د حجاب آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د حجاب آیت

د حجاب آیت (نور سوره:۳۱) د ښځو د حجاب د لازموالي په اړه ده. دا آیت د حجاب په واجبوالي د فقیهانو له قرآنی دلیلونو څخه دی. همداراز ځینو فقیهانو په دې ایت کې د «اِلّا ما ظَهَر مِنها؛ مګر هغه څه چې ښکاره دي» د عبارت په اساس ویلي دي چې د مخ او د لاس له بنده (لیچو) لاندې د لاسونو پټول په ښځه واجب نه دي.

ځینې نور ایتونه هم د حجاب د ایت په نوم پېژندل کیږی. منجمله د احزاب سورې ۵۹ ایت چې د جلباب آیت نومیږي.

متن او ترجمه

د نور سورې ۳۱ ایت د حجاب د ایت په نوم پېژندل کیږي.[۱] ویل کیږي چې د دغه ایت په نازلېدو سره په ښځو حجاب واجب شو.[۲]

وَ قُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِ‌هِنَّ وَ يحْفَظْنَ فُرُ‌وجَهُنَّ وَ لَايبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَ لْيضْرِبْنَ بِخُمُرِ‌هِنَّ عَلَیٰ جُيوبِهِنَّ وَ لَايبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ... وَ لَايضْرِ‌بْنَ بِأَرْ‌جُلِهِنَّ لِيعْلَمَ مَا يخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ﴿٣١﴾

او ایماندارو ښځو ته ووایه:« خپل نظرونه [له هر نامحرمه] پټ کړي او له پاکلمنۍ کار واخلي او خپل زینتونه او ښکلاوې دې نه ښکاره کوي، مګر هغه څه چې په فطري توګه ښکاره دي. او باید خپلې لوپټې په خپلو غاړو واچوي، او خپل زینتونه دې بې له خپلو میړونو یا پلرونو... بل چاته نه ښکاره کوي؛ او خپلې پښې (داسې) په ځمکه ونه وهي چې پټ زینتونه یې ښکاره شي.

فقهي استعمال

په فقهي کتابونو کې د ښځو د حجاب د واجبوالي او د حجاب د ځینو احکامو لکه د حجاب د حدودو د بیان لپاره په دغه ایت استناد شوی دی.[۳] د «لَايُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ»، عبارت د ښځو لپاره د حجاب په واجبوالي دلالت کوي.[۴] همداراز د ځینو شیعه فقهیانو لکه شیخ انصاري، شهید ثاني او علامه حلي په وینا د «اِلّا ما ظَهَر مِنها» (مګر هغه څه چې ښکاره دي) عبارت مخ او له بند (لیچې) لاندې لاسونه له پټولو استثنا کوي.[۵]

شأن نزول

د دغه ایت د شان نزول د کیسې په اړه له جابر بن عبدالله انصاري نقل شوي چې یوه ورځې یو شمېر ښځې د مرشده لور اسماء ته ورغلې وې چې مناسب حجاب یې نه درلود؛ په دې ډول چې پازېبونه، غاړې او د سینو بره راوتل یې ښکاره وو. هغه په دې کار خپه شوه او هغوي یې ملامته کړې. له دې وروسته دا ایت نازل شو.[۶] د قرآن مفسر طبرسي هم په دې اړه لیکلي دي چې د دغه ایت له نازلېدلو مخکې ښځو لوپټې داسې په سرولې چې پاتې برخه به یې شاته پرېوتله او له دې امله به یې غاړې او سینې ښکاره وې.[۷]

تفسیري ټکي

د مفسرانو په وینا، د زینتونو او ښکلاوو له نه ښکاره کولو مطلب په دغه عبارت «لَايُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ»،کې د بدن د ځینو غړیو نه ښکاره کول دي چې معمولا سینګار او زینت کیږي.(لکه غوږونه او غاړه) نه یوازې د کالیو او ګاڼو نه ښکاره کول؛ ځکه چې یوازې د کالو لکه والیو ښودل حرام نه دي.[۸] «خُمُر» هم د خمار جمع ده چې مطلب یې دی هغه پوښښ او پرده چې ښځې ورسره سر پټوي.[۹] په «وَلْيضْرِبْنَ بِخُمُرِ‌هِنَّ عَلَیٰ جُيوبِهِنَّ» (باید خپله لوپټه په خپله غاړه واچوي) عبارت کې امر شوی چې ښځې خپلې لوپټې په سینو واچوي چې ویښته، غوږونه او غاړې یې ښکاره نه وي.[۱۰] نور الثقلین تفسیر له امام باقر(ع) په یو روایت کې د دغه ایت په تفسیر کې (وَ لا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا ما ظَهَرَ مِنْها) درې ډوله زینتونه معرفي شوې دي.۱-د خلکو لپاره زینت لکه : رانجه، ګوتمه، بنګړي، او نکریزې چې په لاس لګول شوې وي.۲:د محارمو لپاره زینت لکه: امېل، او د مخ زینتونه، بنګړي یا کړه، او د لاس زینتونه.۳- د مېړه لپاره زینت چې ټول بدن دی.[۱۱]

په جلباب سره حجاب

اصلي مقاله: د جلباب آیت

د احزاب سورې ۵۹ آیت هم د حجاب خبره کړې ده چې په «جِلباب» ایت پېژندل کیږي.[۱۲] په دې آیت کې له ښځو غوښتل شوي چې ځانونه په جلبابو سره پټ کړئ.[۱۳] لغت پېژاندي جلباب تر روسرۍ لویه او تر ردا (عبایا او بالاپوشه) وړه جامه ذکر کړې چې ښځې یې په سروي او تر سینې پورې پټوي.(لوپټه)[۱۴]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌ابى‌حاتم، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق اسعد محمد الطیب، عربستان سعودى، مکتبة نزار مصطفى الباز، چاپ سوم، ۱۴۱۹ق.
  • جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآنی،‍‍ قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
  • حر عاملی، محمد بن الحسن، وسائل الشیعه الی تحصیل مسائل الشریعة، تحقیق محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسة آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
  • حویزی، عبد علی بن جمعه، تفسير نور الثقلين‌، قم، نشر اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • خویى، سید ابوالقاسم، ‌موسوعة الامام الخوئی،‌ تحقیق و تصحیح پژوهشگران مؤسسه إحیاء آثار آیت‌الله العظمى خویى،‌ قم، ‌مؤسسة احیاء آثار الامام الخوئی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.‌
  • سعیدی، فریده، «حجاب (۱)»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۱۲، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • شهید ثانى، زین‌الدین بن على، مسالک الاَفهام اِلى تنقیح شرائع الاسلام،‌ تحقیق و تصحیح گروه پژوهش مؤسسه معارف اسلامى،‌ قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة‌، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.‌
  • شیخ انصاری، مرتضی، کتاب النکاح، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری، ۱۴۱۵ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طریحى، فخرالدین، مجمع‌البحرین، تحقیق: سیداحمد حسینی، تهران، کتابفروشى مرتضوی، چاپ سوم، ۱۳۷۵ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرةالفقهاء، تحقیق و تصحیح گروه پژوهش مؤسسه آل‌البیت، قم، چاپ اول، ‌مؤسسه آل‌البیت.‌
  • مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دایرةالمعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.