چاردام

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

چاردام، (وُضو) د مخ او لاسونه مینځل، د قربت په موخه سره، بیا د سر او پښې مسح کول په یو ځانګړي آداب کی. اودس پخپله کې مستحب دی؛ مګر د لمانځه لپاره سم حالت ته شرط، طواف او ځینې نور عبادتونو د اودس سره ترسره کول دي. پرته له اودس څخه، دا جواز نلري چې د قرآن کرښې ته لاس ورسي او د خدای نوم ته لاس وهلي. په ځینې ځایونو اودس کول؛ لکه جومات ته ننوتل او قران کریم کې لوستل، مستحب دی. د تاریخي سرچینې پر بنسټ، په مکه کې د رسول الله(ص) د بعثت په پیل کې د وضو پریکره اعلان شوې و. د مائده سوری شپږم آیت، او همدارنګه له معصومانو څخه له ۴۰۰ روایتنونو څخه ډیر د اودس په اړه دي.

په حدیثونو کې اودس کول، او کله د اودس نوي کولو د ګناهونو پاکیدل، قهر او غضب له منځه یوړل، دعمر اوږدوالې، په محشر کې د مخ روښانه کول، او د روزی زیاتوالې لامله کیږی.

چاردام په ترتیبی ډول(سمبالۍ) او ارتماسې لارو ترسره کیدی شي. د ترتیبی اودس، په سمبال سره، لومړی مخ او بیا لاسونه مینځل کیږي او بیا د سر او پښو مسح کول ترسره کیږي. د ارتماسی اودس، هم د ترتیبې اودس په څیر دی، یوازې د مخ او لاسونو مینځلو پرځای، هغه دوی په اوبو کې واچوي نو د اودس به نیت کوی، بیا یې خپل سر او پښې مسح کوي. که چیرې به زخم کې خلاص کول ستونزمن یا زیان لرونکۍ وي، نو دا باید د جبیری ډول، اودس ونیول شي.

د شیعه ګان او اهل سنت ترمنځ، د لاسونو په مینځلو کې او د سرونو او پښو په مسح کولو کې توپیرونه شتون لري، له دوی څخه؛ شیعه ګان، اړینه ګني چې خپل لاسونه له پورته څخه، ښکته ته خوا ومینځئ، مګر اهل سنت باور لري چې خپل لاسونه له ښکته، پورته خواته منځل کیږی. د روایتې سرچینو په وینا، د عمر بن خطاب خلافت تر پای پورې، د مسلمانانو په مینځ کې په اودس کول، هیڅ لوی توپیر شتون نه و، او ټول مسلمانان په یو طریقه کې(د امامیه طریقه) خپل اودس ترسره کوله. اسلامي سرچینو د دریم خلیفه له واکمنۍ راهیسې په اودس کې د شیعه او اهل سنت توپیرونه راپور کړي دي.

مفهوم پیژنه

اودس د مخ او لاسونو مینځل او مسح(لاس وباسیدل) په سر او پښې، په قربت موخه سره، په ځانګړي ډول او د خدای امر ترسره کول.[۱] دغه عبادې کړنه د لمانځه او طواف لپاره لومړنی شرط دی، او همدارنګه د قرآن کرښې ته د لاسرسي لپاره شرط ګنل کیږی.[۲]

د تاریخي سرچینو پر بنسټ، په مکه کې او د بعثت په پیل د جبرئیل لخوا پیغمبر(ص) ته او بیا د پیغمبر له خوا خلکو ته څرګند شوه.[۳]

حکمونه

د اودس ترسره کولو لارې او همداسي د هغه ارزښت په قرآن او حدیثونه کې ذکر شوی ده.[۴] د اودس پریکرو په مائده سوري د شپږم آیت کې لیکل شوې، له همدې امله د اودس آیت لوستل کیږي:[۵] ] «یا أَیُّها الَّذینَ آمَنوا إِذا قُمتُم إِلَی الصَّلاةِ فَاغسِلوا وُجوهَكُم وَ أَیدیَكُم إِلَی الْمَرافِقِ وَ امسَحوا بِرُءُوسِكُم وَ أَرجُلَكُم إِلَی الكَعبَینِ»[۶]: ای هغه کسان چی ایمان راوړلې دی؛ کله چې د لمانځه لپاره پاسیږئ، خپل مخ او لاسونه د خپلې خامې سره ومینځئ او خپل سر او پښې یې تر ښنګرى مسح کړئ.[۷]

