حدیث
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
حدیث هغه خبره ده چې د اسلام د پېغمبر(ص)او نورو معصومانو (ع) له وینا، عمل او تقریره حکایت کوي. حدیث له قرآنه وروسته په دیني تعلیماتو د پوهېدو لپاره تر ټولو لویه سرچینه ده او له دینه د مسلمانانو په پوهه او د اسلامي علومو لکه فقې، اصولو، کلام او تفسیر په جوړېدو کې یې مهم رول لرلی دی.
په پېل کې د حدیثونو د ضبط او لېږد بهېر شفاهي (خوله په خوله) و. بیا په لیکلي توګه شو. د حدیثونو لیکل د معصومانو د حدیثونو په ساتنه او لېږدونه کې تر ټولو مهم لامل ګڼل شوی دی. د حدیثونو لیکل په یو پړاو کې د لومړیو دوو خلیفه ګانو له خوا د حدیثونو د منعې د سیاست د اجرا په وجه منع و؛ خو سل کاله پس، د اتم اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز په پړاو کې رسما دغه قانون لرې کړی شو او د حدیثونو لیکل دود شول.
البته د شیعه حدیث لیکونکو په وینا شیعیانو د امامانو په سپارښتنه، له هماغه پېله حدیثونه لیکل او ویل کیږي چې لومړی د حدیثونو کتاب چې په اسلام کې لیکل شوی، کتابُ علي یا الجامعه دی. د شیعه حدیث د تدوین په مراسمو کې د حدیثونوضبط (لیکل) تبویب او تنظیمول او بیایې په حدیثي ټولګو کې راغونډول شامل دي.
د امامي شیعه د حدیثونو یا روایي ټولګو تر ټولو مهمه سرچینه دا ده الکافی لیک د کُلینی (وفات: ۳۲۹ق)، مَن لایَحضُرُه الفقیه لیک د شیخ صدوق (۳۰۵ـ۳۸۱ق)، او تهذیبالاحکام و اِستِبصار لیک د شیخ طوسی (۳۸۵ـ۴۶۰ق). دغه کتابونه په کتب اربعه یا څلورګونو کتابونو مشهور دي الوافی، لیک د فیض کاشانی (۱۰۰۷ـ۱۰۹۱ق)، بحارالانوار لیک د علامه مجلسی (۱۰۳۷ـ۱۱۱۰ق) او وسایلالشیعه لیک د حُرِّ عامِلی (۱۰۳۳ـ۱۱۰۴ق) هم د شیعه حدیثونو نورې ټولګې دي چې په وروستیو پېړیو کې لیکل شوې دي.
اهل سنتو د دوهمې قمري پېړۍ له نیمایي د پېغمبر د حدیثونو په راټولولو پېل وکړ. هغوي په دریمه قمري پېړۍ کې، صِحاح سته (شپږ ګوني صحاح) ولیکل چې د اهل سنتو د حدیثو تر ټولو مشهور کتابونه دي: صحیح بخاری (۱۹۴ـ۲۵۶ق)، صحیح مسلم (۲۰۴ـ۲۶۱ق)، جامع تِرمِذی. سُنَن ابوداوود، سنن نسائی و سنن اِبنماجه.
حدیث مختلف قسمونه لري چې پکې واحد خبر او متواتر حدیث شامل دي. واحد خبر په خپله بیا قسمونه لري لکه صحیح، حَسَن، مُوَثَّق او ضعیف. مسلمان عالمان هر حدیث نه مني.هغوي هغه متواتر حدیث او واحد خبر چې له قرائنو سره یو ځای د علم پېدا کېدو سبب شي حجت ګڼي. د هغه واحد خبر په اړه چې د علم سبب نه شي د نظر اختلاف لري. اکثره شیعه سني فقیهان دغه شان واحد خبر که له یو ثقه کس روایت شوی وي قبلوي. د حدیثونو د اعتبار د اندازې معلومولو او ډل بندۍ او د پوهې د طریقو لپاره ځینې علمونه جوړ شوي چې یو شمېر یې دا دي: رجال، درایةالحدیث او فقهالحدیث.
