د ذی الحجې میاشتې د لومړۍ لسیزې لمونځ

د wikishia لخوا

د ذی الحجې میاشتې د لومړۍ لسیزې لمونځ دوه رکعته مستحب لمونځ دي چې په ذی الحجې میاشتې لومړیو لسو شپو کې کیږي. په دې لمانځه کې د حمد او اخلاص سورې له ویلو وروسته د اعراف سورې ۱۴۲ ایت لوستلی شي. دغه ایت د الواحو د اخستلو لپاره په طور سینا کې د حضرت موسی د څلویښتو ورځو میقات ته اشاره لري. چې لس اخري ورځې یې د ذی الحجې یا لوی اختر د میاشتې له لومړیو لسو ورځو سره برابرې وې.د یو روایت له مخې څوک چې د ذی الحجې په لومړیو لسو ورځو کې دغه لمونځ وکړي د حجیانو په ثواب کې شریکیږي.

د لمانځه طریقه

د ذی الحجې د لومړۍ لسیزې لمونځ د دغه میاشتې په لومړیو لسو شپو کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونو تر مینځ ادا کیږي.[۱] دغه لمونځ دوه رکعته دی او په هر رکعت کې د حمد او اخلاص سورې له لوستلو وروسته دا آیت «وَ واعَدْنا مُوسی‏ ثَلاثِینَ لَیلَةً وَ أَتْمَمْناها بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِیقاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِینَ لَیلَةً وَ قالَ مُوسی‏ لِأَخِیهِ هارُونَ اخْلُفْنِی فِی قَوْمِی وَ أَصْلِحْ وَ لا تَتَّبِعْ سَبِیلَ الْمُفْسِدِینَ؛ او له موسی سره مو دېرش شپې وعده کېښوده او هغه مو په لسو نورو شپو سره بشپړه کړه. تر دې چې په څلویښتو شپو کې یې د پالونکي ټاکلی وخت راورسېد. او موسی (طور ته د تللو په وخت) خپل ورور هارون ته وویل: زما په قام کې زما ځای ناستی اوسه، او (دهغوي چارې) اصلاح کړه او د فسادیانو له لارې پېروي مه کوه»[۲] لوستل کیږي. [۳] دغه لمونځ په مفاتیح الجنان کې د ذی الحجې د عملونو په برخه کې ذکر شوی دی.[۴]

دغه ایت د الواحو یا تختو د اخستلو لپاره په طور سینا کې د موسی د څلویښتو ورځو میقات ته اشاره کوي. په دې موده کې یې ورور هارون په بني اسراییلو کې د هغه جانشین و.[۵] د دغه ایت په اساس، موسی اول دېرش ورځې په طور کې پاتې شو، بیا پرې لس شپې نورې ورزیاتې شوې[۶] په ځینو روایتونو کې لومړۍ دېرش شپې په ذی القعدې او لس نورې شپې د ذی الحجې په لومړیو لسو شپو تفسیر شوې دي.[۷]

اجر او سند

د یو روایت په اساس چې په اقبال الاعمال کتاب کې نقل شوی، امام باقر(ع) خپل زوي امام صادق(ع) ته سپارښتنه کړې چې دغه لمونځ د ذی الحجې په لومړیو لسو شپو کې پرې نه ږدي، ځکه چې که په دغو شپو کې یې ولولي د حاجیانو په ثواب کې به شریک شي، که څه هم حج ته نه وي تللی.[۸] سید ابن طاووس دغه خبره د ابن اُشناس له کتابه نقل کړې ده.[۹] د هغه څه په اساس چې په وسائل الشیعه کتاب کې راغلې، د ابن اشناس د کتاب نوم «د ذی الحجې عمل» دی.[۱۰]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. قمی، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۴ش، ذیل «اعمال ماه ذی‌الحجة»، ص۴۰۱.
  2. سوره اعراف، آیه۱۴۲.
  3. قمی، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۴ش، ذیل «اعمال ماه ذی‌الحجة»، ص۴۰۱.
  4. قمی، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۴ش، ذیل «اعمال ماه ذی‌الحجة»، ص۴۰۱.
  5. وگورئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۳۹.
  6. سوره اعراف، آیه۱۴۲.
  7. وګوړئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۳۹.
  8. سید بن طاووس، الاقبال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۱۷.
  9. سید بن طاووس، الاقبال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۱۷.
  10. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۱۸۳.

سرچينې

  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه الی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل‌البیت، چاپ سوم، ۱۴۱۶ق.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، الاقبال بالاعمال، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • قمی، عباس، کلیات مفاتیح الجنان، ترجمه: الهی قمشه‌ایی، خوشنویسی احمد صبری، قم، مطبوعات دینی، ۱۳۸۴ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.