اودس کول په خپله کې مستحب دی.[۸] او د لمانځ لوستلو لپاره(پرته د جنازی لمونځ)، د طواف ترسره کول، د قرآن کرښې ته لاس وهل، او د خدای نوم ته لاس رسول، تر مهال کې واجب کیږی[۹] د واجبو احتیاط پر باندې، د پیغمبر(ص)، امامانو او حضرت زهرا(س) د نومونو لمس کول دپاره هم باید اودس سره وی.[۱۰] په ځینو ځایونو کې اودس کول مستحب(غورنۍ)دی؛ جومات ته د تګ او د امامانو مزارته، د قران کریم لوستل او درلودل، د قران پوښ یا حاشیي ته، د بدن ځینی ځایونه رسول، او همدارنګه د قبرونو زیارت کول.[۱۱]

د چاردام (وضو) ډولونه

اودس په ترتیبې او ارتماسې ډول ترسره کیدی شي[۱۲] او په ځینو ځانګرنۍ حالتوکې دا اړتیادی چی اودس په جبیری ډول ترسره شي.[۱۳]

د سمبالۍ چاردام (وضو)

په سمبالۍ اودس؛ لومړی باید خپل مخ ومینځئ له هغه ځایه چې ویښتان وتل شي، تر زنې پای ته، د یو لاس عرض تر اندازی‌. بیا ښي لاس او بیا چپ لاس د توغۍ له پورتنۍ برخې څخه تر گوتو سرونو ته مینځل کیږي. له هغې وروسته، د لاسونو له مینځلو څخه د پاتې نمجن سره، د سر مسح کول د سر په مخ او د تندی خواته ترسره کیږي، او بیا د ورته رطوبت سره، د ښي پښې مسح کول او د چپ لاس سره، چپ پښه مسح کول.[۱۴]

د ارتماسې چاردام (وضو)

د ارتماسې اودس، پدی معنی چی انسان له نیت وروسته،[۱۵] مخ او بیا لاسونه د اودس موخه اوبوته دننه وکړه[۱۶] د ارتماسې اودس، دوهم لارې دا دی چی لومړی په اوبو کې مخ او لاسونه ډوب وکړه، د اودس نیت وکړه، او بیا له اوبو څخه وباسي.[۱۷] په ارتماسې اودس کې، د مخ او لاسونو مینځلو وروسته، مسح ترسره کیږي.[۱۸]

د جبیره چاردام (وضو)

په جبیری اودس: که چیرې د بدن په یوه غړي کې ټپې یا ماتیدل شتون ولري چې په اودس کې مینځل یا مسح کیږي او دا نشي مینځل کیدی یا مسح کیدی شي، اودس باید په نورمال ډول ترسره شي او د دې پرځای چې ټپي یا مات شوي غړی د مینځلو یا مسح کولو پرځای، نجمن لاس باید په جبیري کې وباسیدل شي.[۱۹] جبیره، ټوکر یا کوم څه ویل کیږي چې ورسره ټپی بند وي.[۲۰] د جبیری اودس، یوازې هغه وخت جواز لري که چیرې جبیری خلاص شي یا زیان رسونکۍ وي یا په مستقیم ډول په زخم یا مات شول غړی کې اوبه نشي تویولې.[۲۱]

په ځینو مواردو کې، د اودس پر ځای، ټیمم واجب کیږی؛ له هغو مواردو؛ که د لمانځه وخت دومره لږ وي چې اودس، لامل کیږي د لمانځه ټول یا برخې، د وخت وروسته ولولۍ شي.[۲۲] همداسې، چیرې چې اوبه شتون نلري یا اوبه بدن ته زیانمن دی، د اودس پر ځای، ټیمم تر سره کیږی.[۲۳] څوک چې د جنابت لمبا ترسره کړیده، د لمانځه لپاره اړتیا نه ده چې اودس کړي، او ورته لمبا به د اودس ځای ونیسي.[۲۴]

