۱۰] له همدی امله کله چې د ابا عبدالله کنیت په روایي سرچینو کې یوازې کارول کیږي، او ترڅنګ یې بل قید نه وي ذکر شوی نو مراد ترې امام صادق(ع) دی.[۱۱]

فوټ نوټ

  1. فرهنگ عمید، ذیل واژه «کنیه».
  2. فرهنگ دهخدا، ذیل واژه «کنیت».
  3. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۲.
  4. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۲.
  5. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۲.
  6. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۲.
  7. موسوعة کلمات الامام حسین، ۱۴۱۵ق، ص۳۹.
  8. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۱.
  9. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۲.
  10. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۸۴ش، ص۶۱.
  11. سیفی مازندرانی، مقیاس الرواة، ۱۴۲۲ق، ص۲۷۵؛ تفرشی، نقدالرجال، ۱۴۱۸ق، ج۵، ص۳۱۷.

سرچينې

  • پاکتچی، احمد، «جعفر صادق(ع)، امام»، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • تفرشی، مصطفی، نقدالرجال، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۸ق.
  • سیفی مازندرانی، علی‌اکبر، مقیاس الرواة فی کلیات علم الرجال، موسسة النشر السلامی، قم، ۱۴۲۲ق.
  • شهیدی، سیدجعفر، زندگانی امام صادق جعفر بن محمد(ع)، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • فرهنگ فارسی عمید.
  • لغت‌نامه دهخدا.
  • مدیر شانه‌چی، کاظم، علم الحدیث، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ شانزدهم، ۱۳۸۱ش.
  • معهد تحقیقات باقرالعلوم، موسوعة کلمات الامام حسین، قم، دانش، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق/۱۳۷۴ش.