ابرهه
اَبْرَهه یا ابرهه اَشرَم د یمن پاچا او د اصحاب فیلو قوماندان و چې د کعبې د ړنګولو لپاره یې مکې ته لښکر راوست، خو د ابابیل او سجیل په وسیله یې ماتې وخوړه. ابرهه وروسته په یمن کې د هغه زخم له امله مړ شو چې هغه په دې پیښه کې خوړلی و.
اَبْرَهه د عیسائیت له پیروانو او د یمن واکمن و. د کعبې د ړنګولو لپاره د هغه موخه د هغه پیښې په مقابله کې غبرګون ښودل وو چې یو یمني د هغه کلیسا سپکاوې کول وو چې هغه مکې ته یې د هغوي د تګ د مخ نیوي لپاره جوړه کړې وه. د عیسائیت د نفوذ پراخول او د روم او حبشې د ګټو خوندي کول هم پر مکې د ده د برید له اهدافو څخه دي.
معرفی
ابرهه د حبشې اوسیدونکی و.[۱] هغه په شپږمه هجري پېړۍ کې د اسلام د پېغمبر(ص) د زېږېدو په شاوخوا کې ژوند کاوه.[۲] ابرهه یمنیانو ته ماتی ورکړې وه او د هغه ځای باچا شوی و.[۳]
ابرهه ته د هغه زخم له سببه چې په جنګ کې یې په مخ شوی و، اشرم وویل شول (یعنی هغه کس چې شونډه او پوزه یې پرې وي)[۴] خو بیا هم په دلایل النبوة کتاب کې د هغه نامه «ابرهه بن اشرم» لیکلی شوې ده.[۵] ویل کیږي چې اشرم د هغه د پلار نامه نه وه.[۶] لکه څه رنګ چې په معجم البلدان کې د هغه د پلار نامه صباح لیکل شوې ده.[۷]
همدارنګ ابرهه ته ابویكسوم،[۸] صاحب الفیل[۹] او ابرهه حبشي[۱] هم ویل کیږي.
په مکې باندې لښکر راوستل
اصلي مقاله: اصحاب فیل
ابرهه د کعبې د ویجاړولو لپاره یو داسې لښکر سره د مکې په لور روان و چې په سر کې یې هاتیان وو.[۱۰] د دې لپاره چې کعبه ورانه کړي.[۱۱] د قرآن کریم د آیتونو له مخې، مرغان په اسمان کې راښکاره شول او په تیږو یې وویشتل.[۱۲] د ابرهه لښکر له متې خوړلو وروسته يمن ستون شو.[۱۳] په دې پېښه کې ابرهه هم ټپي شو او يمن ته له رسیدلو وروسته هلته مړ شو.[۱۴]
په فیل سوره کې د اصحاب فیل کیسه او د ابابیل او سجیل په وسیله د هغوي د نابودۍ پیښه راغلې ده.[۱۵]
د کعبې له ورانولو د هغه موخه
ابرهه د عیسائیت په دین و.[۱۶] هغه د یمني عربانو مکې ته د تګ د مخنیوي لپاره په صنعا کې یوه کلیسا جوړه کړه او هغه یې په سرو زرو او ملغلرو سینګار کړه. او هغوي یې دې ته اړ کړل چې د دې زیارت دې وکړي،[۱۷] د دې کلیسا نامه «قلیس» وه،[۱۸] او مکې ته د عربانو له تګ څخه د مخنيوي په موخه جوړه شوې وه،[۱۹] خو د يمن يو تن د دې کليسا بې احترامي وکړه، نو ابرهه د کعبې د ورانولو قسم وکړ.[۲۰] خو په لويديځ او جنوبي عربستان کې د عيسائيت د نفوذ پراخوالې او همدارنګه د روم او حبشې د سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کول په مکه باندې د هغه د برید له اهدافو څخه ګڼل شوي دي.[۲۱]
په یمن حکومت
ابرهه د هغو دوو لښکرونو د یو لښکر قوماندان و چې د حبشې حاکم یمن ته د هغه د نیولو لپاره استولی و.[۲۲] د بل لښکر قوماندان یې اریاط نومې یو کس و.[۲۲] د ځینې نقلونو پر اساس یمن ته یواځې یو لښکر راغی چې فوماندان یې اریاط و او ابرهه د اریاط له لښکرو څخه وو.[۲۳]
له دې وروسته چې یمن د حبشې د لښکریانو په لاس فتح شو.[۲۴] د اریاط او ابرهه تر مینځ جنګ وشو.[۲۴] ابرهه، اریاط ته ماتې ورکړه او د یمن باچا شو.[۲۵]
د مسعودي د راپور له مخې د ارياط وژل د حبش پاچا په غوسه کړ او پرېکړه يې وکړه چې له لښکر سره حمله وکړي او ابرهه له منځه يوسي[۲۶] خو ابرهه د حبشې پاچا ته د يو ليک ترڅنګ ډالۍ هم ولېږلې چې په کې د بخښنې د غوښتلو تر څنګ يې د حبش پاچا ته خپله وفاداري او اطاعت اعلان کړ[۲۷] د حبشې پاچا هم ورته بخښنه وکړه.[۲۸]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۶۸.
- ↑ برگنیسی، «ابرهه»، ج۲، ص۵۶۳.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، بورسعید، ج۳، ص۱۸۵.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۱۲۹.
- ↑ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۱۷.
- ↑ برگنیسی، «ابرهه»، ج۲، ص۵۶۳.
- ↑ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۳، ص۵۳.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۶۴.
- ↑ سمعانی، الأنساب، ۱۳۸۲ق، ج۵، ص۲۰۰.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۶۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۷، ص۳۳۵.
- ↑ وګورئ: فیل سوره.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۷، ص۳۳۵.
- ↑ ابنقتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۶۳۸.
- ↑ سوره فیل، آیه ۱-۵.
- ↑ جوادعلی، المفصل فى تاریخ العرب قبل الإسلام، ج۶، ص۱۸۴.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۶۷.
- ↑ ابنالكلبى، الأصنام، ۱۳۶۴ش، ص۴۶-۴۷.
- ↑ ابنکثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۷۰.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۶۷.
- ↑ برگنیسی، «ابرهه»، ج۲، ص۵۶۹.
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ابنکثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۰۶.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۱۲۵.
- ↑ ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ یعقوبی، تاریخ الیعقوبى، بیروت، ج۱، ص۲۰۰.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت، ج۱، ص۴۱.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۲.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، بورسعید، ج۳، ص۱۸۵.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت، ج۱، ص۴۲.
سرچينې
- ابنكلبى، هشام بن محمد، الأصنام، تهران، نشر نو، ۱۳۶۴ش.
- ابنقتیبة، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عكاشة، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للكتاب، ۱۹۹۲م.
- ابنکثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
- ابنهشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا، ابراهیم الأبیاری، عبدالحفیظ شلبی، دارالمعرفة، بیروت، چاپ اول، بیتا.
- برگنیسی، «ابرهه»، دایره المعارف بزرگ اسلامی، ج۲، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۶۸ش.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار، ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة و معرفة أحوال صاحب الشریعة، تحقیق عبدالمعطی قلعجی، دارالکتب العلمیة، بیروت، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
- جوادعلی، المفصل فى تاریخ العرب قبل الإسلام، بیجا، دارالساقی، ۲۰۰۱م.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- سمعانی، عبدالکریم بن محمد، الانساب، تحقیق عبدالرحمن بن یحیی معلمی یمانی، حیدرآباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- مسعودی، علی بن الحسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، بور سعید، بیتا.
- مقریزی، تقیالدین، امتاع الأسماع، تحقیق محمد عبدالحمید نمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
- یاقوت حموی، شهاب الدین ابو عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارصادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.
- یعقوبی، احمد بن أبییعقوب، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، بیروت، چاپ اول، بیتا.