حدث اکبر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حَدَثِ اَکبر، هغه شي ته وایي چې د غسل سبب کیږي؛ لکه جنابت، حیض او د مړي لمس کول.[۱] همداراز داسې حالت ته ویل کیږي چې د دغه اسبابو په وجه په انسان کې پېدا کیږي. او د هغو عملونو د ترسره کېدو خنډ کیږي چې طهارت (اودس، غسل او تیمم) یې د کولو شرط دی.[۲]

فقیهان حدث په دوو ډلو حدث اکبر او حدث اصغر تقسیموي.[۳] له حدث اکبره (لوی حدثه) د هغوي مطلب هغه شی دی چې د غسل سبب کیږي.[۴] شیعه فقیهانو، جنابت، همبستري، حیض، نفاس، متوسطه یا کثیره استحاضه، او له مړي سره تماس پېدا کول د حدث اکبر له مصداقونو ګڼلې دي.[۵]

حدث داسې شی دی چې د طهارت د ختمېدو سبب کیږی.[۶] پر دې سربېره، حدث د فقیهانو په کلام کې، داسې حالت ته ویل کیږي چې د ځينو کارونو په اساس: لکه له بدنه د مني، متیازو او حیض وتلو او همداراز د مړي په لمس کولو سره په انسان کې پېدا کیږي او د هغو عملونو د کولو خنډ کیږي چې د کولو شرط یې طهارت، منجمله اودس او غسل کول دي.[۷] د حدث د احکامو په اړه د عملیه رسالو د طهارت په باب او نورو فقهي کتابونو کې خبرې شوې دي.[۸] هغه کس چې حدث ترې صادریږي، ورته مُحْدِثْ ویل کیږي.[۹]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې