شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

شرایع الاسلام

په شرائع مشهور، شَرایعُ الاسلام فی مسائل الحَلال و الحَرام په فتوایي فقه کې، لیکوال د اومې قمري پېړۍ تکړه فقیه محقق حلي (وفات ۶۷۶ق). دا کتاب د لیکل کېدو له وخته همېشه د فقیهانو د توجه وړ او د علمیه حوزو ( دیني مدرسو) د درسي متونو برخه پاتې شوی او ډېرې شرحې او لمن لیکونه پرې لیکل شوې دي.

د شرایع لویه ځانګړنه دا بلل شوې چې پکې د فقې مسایل په منطقي او منظم چوکاټ کې وړاندې شوې دي. په دې کتاب کې ټول شرعي احکام په څلورو کلي برخو، عباداتو، عقودو، ایقاعاتو او احکامو کې بیان شوې دي.

د شرایع تر ټولو لویې شرحې دا دي: جواهرالکلام، مسالک‌الاَفهام و مدارک‌الاحکام. د شرایع ډېرې خطي نسخې موجودې دي. ځینې یې زړې دي او په خپله محقق حلي ته لوستل شوې او هغه په خپل خط هغه تایید کړې دي. همداراز دا کتاب په ځلونو په مختلفو هیوادونو کې چاپ شوی دی.

د کتاب لیکوال او د تالیف محرک

اصلي مقاله: محقق حلي

محقق حلی (۶۰۲-۶۷۶ق) له لویو شیعه فقیهانو دی هغه د علامه حلي ماما او استاد و.[۱] علامه حلي هغه د خپلې زمانې تر ټولو لوی فقیه بللی دی.[۲] پر علامه حلي سربېره، ، ابن داوود حلی، فخرالمحققین د علامه حلی زوی او علی بن یوسف حلی د علامه حلي ورور د هغه له تکړه شاګردانو وو.[۳]

محقق حلي په فقې، اصول فقه او کلام کې کتابونه لیکلي دي چې ځینې یې دا دي: : المُختَصَرُ النّافِع (په فقه کې)، المُعتَبَر فی شرحِ المُختَصَر (په فقه کې)، نَهجُ الوُصول اِلىٰ مَعرفةِ عِلمِ الاُصول (په اصول فقه کې) او المَسلَک فی اُصولِ الدّین (په کلام کې).[۴]

د کتاب د لیکوال په وینا، کتاب یې د خپل یو شاګرد په وړاندیز لیکلی چې ترې یې غوښتې وو په یوې لنډې شان لیکنې کې ورته اصلي فقهي احکام بیان کړي.[۵]

د کتاب مقام

ویل شوي چې له شرایع مخکې د شیخ طوسي لیکلی نهایه کتاب دوه پېړۍ تر ټولو مهم فقهي درسي متن و؛ خو د شرایع له لیکل کېدو وروسته دا کتاب له ډېر هرکلي سره مخ او ورو ورو یې د نهایه ځای ونیوه.[۶]


صاحب‌جواهرد خپل کتاب جواهر الکلام په سریزه کې چې د شرایع شرحه ده شرایع کتاب « په شرعي احکامو کې یو قرآن» او «په فقهي احکامو کې یو فرقان» (فرقان له ناسمه د سم معلومولو وسیله) بللې ده. د هغه کره والی او بشپړوالی یې ستایلی او هغه یې د ورپسې کتابونو لپاره بېلګه ګنلې ده.[۷]

د آقا بزرګ تهراني په وینا، شرایع د فقهي مباحثو د تنظیم له پلوه، له ډېرو غوره فقهي متونو څخه دی.[۸] دا کتاب د لیکوال له زمانې څخه همېشه د شیعه فقیهانو د پام وړ او د علمي خبرو اترو او تدریسونو چورلیز و.[۹]

ځانګړنې

د مدرسي طباطبایي په وینا، محقق له شیعه فقې یو منسجم او منطقي جوړښت وړاندې کړ او هغه یې له تیت پرکوالي راووېسته.[۱۰] په شرایع کې په لومړي ځل فقهي مسایل په څلورو برخو، عبادات، معاملات، عقود او احکام کې مطرح شوې او راتلونکو فقیهانو د هغه پېروي کړې ده.[۱۱] د کتاب ځینې ځانګړنې دا دي:

  • په دې کتاب کې هغه فقهي مسایل چې کم استعمال یا کمه فایده لري نه دي مطرح شوې.
  • ادبیات یې کره، لنډ، بې له زیاتي خبرو او په عین حال کې روان او رسا دي.
  • دا کتاب زیاتره فتوایي فقه ده؛ خو کله کله یې د خپل مخالف فقهي نظر هم وړاندې کړی دی او د قرآن په ایتونو،حدیثونو او اجماع یې استدلال کړی دی.
  • د «الاولي» (داسې نظر چې ترجیح لري) « الانسب» ( هغه څه چې له فقهي دلیلونو سره زیات هماهنګ دي) او «الاشهر» (زیات مشهور) په شان اصطلاحات په لومړي ځل په دې کتاب کې او د منل شوې فتوا لپاره وکارول شول او راتلونکو فقیهانو د هغه پېروي وکړه.[۱۲]

جوړښت

شرایع کتاب په څلورو برخو کې تنظیم شوی دی:

  1. عبادات: طهارت، صلوة، زکوة، خمس، صوم، اعتکاف، حج، عمره، جهاد، امر به معروف، نهی عن المنکر.[۱۳]
  2. عقود: تجارت، رهن،( ګروي) اِفلاس (دیوالیه کېدل)، حَجْر (په شخصي مالونو کې له تصرفه منع والی)ضِمان، حواله، کفالت، صلح، شرکت، مضاربه، مزارعه و مساقات، ودیعه، عاریه، اجاره، وکالت، وقف، هبه، سبق و رمایه، وصیت او واده.[۱۴]
  3. ایقاعات: طلاق، ظِهار، ایلاء، لِعان، عتق، تدبیر، مکاتبه، استیلا، اقرار، جِعاله، ایمان او نذر.[۱۵]
  4. احکام: صید و ذباحه، اطعمه و اشربه، غصب، شفعه، احیای موات، لُقَطه، فرائض، قضا، شهادات، حدود و تعزیرات، قصاص و دیات.[۱۶]

شرایع د طهارت په کتاب سره او د طهارت د درې ګونو ډولونو( اودس، غسل او تیمم) په باره کې او د هغه د واجبو او مستحبو قسمونو په بیان کې دبحث په اړه پېل شوی او د دیات په کتاب او ملحقاتو سره په څو مسالو کې ختم شوی دی.[۱۷]د شرایع پېل په څلورو محورونو عبادات، عقود، ایقاعات او احکامو باندې په تقسیم سره شوی او د عباداتو په ذیل کې لس کتابه راغلي چې لومړی یې طهارت دی. لیکوال طهارت په وضو،غسل او تیمم تقسیم کړی او د هر یو وجوب اواستحباب یې داسې بیان کړی دی: د اودس د وجوب موارد دا دي: لمونځ او واجب طواف، د قراني لیکنو لمس کول، له دې پرته د نورو مواردو لپاره اودس مستحب دی. د واجب غسل موارد دا دي: د وضو ټول موردونه او پرې سربېره جوماتونو ته د داخلېدو لپاره، د عزائم سورو د لوستلو لپاره، د روژې میاشتې ورځې ته د داخلېدو لپاره کله چې جنب انسان ته یوازې د سپینوالي تر راختلو پورې د غسل کولو په اندازه وخت پاتې وي او د کثیره مستحاضه ښځې د روژې لپاره. او له دې پرته د نورو مواردو لپاره غسل مستحب دی. د تیمم د واجبېدو موارد دا دي: د واجب لمونځ لپاره تیمم چې د اودس یا غسل کولو وخت نه وي او څوک چې په مسجد الحرام یا مسجد النبي کې جنب شوی اوغواړي ترې ووځي او له دې پرته د نورو مواردو لپاره تیمم مستحب دی. البته طهارت کله کله په نذر او داسې نورو شیانو سره واجبیږي.[۱۸] د شرایع کتاب اخري مساله د هغه مسلمان د حکم په اړه ده چې په یوغشی یې یو مارغه ویشتی وي او له هغه وروسته مرتد شوی وي او غشی یې په یو مسلمان لګېدلی وي. شیخ طوسي [۱۹] قایل دی چې دیت نه د هغه د مسلمانو خپلوانو په غاړه دی او نه د کفارو په غاړه.[یادداشت۱] صاحب شرایع په دې باور دی چې که وویل شي چې دیت د مسلمان د خپلوانو په غاړه دی نو دا ښه خبره ده ځکه چې د صحیح قول په اساس خپلوان مسلمان یې له هغه میراث وړي.[۲۰]

د شرایع شرحې، لمن لیکونه او ترجمې

دوتنه:کتاب جواهر الکلام.jpg
جواهرالکلام لیک د محمد حسن نجفی، د شرایع له مشهورو شرحو

اصلي مقاله: د شرایع الاسلام د شرحې لړلیک

پر شرایع الاسلام ډېرې شرحې او لمن لیکونه لیکل شوې دي.[۲۱] د هغې ځینې لنډیزونه او ژباړې هم شته دي. په مختصر الشرایع مشهور کتاب النّافِع فی مُختصر الشّرایع هغه لنډیز دی چې په خپله محقق حلي له شرایع څخه وړاندې کړی دی.[۲۲] هغه په همدې لنډیز یوه شرحه د المعتبر فی شرحِ المختصر په نوم لیکلې ده.[۲۳]

ځینې مشهورې شرحې دا دي:


  • جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تألیف د محمدحسن نجفی ، مشهور په صاحب جواهر (وفات ۱۲۶۱ق)
  • مَسالِک الاَفهام اِلی شرائع الاسلام، له شهید ثانی (وفات ۹۶۶ق)
  • مدارک الاحکام فی شرح شرائع الاسلام، لیک د سید محمد موسوی عاملی، مشهور په صاحب مدارک (وفات ۹۴۶ق)[۲۴]

محقق کرکی، سید محمدمهدی بحرالعلوم، شهید ثانی او جمال‌الدین خوانساري هم له هغو فقیهانو دي چې پر شرایع یې لمن لیکونه لیکلې دي.[۲۵]

نسخه پېژندنه

د سید محمد امین په وینا له شرایع الاسلام ډېرې خطي نسخې موجودې دي.[۲۶] په فهرستواره دستنوشته‌های ایران، کتاب کې په ایران کې د ۸۵۳ نسخو نوم راغلی دی.[۲۷] په دې کې ځینې نسخې ډېرې زړې دي؛ په دې ډول چې په خپله د لیکوال لپاره،[۲۸] یا د هغه د هم مهاله فقیهانو لکه علامه حلي [۲۹] لپاره لوستل شوې دي.

آقا بزرګ تهراني په الذریعه کې ځینې نسخې چې په خپله یې لیدلې دي په دې ډول ذکر کړي دي:

  • د محمد بن اسماعیل هرقلي په نامه د یو کس په خط نسخه، دا نسخه د کتاب د لومړۍ نیمایي برخې ده او په ۶۷۰ قمري کال کې لیکل شوې ده. کاتب دا نسخه،محقق حلي ته لوستې او هغه په خپل خط تایید کړې ده.
  • د کتاب د دوهمې نیمایۍ نسخه د محمد بن اسماعیل هرقلي په خط، دا نسخه په ۷۰۳ ق کال کې لیکل شوې ده.
  • په تهران کې د مجد الدین نصیري کتابتون کې موجوده نسخه چې په ۶۷۴ ق کال کې لیکل شوې ده. د دغه نسخې پر اتمام د محقق حلي تاییدیه، د هغه په خپل خط او لاسلیک په نسخه کې لیدل کیږي.
  • په نجف کې د آل طالقاني کتابتون نسخه. دا نسخه د محمد کاظم یزدي په نامه یو کس په ۱۱۰۵ ق کال کې لیکلې ده.[۳۰]

د خپرېدو حالت

شرایع په ځلونو په ایران، هند، مصر او عراق کې چاپ شوی دی. احتمال یې ورکړی چې ترټولو زوړ چاپ یې په ۱۲۵۵ ق کال کې د هند په کلکتې کې شوی وي.[۳۱] په ایران کې یې لومړی چاپ په ۱۲۶۷ق کال کې په سنګي یا ډبرین چاپ شوی دی.[۳۲]

ځینې نور چاپونه:

  • د قاهرې چاپ کال ۱۳۷۶ق[۳۳]
  • د خورشید او مکتبة العلمیة الاسلامیة، چاپخونې چاپ کال ۱۳۷۷ق
  • د نجف چاپ د عبدالحسین محمد علی بقّال په تصحیح ، په کال ۱۳۸۹ق کې[۳۴]
  • په قم کې د اسماعیلیان خپرنځي چاپ په ۱۴۰۸ق، کې د عبدالحسین محمد علی بقّال په تصحیح
  • د انتشارات استقلال، تهران چاپ ، ۱۴۰۹ق.

فوټ نوټ

سرچينې