حجاب

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حِجاب، د نامحرم سړي په وړاندې د ښځې پردې او ستر کولو ته وایي. د فقهیانو او مسلمانو عالمانو په وینا، حجاب د اسلام دین له مسّلمو واجباتو او ضروریاتو او د مذهب له ضروریاتو دی او د قرآن په ځینو ایتونو او د امامانو (ع) په حدیثونو کې د هغه په وجوب او اهمیت ټینګار شوی دی. فقیهان د نامحرم په وړاندې د ښځو لپاره د حجاب په خیال ساتلو اجماع لري. ځینو څېړاندو د دغه حکم ځینې فایدې بیان کړې دي چې یو شمېر یې دا دي: رواني او روحي آرامښت، د کورنیو اړیکو پیاوړتیا، د ټولنې مضبوتیا او ښځې ته درنښت او ارزښت ورکول.

ویل کیږي چې په اسلامي ایران کې د حجاب په مسالې علمي بحث له نوې نړۍ سره له بلدتیا او د مشروطه غورځنګ له پېلېدا سره په یو وخت مطرح شوی دی. د کشف حجاب( په زوره د حجاب لرې کولو) په مسالې سره حجاب له یوې مازې مذهبي مسالې رابهر او په یوې سیاسي کلتوري ښکارندې بدله شوه او د حجاب په باره کې تر ټولو زیات علمي اثار په دغه پړاو او له هغې وروسته پړاوونو کې لیکل شوې دي.

د ایران له اسلامي انقلابه وروسته، د حجاب مساله اجباري شوه او په ۱۳۶۰ لمریز کال کې یو قانون تصویب شو چې پر اساس یې، بې حجابي سرغړونه او د قانون خلاف ورزي ګڼل کیږي، د ایران په کالهنداره کې د چنګاښ میاشتې یوویشتمه چې د کشف حجاب په خلاف د مشهد د خلکو د پاڅون کلیزه ده د عفاف او حجاب ورځ نومول شوې ده.

په اسلامي کلتور کې د حجاب اهمیت

حجاب او د نامحرم سړي په وړاندې د ښځې ستر او پرده کول له مهمو اسلامي مسایلو دي او ویل کیږي چې په قران کې په دې مسالې تصریح شوې ده.[۱] شیعه فقیهان وایي چې د حجاب مساله له مسلماتو او واجباتو بلکې د اسلام دین له ضروریاتو ده.[۲] ناصر مکارم شیرازي وایي چې په تېره بیا په اوسنۍ زمانه کې هغه ټول کسان چې له مسلمانانو سره ناسته پاسته لري پوه شوي چې د ټولو مسلمانو فرقو یو پروګرام حجاب دی چې ورو ورو په شعار بدل شوی او پرې پابند دي.[۳]

په فقې کې په ځینو بابونو لکه طلاق[۴] او نکاح کې نامحرم ته د کتلو د مسالې په ترڅ کې، د حجاب خبره شوې ده.[۵] په فقهي او حدیثي کتابونو کې، د پردې معنا ته د اشارې لپاره، د حجاب د ټکي په ځای د «ستر» له ټکي استفاده کېدله.[۶] او د ښځو د پردې او ځان پټولو لپاره د حجاب د ټکي استعمال هغه اصطلاح چې زیاتره په اوسنۍ زمانه کې پېدا شوې ده.[۷]

حجاب په لغت کې د حائل او هغه شي په معنا دی چې د دوو شیانو تر مینځ جدایي راولي او پرده وي.[۸]

احکام

د مسلمانو فقیهانو په اجماع[۹] پر ښځه واجبه دي چې خپل بدن او د سر وېښته له نامحرمه پټ کړي.[۱۰] ځینو فقیهانو دغه حکم د دین له ضروریاتو او د مذهب له ضروریاتو ګڼلی دی.[۱۱] د ښځو لپاره د واجبې پردې د حدودو په اړه دوه کلي نظره موجود دي.[۱۲]:

  1. د ټول بدن پټول بې د مخ له غونډوالي، او بې له مړونده (د لاس له جوړه) د ګوتو تر سرونو پورې: زیاتره فقیهان په دې نظر دي او د بدن دغه دوه غړي یې په دې شرط سره چې د ګناه احتمال نه وي، د پردې او حجاب له حده استثنا کړې دي.[۱۳]
  2. د ټول بدن د پټولو واجبوالی: ځینو فقیهانو لکه فاضل مقداد[۱۴] او سید عبدالاعلی سبزواری[۱۵] د ټول بدن حتی د مخ او لاسونو پټول هم د ښځو لپاره واجب احتیاط ګڼلې دي.[۱۷] سید محمدکاظم طباطبایی یزدی (صاحبْ‌عُروه)، په دې اړه په مستحب احتیاط قایل شوی دی.[۱۸]