چاردام (وضو) څنګه ماتیږی؟

اودس په څو حالتونو کې باطل(مات) کیږی، د فقهې سرچینو له اودسې مبطلات( هغه شیان چې اودس ته ماتوی) د اصغر حدث په توګه پیژندل کیږي؛[۲۵] ځینې یې دا دي:

  • د متیازی، غوړ یا باد له انسانو څخه وتل
  • خوبه (دغسې چی غوږ نه اوري او سترگه یې نه ګوري)، جنون، مستي او بی هوښى.[۲۶]
  • هغه شیان چې د لمبا سبب گرځي؛ لکه د مړو لمس کول او جنابت.[۲۷]

د فاضل مقداد په وینا؛ ځینې د اهل سنت فقیهان پدې باور دي چې د سړي پوستکي او یوې نامحرمه میرمنې سره اړیکه، د اودس ماتیدو لامل کیږی. د دوی مستند د هغه کسان لوستل دي چې په «أَوْ لامَسْتُمُ النِّسا»[۲۸] آیت کې «لمَسْتم» قرائت کړیده، مګر د شیعه فقیهانو په وینا «لامَسْتم» له کور والي څخه کنایي ده.[۲۹]

د شیعه او سني ترمینځ د چاردام (وضو) توپیر

د اودس په مسئله کې د شیعه ګانو او اهل سنت ترمینځ، د لاسونو مینځل، او همدارنګه د سر او پښو د مسح، څرنګوالې توپیر شتون لری.[۳۰]

د اودس په اړه د شیعه ګانو او اهل سنت ترمینځ توپیرونه تر ډیره حده د مائده سوری په شپږم آیت په معنی کې د توپیرونو له امله دي، یا د هغې په لوستلو کې توپیر ده [۳۱] شیعه ګان د معصومان روایتونو پر بنسټ[۳۲] په آیت کې «و أیدیکم إلی المرافق» ټکي پدې معنی ګني چې خپل لاسونه له پورته څخه ښکته ومینځي، د څلورو اهل سنت مذهبونو پرخلاف، چې خپل لاسونه له ښکته څخه پور خواته مینځل کیږي.[۳۳]

همداسې، د شیعه فقیهانو د حکم سره سم، ښي لاس مینځل، باید د کیڼ لاس څخه مخکې وي. [۳۴] دغه پریکره په اهل سنت مذهبونو کې مستحب ګنل کیږي.[۳۵]

د اهل سنت څلور مذهبونه دا اړینه ګني چې خپلې پښې کې تر قوزک(ښنګرى) سره ومینځل شي،[۳۶] شیعه ګان د خپلو ګوتو له نوکان څخه په پښو کې، تر ښنګرى، په مسح کولو اړین گني.[۳۷] دا مسح کولو هم د شیعه فقه پر بنسټ، باید د سر مسح کول په څیر د اودس له رطوبت څخه وی.[۳۸] همداسي مالکیه او حنفیه سمبال کی، او حنفيه او شافعیه، موالات کی، په اودس واجب نه مني؛ مګر شیعه او نور سني مذهبونه د دوی رعایت کولوته اړین ګني.[۳۹]

شیعه ګان او اهل سنت د سر مسح کولو په اړه هم توپیرونه لري. د شیعه ګانو په باور، د سر مسح کولو، ترڅو چی هغه مسح نومول شي کافي دي، او زیاتره مستحب دی چی د دریو ګوتو ترحد وی.[۴۰] په شیعه فقه کې، د سر د مسح کولو لپاره با ید د اودس اوبو وکارول شي او د نوي اوبو سره مسح نشي کیدی.[۴۱] په دغه حال کی، د اهل سنت مختلف مذهبونه د سر د مسح کولو څرنګوالي په اړه، مختلف نظرونه لري؛[۴۲] د حنبلی په مذهب کې د دوه غوږونو سره د بشپړ سر، مسح کول لازمي دي،[۴۳] او نوې اوبه باید د سر مسح کولو لپاره وکارول شي.[۴۴] په مالکي فقه کې، ټول سر باید مسح شي[۴۵] او په حنفي فقه کې، د سر د څلورمې برخې مسح کول واجب دي.[۴۶] د شافعي مذهب پر بنسټ، د سر مسح کول په لږ حده کافی دي او باید د نوي اوبو سره مسح شي.[۴۷]

