خوله د منظور لور

د wikishia لخوا
د نورو استعمالونو لپاره، خوله وګورئ.

خوله د منظور بن زبّان فزاري لور او د امام حسن مجتبی(ع) مېرمن او د حسن مثنی مور ده. هغه لومړۍ د محمد بن طلحه مېرمن وه او د جمل په جنګ کې د هغه له وژل کېدو وروسته د امام حسن مجتبی(ع) مېرمن شوه.

ژوند لیک

خوله د منظور بن زبان بن سیار بن عمرو فزاری لور د امام حسن مجتبی(ع) میرمن ده چې لومړۍ د محمد بن طلحه میرمن وه او کله چې د جمل په جنګ کښې هغه ووژل شو نو بیا د امام حسن مجتبی(ع) میرمن شوه. او هغه د حسن مثنی مور هم ده[۱] د خوله مور ملیکه وه چې د خارجه بن سنان لور وه.[۲]

د هغې خور تماضر نومېده چې د عبد الله بن زبیر مېرمن وه. د خوله د لومړي خاوند له مړینې وروسته عبد الله د خوله د پلار په غیاب کې امام حسن(ع) ته د هغې د واده وړاندیز وکړ او امام ورسره ومنله. ویل شوي دي چې پلار یې له دې خبر وروسته په لومړي سر کې خپه شو، خو بالاخره یې ومنله.[۳]

ابو الفراج اصفهاني وايي چې هغه د امام حسن(ع) تر شهادت پورې د هغه په کور کې وه او یا دا چې امام هغې ته طلاق ورکړ.[۴] نو د ابو الفراج اصفهاني په وینا دا احتمال شته چې هغه د امام حسن(ع) تر شهادته پورې د هغه میرمن وه او ځینې مورخینو هم دا خبره څرګنده کړې ده.[۵] د هغه راپور له مخې چې مورخینو د امام په شهادت کې د هغې د ژور خفګان په اړه روایت کړی دی، دا احتمال ذهن ته نږدې دی چې هغه د عمر تر اخره د امام ښځه وه. د هغې غم داسې و چې پلار یې منظور د خپلې لور د تسلیت لپاره یو شعر ولیکه:[۶]



نبئت خولة امس قد جزعت من ان تنوب نوائب الدهر
لاتجزعی یا خول و اصطبری ان الکرام بنوا علی الصبر


پرون خبر شوم چې خوله د زمانې له مصیبتونو ژړا او شکايت کاوه.
ای خوله! غم مه کوه او صبر کوه، ځکه چې بزرګانو په صبر باندې تکیه کړې ده.

اولادونه

خوله له محمد بن طلحه څخه درې اولادونه درلودل چې ابراهیم، ​​داود او ام قاسم نومیږي. له امام حسن(ع) څخه د هغې زوی هم حسن نومیده چې په حسن مُثَنّی مشهور دی.[۷]

فوټ نوټ

  1. ابوالفرج اصفهانی، الاغانی، ج۱۲، ص۴۰۸
  2. بلاذری، انساب الاشراف، ج۳، ص۷۲
  3. بلاذری، انساب الاشراف، ج۳، صص۲۴-۲۵
  4. ابوالفرج اصفهانی، الاغانی، ج۱۲، ص۴۰۹.
  5. القرشی، موسوعة سیرة اهل البیت، ج۱۱ الامام الحسن بن علی (ع) ص۴۶۰
  6. الزجاج، الامالی، ص۷
  7. ابوالفرج اصفهانی، الاغانی، ج۱۲، ص۴۰۸

سرچينې

  • الاصفهانی، ابوالفرج، الاغانی، ج۱۲، دار احیاء التراث العربی (نسخه موجود در لوح فشرده مکتبة اهل البیت نسخه دوم).
  • الزجاج، الامالی، مصر: المکتبة المحمودیة التجاریة، ۱۳۵۴ق/۱۹۳۵م.
  • القرشی، باقرشریف، موسوعة سیرة اهل البیت، ج۱۱ الامام الحسن بن علی(ع)، تحقیق: مهدی باقر القرشی، قم: دارالمعروف، ۱۴۳۰ق/۲۰۰۹م.
  • بلاذری، انساب الاشراف، ج۳، تحقیق: محمدباقر محمودی، بیروت: دارالتعارف للمطبوعات، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م (نسخه موجود در لوح فشرده مکتبة اهل البیت نسخه دوم).