نامحرم

د wikishia لخوا

نامَحْرَم د مَحرَم په مقابله کې هغه چا ته ویل کیږی چې د هغه په وړاندې د پردې (حجاب) حکمونه ترسره کول واجب دي او هغه سره واده کول جایز دی.

د فقیهانو له نظره د نامحرمې ښځې بدن ته کتل جایز نه دی مګر د هغې تر لیچې پورې لاسونو او مخ ته. همدارنګ د نامحرمې ښځې غږ اوریدل او د هغې مخ او لاسونو ته کتل هم که د ګناه سبب کیږي نو حرام دي. د فقیهانو د فتوا مطابق په ښځې باندې واجب دي چې خپل بدن له نامحرمه پټ کړي. البته د مخ په ګولایۍ او د لاسونو تر لیچې پورې پټولو کې اختلاف دی او ډېر فقیهان د دې ځایونو پټول واجب نه ګڼي. همدارنګ د ښځې د نامحرم سړي بدن ته کتل جایز نه دي.

د نامحرم د بدن لمس کول یعنی لاس وروړل او همدارنګ د نامحرم ښځې او نر بیلیدل، که په ګناه کې د پریوتو وېره وي، نو حرام دي. په اسلامي فقهه کې، نامحرم سره واده کول جایز دي التبه ځینې نامحرمانو سره واده کول د ځانګړو شرطونو سره حرامیږي.

د مفهوم پيژندنه او ځای

هغه کس چې له محارمو نه دی هغه ته نامحرم ویلی شي. له محارمو مراد هغه کسان دي چې د نسب له لارې یا واده او رضاعت له لارې ورسره خپلولي وي.[۱] دا اصطلاح د فقهې په بابونو لکه نکاح، طلاق او حدود کې راغلې ده.[۲]

د سوره نور په ۳۰ او ۳۱ آیتونو کې حکم شوی دی چې له نامحرمه او هغه څه چې الله تعالی حرام کړي دي سترګې پټې کړئ.[۳] په ډېرو آیتونو کې له معصومو امامانو(ع)، د نامحرم ښځه سړي په خپلو کې رابطه ساتل او اړیکې درلودل، غندل شوي دي.[۴] امام باقر(ع) نامحرم سره خبرې کول د شیطان له دامونو ګڼلی دي.[۵] په یو روایت کې له امام صادق(ع) نامحرم ته کتل د شیطان له زهرجنو غشو یو غشې ګڼل شوی دی[۶] او د امام علی(ع) د یو روایت پر اساس نامحرمو ښځو سره خبرې کول، د بلا د نازلیدو او د زړونو د انحراف سبب کیږي.[۷]

فیض کاشاني په خپل کتاب محجة البیضاء[۸] کې او ملا محمدمهدي نراقي په جامع السعادات کتاب کې[۹] نامحرم ته کتل د سترګو د نعمت کفران ګڼلی دی .

مرتضی مطهری په خپل کتاب «مسئله حجاب» کې د ښځو لپاره د دین اسلام کې د پردې کولو فلسفه او لامل ځینې دا څیزونه: د خلکو د صحی سلامتیا  او رواني روغتیا، د ټولنې قایم پاتی کیدل، د کورني نظام د مزبوتیا او ښځې د درناوي د زیاتیدا او د فحشاء د مخنیوي سبب ګڼلي دي.[۱۰]

نامحرم سره د رابطې حکمونه

په اسلامي فقهه کې د هغه کسانو لپاره چې په خپلو کې نامحرم دي ځینې حکمونه بیان شوي دي:

نامحرم ته د کتلو حرام شونه

  • د سړي لپاره د نامحرمې ښځې بدن ته کتل، بې له لاسو(د ګوتو له سرونو تر لیچې) او مخ، حرام دي.[۱۱] همدارنګ لاسو(د ګوتو له سرونو تر لیچې) او مخ ته کتل که د خوند په نیت سره وي او ګناه کې د پریوتو وېره وي، حرام دي.[۱۲]
  • د ښځې لپاره د نامحرم سړي بدن ته کتل حرام دي، مګر هغه ځایونو ته چې په عامه توګه یې پټول ضروري نه دي، لکه سر، لاسونه او پنډۍ خو په دې شرط چې د خوند په نیت نه وي او په حرامو کې د پریوتو وېره هم نه وي.[۱۳]
  • د شیعه فقیهانو د فتوا مطابق د یوې ښځې مخ ته د واده په نیت کتل جایز دي.[۱۴] ځینې فقیهانو دا هم جایز ګڼلي دي چې که یو کس د واده کولو په نیت نه د خوند په نیت، د ښځې د بدن ځینې برخو ته – لکه ویښته، ورمیږ او لږې سینې ته- وګوري نو دا هم جایز دي.[۱۵]
  • د هغه ښځو فلمونو او انځورونو ته کتل چې د ستر او حجاب خیال نه ساتي، که بې له شهوته وي او هغه ښځې نه پيژني، نو کوم مشکل نه لري؛ خو که هغه پيژني نو د هغوي فلمونو او انځورونو ته کتل داسې دي لکه په خپله چې هغوي ته ګوری.[۱۶]
  • د ډاکټر د نامحرم بدن ته کتل که د علاج او درملنې لپاره ضروري وي نو جایز دي.[۱۷]
  • د غیر مسلمانې بې حجابه ښځې انځور ته کتل، که بې د خوند له نیته وي او د فساد سبب نه ګرځي نو مشکل نه لري.[۱۸]

د نامحرم په وړاندې د بدن د پټولو واجبیدل

په ښځو باندې واجبه ده چې خپل بدن له نامحرمه پټ کړي.[۱۹] البته د مخ د ګولایۍ او د لاسونو د ګوتو له سرونو تر لیچې پورې پټولو کې اختلاف دی.[۲۰] د ځینې فقیهانو له نظره لکه شیخ طوسي،[۲۱] د ‌حدائق لیکوال،[۲۲] شیخ انصاري،[۲۳] سید محمدکاظم یزدي،[۲۴] سید محسن حکیم[۲۵] امام خمیني[۲۶] او سیدعلي خامنه‌اي[۲۷] د مخ او د ګوتو له سرونو تر لیچې پورې د لاسو پټول په ښځو واجب نه دي.

د ځینې فقیهانو لکه علامه حلي په خپل کتاب تذکرة‌الفقهاءکې،[۲۸] فاضل مقداد[۲۹] او سید عبدالاعلی سبزواري،[۳۰] د مخ او لاسو پټول هم واجب ګڼلي دي. همدارنګ د ټولو فقیهانو له نظره که په حرامو کې د پریوتو وېره وي یا د یو سړي په حرامو کې د غورځولو نیت وي، نو د مخ او لاسونو پټول هم واجبیږي.[۳۱]

نامحرم ته د لاس وروړلو (ټچ کولو) حرمت

  • د فقیهانو له نظره د نامحرم بدن ته لاس وروړل جایز نه دي البته د مجبورۍ په حالت کې جایز دي لکه درملنه یا د یو انسان ژغورنه.[۳۲] همدارنګ د نامحرم بدن که د جامو یا یو بل څیز شاته وي نو که د شهوت او خوند په نیت نه وي، مشکل نه دي.[۳۳] ځینې فقیهانو نامحرم سره لاس ملاوهل که د ټوکر یا دستانې (دستکشې) شاته وي او په بد نیت نه وي او د نامحرم لاس ته (که ښځه وي که نر) زور ورنه کړي، جایز ګڼلي دي.[۳۴]

د نامحرمې ښځې د غږ اوریدلو حکم

  • د فقیهانو له نظره د نامحرمې ښځې غږ اوریدل، بې له خونده او بې له دې چې په حرامو کې مبتلا شي، جایز دي او که په حرامو کې د غورځیدو وېره وي او د خوند په نیت وي نو حرام دي.[۳۵]
  • د ښځې په لوړ غږ سره لمونځ کول په داسې ځای کې چې نامحرم یې غږ اوري، د ځینې فقیهانو له نظره لکه شهید اول، حرام دي او د لمانځه د باطلیدو سبب کیږي.[۳۶] د جواهر لیکوال دا مني چې دا کار حرام دی خو د دې په وسیله د لمونځ باطلیدل یې نه دي منلی.[۳۷]

نامحرم سره د خلوت کولو حکم

د ځینې فقیهانو له نظره نامحرم سره خلوت کول(بیل ورسره په یوځای کې پاتی کیدل) حرام دي.[۳۸] ځینې فقیهانو یواځې هغه وخت نامحرم سره خلوت کول حرام ګنلي دي چې په ګناه کې د پریوتو شک وي.[۳۹] د آیت‌الله خویي (وفات کال ۱۳۷۱لمریز) د فتوا مطابق نامحرم سره خلوت کول له دې سببه حرام دی چې په حرامو کې د پریوتو او ګناه کولو سریزې برابروي.[۴۰] د محمدحسن نجفي د جواهر الکلام کتاب د لیکوال له نظره نامحرم سره خلوت کول مکروه دي.[۴۱]


نامحرم سره خبرې کول

  • د فقیهانو له نظره نامحرم سره خبرې کول که د خوند په نه وي او په حرامو کې د غورځیدو ویره هم نه وي، جایز دي.[۴۲]
  • د میرزا جواد تبریزي له نظره ښه دا ده چې نامحرمې ښځې سره خبرې کول پریښودی شي، که څه هم بې له خونده او حرامو کې د غورځیدو وېره نه وي.[۴۳]
  • نامحرم سره د مسیج او چیټینګ او ایمیل په وسیله اړیکه ساتل په داسې حالت کې چې د فساد او ګناه کې د غورځیدو سبب شي، حرام دي.[۴۴]

نامحرم سره د واده جایزیدل

  • په اسلامي فقهه کې، واده یواځې نامحرم سره جایز دی او محارمو سره جایز نه دی.[۴۵]
  • خینې (د ښځې خور) که څه هم هغه نامحرمه ده خو تر هغه وخته ورسره واده جایز نه دی تر څو چې دې ښځه ژوندۍ ده او یا یې درنه طلاق نه دی اخستی.[۴۶]
  • ځینې نامحرمو سره واده کول د ځینې شرطونو له سببه د تل لپاره حرامیږي:
  1. هغه ښځې سره واده چې نهه ځله یې هغې ته طلاق ورکړی دی.[۴۷]
  2. د سړي هغه ښځې سره واده کول چې له واده وړاندې یې د هغې مور یا لور سره زنا کړې وي.[۴۸]
  3. هغه ښځې سره واده کول چې میړه لري او هغه ښځې سره چې د طلاق د عدې په وخت کې یې هغې سره زنا کړې ده.[۴۹]
  4. د سړي هغه ښځې سره واده کول چې له واده وړاندې یې هغې سره یا یې زوي سره، یا یې پلار یا ورور سره لواط کړی دی.[۵۰]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. مجتهدی تهرانی، سه رساله: گناهان کبیره، محرم و نامحرم، احکام‌الغیبة، ۱۳۸۱ش، ص۱۰.
  2. نجفی، جواهر‌الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۲۳۷؛ موسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۴۰۵.
  3. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۱۷۱-۱۷۳.
  4. نوری، مستدرک‌الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۲۷۲.
  5. نوری، مستدرک‌الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۲۷۲.
  6. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۸.
  7. ابن شعبه حرانی، تحف‌العقول، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۱.
  8. فیض کاشانی، محجة البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۶۱.
  9. نراقی، جامع السعادات، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ج۳، ص۲۴۵.
  10. مطهری، مسئله حجاب، ۱۳۸۶ش، ص۷۶.
  11. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۷۵.
  12. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۷۵؛ سیستانی، توضیح‌المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۵۰۸.
  13. سیستانی، توضیح‌المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۵۰۸؛ مکارم شیرازی، احکام خانواده، ۱۳۸۹ش، ص۲۲.
  14. شهیدثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۲ق، ج۷، ص۴۰.
  15. شهیدثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۹۷-۹۸؛ تبریزی، استفتائات جدید، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۵۵.
  16. تبریزی، استفتائات جدید، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۵۶.
  17. خویی، استفتائات، ص۲۹۹؛ مکارم شیرازی، احکام خانواده، ۱۳۸۹ش، ص۲۵.
  18. مکارم شیرازی، احکام خانواده، ۱۳۸۹ش، ص۳۱.
  19. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۴.
  20. مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۲۸۳.
  21. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۱۶۰.
  22. بحرانی، حدائق‌الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، ج۲۳، ص۵۶.
  23. شیخ انصاری، کتاب النکاح، ۱۴۱۵ق، ص۴۸.
  24. یزدی طباطبایی، العروة‌الوثقی، ۱۴۳۰ق، ج۶، ص۲۰۶.
  25. حکیم، مستمسک‌العروة، ۱۳۹۱ق، ج۵، ص۲۴۱-۲۴۲.
  26. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۶۱.
  27. «پوشش و نگاه کردن»، سایت Khamenei.ir.
  28. علامه حلی، تذکرة‌الفقهاء، المكتبة الرضوية لاحياء الآثار الجعفرية، ج۲، ص۵۷۳.
  29. فاضل مقداد، کنز‌العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۲۲۲.
  30. سبزواری، مهذب‌الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۲۳۰-۲۳۷.
  31. بحرانی، حدائق‌الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، ج۲۳، ص۵۶؛ سیستانی، توضیح‌المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۵۰۸.
  32. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۱۰۰.
  33. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۹۹؛ مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، الموسوعة‌الفقهیة، ۱۴۲۳ق، ج۵، ص۳۸۱.
  34. امام خمینی، رساله نجاة العباد، ۱۴۰۹ق، ص۳۶۳.
  35. طباطبایی یزدی، العروة‌الوثقی، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۴۹۰.
  36. شهید اول، ذکری‌الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۳۲۲.
  37. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۹، ص۳۸۳-۳۸۴.
  38. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۲ق، ج۹، ص۳۲۳-۳۲۵.
  39. مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، الموسوعة‌الفقهیة، ۱۴۲۳ق، ج۵، ص۱۸۵.
  40. توحیدی، مصباح الفقاهة، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۵۰.
  41. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۲، ص۳۴۴.
  42. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۹۹.
  43. تبریزی، استفتائات جدید، ۱۳۸۵ش، ص۳۶۲.
  44. «ارتباط با نامحرم از طریق پیامک، چت و ایمیل»، سایت پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله العظمی مکارم شیرازی.
  45. مثال په توګه وګورئ، محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۴؛ نجفی، جواهر‌الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۲۳۷.
  46. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل سیزده مرجع، ۱۳۸۵ش، احکام نکاح، مساله ۲۳۹۰.
  47. مفید، المقنعة، مؤسسه نشر اسلامی، ج۱، ص۵۰۱.
  48. شهید ثانی، مسالک‌الافهام، ۱۴۱۲ق، ج۷، ص۲۹۷-۲۹۸.
  49. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۴۴۶.
  50. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۳۳.