حدیثونو په ادبیاتو او هنر هم اثر شیندلی دی. ویل کیږي چې د شاعرانو په شعرونو کې ډېر حدیثونه کارول شوي او په ځینو هنرونو لکه انځور ګرۍ او خطاطۍ کې ترې استفاده شوې ده.
د حدیث تعریف
حدیث هغه خبرې ته ویل کیږي چې د معصوم له وینا، کړنې یا تقریره [یادداشت۱] حکایت کوي؛[۱] لکه هغه روایتونه چې له پېغمبر (ص) او همداراز د شیعیانو په باور له امامانو راغلي دي.[۲] د مسلمانو عالمانو په لیکنه، حدیث ته «خبر»،[۳] «روایت»[۴] او «اثر»[۵] هم ویل کیږي.
د مسلمانانو په نزد د حدیث اهمیت
د عبدالهادي فضلي (۱۳۱۴-۱۳۹۲لمریز)، په لیکنه، له قرآنه وروسته حدیث د شریعت د لاسته راوړلو لپاره د مسلمانانو دوهمه تر ټولو لویه سرچینه ده. پر دې سربېره، د اندازې له نظره حدیثونه تر قرآنه زیات پراخ دي او ډېر زیات دیني تعلیمات په لمن کې رانغاړي. له دې امله د حدیثو د علم زده کړه د اجتهاد او د شرعي احکامو د استنباط لپاره سریزه او بنیاد دی.[۶]
حدیث څېړونکی کاظم مدیر شانهچی ( وفات: ۱۳۸۱ل)، د علم الحدیث کتاب په سریزه کې لیکلي چې ټول علوم چې په اسلام کې پېدا شول په حدیثو ولاړ وو او له حدیثو پرته کمال ته نه رسېدل. د تفسیر په علم کې په پېل کې یوازې روایتونه شاملېدل. فقه او اصول همېشه له حدیثو سره یو ځای وو او د کلام او له یو بل سره د اسلامي فرقو په مناظرو کې د پېغمبر (ص) حدیثونه ټاکونکي وو او د یوې لیدتوګې سم او ناسم والی به یې په ګوته کاوه. تاریخ او سیرت هم همدغه روایتونو وو چې د سند په سلسلې سره نقلېدل. په ادبیاتو کې هم د پېغمبر خبرې د شاهد او ګواه په توګه راوړل کېدې.[۷]
د حدیث لیکل
اصلي مقاله: د حدیث لیکل
د حدیث څېړاندو په وینا د حدیثونو ضبط او لېږد په اوله کې شفاهي (خوله په خوله) و او بیا په لیکلي بڼه شو.[۸] هغوي د اسلام د پېغمبر (ص) او اهل بیتو (ع)د روایتونو لیکل د اسلامي روایتونو د ساتنې مهم لامل ګڼي.[۹] اهل سنت حدیث لیکونکي نور الدین عِتر لیکلي دي چې د حدیثونو کتابت د حدیث د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته یې د لېږدونې تر ټولو لویه وسیله وه.[۱۰]
د روایتونو له مخې، شیعه امامانو (ع) د حدیثونو د لیکلو سپارښتنه کړې ده.[۱۱] د اعیان شیعه کتاب د لیکوال سید محسن امین په لیکنه، شیعیانو د امام علي (ع) له زمانې د امام عسکري (ع) تر زمانې پورې ۶۶۰۰ د حدیثونو کتابونه تالیف کړل.[۱۲]
شهید ثاني په دې وجه چې د هغه په زمانه کې دیني کتابونه په کافي اندازه نه وو د حدیثونو لیکل عیني واجب ګڼل.[۱۳]
د حدیثونو د لیکلو منع
اصلي مقاله: د حدیث منع
د حدیثونو د لیکلو منع د پېغمبر د حدیثونو د لیکلو او نقلولو مخنیوي ته ویل کیږي. دغه کار د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته او د ابوبکر او عمر بن خطاب د خلافت له وخته پېل شو[۱۴] او تر سلو کالو روان و تر دې چې اتم اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز د مدینې حاکم ابو بکر بن حزم ته په یو لیک کې، له هغه وغوښتل چې د پېغمبر حدیثونه ولیکي؛ ځکه د دې وېره شته چې علم او اهل علم بیخي ختم شي.[۱۵]
اهل سنت عالمان وایي لومړي او دوهم خلیفه په دې دلیلونو د حدیثونو لیکل منع کړې دي: له قرآن سره د حدیث د ورګډېدو احتمال،[۱۶] د مسلمانانو د اختلاف مخنیوی[۱۷] او له قرآنه پرته په نورو څیزونو د خلکو بوختېدل.[۱۸]
خو د سید علي شهرستاني په وینا اکثره شیعه عالمان په دې باور دي چې د حدیثو د منعې علت د امام علي (ع) او د هغه د بچیانو او د هغوي د امامت په اړه د پېغمبر د خبرو د خپرېدو مخنیوی و.[۱۹] د شیعیانو په باور، د حدیث د کتابت منع کول د حدیثونو د جعل [۲۰] د حدیثو د لومړیو متونو د نابودۍ،[۲۱] د مختلفو مذهبونو د پېدا کېدو [۲۲] او د پېغمبر د سنتو د بدلون سبب شوې دي.
