د جلباب آیت

د wikishia لخوا
د جلباب آیت

د جِلباب آیت (احزاب: ۵۹) له ښځو غواړي چې خپل جلبابونه (لوپټې) ځانته نزدې کړي چې سړي یې ونه ځوروي. په دې ایت کې «جلابیب» استعمال شوی چې د جلباب جمع ده. جلباب یې یو ډول جامه ګڼلې چې تر روسرۍ (لوپټې) لویه ده.

شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي په دې باور دی چې دا آیت ازادو ښځو ته مختص دی چې د حجاب په کولو سره له وینځو وپېژندلې شي او څوک پرې تېری ونه کړي. خو ځینې نور بیا بې له دې چې ایت له ازادو ښځو سره مخصوص کړي، باوري دي چې دغه ایت له ټولو ښځو غواړي چې په وقار سره چلند وکړي چې په هغوي بد ګمان ونه کړی شي او څوک پرې غرض ونه لري او تېری پرې ونه کړي.

د تقلید مرجع سید حسین بروجردي او شیعه مفسر سید محمد حسین طباطبایی په دې باور دي چې د جلباب ایت په اساس ښځې باید خپل مخونه پټ کړي. د دې په مقابل کې بیا جعفر سبحاني او مرتضی مطهري، له دغه اخستون سره مخالف دي او یوازې د وېښتو په پټولو یې بسنه کړې ده.

د آیت د متن او ترجمې معرفي

د احزاب سورې ۵۹ ایت چې پکې یو ډول د حجاب او پردې خبره شوې «جلباب» ایت نومول شوی دی.[۱]

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن يُعْرَ‌فْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ...

اې پېغمبر، ښځو او لوڼو ته دې او مومنانو ښځو ته ووایه چې خپلې پردې (لوپټې) ځانته نزدې کړي. دا د دې لپاره چې وپېژندل شي او له ځورېدو سره مخ نه شي [احتیاط ته] لا نزدې ده.

شأن نزول

د تفسیرقمي کتاب د لیکوال په وینا، د دغه ایت د نزول سبب دا و چې د پېغمبر(ص) په زمانه کې، کله به چې ښځې د جمعې لمانځه لپاره جومات ته تلې، ځینې ځوانان به ورته په لاره کې کښېناستل او تنګولې به یې.[۲]

د جلباب معنا

«جَلابیب» ټکی د «جِلباب» جمع ده. راغب اصفهاني لیکلي چې جلباب کمیس او لوپټې ته ویل کیږي؛[۳] خو په مجمع البحرین کې راغلي دي چې جلباب تر لوپټې اوږده او تر څادر وړه جامه ده چې ښځې یې په سر اچوي چې سر او سینه به یې پټوله.[۴] د قرآن لغت پېژاندی مصطفوي په دې باور دی چې جلباب داسې یو شی دی چې جامې پټوي او بدن او جامه دواړه یوځاي پټوي او داسې څادر او لوپټه او ټیکری دی چې د ښځې ټول بدن پټوي او د جامو لپاره اغوستل کیږي.[۵] [یادداشت۱]

له پېژندل کېدو مطلب څه دی؟

د شپږمې قمري پېړۍ شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي په تفسیر مجمع البیان کې د «ذلِكَ أَدْنى‏ أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ» د عبارت دوه تفسیره مطرح کړې دي او نورو کسانو چې دغه ایت یې تفسیر کړی، له دغو دوو تفسیرونو یو اخستی دی:

  • د لومړي تفسیر مطابق چې د طبرسي خپل نظر هم دی، په دغه عبارت کې له پېژندل کېدو مطلب دا دی چې معلومه شي هغوي ازادې ښځې دي او وینځې نه دي چې تېری پرې ونه شي؛ ځکه چې په هغه زمانه کې به ځینو په هغو ښځو تېری کاوه او تنګولې به یې چې ازادې به نه وې. همداراز ځینو منافقانو به هم په ښځو کار لره او کله به چې ترې پوښتنه وشوه نو ویل به یې چې مونږ فکر کاوه وینځې دي. په دې کار سره له دغه منافقانو هم د پلمې جوړولو فرصت اخستل کېده.[۶]
  • دوهم تفسیر چې طبرسي ابو علي جبایي (معتزلي متکلم او اندیال، وفات ۳۰۳ق) ته نسبت ورکړی، وایي چې له پېژندل کېدو مطلب دا دی چې په دې پوه شي چې دغه ښځې د حجاب خاوندانې او پاک لمنې دي چې فاسق سړي یې په لور لاړ نه شی؛ ځکه چې فاسق سړي چې کله وویني چې یوه ښځه مناسبه پرده لري او پاک لمنه ده، غرض پرې نه لري.[۷] علامه طباطبایي او مرتضی مطهري دغه اخستوی خوښ کړی دی.[۸]