په خُفَّین(بوټانو) باندې مسح کول له نورو اختلافې موارد دی چې شیعه ګان هغه ته سم نه ګني.[۴۸] او د مائده سوری شپږم آیت او روایتونه استناد کړیده.[۴۹] په ځینو قضیو کې اودس، د تقیه سره مل شوی دی: امام موسی کاظم(ع)، د علي بن یقطین لیک، په ځواب کې، چې په عباسي خلافت کې ځانګړۍ ځای درلود، هغه ته اړکړ چې د اهل سنت په څیر، اودس ترسره کړي ترڅو، هارون الرشید ته خبر نه شي چې هغه شیعه دی.[۵۰] موسی بن جعفر(ع)، دمخه یې له علي بن یقتین څخه غوښتنه کړې وه چې په عباسې حکومت کې پاتې شئ او شیعه ګانو ته خدمت وکړئ.[۵۱] پداسې حال کې چې نور شیعه ګان د عباسیانو همغژۍ څخه منع کړی و.[۵۲]

په چاردام (وضو) کې د اختلاف پیل له عثمان دوري

ځینې څیړونکۍ پدې باور دي چې د پیغمبر(ص) پرمهال، د مسلمانانو په مینځ کې د اودس کول توپیر نه و.[۵۳] او پیغمبر(ص)د مینځلو پرځای د خپلو پښو، په مسح کولو سره ترسره کړل.[۵۴] د پیغمبر(ص) د وخت سربیره، د ابو بکر خلافت مهال، هم د اودس په اړه کومه شخړه، ذکر نه ده شوې.[۵۵] د عمر بن خطاب د خلافت په دوران کې، پرته له یو ځای مسح خُفَّیْن(د بوټانو تر باندې مسح) د اودس په اړه، اختلافې روایت په لاس کې نه ده.[۵۶]

د هغه څه له مخې چې په کَنْزُ العُمّال[۵۷] او ځینې نورو سرچینو کې ویل شوي،[۵۸] ځینې څیړونکي پدې باور دي چې د دریم خلیفه(عثمان) له واکمنۍ راهیسې د مسلمانانو ترمینځ د اودس په اړه توپیرونه څرګند شوي دي.[۵۹] سید علي شهرستاني، د امام علي(ع) او عمر بن خطاب تر منځ، د خُفَّین د مَسح کولو په اړه شخړه، په استناد، پدې باور دی چې دوهم خلیفه، د عثمان بن عفان په توپیر سره، هغه خپلې پښې په په اودس کې نه مینځلې، مګر مسح یې کړه.[۶۰]

د اودس په آیت باندې تکیه کول، او همدارنګه د اودس په اړه روایتونه، شیعه ګان پدې باور دي چې پیغمبر(ص) او د هغه صحابي د امامیه په څیر، په اودس کې خپل پښه مسح کوي، نه داچی اهل سنت په منځل کوی.[۶۱] د لاسونو مینځلو په اړه، د رسول الله(ص) څخه هم روایتونه شتون لري چې د شیعه ګانو سره د پیغمبر ورته وضعیت په ګوته کوي، او خپل لاسونه له پورته څخه تر ښکته پورې و منځلي.[۶۲] د شیعه ګانو په وینا، د پښو مینځلو روایتونه، چې د اهل سنت لخوا روایت شوی دی، ضعیف او بې بنسټه دي؛ او سربیره پردی د اودس آیت سره مخالفت دی.[۶۳]

آداب، مستحباتو او فضیلتونه

د اودس په جریان کې، یو څو شیان مستحب ګنل کیږي؛ په شمول:

  • د اودس دمخه مسواک کول: پیغمبر(ص) امام علي(ع) ته په سپارښتنه کې، د هر اودس کولو دمخه مسواک کول ته سپارښت کړیده.[۶۴]
  • د اودس په پیل کې د خدای نوم ذکر کول[۶۵]
  • اوبه په خوله او پوزه کې ګرځول،[۶۶]

د روایتونو پر بنسټ؛ امام علي(ع) د اودس په جریان کې دعاګانې و لوست. د دې روایتونو په وینا؛ څوک چې دا دعاګاني د اودس په وخت کې تلاوت کوي، خدای به د هغه د اوبو له هر څاڅکي څخه، یوه فرښته د تسبیح، تقدیس او تکبیر په حال رامینځته کوی، او اجر یې د قیامت تر ورځې پورې د اودس اخیستونکي لپاره لیکي.[۶۷] مذکور دعاګاني د اودس کول، د هرعمل په ترسره کوله دادی:

  1. په ښي لاس کې پر کیڼ لاسه اوبه واچول: الْحَمْدُ للَّهِ الذی جَعَلَ الْماءَ طَهُوراً وَ لَمْ یَجْعلْه نَجِساً؛ حمد او ستاینه د خدای لپاره دي، چا چې اوبه پاکې او سپیڅلي کړیده او ناپاک یې نه دی کړی.[۶۸]
  2. طهارت: اللَّهُمّ حَصِّنْ فَرْجی و أعِفّهُ وَ َ اسْتُر عَوْرتی و حَرّمنی عَلى النّار؛ خدایه! زماعورت له منع شوي څخه لرې کړئ او پاک یې کړئ او مستور یې کړئ او د هغه دپاره اور یې حرام کړئ.[۶۹]
  3. د پوزې اوبه چلول: اللّهم لا تحرّم عليّ ريح الجنّة و اجعلني ممّن يشمّ ريحها و طيبها و ريحانها؛ خدایه! په ما باندې د جنت رایحه مه حراموئ او ما یو له هغه چا څخه جوړه کړئ چې د هغه رایحه، عطر او خوش رایحه بوټو ته خوند اخلم.[۷۰]
  4. په خوله کې د اوبو چلول: اللّهمّ أنطق لساني بذكرك و اجعلني ممّن ترضى عنه؛ خدایه! زما ژبه د خپل یاد کې ویاند وکړئ او د هغه چا څخه وګرځوئ چې له هغوی څخه خوښ یی.[۷۱]
  5. د مخ مینځل: اللّهم بيّض وجهي يوم تسودّ فيه الوجوه و لا تسوّد وجهي يوم تبيضّ فيه الوجوه؛ خدایه! هغه ورځ چې مخونه تور شي، زما مخ سپین کړئ، او هغه ورځ چې مخونه سپین کیږی، زما مخ تور مه کړئ.[۷۲]
  6. د ښي لاس مینځل: اللّهمّ أعطني كتابي بيميني و الخلد بيساري؛ خدایه! زما د عمل لیک، په ښي لاس کې راکړی او زما په لاس کی ابدي ژوند ورکړئ.[۷۳]
  7. د کي لاس مینځل: اللّهمّ لا تعطني كتابي بشمالي و لا تجعلها مغلولة إلى عنقي و أعوذ بك من مقطّعات النّيران؛ خدایه! د زما د عمل لیک په کي لاس مه ورکوه، او هغه زما پر غاړه کېښود او تاسو ته د اور له جامو څخه پناه اخلم.[۷۴]
  8. د سر مسح کول: اللّهمّ غشّني برحمتك و بركاتك و عفوك، اللهم غشّني برحمتك و بركاتك و عفوك؛ خدایه! ماته په خپل رحمت، برکتونه او بخښنه واخلی.[۷۵]
  9. د پښو مسح کول: اللّهمّ ثبّت قدميّ على الصّراط يوم تزلّ فيه الأقدام و اجعل سعيي فيما يرضيك عنّي؛ خدایه! په هغه ورځ زما په ګامونو تلپاتې او آرام راکړئ، چې ګامونه ښوئيدل شي، او زما هڅې دغسې جوړه کړه چې تاسو خوښوي.[۷۶]


په شیعه او اهل سنت روایي سرچینو کې، د ۴۰۰ څخه ډیر حدیثونه د اودس پریکرو په، ځانگړني او فضیلتونو په اړه د رسول الله(ص)او شیعه امامانو څخه نقل شوي دي؛[۷۷] د دی پر بنسټ، اودس د ګناهونو سپیڅلي لامل،[۷۸] د غضب ماتیدل،[۷۹] د عمر اوږدوالي،[۸۰] دمخ روشانه ول په محشرکې،[۸۱] او د روزی زیاتوالې لامله کیږی[۸۲] او همدارنګه د اودس نوی کولو غورتیا په اره روایتونه،[۸۳] همداسې اودس کول د توبې په توګه هم نقل شوی ده.[۸۴].