د حدیثونو د تدوین تاریخ
د مجید معارف په وینا، د حدیثو د عمومي تاریخ په کتابونو کې د شیعه حدیثونو ډېرې ټیټې هسکې تېرې کړې دي. هغه دا بدلونونه په دوو پړاونو، متقدمانو او متاخرانو تقسیم کړې دي: د متقدمانو په دوره کې پینځه لومړۍ قمري پېړۍ شاملیږي. په دې پړاو کې شیعه امامانو حدیثونه صادر کړل او اصحابو یې ولیکل او راتلونکو عالمانو ډلبندي کړل تر دې چې «لومړي درې ګوني محدثان» یعنې کُلینی (وفات ۳۲۹ق)، شیخ صدوق (۳۰۵-۳۸۱ق) او شیخ طوسی (۳۸۵-۴۶۰ق) هغه په کتب اربعه کې ځای کړل.[۲۴]
د متاخرانو پړاو د شپږمې پېړۍ له لومړیو څخه تر اوسمهاله پورې دی او په دې کې د شیعه د حدیثو «تکمیلي مجامع» جوړ شول. د متاخرانو پړاو په حقیقت کې د متقدمانو د اثارو ډل بندي، بشپړونه او شننه ده.[۲۵]
د متقدمانو پړاو
د متقدمانو پړاو بیا په خپله په څلورو پړاوونو وېشل کیږي.
۱. له امام علي تر امام سجاد پورې پړاو (لومړۍ پېړۍ)
په دې پړاو کې د حدیثونو د منعې د سیاست او په شیعیانو د سیاسي فشار او د امامانو د تقیې د سیاست په وجه، په حدیثونو کې داسې خاص کار ونه شو.[۲۶] سره له دې په دې پړاو کې ځینې کتابونه ولیکل شول چې یو پکې کتابُ علي دی.[۲۷] دا کتاب د شیعه لومړی حدیثي کتاب ګڼل کیږي.[۲۸] نهج البلاغه چې په هغه وخت کې د «خُطَبُ امیرِالمؤمنین» یا «خُطَبُ علی» په نوم کتابونو په شکل کې د شیعیانو په لاس کې وه[۲۹] او صحیفه سجادیه د دغه دورې بل حدیثي کتاب دی.[۳۰]
۲. د امام باقر او امام صادق پړاو (دوهمه پېړۍ)
دغه پړاو د شیعه د حدیثو په جوړېدو کې مهم رول لري او پکې ډېر ارزښتمن حدیثي اثار تدوین شوې دي.[۳۱] دغه زمانه د علومو د تدوین او د حدیثو د لیکلو د ممنوعیت د ختمېدو وخت و. امام باقر (ع) او امام صادق (ع) له دغه موقعې په استفادې سره د عمومي غونډو په جوړولو، په کور کې په تدریس، په لیدو کتو او مناظرو او د فقې او حدیثو د تدریس په ځانګړو ټولګیو سره د شیعه د فقې او حدیث په جوړېدو ډېره اغېزه وشیندله.[۳۲] د دغه پړاو یوه ډېره مهمه بریا د حدیثو د څلورو سوو اصولو تدوین دی چې په اصول اَربَعَمِائَه مشهور دي[۳۳] اصل د حدیثو هغه کتاب ته ویل کیږي چې لیکوال یې حدیثونه نېغ په نېغه یا په یوې واسطې سره له معصومه اورېدلې او لیکلي وو.[۳۴]
۳. د امام کاظم څخه د غیبت صغرا تر آخره پورې زمانه
په دغه پړاو کې خلیفه ګانو امامان محدودول او په شیعیانو یې فشارونه راوړل.[۳۵] له دې امله د تېر پړاو په پرتله کم حدیثونه له امامانو صادر شول.[۳۶] په دې پړاو کې د حدیثي کتابونو تنظیم ته توجه وشوه او محدثانو له تېر وخته پاتې اصول او روایات د فقهي موضوعاتو په اساس باب بندي کړل او لا مفصل کتابونه یې تدوین کړل.[۳۷]