د حجاب د وجوب شرعي دلیلونه

ځینې دلیلونه چې فقیهانو د حجاب د وجوب د حکم لپاره په هغو استناد کړی دی دا دي:

قرآن

اصلي مقالې: د جلباب آیت او د حجاب آیت

د نور سورې ۳۱ او د احزاب سورې ۵۹ ایتونه هغه تر ټولو مهم ایتونه دي چې مسلمانو فقیهانو د ښځو د حجاب او پردې د واجبوالي د اثبات لپاره په هغو استدلال کړی دی.[۱۹] د مکارم شیرازي په وینا، د قرآن لږ تر لږه شپږ ایتونه د نامحرم په وړاندې د ښځو لپاره د حجاب پر وجوب دلالت کوي.[۲۰]


روایتونه

ویل کږي هغه روایتونه چې د نامحرم په وړاندې د ښځو د حجاب په لازموالي دلالت کوي، تواتر لري.[۲۱] مکارم شیرازي دغه ټول روایتونه په اوو ډلو ویشلي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:[۲۲]

  1. هغه روایتونه چې د نور سورې د یو دېرشم ایت د یوې برخې «وَلَا یُبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا؛(ایماندارو ښځو ته ووایه) خپل زینتونه نه ښکاره کوي؛ مګر هغه زنیتونه چې ښکاره دي» د بیان لپاره راغلي دي دغو روایتونو ته په پام سره له ښکاره زینتونو مطلب د مخ غونډوالی او لاسونه ( د ګوتو له سرونو تر مړوند) پورې دي او له دغه دوو موردونو پرته د حجاب خیال ساتل ضروري ګڼل شوې دي.[۲۴]
  2. هغه روایتونه چې د نور سورې د ۶۰ ایت د بیان لپاره راغلي او پکې د جلباب (لوپټې) لرې کول د بوډۍ ګانو ښځو (القواعد من النساء) لپاره چې ورسره واده ته د چا رغبت نه کیږي، جایز ګڼل شوې دي.[۲۵] نو له دې پرته په نورو ښځو واجبه ده چې د خپل سر وېښته او بدن پټ کړي.[۲۶]
  3. هغه روایتونه چې پکې د وینځو د حجاب پوښتنه شوې او په ځواب کې د هغوي د حجاب اندازه یو څه ازاده بیان شوې ده.[۲۷] په دغه روایتونو کې د ا ستنثنا مواردو (د وینځو د حجاب) پوښتنه شوې او دا ښیي چې اصل مساله یعنې حجاب، مسلّمه وه.[۲۸]
  4. هغه روایتونه چې پر اساس یې جینکۍ باید د بالغېدو له عمره پس د خپل حجاب خیال وساتي او ځانونه له نامحرمو پټ کړي.[۲۹] په دې روایتونو کې د ښځو او جینکو لپاره د حجاب د خیال ساتلو د لازموالي د وخت په اړه بحث شوی او دا ښيي چې اصل مساله یعنې حجاب له مسلماتو و.[۳۰]

په اسلام کې د حجاب فلسفه

مرتضی مطهري او ځینو نورو په شرعي حجاب د پابندۍ د ضرورت لپاره ځینې حکمتونه بیان کړې دي چې یو شمېر یې دا دي:

  • روحي رواني ارامښت: د ښځې او سړي تر مینځ د حدودو او کرښې نیشتوالی او د معاشرت بې خرته ازادي د هیجانونو او جنسي غریزو د بېدارېدو او زیاتېدو سبب کیږي او د سکس غوښتنه د روحي تندې او نه سړېدونکې جذبې په شکل کې راولي. له بلې خوا دغه نامحدودې او نه مړېدونکې غوښتنې همېشه لاسته نه راتلونکې او یو ډول د محرومیت له احساس سره یوځای دي او دا په خپله د روحي ګډوډیو او رواني نفسیاتي ناروغیو سبب کیږي.[۳۱]
  • د کورنیز پېوند پیاوړتیا: د ښځو د حجاب خیال ساتل د کورنیزو اړیکو او پيوندونو د پیاوړتیا او په کور کې د ښځې او مېړه د مینې د زیاتېدو سبب کیږي؛ ځکه چې د حجاب او پردې په وسیله له مېرمنې پرته له بل چا د جنسي خوند اخستلو مخه نیول کیږي او جنسي خوندونه یوازې په کورنۍ پورې محدود پاتې کیږي او دا ، د ښځې او مېړه پېوند مضبوطوي.[۳۲]
  • د ټولنې ټینګښت : د مناسبې پردې خیال نه ساتل او په ټولنه کې د ښځو او سړو تر مینځ د اړیکو ازادي، جنسي خوندونه د کور له چاپیریال څخه د ټولنې سویې ته کاږي او دا په خپله په ټولنه کې د کار او فعالیت د ځواک د کمزورۍ سبب کیږي.[۳۳]
  • د ښځې درنښت او ارزښت: د مرتضی مطهري په وینا د اسلام دین له نظره ښځه چې هر څومره باوقاره او باحیا وي او ځان د سړو نندارې ته وړاندې نه کړي ارزښت او احترام یې زیاتیږي.[۳۴] مکارم شیرازي بي حجابي د ښځې د شخصیت د ځوړتیا سبب ګڼلی او ویلي یې دي چې کله چې ټولنه ښځې په لغړو اندامونو وغواړي، طبیعي ده چې هره ورځ له هغې د لا زیاتې ځان ښودنې او ارایش او سینګار غوښتنه لري او په داسې ټولنه کې د ښځې شخصیت د بې ارزښته سامان تر حده راټیټیږي او انساني ارزښتونه یې هېرول کیږي.[۳۵]