اړوندې لیکنې

=فوټ نوټ

  1. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۴۴-۴۵؛ حسینی دشتی، «وضوء»، در معارف و معاریف، ج۱۰، ص۳۷۰.
  2. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۴۴-۴۵؛ حسینی دشتی، «وضوء»، در معارف و معاریف، ج۱۰، ص۳۷۰.
  3. مثال په توګه: ابن‌هشام، السیرة النبویه، دارالمعرفه، ج۱، ص۲۴۴؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۰۷.
  4. سبحانی، «وضو در کتاب و سنت»، ص۴.
  5. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۲ش، ص۴۰۷-۴۰۸.
  6. سوره مائده، آیه ۶.
  7. سوره مائده، آیه ۶.
  8. شیخ انصاری، کتاب الطهاره، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۸۲.
  9. فیض کاشانی، معتصم الشیعه، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۴۱.
  10. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۵۰.
  11. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۵۰.
  12. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۴۷.
  13. یزدی ته وګورۍ، العروة‌ الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۳۶.
  14. یزدی ته وګورۍ، العروة‌ الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۳۵۳-۳۶۶.
  15. ميرزاى قمى، جامع الشتات فی أجوبة السؤالات ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۲.
  16. «وضوی ارتماسی»، مرکز تنظیم و نشر آثار آیت الله بهجت.
  17. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۶۱.
  18. خامنه‌ای، أجوبة الاستفتاءات، ۱۴۲۴ق، ص۲۱.
  19. فلاح‌زاده، درسنامه احکام مبتلا به حجاج، ۱۳۸۹ق، ص۳۷ و ۳۸.
  20. فلاح‌زاده، درسنامه احکام مبتلا به حجاج، ۱۳۸۹ق، ص۳۷.
  21. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۴۷-۴۸.
  22. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۴۶.
  23. ابن‌ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۳۵.
  24. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۵۷.
  25. فیض کاشانی، رسائل، ۱۴۲۹ق، ج۲، رساله۴، ص۲۲.
  26. یزدی، العروة‌ الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۳۳۰-۳۳۱؛ فیض کاشانی، معتصم الشیعه، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۴۱.
  27. فلاح‌زاده، احکام دین، ۱۳۸۶ش، ص۵۱.
  28. سوره مائده، آیه ۶.
  29. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۵.
  30. قمی، «چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۱)»، ص۲۹-۳۰.
  31. حسینی، «وضو از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۶.
  32. حسینی، «وضو از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۹.
  33. سید سابق، فقه السّنّة، ۱۳۹۷ق، ج۱، ص۴۳.
  34. حسینی، «وضو از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۱۲.
  35. سید سابق، فقه السّنّة، ۱۳۹۷ق، ج۱، ص۴۸.
  36. سید سابق، فقه السّنّة، ۱۳۹۷ق، ج۱، ص۴۴.
  37. حسینی، «وضو از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۱۱و۱۲.
  38. حسینی، «وضو از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۱۱و۱۲.
  39. حسینی، «وضو از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۱۲.
  40. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۳-۴۴.
  41. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۵.
  42. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۵.
  43. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۶-۴۷.
  44. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۷.
  45. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۷-۴۸.
  46. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۸.
  47. قمی، «فقه حج؛ چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) مسح»، ص۴۸.
  48. آمدی، المسح فی وضوء الرسول صلی الله علیه و آله، ص۱۳۲.
  49. سبحانی، سلسلة المسائل الفقهیة، قم، ج۲، ص۹-۱۲.
  50. ر. ک. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ۲۲۷-۲۲۸.