سرچينې

  • ابن شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، قم، مطبعة مؤسّسة العروج، چاپ اول، ۱۴۳۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، رساله نجاة العباد، تهران، مؤسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • بحرانی، یوسف، حدائق‌الناضرة فی احکام عترة الطاهرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، بی‌تا.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسن، رساله توضیح المسائل سیزده مرجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • تبریزی، میرزاجواد، استفتائات جدید، قم، انتشارات سرور، چاپ سوم، ۱۳۸۵ش.
  • توحیدی، محمدعلی، مصباح الفقاهة، قم، انتشارات انصاريان، ۱۴۱۷ق.
  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، دار التفسير، ۱۳۹۱ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، استفتائات، نجف، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، بی‌تا.
  • «پوشش و نگاه کردن»، سایت Khamenei.ir، تاریخ درج مطلب: ۱۴ مهرماه ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۴ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، انتشارات دارالتفسیر، ۱۴۱۳ق.
  • سیستانی، سید علی، توضیح‌المسائل، قم، انتشارات مهر، ۱۴۱۵ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، ذکری‌الشیعه فی احکام الشریعة، قم، ‌‌مؤسسه آل البیت علیهم السلام‌، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • شهید ثانی، زین‌‎الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شهید ثانی، زین الدین مکی، الروضة البهیة في شرح اللمعة الدمشقیة، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی، کتاب‌النکاح، قم، تراث الشيخ الأعظم، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم‌، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، المكتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسه جهانی سبطین (علیهماالسلام)، ۱۴۳۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة‌الفقها، قم، منشورات المكتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، بی‌تا.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنزالعرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوی، ۱۳۷۳ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، محجة البیضاء، قم، موسسه النشر الاسلامی، چاپ چهارم، ۱۴۱۷ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۳۸۷ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، الموسوعة‌الفقهیة، قم، مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • مجتهدی تهرانی، احمد، سه رساله: گناهان کبیره، محرم و نامحرم، احکام‌الغیبة، قم، مؤسسه در راه حق، ۱۳۸۱ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع‌الاسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان‌، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • محقق کرکی، جامع‌المقاصد، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام‌، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • مطهری، مرتضی، مسئله حجاب، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، احکام خانواده، قم، امام علی بن ابی طالب علیه السلام‌، چاپ دوم، ۱۳۸۹ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • نراقی، ملامحمد مهدی، جامع السعادات، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ چهارم، بی‌تا.
  • نوری، میرزاحسین، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام لإحياء التراث، ۱۴۰۸ق.