۴. د حدیثي جوامعو د پېدا کېدو زمانه
په دغه پړاو کې په علمي مرکزونو کې د حدیث د تدریس د فعالوالي په وجه، دا ضرورت پېدا شو چې د حدیث په برخه کې لا جامع کتابونه ولیکل شي. دا خبره د حدیثي جوامعو (ټولګو) د جوړېدو سبب شوه چې ځینو یې ټول دیني موضوعات منجمله فقه او عقاید په لمن کې رانغاړل، لکه د کلیني لیکلی الکافي او په ځینو کې په تخصصي توګه فقه یا عقاید شامل وو؛ لکه د شیخ صدوق توحید، عیون اخبار الرضا او کمال الدین کتابونه او د شیخ طوسي امالي.[۳۸] د شیعه د حدیثو کتب اربعه کتابونه په دغه وخت کې تالیف شول.[۳۹] دا کتابونه چې د شیعه تر ټولو مهم روایي جوامع دي په دې ډول دي: الکافی لیک د کُلینی (وفات: ۳۲۹ق)، مَن لایَحضُرُه الفقیه لیک د شیخ صدوق (۳۰۵ـ۳۸۱ق)، او تهذیبالاحکام او اِستِبصار لیک د شیخ طوسي (۳۸۵ـ۴۶۰ق).[۴۰]
د متاخرانو پړاو
د دغه پړاو پېل یعنې له شپږمې پېړۍ تر یوولسمې قمري پېړۍ کې د حدیثي کتابونو تالیف له تمتیا سره مخ شو؛ خو له یوولسمې پېړۍ د فیض کاشانی (۱۰۰۷ـ۱۰۹۱ق)، علامه مجلسی (۱۰۳۷ـ۱۱۱۰ق) او حرِّ عامِلی (۱۰۳۳ـ۱۱۰۴ق) په راتګ سره د حدیثي کتابونو تدوین بیا تود شو. په دغه پړاو کې تر ټولو لوی حدیثي جوامع دا دي:
الوافی لیک د فیض کاشانی، بحارالانوار لیک د علامه مجلسی او وسایلالشیعه لیک د حرِّ عامِلی.[۴۱] په اوسني پړاو کې یعنې په اخرو سلو کلونو کې هم ځینو عالمانو د صحیح روایتونو په راغونډولو، ډلبندي کولو او غوره کولو لاس پورې کړ. د دې دورې تر ټولو مهم کتابونه دا دي: مُستَدرَکُالوَسايل، سَفینةُالبحار، جامعُ اَحادیثِ الشَّیعه، آثارُالصّادقین، میزانُالحکمه و اَلْحیاة.[۴۲]
په اهل سنتو کې د حدیثو د تدوین تاریخ
عبدالهادي فضلي د اهل سنتو د حدیثو تاریخ په درېو پړاوونو وېشلی دی:
- د حدیثونو د راغونډولو پړاو: د دوهمې قمري پېړۍ له نیمایي پېل شو. په دې پړاو کې اهل سنتو مشرانو د روایتونو راغونډولو ته مخه کړه او هغه یې د صحابه او تابعینو له فتواګانو سره یو ځای په ځینې کتابونو کې راغونډ کړل. د مالک بن انَس لیکلی الموطا کتاب په دغه پړاو کې ولیکل شو.[۴۳]
- د مُسندونو پړاو: مسندونه هغه کتابونه دي چې پکې یوازې د پېغمبر (ص) حدیثونه راغلې دي.[۴۴] د دوهمې پېړۍ له وروستیو، ځینې اهل سنت امامان د مسند په لیکلو لګیا شول. مسند احمد بن حنبل د دغه پړاو له کتابونو څخه دی.[۴۵]
- د «صحیحونو» پړاو: صحیح هغه کتاب ته ویل کیږي چې لیکوال پکې یوازې هغه حدیثونه راوړې وي چې پېغمبر ته یې انتساب د هغه په نظر صحیح وي.[۴۶] لومړی کس چې په دې اړه یې کتاب ولیکه محمد بن اسماعیل بخاری (۱۹۴-۲۵۶ق) و. صحیح بخاري او صحیح مسلم د دغه پړاو له حدیثي کتابونو دي.[۴۷]
