ابو العاص بن ربیع

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ابو العاص بن ربیع (وفات ۱۲ هجري) چې په لَقیط بْن رَبیع هم پيژندل کیږي، د رسول الله(ص) زوم، د خدیجې خوریې او د رسول الله(ص) لور زینب خاوند و.

ابو العاص له بعثته وړاندې د رسول الله(ص) له لور زینب سره واده وکړ، کله چې رسول الله(ص) د پیغمبرۍ مبعوث شو نو د قریشو مشرکانو له هغه څخه وغوښتل چې خپلې میرمنې ته طلاق ورکړي، خو هغه انکار وکړ، خو اجازه یې ورنکړه چې زينب له مسلمانانو سره مدينې ته هجرت وکړي، تر دې چې د بدر په جګړه کې د مسلمانانو له خوا ونيول شو او د هغه وعدې پر بنسټ چې له پیغمبر(ص) سره يې کړې وه، زينب یې مدينې ته ولېږله.

په شپږم هجري قمري کال کې يې اسلام قبول کړ او مدينې ته یې هجرت وکړ او له زينب سره يې د هماغه پخوانۍ نکاح له مخې ژوند وکړ. امامه د امام علی(ع) مېرمن، د ابو العاص او زینب لور ده.

پیژندنه

اَبو الْعاص بن رَبیع بن عَبْدُالعُزّی بن عَبدشَمْس بن عبدمناف د قريشو له قبيلې څخه ؤ، د حضرت خديجې خوریې او د رسول الله(ص) د لور زينب خاوند و.[۱] ابو العاص د هغه کنیت دی. د پنځمې هجري قمري کال د صحابه کرامو د ژوند لیک لیکونکي ابن عبدالبر په وينا، هغه زياتره د لقيط په نوم ياد شوی دی،[۲] خو د هغه نوم قاسم [۳] يا مقسم، [۴] او هشيم يا مُهَشِّم هم ذکر شوی دی.[۵]

ابوالعاص یو سوداګر، شتمن، امانت دار او د مکې له مشهورو خلکو څخه وو.[۶] کله چې رسول الله(ص) په نبوت مبعوث شو، د قریشو مشرکانو د هغه د ځورولو هڅه وکړه او له عتبه بن ابي لهب او ابوالعاص څخه یې وغوښتل چې د رسول الله(ص) لوڼو ته طلاق ورکړي. ابوالعاص د عتبه پر خلاف د هغوی غوښتنه ونه منله.[7] پیغمبر(ص) هغه په نیکۍ یاد  کړی دی.[8]

ابوالعاص په ۱۲ قمري کال کې وفات شو.[۹]

د مسلمانانو له خوا اسیریدل

د پېغمبر له بعثته مخکې ابوالعاص د پېغمبر اکرم له لور زينب سره واده وکړ.[۱۰] د پېغمبر له بعثته وروسته که څه هم خديجې او د هغې لوڼو ايمان راوړ، خو ابوالعاص اسلام رانه وړ،[11]د مقدسي د راپور له مخې پيغمبر(ص) مدینې ته له هجرته وروسته ابو رافع او زيد بن حارثه مکې ته ولېږل. چې لوڼې یې مدینې ته راولي. خو ابوالعاص زینب ته اجازه ورنکړه چې مدینې ته ولاړ شي.[12]

ابوالعاص د بدر په جګړه کې د مشرکانو په طرف و او د مسلمانانو له خوا ونیول شو.[۱۳] کله چې د مکې خلکو د بندیانو د خلاصون لپاره فدیه ورکړه، زینب هم د ابوالعاص د ازادۍ لپاره مدینې ته د فدیې په توګه د خدیجې غالۍ ولیږله. ویل شوي چې کله د رسول الله(ص) سترګې پرې ولګېدې نو اغېزمن شو او د مسلمانانو له رضایت وروسته یې ابوالعاص خوشې کړ او د زینب مال یې بېرته واستاوه او له ابوالعاص څخه یې د زینب د خوشې کولو ژمنه واخسته.[۱۴] هغه چې کله مکې ته ورسید نو زينب د پېغمبر اکرم له اصحابو سره مدينې منورې ته ولېږه.[۱۵] خو په يو روايت کې راغلي چې زينب له پېغمبر اکرم سره مدينې ته هجرت وکړ.[۱۶]

مسلمانېدل

ابوالعاص په شپږم هجري قمري کال کې له خپلې پخوانۍ مېرمنې زینب او د رسول الله(ص)له لور سره له پناه اخیستو وروسته مسلمان شو.[17] هغه د 6 قمري کال په جمادی الاول میاشته کې  د قریشو له یوه کاروان سره د تجارت لپاره شام ته روان و.[۱۸] او د بیرته ستنیدو په لاره کې د زید بن حارثه په قوماندې د دوي او مسلمانانو تر منځ جګړه وشوه، ځینې کاروانوال وتښتېدل او نور د مسلمانانو له خوا ونیول شول. ابوالعاص وتښتېد او د شپې مدینې ته ورسېد او د رسول الله(ص) لور زینب ته یې پناه یوړه. زینب هغه ته پناه ورکړه، خو د مسلمانانو په حضور کې یې رسول الله (ص) ته خبر ورکړ. پېغمبراکرم (ص) د زينب پناه ومنله او د قافلې د مال د بېرته ګرځولو امر يې وکړ، خو هغې ته يې وويل چې تر هغې به ورته مال حلال نه شي تر څو چې ابوالعاص مشرک وي. ابوالعاص له مال سره مکې ته راستون شو او د شتمنۍ د بیرته راګرځولو پر مهال یې شهادتین ولوستل او اعلان یې وکړ چې په مدینه کې یې اسلام قبول کړی دی.[19]

ابوالعاص څه موده وروسته مدينې ته راستون شو او رسول الله(ص) د 7قمري کال په محرم کې زينب د پخوانۍ نکاح په عقد سره هغه ته ولېږله.[۲۰] که څه هم ځينو ويلي دي چې زينب په نوي نکاح سره د ابوالعاص ښځه شوه.[21]

زینب د ابوالعاص په نوم یو زوی او د امامه په نوم یوه لور وزیږوله.[۲۲] امامه د حضرت زهرا (س) له شهادت وروسته[۲۳] د هغې بي بي په سپارښتنه د شيعو له لومړي امام حضرت علي(ع) سره واده وکړ.[۲۴] او محمد اوسط ترې پيدا شو.[۲۵]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق: علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن سعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت،‌ دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن قتیبه، عبدالله بن مسلم، المعارف، به کوشش ثروت عکاشه، قاهره، بی‌نا، ۱۹۶۹م.
  • ابن هشام، عبدالملک، السیره النبویه، به کوشش مصطفی سقا و دیگران، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، به کوشش محمد حمیدالله، قاهره، بی‌نا، ۱۹۵۹م.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بورسعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بی‌تا
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، به کوشش مارسدن جونز، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.

بهرنۍ لینکونه