حدث اصغر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حَدَثِ اَصغر، (وړوکی حدث) داسې شي ته ویل کیږي چې اودس ماتوي او یا داسې حالت چې په انسان کې د اودس د ماتېدو په وجه پېدا کیږي او د هغو عملونو د کولو خنډ ګرځي چې د کولو لپاره یې اودس شرط دی.[۱]

فقیهان حدث په حدث اکبر او حدث اصغر تقسیموي. حدث اصغر چې معنا یې ده وړوکی حدث ، هغه شی دی چې اودس ماتوي. د دې موارد دا دي: د تشو او ډکو متیازو وتل، له بدنه د معدې د باد (هوا) وتل، داسې خوب چې سترګې څه ونه ویني او غوږ څه وانه اوري، هغه شیان چې عقل له مینځه وړي.(لکه لیونتوب، نشه او بې هوشي) او قلیله استحاضه.[۲]

حدث داسې شی دی چې د طهارت د ختمېدو سبب کیږی.[۳] پر دې سربېره، حدث د فقیهانو په کلام کې، داسې حالت ته ویل کیږي چې د ځينو کارونو په اساس: لکه له بدنه د مني، متیازو او حیض وتلو او همداراز د مړي په لمس کولو سره په انسان کې پېدا کیږي او د هغو عملونو د کولو خنډ کیږي چې د کولو شرط یې طهارت، منجمله اودس او غسل کول دي.[۴] د حدث د احکامو په اړه د عملیه رسالو د طهارت په باب او نورو فقهي کتابونو کې خبرې شوې دي.[۵] هغه کس چې حدث ترې صادریږي، ورته مُحْدِثْ ویل کیږي.[۶]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې