منځپانگې ته ورتلل

واجب غسلونه

د wikishia لخوا



واجب غسلونه هغه غسلونه دي چې د حدث اکبر د لری کولو لپاره او یا د نذرونو، قسمونو او داسې نورو له سببه په انسان واجبیږي. د ځینو عبادتونو د صحیح شونی لپاره دا شپږ غسلونه اړین دي، لکه لمونځ. هغه غسلونو دا دي: د جنابت لپاره غسل، د مړی لپاره غسل، د مړی د لمس کولو لپاره غسل، او درې ښځینه غسلونه، یعنې د حیض، نفاس او استحاضې غسلونه.

د فقهاوو په نظر، واجب غسلونو کول پخپله واجب ندي؛ بلکه، دا د هغو اعمالو د ترسره کولو لپاره واجب کیږي چې په په هغو کې طهارت او پاکوالی شرط دی. د نذرونو، قسمونو او عهدونو غسلونه یوازې د شرعي عهدونو د پوره کولو له امله واجب دي او د عبادت د ترسره کولو لپاره شرط نه دي.

ډیر شیعه فقها په دې نظر دي چې که په یو کس څو غسلونه واجب وي، هغه کولی شي د ټولو په نیت سره یو غسل وکړي. ټول شیعه فقها په دې عقیده دي چې د جنابت له غسل وروسته وضو ضروري نه دی، او ډیر یې په دې مسله کې د اجماع دعوا لري. خو د نورو واجب غسلونو په اړه اختلاف شتون لري.

د واجب غسلونو پیژندنه او اهمیت

واجب غسل هغه غسل دی چې د حدث اکبر له امله په یو کس باندې واجب کیږي او د طهارت په ترسره کولو سره ترسره کیږي. د واجب غسلونو فقهي اهمیت له دې سببه دی چې د فقهاوو د فتوا له مخې، د نذر له غسل پرته، د ځینو عبادتونو د ترسره کولو لپاره د غسل کول شرط دي لکه لمونځ، روژه او د حج ځینې مناسک. همدارنګه، جوماتونو ته ننوتل او د شیعه امامانو حرمونو ته ننوتل یا د قرآن کریم د آیتونو د لمس کول، د دې غسلونو له ترسره کولو پرته جایز نه دي. د فقهاوو د مشهور نظر له مخې، د جنسي اړیکو لپاره د ښځو مخصوص درې غسلونه کول هم اړین دي.

د واجب غسلونو ډولونه

په شیعه فقه کې، شپږ واجب غسلونه او د نذر او قسم غسل واجب دي:[۱]

شپږ غسلونه دا دي:

هغه غسل چې د نذر، عهد یا قسم له سببه واجبیږي؛ لکه هغه څوک چې نذر یې کړی وي چې د زیارت لپاره به غسل کوم.[۲] د فقهاؤ د مشهور نظر له مخې، یوازې د مړي غسل او د نذر غسل نفسي وجوب لري او نور واجب غسلونه غیري وجوب لري؛ پدې معنی چې د دوی ترسره کول پخپله واجب ندي؛ بلکه دوي ترسره کول د هغو اعمالو لپاره واجب دي چې په کې طهارت شرط دی.[۳]

د واجب غسل احکام

د شیعه فقهي په متنونو کې د واجب غسلونو لپاره لاندې احکام بیان شوي دي:

  • د غسل کولو طریقه په ترتیبي یا ارتماسي طریقې.[۴]
  • د هغه غسل کولو وخت چې د عبادت لپاره شرط دي (لکه د جنابت غسل) د عبادت په وخت پورې اړه لري؛ د مثال په توګه، که څوک غواړي چې روژه ونیسي باید د فجر له کیدو وړاندې غسل وکړي.[۵] یا، د لمانځه لپاره، د لمانځه په وخت کې واجبیږي.[۶]

له واجب غسل وروسته د وضو حکم

شیعه فقها د جنابت غسل د وضو بدیل ګڼي، او په دې مسله کې د اجماع ادعا شوې ده[۷] او حتی مشهور فقها له جنابت غسل وروسته وضو ناروا ګڼي؛[۸] که څه هم شیخ طوسي له جنابت غسل سره یوځای د وضو په مستحب شونې فتوا ورکړې ده.[۹]

په دې کې د مراجعو اختلاف دی چې نور واجب غسلونه د وضو ځای نیسي که نه، او د دوي مشهور نظر دا دی چې نور واجب غسلونه د وضو ځای نه نیسي بلکې وضو هم باید وشي.[۱۰]

د څوارلسمې او پنځلسمې پیړۍ له عالمانو څخه ځینې لکه، خوئي، سیستاني او شبیری زنجاني په دې باور دي چې بې له استحاضه متوسطه په نورو واجبو غسلونو سره انسان بې له وضو لمونځ کولی شي.

د څو غسلونو پرځای یو غسل کول

که چیرې په یو کس باندې څو واجب یا مستحب غسلونه واوړي، او په یوه غسل سره د ټولو د ترسره نیت وکړي، نو دا غسل یې د ټولو پر ځای کافي دی.[۱۱] حتی که ټول غسلونه مستحب وي، یا ځینې واجب وي او ځینې یې مستحب وي، د ډیری فقهاوو له نظره، یو غسل کافي دی.[۱۲]

اړونده څیړنه

فوټ نوټ

  1. بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، ج۴، ص۱۸۲؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۲۱۹؛ آملی، مصباح الهدی، ۱۳۸۰ق، ج۴، ص۷۰.
  2. بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، ج۴، ص۱۸۲؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۲۱۹؛ آملی، مصباح الهدی، ۱۳۸۰ق، ج۴، ص۷۰.
  3. خمینی، «تعلیقه» در کتاب العروة الوثقی، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۴۶۶؛ طباطبایی حکیم، مستمسک العروة، دار إحیاء التراث العربی، ج۳، ص۶۸، ۷۲ و ۳۴۱.
  4. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷، ج۱، ص۵۲۲.
  5. حکیم، مستمسک العروة الوثقی، دار إحیاء التراث العربی، ج۳، ص۳۸.
  6. رساله توضیح المسائل آیت‌الله مکارم شیرازی، بخش غسل، مسئله۳۷۳.
  7. شیخ طوسی، الخلاف، مؤسسة النشر الإسلامی، ص۱۳۱، مسئله۷۴؛ علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۳۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳، ص۲۴۰.
  8. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳، ص۲۴۰.
  9. علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۴۰.
  10. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳، ص ۲۴۰؛ حکیم، مستمسک العروة، دار احیاء التراث العربی، ج۳، ص۳۴۵.
  11. حکیم، مستمسک العروة الوثقی، دار إحیاء التراث العربی، ج۳، ص۱۳۷.
  12. نراقی، مستند الشیعة، مؤسسة آل البیت، ج۲، ص۳۶۷؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۱۱۴ و ۱۳۷؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۲۲ و ۵۲۵؛ حکیم، مستمسک العروة، دار احیاء التراث العربی، ج۳، ص۱۳۷ و ۱۴۰.

سرچينې

  • آملی، میرزا محمدتقی، مصباح الهدی، تهران، بی‌نا، ۱۳۸۰ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، بی‌تا.
  • رساله توضیح‌المسائل آیت‌الله مکارم شیرازی، قم، مدرسه الامام علی بن ابی طالب، چاپ پنجاه دوم، ۱۴۲۹ق.
  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • خمینی، سید روح‌الله، «تعلیقه» در کتاب العروة الوثقی، تألیف سید محمدکاظم طباطبایی یزدی، قم، مؤسسه نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، بی‌جا، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسه نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین، ۱۴۲۱ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۳۶۲ش.
  • نراقی، احمد بن محمد مهدی، مستند الشیعة، مشهد، مؤسسة آل‌البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، بی‌تا.
  • همدانی، آقا رضا، مصباح الفقیه، قم، المؤسسة الجعفریّة لإحیاء التراث، ۱۴۱۹ق.