ابرهه

د wikishia لخوا

اَبْرَهه یا ابرهه اَشرَم د یمن پاچا او د اصحاب فیلو قوماندان و چې د کعبې د ړنګولو لپاره یې مکې ته لښکر راوست، خو د ابابیل او سجیل په وسیله یې ماتې وخوړه. ابرهه وروسته په یمن کې د هغه زخم له امله مړ شو چې هغه په ​​دې پیښه کې خوړلی و.

اَبْرَهه د عیسائیت له پیروانو او د یمن واکمن و. د کعبې د ړنګولو لپاره د هغه موخه د هغه پیښې په مقابله کې غبرګون ښودل وو چې یو یمني د هغه کلیسا سپکاوې کول وو چې هغه مکې ته یې د هغوي د تګ د مخ نیوي لپاره جوړه کړې وه. د عیسائیت د نفوذ پراخول او د روم او حبشې د ګټو خوندي کول هم پر مکې د ده د برید له اهدافو څخه دي.

معرفی

ابرهه د حبشې اوسیدونکی و.[۱] هغه په ​​شپږمه هجري پېړۍ کې د اسلام د پېغمبر(ص) د زېږېدو په شاوخوا کې ژوند کاوه.[۲] ابرهه یمنیانو ته ماتی ورکړې وه او د هغه ځای باچا شوی و.[۳]

ابرهه ته د هغه زخم له سببه چې په جنګ کې یې په مخ شوی و، اشرم وویل شول (یعنی هغه کس چې شونډه او پوزه یې پرې وي)[۴] خو بیا هم په دلایل النبوة کتاب کې د هغه نامه «ابرهه بن اشرم» لیکلی شوې ده.[۵] ویل کیږي چې اشرم د هغه د پلار نامه نه وه.[۶] لکه څه رنګ چې په معجم البلدان کې د هغه د پلار نامه صباح لیکل شوې ده.[۷]

همدارنګ ابرهه ته ابویكسوم‌،[۸] صاحب الفیل[۹] او ابرهه حبشي[۱] هم ویل کیږي.

په مکې باندې لښکر راوستل

اصلي مقاله: اصحاب فیل

د اصحاب فیل نقاشي د اسفندیار احمدیه اثر

ابرهه د کعبې د ویجاړولو لپاره یو داسې لښکر سره د مکې په لور روان و چې په سر کې یې هاتیان وو.[۱۰] د دې لپاره چې کعبه ورانه کړي.[۱۱] د قرآن کریم د آیتونو له مخې، مرغان په اسمان کې راښکاره شول او په تیږو یې وویشتل.[۱۲] د ابرهه لښکر له متې خوړلو وروسته يمن ستون شو.[۱۳] په دې پېښه کې ابرهه هم ټپي شو او يمن ته له رسیدلو وروسته هلته مړ شو.[۱۴]

په فیل سوره کې د اصحاب فیل کیسه او د ابابیل او سجیل په وسیله د هغوي د نابودۍ پیښه راغلې ده.[۱۵]

د کعبې له ورانولو د هغه موخه

ابرهه د عیسائیت په دین و.[۱۶] هغه د یمني عربانو مکې ته د تګ د مخنیوي لپاره په ​​صنعا کې یوه کلیسا جوړه کړه او هغه یې په سرو زرو او ملغلرو سینګار کړه. او هغوي یې دې ته اړ کړل چې د دې زیارت دې وکړي،[۱۷] د دې کلیسا نامه «قلیس» وه،[۱۸] او مکې ته د عربانو له تګ څخه د مخنيوي په موخه جوړه شوې وه،[۱۹] خو د يمن يو تن د دې کليسا بې احترامي وکړه، نو ابرهه د کعبې د ورانولو قسم وکړ.[۲۰] خو په لويديځ او جنوبي عربستان کې د عيسائيت د نفوذ پراخوالې او همدارنګه د روم او حبشې د سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کول په مکه باندې د هغه د برید له اهدافو څخه ګڼل شوي دي.[۲۱]

په یمن حکومت

ابرهه د هغو دوو لښکرونو د یو لښکر قوماندان و چې د حبشې حاکم یمن ته د هغه د نیولو لپاره استولی و.[۲۲] د بل لښکر قوماندان یې اریاط نومې یو کس و.[۲۲] د ځینې نقلونو پر اساس یمن ته یواځې یو لښکر راغی چې فوماندان یې اریاط و او ابرهه د اریاط له لښکرو څخه وو.[۲۳]

له دې وروسته چې یمن د حبشې د لښکریانو په لاس فتح شو.[۲۴] د اریاط او ابرهه تر مینځ جنګ وشو.[۲۴] ابرهه، اریاط ته ماتې ورکړه او د یمن باچا شو.[۲۵]

د مسعودي د راپور له مخې د ارياط وژل د حبش پاچا په غوسه کړ او پرېکړه يې وکړه چې له لښکر سره حمله وکړي او ابرهه له منځه يوسي[۲۶] خو ابرهه د حبشې پاچا ته د يو ليک ترڅنګ ډالۍ هم ولېږلې چې په کې د بخښنې د غوښتلو تر څنګ يې د حبش پاچا ته خپله وفاداري او اطاعت اعلان کړ[۲۷] د حبشې پاچا هم ورته بخښنه وکړه.[۲۸]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ مقریزی، إمتاع‏ الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۶۸.
  2. برگ‌نیسی، «ابرهه»، ج۲، ص۵۶۳.
  3. مقدسی، البدء و التاریخ، بورسعید، ج۳، ص۱۸۵.
  4. طبری، تاریخ ‏الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۱۲۹.
  5. بیهقی، دلائل ‏النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۱۷.
  6. برگ‌نیسی، «ابرهه»، ج۲، ص۵۶۳.
  7. یاقوت حموی، معجم ‏البلدان، ۱۹۹۵م، ج۳، ص۵۳.
  8. ذهبی، تاریخ ‏الإسلام، ۱۴۰۹ق،‌ ج۱، ص۱۶۴.
  9. سمعانی‏، الأنساب، ۱۳۸۲ق، ج۵، ص۲۰۰.
  10. بلاذری، أنساب ‏الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۶۷.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۷، ص۳۳۵.
  12. وګورئ: فیل سوره.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۷، ص۳۳۵.
  14. ابن‌قتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۶۳۸.
  15. سوره فیل، آیه ۱-۵.
  16. جوادعلی، المفصل فى تاریخ العرب قبل الإسلام،‌ ج۶، ص۱۸۴.
  17. بلاذری، أنساب ‏الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۶۷.
  18. ابن‌الكلبى‏، الأصنام، ۱۳۶۴ش، ص۴۶-۴۷.
  19. ابن‌کثیر دمشقی‏، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۷۰.
  20. بلاذری، أنساب ‏الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۶۷.
  21. برگ‌نیسی، «ابرهه»، ج۲، ص۵۶۹.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ابن‌کثیر دمشقی‏، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۰۶.
  23. طبری، تاریخ ‏الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۱۲۵.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ یعقوبی، تاریخ ‏الیعقوبى، بیروت، ج۱، ص۲۰۰.
  25. ابن‌هشام، السیرة النبویة، بیروت، ج۱، ص۴۱.
  26. مسعودی، مروج ‏الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۲.
  27. مقدسی، البدء و التاریخ، بورسعید، ج۳، ص۱۸۵.
  28. ابن‌هشام، السیرة النبویة، بیروت، ج۱، ص۴۲.

سرچينې

  • ابن‌كلبى‏، هشام بن محمد، الأصنام‏، تهران، نشر نو، ۱۳۶۴ش.
  • ابن‌قتیبة، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عكاشة، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للكتاب، ۱۹۹۲م.
  • ابن‌کثیر دمشقی‏، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا، ابراهیم الأبیاری، عبدالحفیظ شلبی، دارالمعرفة، بیروت، چاپ اول، بی‌تا.
  • برگ‌نیسی، «ابرهه»، دایره المعارف بزرگ اسلامی، ج۲، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار، ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة و معرفة أحوال صاحب الشریعة، تحقیق عبدالمعطی قلعجی، دارالکتب العلمیة، بیروت، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • جوادعلی، المفصل فى تاریخ العرب قبل الإسلام،‌ بی‌جا، دارالساقی، ۲۰۰۱م.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • سمعانی‏، عبدالکریم بن محمد، الانساب، تحقیق عبدالرحمن بن یحیی معلمی یمانی، حیدرآباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • مسعودی، علی بن الحسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، بور سعید، بی‌تا.
  • مقریزی، تقی‌الدین‏، امتاع الأسماع، تحقیق محمد عبدالحمید نمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • یاقوت حموی، شهاب الدین ابو عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارصادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، احمد بن أبی‌یعقوب‏، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، بیروت، چاپ اول، بی‌تا.

بهرنۍ لینکونه