جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د جواهر الکلام کتاب

جَواهرُ الکَلام فی شَرحِ شَرایعِ الاسلام یا جواهرالکلام لیک د محمدحسن نجفي (۱۲۰۲-۱۲۶۶ق)، د محقق حلي په فقهي کتاب شرایع الاسلام مفصله شرحه ده. د فقهی دورې یا کورس بشپړوالی، تحلیلي او استدلالي والی، په هره مساله کې د ډول ډول فقهي نظرونو وړاندې کول او روان ادبیات د دغه کتاب له ځانګړنو څخه دي. جواهر الکلام څو شرحې، غورچاڼ او لمن لیکونه لري.

په دې کتاب کې د نجفي له خاصو نظریاتو څخه د قاضي لپاره د اجتهاد نه ضروري والي، د سړي لپاره د ښځې د غږ د اورېدو جایزوالي ( د مشهورنظر خلاف) په معاملاتو کې د معاطاتو نه کافي والي او د شرعې د حاکم د اختیاراتو د لمنې پراخوالي ته اشاره کولی شو. په لومړي ځل دا کتاب د لیکوال په زمانه کې په ډبرین چاپ کې خپور شو.

د کتاب مقام

جواهر الکلام فی شرح شرایع الإسلام د دیارلسمې قمري پېړۍ د تقلید د مرجع او مجتهد محمد حسن نجفي په لیکنه د شیعه د استدلالي فقې یو ډېر مفصل کتاب دی.[۱] آقا بزرګ تهراني جواهر الکلام یو جامع کتاب ګڼلی چې د فقې له اوله تر آخره په ځان کې رانغاړي.[۲] همداراز هغه یې یو تحلیلي۳] استدلالي او کره کتاب ګڼلی دی.[۴]محسن امین په اعیان الشیعه کې له شیخ انصاري نقل کړي چې دوه کتابه جواهر او وسائل د متقدمو فقیهانو د ځینو لیکنو تر څنګ د اجتهاد لپاره کافي دي.[۵] امین، جواهرالکلام همېشه د علمیه مدرسو د طلابو او مجتهدانو تکیه ګاه ګڼلې ده. مرتضی مطهري جواهرالکلام د شیعه فقې دایرة المعارف نومولی دی[۷] چې اوس هم هیڅ یو فقیه له هغه بې نیازه نه دی.[۸] د څوارلسمې پېړۍ فقیه او د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خمیني د جواهری فقې د اصطلاح په ایجادولو سره علمیه حوزو ته سپارښتنه کوله چې جواهري فقه د خپلو فقهي مطالعاتو اساس وګرځوي.[۱۰] او هغه پیاوړې کړي[۱۱] او له دې یې سرغړونه جایزه نه ګڼله.[۱۲]

د تالیف محرک

نجفي د جواهر په سریزه کې لیکلي دي؛ له دې امله چې شرایع الاسلام یو جامع، کره او د فقیهانو لپاره یو بېلګه کتاب و، اراده یې وکړه چې یوه شرحه پرې ولیکي چې پټې مهمې او ګټه ورې نکتې یې ښکاره کړي. د شارحانو خطاګانې یې په ګوته کړي او د مطالبو په مناسب وضاحت او د ډول ډول فقهي نظرونو او د هغوي د دلیلونو په بیانولو سره، کتاب له اجماله راوباسي.[۱۳] محمد حرزالدین (۱۲۷۳-۱۳۶۵ق) په مَعارف‌الرجال کې لیکلي، صاحب جواهر په اوله کې په شرائع د شرحې لیکلو اراده نه لرله؛ بلکې یوازې یې غوښتل چې په فقهي مسایلو کې د فقیهانو نظر د ځان د استفادې لپاره ولیکي؛ خو شاګردانو یې د هغه لیکنې ترلاسه کړې او همدا د کتاب د لیکلو زمینه شوه.[۱۴] د صاحب جواهر د نظر مطابق جواهر کتاب د ۱۲۵۴ ق کال د روژې د میاشتې د ۲۳ نیټې د سه شنبې په شپه چې د قدر یوه شپه کیږي پای ته رسېدلی دی.[۱۵]