د حدثیونو وېش او حجیت یې
همداراز ووینئ: واحد خبر او متواتر حدیث
حدیثونه د هغو د حجیت یا اعتبار د جاج لپاره په مختلفو قسمونو وېشل کیږي. په یو ډول وېش کې هغه په دوو ډولونو، خبر واحد او خبر متواتر تقسیموي: خبر واحد هغه حدیث ته ویل کیږي چې د راویانو شمېر یې دومره نه وي چې له معصومه په صادرېدو یې یقین پېدا شي.[۴۸] واحد خبر د متواتر خبر په مقابل کې دی. متواتر هغه حدیث ته وایي چې د راویانو شمېر یې دومره دی چې یقین پېدا کوو دغه حدیث له معصومه نقل شوی دی.[۴۹]
واحد خبر بیا په خپله ځینې قسمونه او ډل بندۍ لري.[۵۰] په یوه دسته بندۍ کې د راویانو ځانګړتیاوو ته په پام سره، هغه په څلورو اصلي قسمونو وېشل شوی:صحیح، حَسَن، مُوَثَّق او ضعیف.[۵۱] په بله دسته بندۍ کې، یقیني والي یا ظني والي ته په پام سره واحد خبر په دوو قسمونو وېشل شوی دی: هغه خبره چې له ځان سره ځینې قرینې او نښې لري چې انسان یې له معصومه په صادرېدو یقین پېدا کوي او هغه خبر چې داسې نه دی.[۵۲] له هغو قرائنو چې د ځینو شیعه عالمانو په باور د واحد خبر د یقیني والي سبب کیږي ځینې یې دا دي: له عقل سره سمون والی، له قرآن سره مطابقت، د مسلمانانو یا شیعیانو له اجماع سره مطابقت.[۵۳]
متواتر خبر هم په دوو قسمونو لفظي او معنوي وېشل کیږي. لفظي متواتر هغه دی چې یو مضمون او مطلب په یو شان روایتونو سره روایت شوی وي؛ لکه د «مَن کُنتُ مولاه فهذا علی مولاه». حدیث. معنوي متواتر هغه حدیث دی چې مضمون او مفهوم یې مشترک وي خو په مختلفو الفاظو سره نقل شوی وي: [۵۴] لکه د امام مهدي (عج) په ظهور پورې اړوند حدیثونه چې الفاظ یې مختلف دي او د تواتر حد ته نه رسیږي؛ خو د مهدي د ظهور په اړه مشترک مضمون یې متواتر دی.[۵۵]
کوم حدیثونه معتبر دي؟
د حدیث د حجیت او اعتبار بحث هغه مساله ده چې د اصول فقه د علم په حوزه کې پرې بحث کیږي.[۵۶] د عبدالهادي فضلي په وینا، اصولیان د متواتر حدیث د حجیت په اړه له دې امله چې یقین راوړونکی دی، د نظر اتفاق لري.[۵۷] اصولیان همداراز د واحد خبر حجیت چې له علم راوړونکو قرائنو سره یو ځاي وي، مني او پکې شک نه کوي.[۵۸] خو د هغه واحد خبر په اړه چې له علم راوړونکو قرائنو سره یو ځای نه وي ډېر د نظر اختلاف لري.[۵۹]
یو شمېر متقدمو شیعه فقیهانو منجمله سید مرتضی او ابن ادریس دغه شان حدیث حجت نه ګاڼه.[۶۰] خو د شیخ انصاري په وینا تقریبا اتفاق ته نزدې شیعه فقیهان واحد خبر په کلي ډول حجت ګڼي؛[۶۱] خو د هغه د منلو لپاره ځینې معیارونه مطرحوي او په دې معیارونو کې د نظر اختلاف لري.[۶۲]
ځینو اخباریانو ته نسبت ورکوي چې ټول واحد خبرونه چې د شیعه د حدیثو په معتبرو کتابونو کې راغلي معتبر ګڼي.[۶۳] ځینې کسانو پر دغه شرط سربېره له مشهور سره د حدیث د نه مخالفت معیار هم مطرح کړی دی.[۶۴] ځینې نور بیا وایي چې هغه حدیث منو چې راویان یې عادل وي.[۶۵] د عبدالهادي فضلي په راپور د اکثره شیعه عالمانو نظر دا دی چې هغه واحد خبر حجیت لري چې د راویانو سلسله یې ثقه وي.[۶۶]
د اهل سنتو نظر
د سني فقیه شوکاني(وفات ۱۲۵۰ق) په راپور، اهل سنت عالمان هم د متواتر خبر په حجیت کې اختلاف نه لري او هغه علم راوړونکی ګڼي؛[۶۷] خو د صحیح واحد خبر[۶۸] په حجیت کې اختلاف لري. زیاتره یې منجمله احمد بن حنبل [۶۹] په دې نظر دي چې معتبر دی.[۷۰] ځینې نور لکه نظّام وایي چې اعتبار نه لري، مګر دا چې له حدیثه بهر یوه قرینه د دې سبب شي چې د هغه په صدق یقین پېدا کړو.[۷۱]
اِسناد
اصلي مقاله: اسناد
له اسناده مطلب دا دی چې تر معصومه پورې د حدیث د راویانو ټوله لړۍ ذکر شي؛ په بله ژبه د حدیث سند بیان شي.[۷۲] د حدیث اسناد یا یې د سند ذکرول، له دې امله اهمیت لري چې د حدیث د اعتبار پېژندلو یوه وسیله ده.[۷۳] ویل کیږي چې له همدې امله، شیعه امامانو او اهل سنتو عالمانو همېشه د حدیثونود سند د لیکلو سپارښتنه کړې ده.[۷۴]
د حدیث جعل
اصلي مقاله: د حدیث جعل
د حدیث جعل په دې معنا دی چې یو حدیث جوړ کړو او هغه پېغمبر(ص) یا معصوم امام پورې وتړو.[۷۵] هغه حدیث چې په دې شکل جوړ شي ورته «موضوع حدیث» هم ویل کیږي.[۷۶] ویل کیږي چې د حدیث جعل زیاتره په اعتقادي، اخلاقي، تاریخي، طبي، فضایلو او دعاګانو په برخو کې شوی دی.[۷۷]
د حدیث جعل مختلفې طریقې لري: کله کله یو حدیث په پوره توګه جوړیږي، کله د پېغمبر یا امام په حدیث یو څه الفاظ ورزیاتیږي او کله د حدیث الفاظ بدلولی شي.[۷۸]
د حدیث د جعل یوه بېلګه د پېغمبر په دې حدیث کې د عباسي خلیفه منصور دوانیقي لاسوهنه ده چې وایي: «خدای به زما له اهل بیتو یو کس راپاڅوي چې نوم یې زما نوم دی» [۷۹] منصور دوانیقي د په دې حدیث پورې دا ټکی ورزیات کړی « او د پلار نوم یې زما د پلار نوم دی» چې خپل زوی محمد د حدیث مصداق معرفي کړي؛ ځکه چې د منصور نوم د پېغمبر (ص) د پلار نوم، عبدالله و.[۸۰]
د ځینو په باور د حدیث د جعلولو مخینه د پېغمبر اکرم د ژوند زمانې ته ورګرځي.[۸۱] ځینې کسان بیا په دې باور دي چې د حدیث جعل د خلفای راشدین له پړاو وروسته یعنې د امام علي (ع) له شهادته وروسته پېل شوی دی. په دې پړاو کې مختلفې فرقې جوړې شوې چې د ځان د تایید لپاره به یې حدیثونه جعلول.[۸۲]
ویل کیږي چې د معاویه په زمانه کې د حدیثونو جعل پراخ شو.[۸۳] په اومې پېړۍ کې د نهج البلاغې شارح ابن ابی الحدید لیکلي چې معاویه به د هغو راویانو چې د عثمان او نورو اصحابو په فضیلت او د امام علي (ع) په بد ویلو کې به یې حدیثونه جعلول ملاتړ کاوه.[۸۴]
کتابونه او مهم حدیثي جوامع
اصلي مقاله: حدیثي جامع
- مهم حدیثي کتابونه
- شیعه
- الکافی • من لایحضره الفقیه • تهذیب الاحکام • الاستبصار فی ما اختلف من الاخبار
- اهلسنت
- صحیح بخاری • صحیح مسلم • سنن ابی داوود • سنن ابن ماجه • سنن ترمذی • سنن نسائی
حدیثي جوامع، په یو تعریف کې د حدیث هغو کتابونو ته ویل کیږي چې ټول دیني موضوعات لکه عقاید، احکام، سیرت او تفسیر ولري.[۸۵] په یو بل تعریف کې، هغو کتابونو ته ویل کیږي چې په یوې خاصې موضوع کې ټول یا زیاتره مسایل پکې شامل وي.[۸۶]
د شیعه تر ټولو مهم روایي جوامع دا دي: الکافی لیک د کلینی، مَن لایَحضُره الفقیه لیک د شیخ صدوق، تهذیبالاحکام او اِستِبصار لیک د شیخ طوسی.[۸۷] دوي ته کتب اربعه یا اصول اربعه وایي.[۸۸] د شیعه نور مشهور حدیثي جوامع په دې ډول دي: الوافی لیک د فیض کاشانی، بحارالانوار تألیف د علامه مجلسی، وسایلالشیعه لیک د حُرِّ عامِلی،[۸۹] مُستَدرَکُالوسایل لیک د میرزاحسین نوری، میزانالحکمه تألیف د محمد ریشهری او ملګرو یې، جامعُ احادیثِ الشیعه لیک د لیکوالانو د یوې ډلې، الحیاة لیک د محمدرضا حکیمی او آثارالصّادقین تألیف د صادق احسانبخش.[۹۰]
د اهل سنتو تر ټولو معتبر او مشهور جوامع هم دا اته کتابونه دي : مُوَطَّأ مالک، مُسنَد احمد بن حنبل، صحیح بخاری، صحیح مسلم، جامع تِرمِذی. سُنَن ابوداوود، سنن نسائی و سنن اِبنماجه.[۹۱] وروستي شپږ کتابونه په صحاح سته (شپږګوني صحیحونه) مشهور دي. ۹۲]
د حدیثو علوم
ویل کیږي چې له هماغه لومړیو اسلامي پېړیو، د حدیثو په باره کې مختلف علمونه پېدا شول چې پکې یې حدیثونه له مختلفو اړخونو لکه د متن او سند له اړخه جاجول.[۹۳] ځینې علوم یې په دې ډول دي:
- رجال: راویان معرفي کوي او د هغوي هغه صفتونه جاجوي چې د هغوي د روایت په منلو یا نه منلو کې رول لري لکه ایمان او عدالت [۹۴]
- دِرایةالحدیث یا مُصطَلَحُالحدیث: د حدیثونو د قسمونو، د حدیث د متن او سند په باره کې د حدیثي اصطلاحاتو، د حدیث د تحمل (اورېدلو او اخستلو) د شرایطو او لارو چارو او د حدیث د نقل د ادابو په اړه دی.[۹۵]
- مختلف الحدیث: متعارض حدیثونه او د هغو د تعارض د لارو د ختمولو جاج اخلي.[۹۶]
- ناسخ و منسوخ: د هغو متعارضو حدیثونو په اړه دی چې د تعارض د حل لپاره یې کومه لاره نه ده پېدا شوې. په دې بڼه کې هغه حدیث چې مخکې صادر شوی هغه ته منسوخ او متاخر حدیث ته ناسخ وایي.[۹۷]