  51. کشی، رجال کشی، ۱۴۰۹ق، ص۴۴۱.
  52. کشی، رجال کشی، ۱۴۰۹ق، ص۴۴۱.
  53. شهرستانی، لماذا الإختلاف فی الوضوء، ۱۴۲۶ق، ص۳۱.
  54. آمدی، المسح فی وضوء الرسول، ۱۴۲۰ق، ص۸۰-۸۲.
  55. شهرستانی، لماذا الإختلاف فی الوضوء، ۱۴۲۶ق، ص۳۱.
  56. شهرستانی، لماذا الإختلاف فی الوضوء، ۱۴۲۶ق، ص۳۲.
  57. متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۶ق، ج۹، ص۴۴۳، ح۲۶۸۹۰.
  58. شهرستانی، لماذا الإختلاف فی الوضوء، ۱۴۲۶ق، ص۳۳.
  59. شهرستانی، لماذا الإختلاف فی الوضوء، ۱۴۲۶ق، ص۳۳.
  60. شهرستانی، لماذا الإختلاف فی الوضوء، ۱۴۲۶ق، ص۳۴-۳۵.
  61. بهبهانی، مسح پاها در وضو، ۱۳۹۵ش، ص۲۶-۴۲.
  62. حرّ عاملی ته وګورۍ، وسائل الشیعه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۳۸۷-۳۹۰.
  63. بهبهانی، مسح پاها در وضو، ۱۳۹۵ش، ص۳۱-۳۳.
  64. «یا علي عليك بالسّواك عند وضوء كلّ صلاة.» (شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، انتشارات جامعه مدرسین، ج۱، ص۵۳.)
  65. کان امیرالمومنین إذا توضّأ قال: بسم الله وبالله وخیر الأسماء لله وأکبر الأسماء لله... (شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، انتشارات جامعه مدرسین، ج۱، ص۴۳، ح۸۷.)
  66. امام علي(ع) محمد بن ابوبکر ته خطاب کوي: «تمضمض ثلاث مرات واستنشق ثلاثا ... فإننی رأیت رسول الله یصنع ذلک.» (حرّ عاملی، وسائل الشیعه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۳۹۶، ح۱۰۳۶، ص۳۹۷، ح۱۰۳۸.)
  67. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۴.
  68. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۲.
  69. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۲.
  70. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۳.
  71. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۳.
  72. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۳.
  73. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۳.
  74. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۳.
  75. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۳.
  76. کلینی، فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۸۴.
  77. وګورۍ: «جستجوگر حدیثی میزان».
  78. قال رسول الله(ص): من توضّأ فأحسن الوضوء و صلّى ركعتين لم يحدّث نفسه فيهما بشيء من الدّنيا خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمّه؛ څوک چې په سمه توګه اودس وکړي او دوه رکعته لمونځ وکړي او په دغو دوو رکعتونو کې د دنياوي چارو په اړه فکر ونه کړي، الله تعالی به يې ګناهونه وبښي لکه چې نوی زېږېدلی وي..(غزالی، احیاء علوم الدین، دار الکتاب العربی، ج۲، ص۴۸ ).
  79. قال رسول الله(ص): اذا غضب أحدكم فليتوضأ؛ هرکله چې ستاسو څخه یو څوک په غوسه شي اودس دې وکړي.(محدث نوری، مستدرک الوسائل، [۱۴۰۷ق]، ج۱، ص۳۵۳).
  80. قال رسول الله(ص): ... أكثر من الطهور یزد الله في عمرك...؛ د ډیر ژوند کولو لپاره ډیر پاکوالی ولرئ.(شیخ مفید، الأمالی، [۱۴۰۳ق]، ج۱، ص۶۰، ح۵).
  81. قال رسول الله(ص): يَحْشُرُ اللَّهُ أُمَّتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بَيْنَ الْأُمَمِ غُرّاً مُحَجَّلِينَ مِنْ آثَارِ الْوُضُوءِ؛ د قيامت په ورځ به الله جل جلاله زما امت د نورو امتونو په منځ کې د اودس له امله په روښانه مخ سره راغونډوي..(مغربی، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۰ ).
  82. قال النبی(ص): دُم على الطهارة يُوسَّع عليك في الرزق؛ همیشه پاک واوسه تر څو ستاسو رزق ډیر شي. (متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۵ق، ج۱۶، ص۱۲۹، ح۴۴۱۵۴).
  83. أن الوضوء على الوضوء نور على نور؛ د اودس لړل په حال کې اودس کول رڼا په باندی رڼا ده.(شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ج۱، ص۴۱).
  84. امام صادق(ع): من جدد وضوءه لغير حدث جدد الله توبته من غير استغفار؛ څوک چې خپل اودس تازه کړي، الله پاک د هغه توبه تازه کوي بې له دې چې بخښنه وغواړي..(حرّ عاملی، وسائل الشیعه، آل البیت، ج۱، ص۳۷۷).