مینځ پانګه

جواهرالکلام د شرایع الاسلام په شان جوړښت لري؛ مطالب یې په څلورو کلي برخو عبادات،[۱۶] عقود،[۱۷] ایقاعات[۱۸] او احکام‌[۱۹]ويشل شوي دي. جواهر د طهارت په کتاب سره او د طهارت د کتاب او ټکي په باره کې په یو بحث سره پېل او د پينځګونو مسایلو په چوکاټ کې د دیاتو د بحث په ملحقاتو سره پای ته رسېدلی دی. د مسائلو مضمون په غیر مسلمان د مسلمان کس او یا د دې په اپوټه د دیت د حکم په اړه دی.[۲۰]

ځانګړنې

  • د فقې یوه پوره کورس دی.[۲۱]
  • جواهر په شرایع مَزجیّ شرحه ده؛ یعنې پکې د شرایع متن د شارح د شرحې په ضمن کې راغلی او دواړه متنونه یو شوي دي.[۲۲]
  • د حدیثونو په نقل کې غالبا د هغه د سرچینې او د سند سلسله نه ده ذکر شوې. حدیثونه یوازې د صحیحه، معتبره، حسنه، مُوَثَّقه، مُرسَله او ضعیفه په عنوانونو سره توصیف شوې دي.[۲۳]
  • په اوږدو روایتونو کې غالبا یوازې هغه برخه چې ضرورت یې دی ذکر شوې ده.[۲۴]
  • د مختلفو فقیهانو د نظرونو وړاندې کول.[۲۵]

کره کتنه

په ځینو مواردو کې د حدیثونو سند، غلط راپور شوی یا یو حدیث له بل حدیث سره اشتباه او غلط اخستل شوی همداراز څو فقهی عبارتونه حدیث تصور شوي یا په ځینو مواردو کې له کتاب مخکې یا وروسته ته د لیکوال ارجاعات صحیح نه دي. د دغه غلطیو سبب د عالمانو د نظرونو او د حدیثونو په واسطې سره نقل ګڼل شوی دی.[۲۶]

خاص فقهي او اصولي نظرونه

  • د قاضي لپاره د اجتهاد نه ضروري والی [۲۷]
  • د سړي لپاره د ښځې د اواز د اورېدلو جواز ( د مشهور نظر په خلاف) [۲۸]
  • په معاملاتو کې د معاطاتو نه کافي والی [۲۹]
  • د حاکم شرع د اختیاراتو د لمنې پراخوالی [۳۰]

پر فقهي نظرونو سربېره، ځینې اصولي لیدتوګې هم په جواهر کې راغلي دي چې د هغه د اصولي کتاب له مینځه تللو ته په پام سره، د هغه له اصولي نظرونو سره د لوستوالو د اشنایۍ سبب شوې دي. له هغو څخه د احکامو په استنباط کې له فلسفي او عقلي ځیرنو سره سخت مخالفت دی.[۳۱] هغه همداراز د فتوایي شهرت لپاره د ډېر اهمیت قایل و؛ د همدې لپاره یې په جواهر کې ډېر نظرونه، د شیعه له مشهور یا اجماعي نظرونو سره مطابق دي. له دې امله ځینو فقیهانو هغه «لسان‌المشهور»(د مشهور نظر ویندویی) بللی دی.[۳۲]

شرحې، لمن لیکونه او غورچاڼونه

  • الانصاف فی تحقیقِ مسائلِ الخلاف مِن جواهرِ الکلام، اثر د محمد طاها نجف تبریزی (وفات ۱۳۲۳ق)
  • بحر الجواهر، له علی بن محمدباقر بروجنی په فارسۍ ژبه (لیکل شوی د څوارلسمې پېړۍ په لومړیو کې)
  • الهدایةُ اِلی المَرام من مُبْهَمات جواهرِ الکلام، لیک د سید محمدباقر موسوی همدانی ( چاپ ۱۳۷۹ل).[۳۳]

سید حسین بروجردی، سید عبدالعلی بن جعفر خوانساری، سید عبدالله بهبهانی، ملا علی کنی و زین‌العابدین مازندرانی پر جواهر الکلام لمن لیکنونه لیکلې دي.[۳۴]

  • فهرست جواهر الکلام (تهران۱۳۲۲لمریز)، له علی بن زین‌العابدین مازندرانی. په دې کتاب کې جواهر الکلام او د هغه مهم مطالب په مفصل ډول معرفي شوې دي.[۳۵]
  • البدر الزاهر فی تراجم اعلام کتاب الجواهر (قم ۱۴۲۴ق)، لیک د ناصر کرمی. دا کتاب د هغو مهمو شخصیتونو ژوند لیک دی چې په جواهر کې یې نوم راغلی دی.[۳۶]
  • معجم فقه الجواهر ( بیروت ۱۴۱۹ق). په دې کتاب کې د جواهر فقهي اصطلاحات د هغو په اړه د فقهي نظرونو له لنډیز سره راغلي دي.[۳۷]
  • جواهر الکلام فی ثوبه الجدید. په دې کتاب کې، د هر مخ لپاسه د شرایع الاسلام متن او ورسره د صاحب جواهر نظرونه او لاندې ، د صاحب جواهر د مخالفانو او موافقانو نظرونه او د مخالف او موافق استدلالونه راغلي دي.[۳۸]
د جواهر الکلام د ۴۳ ټوکیزې دورې یو انځور

نسخې او خپرېدل

د آقا بزرګ تهراني په وینا، د جواهر الکلام اصلي نسخه په خپله د صاحب جواهر له خوا تصحیح شوې ده.[۳۹] دا نسخه په ۴۴ وړو ټوکو کې برابره شوې او اوس موجوده ده.۴۰] د جواهر له مختلو ټوکونو ډېرې خطي نسخې د نجف، قم، تهران، مشهد او همدان په ځینو کتابتونونو کې موجودې دي.[۴۱]

  • د کتاب لومړی چاپ په ۱۲۶۲ق کال کې د لیکوال په زمانه کې د سنګي یا ډبرین چاپ په بڼه په شپږو رحلي ټوکونو کې شوی. دا نسخه تر ۱۳۷۶ ق کاله ۲۴ ځله چاپ شوې ده.
  • له ۱۳۷۷ تر ۱۳۹۸ لمریز کاله پورې د عباس قوچانی، علی آخوندی، محمود قوچانی او رضا استادی په څېړنې سره په ۴۳ ټوکو کې په نجف او تهران کې چاپ شو.
  • په لویه قطع کې چاپ، په پینځلس ټوکه کې (بیروت ۱۹۹۲م/۱۴۱۲ق)
  • په تحقیقي ډول د نشر اسلامي موسسې چاپ.[۴۲]

یوازينۍ لیکنه

آشنایی با فقه جواهری، لیک د عبدالله امیدی‌فرد، د قم پوهنتون خپرنځی چې په ۱۳۸۵ ل کال کې خپور شوی دی. د ایران په خانه کتاب و ادبیات کې د کتاب فهرست

فوټ نوټ

سرچينې

  • آخوند خراسانی، محمدکاظم، کتابٌ فی الوقف، قم، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • استرآبادی، محمدفاضل، «نگاهی به کتاب نفیس جواهرالکلام»، فقه اهل‌بیت، شماره ۸، ۱۳۷۵ش.
  • امین، محسن، اعیان‌الشیعه، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۳ق.
  • ایازی، سید محمدعلی، فقه جواهری و فقه پویا، مصاحبه.مندرج در سایت حوزه‌نت. مراجعه ۲۱ آبان ۱۴۰۱ش.
  • بخش فقه، علوم قرآنی و حدیث، «جواهرالکلام»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۸، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
  • حائری، سید میرزا جعفر طباطبایی، اِرشاد العباد اِلی لبس السواد علی سید الشهداء و الاَئمة الاَمجاد علیهم‌السلام، تحقیق/تصحیح سید محمدرضا حسینی اعرجی فحام، قم، چاپخانه علمیه، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • حرزالدین، محمد، معارف الرجال فی تراجم العلماء و الادباء، قم، ۱۴۰۵ق.
  • خمینی (امام)، سید روح‌الله، صحیفه امام،‌ مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، تهران، ۱۳۷۸ش.
  • عندلیب، محمد، «سبک‌شناسی جواهر ۱»، در پژوهش‌های اجتماعی‌اسلامی، شماره ۲، ۱۳۷۴ش.
  • عندلیب، محمد، «سبک‌شناسی جواهر ۲»،در پژوهش‌های اجتماعی‌اسلامی، شماره ۴، ۱۳۷۵ش.
  • محدث نوری، میرزا حسین، مستدرک‌الوسائل، تحقیق/تصحیح مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، بیروت، چاپ اول، ۱۴۰۸ق
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۹ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • هاشمی، سیدرضا، «جواهرالکلام»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ج۱۱، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • یزدی، سید محمدکاظم، حاشیةالمکاسب، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.