- فقه الحدیث: د روایتونو په متونو د پوهېدو د اصولو او ضوابطو بحث کوی.[۹۸]
په هنر او ادبیاتو د حدیث اثرات
د کاظم مدیر شانه چي په وینا حدیثونو په فارسي ادبیاتو هم اثر شیندلی او هغه یې لا بډایه او پراخه کړي دي. ډېر کم فارسه ګویه شاعر پېدا کیږي چې په شعرونو کې یې حدیث نه وي کارولی. هغه ادبي نکتې چې پکې یو حدیث ته اشاره شوې د فارسۍ په ادبیاتو کې ډېر ښه اثار ګڼل کیږي او ډېر تعلیمي او اخلاقي اهمیت لري.[۹۹] د ناصرخسرو، سنایی، عطار نیشابوری، خاقانی، نظامی، مولوی او سعدی په شان شاعرانو په شعر کې د حدیثو ورګډېدل دومره زیات دي چې که په حدیث پوه نه وو په دغو شعرونو پوهېدل ممکن نه دي.[۱۰۰]
د مثال په توګه سنایي په دغه شعر کې دوو حدیثونو انا مدینة العلم او ثقلین ته اشاره کړې ده:
چون همی دانی که شهر علم را حیدر دَرَست خوب نبود جز که حیدر میر و مهتر داشتن... جز کتابالله و عترت ز احمد مرسل نماند یادگاری کان توان تا روز محشر داشتن[۱۰۱]
مولوي هم دا ډول د «مَن کُنتُ مَولاهُ فهذا علیٌ مَولاه»، حدیث په خپل شعر کې راوړی دی:
زین سبب پیغامبر با اجتهاد نام خود وانِ علی مولا نهاد گفت هر کو را منم مولا و دوست ابنعمّ مَن علی مولای اوست[۱۰۲]
سعدي هم لا فَتیٰ اِلّا علی (بې له علي بل ځوانمرد نیشته) حدیث ته په اشارې سره دا شعر ویلی دی:
کس را چه زور و زَهره که وصف علی کند جبّار در مناقب او گفته هَلْ اَتیٰ زورآزمای قلعه خیبر که بند او در یکدگر شکست به بازوی لافَتیٰ[۱۰۳]
هنري آثار
له حدیثونو په هنري اثارو کې هم استفاده شوې ده. د مثال په توګه حسن روح الامین په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د لا فتی الا علي حدیث په محتوا یوه تابلو انځور کړې ده.[۱۰۴] همداراز جارج جرداق وایي:«زه په مسیحي کورنۍ کې لوی شوی یم. پلار مې سنګتراش و. د کور په دروازه یې یو کاڼی لګولی و چې پرې دا جمله لیکل شوې وه:«لا فَتیٰ اَلّا علی لا سَیفَ اِلّا ذوالفَقار».[۱۰۵]
خطاط غلامحسین امیرخانی، هم د انا مدینةُ العلم حدیث په نستعلیق خط سره لیکلی دی.[۱۰۶]
فوټ نوټ
سرچينې
بهرنې لینکونه
- دایرةالمعارف بزرگ اسلامی
- مرکز تعلیمات اسلامی واشنگتن؛ آشنایی با علوم حدیث
- مقاله حدیث در دانشنامه جهان اسلام
- مقاله حدیث و تفسیر در دانشنامه جهان اسلام
- مقاله حدیث و فلسفه در دانشنامه جهان اسلام
- مقاله حدیث و ادبیات در دانشنامه جهان اسلام
- مقاله پژوهشهای حدیثی مسلمانان در دانشنامه جهان اسلام
- مقاله حدیثپژوهی در غرب دانشنامه جهان اسلام