په اوسني ایران کې د حجاب مساله

د رسول جعفریان په وینا په ایران کې د مشروطه له غورځنګ او له نوې نړۍ سره له مخامخېدو سره هم مهاله د حجاب مساله ننګوونکې شوه؛ په داسې حال کې چې له دې مخکې یوازې د فقهي مسالې او شرعي مکلفیت په حد کې دې ته کتل کېدل.[۳۶] په کابو شپېتو کلونو کې په تېره بیا له ۱۳۲۹ تر ۱۳۴۸ لمریز کاله په ایران کې د حجاب په اړه پراخ عملي حرکت وشو. له دې مخکې په شیعه عالمانو کې د حجاب په اړه هیڅ جدا فقهي رساله نه وه ؛[۳۷] خو په دې پړاو کې د حجاب په دفاع کې تر ټولو زیاتې رسالې ولیکل شوې.[۳۸]

رضا شاه له لویدیځه په اغېزمنلو او له هغه بدلونونو په متاثره کېدو سره چې په ترکیې کې رامینځته شوې وو، د د یو قانون په توګه په ۱۳۱۴ لمریز کال کې د حجاب د لرې کولو حکم په رسمي توګه ورکړ؛[۳۹] خو د هغه په تللو سره او په ایران او عراق کې د مراجعو او عالمانو له ډېرو هڅو وروسته د حجاب د لرې کولو قانون په ۱۳۲۲ لمریز کال کې له اجباري حالته راووته.[۴۰]

د ایران له اسلامي انقلابه وروسته، د اجباري حجاب مساله په ادارو او دفترونو کې د بوختو ښځو د پردې په اړه بحث سره مطرح شوه.[۴۱] په ۱۳۶۰ لمریز کال کې په دولت پورې اړوند د دولتي موسسو او وزارتونو د انساني ځواک د منعې کولو د قانون د ۱۸۰ مادې په پینځم بند کې بې حجابي له قانونه سرغړونه وګڼل شوه.[۴۲] د ایران په کالهنداره کې د چنګاښ یوویشتمه چې د کشف حجاب په خلاف د مشهد د خلکو د پاڅون کلیزه ده د عفاف او حجاب ورځ نومول شوې ده.[۴۳

په مختلفو اسلامي هیوادونو کې حجاب

حجاب په مختلفو اسلامي هیوادونو کې ډول ډول شکلونه لري.[۴۴] د مثال په توګه په ایران کې ساده تور څادر(ټیکری) رسمي حجاب پېژندل شوی دی.[۴۵] په ایران کې ځینې ښځې عربي ټیکري یا عبا (عبایا) هم اغوندي. البته دغه ډول پرده زیاتره په عرب میشتو سیمو کې دود ده.[۴۶] په هند او پاکستان کې ځینې مسلمانې ښځې د حجاب د خیال ساتلو لپاره یو ډول دودیز ټیکري (لوپټه) په سروي.[۴۷] لوپټه لویه وي او د پښو تر ګیټیو رسیږي او د لویې روسرۍ په شان مختلفې فایدې لري. دا زیاتره له کمیس پرتوګ سره اغوستل کیږي.[۴۸] همداراز د انډونیشیا په ښځو کې دوده جامه کوټ یا ارته شان جامه ده چې جلباب نومیږي نن سبا په انډونیشیا کې جلبابونه معمولا بې له لاسونو او مخه نور ټول بدن پټوي او سر او غاړه هم د روسرۍ یا شال په وسیله پټول کیږي.[۴۹]

په افغانستان کې بیا د ښځو دوده پرده برقع یا چادري ده. برقع له سر تر پښو لوی ټوکر دی چې پکې د سترګو په ځای کې جالۍ لګېدلې وي چې په لیدلو کې ستونزه پېښه نه شي.[۵۰] برقع یا چادري په افغان ښځو کې د طالبانو په حکومت کې د اصلي پردې په توګه مطرح ده.[۵۱]

ویل کیږي چې په لبنان هیواد کې ځینې مسلمانې ښځې تور ټیکري سره د روسرۍ (سکارف) اغوندي او ځینې هم د ټیکري په ځای اوږده مانتو له سکارف یا مقنعې سره یو ځای اغوندي.[۵۲]

کتابونه

کتاب رسائل حجابیه، لیک د رسول جعفریان

د حجاب په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي [۵۳] چې ځینې یې په دې ډول دي:


  • الحجاب فی الاسلام لیک د محمدقوام وشنوی قمی: دا کتاب په ۱۳۳۸ کال کې په قم کې د الحکمه چاپخونې له خوا چاپ شوی دی.
  • مسئله حجاب لیک د مرتضی مطهری: په دغه کتاب کې ځینې درسونه او بحثونه شامل دي چې د ډاکټرانو د اسلامي ټولنې په غونډو کې بیان شوې او د عبارتونو له اصلاح او تنظیم او د ځینو مطالبو له ورزیاتېدو وروسته د کتاب په بڼه چاپ شوي دي.[۵۴]
  • رسائل حجابیه: لیک د رسول جعفریان. د اکتاب دوه ټوکیز دی او د حجاب د مسالې په اړه پکې ۳۳ رسالې دي. د کتاب په سر کې د لیکوال په قلم یوه سریزه ده چې عنوان یې دی: «سابقه بدعت کشف حجاب» د کتاب په پای کې شپږ پېوستونه راغلي دي.[۵۵] لومړی پېوست«رساله مدنیه» دی چې په ۱۲۸۸ ل کال کې د درېو موضوعاتو، د ډېرو ښځو کول، حجاب او طلاق په اړه دی. دوهم اودریم پېوست د مجتبی مینوي او علي دشتي دوه مقالې لري چې د کشف حجاب په دفاع کې دي. څلورم پېوست په فارسي اشعارو کې د حجاب او ضد حجاب په اړه دی. او پینځم پوست د هغو کتابونو پېژندنه ده چې د حجاب په اړه لیکل شوي دي.[۵۶]
  • حجاب شرعی در عصر پیامبر: په ۱۰۱۷ مخونو کې د امیر حسین ترکاشوند لیکلی کتاب دی. دا کتاب په ۱۳۸۹ ل کال کې د اجازتنامې اخستلو لپاره ارشاد اسلامي وزرات ته وړاندې شو خو د خپرېدو اجازه یې وانه خستی شوه او لیکوال یې د ایمیلونو او شخصي وبلاګونو له لارې خپور کړ.[۵۷] د کتاب مطالب په درېو لویو برخو کې وړاندې شوي: لومړی برخه ، له اسلامه مخکې حجاب او د مسلمانانو غبرګون (حدیثونو او تاریخي راپورنو ته په پام سره) دوهمه برخه : حجاب د قرآن په سیوري کې (د قران د ایتونو په اساس) او دریمه برخه : فقهي بحثونه دي( د پېغمبر په زمانه کې د شرعي حجاب له اندازې سره د فقهي اراوو د تطابق جاج). د دغه څېړنې له لیکلو د لیکوال هدف، د پېغمبر په زمانه کې د شرعي حجاب د اندازې راوېستل دي چې پر اساس یې هغه نظر چې نن سبا د شرعي حجاب د اندازې او حدودو لپاره وړاندې شوی ، وشنل او وجاجول شي.[۵۸]
  • حجاب‌شناسی چالش‌ها و کاوش‌های جدید: لیک د حسین مهدی‌زاده دی چې په ۱۳۸۱ل کال کې چاپ شوی دی. د دغه کتاب ځینې عنوانونه دا دي: ترویج و تبلیغ فرهنگ عفاف و حجاب؛ آثار اجتماعی حجاب؛ آسیب‌شناسی حجاب؛ احکام حجاب؛ اعتقاد و پایبندی به حجاب؛ تاریخچه حجاب و پوشش؛ حجاب در ادیان و ملل؛ حجاب و رابطه آن با کرامت زن؛ خودنمائی و جلباب؛ ضرورت و فلسفه حجاب؛ کیفیت پوشش؛ نگاه و احکام آن.[۵۹]

فوټ نوټ

سرچينې