سرچينې

  • آمدی، محمدحسن، المسح فی وضوء الرسول: دراسات مقارنة بین المذاهب الاسلامیة، [بیروت]، دار المصطفی لإحیاء التراث، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم الابیاری و عبدالحفیظ شبلی، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • بهبهانی، عبدالکریم، مسح پاها در وضو، ترجمه گروه مترجمان، قم، مجمع جهانی اهل بیت، ۱۳۹۵ش.
  • پاینده، ابوالقاسم، نهج الفصاحة، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، نشر دنیای دانش.
  • حرّ عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ق/۱۳۷۴ش.
  • حسینی، حمید، «وضو از دیدگاه مذاهب اسلامی»، در فصلنامه مطالعات تقریبی مذاهب اسلامی، شماره ۱۷.
  • حسینی دشتی، سید مصطفی، «وضوء»، در معارف و معاریف، ج۱۰، تهران، موسسه فرهنگی آرایه، ۱۳۷۹ش.
  • سبحانی، جعفر، سلسلة المسائل الفقهیة، قم، بی‌نا، بی‌تا.
  • سبحانی، جعفر، «وضو در کتاب و سنت»، در فصلنامه فقه اهل بیت، تابستان ۱۳۸۳ش.
  • سید سابق، فقه السّنّة، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۳۹۷ق.
  • شهرستانی، سید علی، لماذا الإختلاف فی الوضوء، تلخیص فیس عطار، تهران، مشعر، ۱۴۲۶ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، کتاب الطهاره، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، تصحیح الشیخ حسین الأعلمی، بیروت، موسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تصحیح مؤسسه آل البیت، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الأمالی، تحقیق علی اکبر غفاری، قم، انتشارات جامعه مدرسین، [۱۴۰۳ق/۱۳۶۲ش].
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر عیاشی، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، المکتبة العلمیة الاسلامیة.
  • غزالی، محمد بن محمد، إحیاء علوم الدین، تحقیق عبدالرحیم بن حسین حافظ عراقی، مقدمه محمد خضر حسین، بی‌جا، دار الکتاب العربی، بی‌تا.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملکوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، تحقیق سید محمد قاضی، بی‌جا، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • فلاح‌زاده، محمدحسین، احکام دین: مطابق با فتاوای مراجع بزرگ تقلید، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • فلاح‌زاده، محمدحسین، درسنامه احکام مبتلا به حجاج، تهران، مشعر، ۱۳۸۹ش.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، رسائل فیض کاشانی، تحقیق‌بهزاد جعفری، تهران، مدرسه عالی شهید مطهری، ۱۴۲۹ق.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، معتصم الشیعه فی احکام الشریعه، تصحیح مسیح توحیدی، تهران، مدرسه عالی شهید مطهری، ۱۴۲۹ق.
  • قمی، علی، «چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۱)»، در مجله میقات حج، ش۸۷و۸۸، بهار و تابستان ۱۳۹۳ش.
  • قمی، علی، «چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) (مسح)»، در مجله میقات حج، ش۹۰، زمستان ۱۳۹۳ش.
  • کشی، محمد بن عمر، رجال کشی، مشهد، موسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
  • متقی هندی، علی بن حسام‌الدین، کنز العمال فی سنن الأقوال والأفعال، تفسیر و تصحیح بکری حیّانی و صفوة السقا، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق.
  • محدث نوری، حسین، مستدرک الوسائل، قم، موسسة آل البیت لإحیاء التراث، [۱۴۰۷ق].
  • مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، قم، موسسه بوستان کتاب قم، ۱۳۸۲ش.
  • مغربی، قاضی نعمان، دعائم الإسلام، قم، موسسه آل البیت، ۱۳۸۵ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم‌السلام، زیر نظر سید محمود هاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۴۲۶ق.
  • موسوی خمینی، سید روح الله، توضیح المسائل(محشّی)، تحقیق سید محمدحسین بنی‌هاشمی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۴ق.
  • یزدی طباطبایی، سیدمحمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشّی)، تحقیق احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.