فقهي استعمال

په جلباب ایت په فقهي مباحثو کې هم استناد شوی دی.[۹] د مرتضی مطهري په وینا د زمخشري او فخر رازي په شان مفسرانو له دغه ایته اخستون کړی دی چې په ښځې واجبه ده خپل مخ پټ کړي..[۱۰] علامه طباطبایي هم داسې اخستون کړی دی.[۱۱] د جعفر سبحاني په وینا، ایت الله بروجردي همدا نظر لرلی او استدلال یې کړی چې د جلباب په نزدې کولو سره چې په ایت کې یې امر شوی ضرور باید ټول مخ پټ کړی شي.[۱۲]

مرتضی مطهري او جعفر سبحاني دغه استدلال نه دی منلی؛ د مطهري په باور، دا ایت د پردې د حدودو د بیان په لټه کې نه دی، بلکې د دې بیانوونکی دی چې مسلمانې ښځې باید په حیا او وقار سره چلند وکړي او پرده یې یوازې تشریفاتي بڼه ونه لري. هغه لیکلي دي د «فَلَا يُؤْذَيْنَ»( ازار نه کړی شي) عبارت په ایت کې د دې نظر تاییدوونکی دی.[۱۳] سبحاني هم د دغه عبارت په استناد سره لیکلي دي چې د جلباب له نزدې کولو مطلب دا وه چې ازادې ښځې له وینځو وپېژندل شي او ونه ځورول شي او د وېښتو په پټولو سره دا هدف لاسته راځي. پر دې اساس د مخ پټولو ضروري نه دي.[۱۴]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۱۲۶.
  2. قمی، تفسیر قمی، ۱۳۶۷ش، ج۲، ص۱۹۶.
  3. راغب اصفهانی، مفردات، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۹۹، ذیل واژه «جلابیب».
  4. طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۲۴، ذیل واژه «جلب».
  5. مصطفوی، التححقیق فی کلمات القرآن الکریم، ج۲، ص۹۵.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۸۱.
  7. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۸۱.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۳۹-۳۴۰؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۱۹، ص۵۰۴-۵۰۵.
  9. وګورئ: شبیری، کتاب‌النکاح، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۶۲-۴۷۰؛ سبحانی، نظام النکاح، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۵۲؛ مکارم شیرازی، کتاب‌النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۲.
  10. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۱۹، ص۵۰۵.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۳۹.
  12. سبحانی، نظام النکاح، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۵۲.
  13. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۱۹، ص۵۰۳-۵۰۴.
  14. سبحانی، نظام النکاح، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۵۲.

سرچينې

  • جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآنی،‍‍ قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، تحقیق صفوان عدنان داودى، دمشق/بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • سبحانی، جعفر، نظام النکاح فی الشریعة الاسلامیة الغراء، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۳۷۵ش.
  • شبیری زنجانی، سیدموسی، کتاب‌النکاح، قم، مؤسسه پژوهشی رای‌پرداز، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن،، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طریحى، فخرالدین، مجمع‌البحرین، تحقیق: سیداحمد حسینی، تهران، کتابفروشى مرتضوی، چاپ سوم، ۱۳۷۵ش.
  • قمى، على بن ابراهیم،‏ تفسیرالقمی،‏ تحقیق و تصحیح طیّب‏ موسوى جزایرى، قم، ‏دارالکتاب، ‏چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، کتاب‌النکاح، تحقیق محمدرضا حامدی و مسعود مکارم، قم، مدرسه امام علی بن ابی‌طالب، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.