مفاتیح الجنان (کتاب)
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
مَفاتیحُ الجِنان (د جنتونو د کونځیانو او کلی په معنی) د شیعو د دعاګانو د ډېر رواج شوي کتاب نوم دی چې شیخ عباس قمي (1294-1359 هجري) لیکلی دی. دا کتاب د دعاګانو ، مناجاتو، زیارتنامو، د کال او میاشتو د خاصو اعمالو او د دیني رسمونو او ادابو مجموعه ده چې د اسلام له پیغمبر(ص) او د شیعو له امامانو او عالمانو څخه روایت شوي دي. د مفاتیح لیکوال د دې کتاب لویه برخه له پخوانیو کتابونو لکه د سید بن طاووس له اقبال کتابه، د کفعمی له مصباح کتابه او د علامه مجلسي له زاد المعاد کتابه اخیستې ده. د دعاګانو او زيارتنامو متن په عربۍ ژبه ليکل شوی او ليکوال د ځينو دعاګانو په پيل کې په فارسۍ ځینې توضیحات راوړي دي.
مفاتیح په ۱۳۴۴ قمري کال کې په مشهد کې خپور شو او په لږه موده کې مشهور شو. دا کتاب د ایراني شیعو په کورونو او مبارکو ځایونو کې پروت وي او تقریبا دا یوازینۍ سرچینه ده چې د نړۍ ډیر شیعه په خپلو مستحبي اعمالو او مذهبي مراسمو کې دې ته رجوع کوي. په فارسۍ ژبه یې تر ټولو مشهوره ژباړه د مهدی الهي قمشه اي ده. محدث قمي د البقیات الصالحات کتاب د دعاګانو، زیارتونو او لمونځونو په همغه محتوا سره مفاتیح ته اضافه کړی، چې په ډیرو نسخو کې د مفاتیح په حاشیو کې راغلې ده.
دوه کتابونه مفاتیح نوین او منهاج الحیاة د مستند کولو په غرض او د مفاتیح الحیاة کتاب د مفاتیح الجنان د تکمیل په نیت خپور شوی دی. د مفاتیح د لنډیز په توګه په بیلابیلو نومونو کتابونه خپاره شوي دي.
د مفاتیح اهمیت او پیژندنه
مفاتيح الجنان د څوارلسمې پېړۍ د شيعه محدث شيخ عباس قمي له خوا تالیف شوی دی. د شیعو تر مینځ د دعاګانو او زیارتونو لپاره په 15 او 15 پيړۍ کې یو له ډېر مشهورو او رواج شویو کتابونو دی. شیعه ګان په ځانګړې توګه په ایران کې له دغه کتاب څخه په مختلفو وختونو کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره کار اخلي. مفاتيح له قرآنه وروسته تر ټولو زيات چاپ شوی کتاب دى[1] او د ايران د اسلامي جمهوريت د ارشاد د وزير په وينا په تېرو ٤٥ کلونو کې د دغه کتاب څه د پاسه ٢٨ ميليونه نسخې په ايران کې چاپ شوي او خپرې شوي دي.[2] او دا له هغه نسخو پرته دي چې کمې په بیلا بیلو نومونو سره لکه د «منتخب مفاتیح» یا «گزیده مفاتیح» خپرې شوي دي.[3]
د لیکوال په اړه
اصلي مقاله: شیخ عباس قمي
عباس بن محمد رضا قمي (۱۲۹۴-۱۳۵۹هـ ق) چې په شیخ عباس قمي او محدث قمي په نومونو مشهور دی، د حدیث، تاریخ او تقریر په برخو کې له شیعه عالمانو څخه دی. هغه په مختلفو برخو کې د ډیرو کتابونو لیکوال دی، چې تر ټولو مشهور یې مفاتیح الجنان، سفینة البحار او منتهی الآمال دي . محدث قمي په ۱۳۵۹ هجري قمري کال کښې په نجف کښې وفات شوی او د امام علی(ع) په حرم کښې ښخ شوی.[4] د محدث قمي زوی وايي چې پلار مې مفاتیح الجنان کتاب د وضو په حالت کې لیکلی.[5] شیخ عباس قمي مفاتیح د مفتاح الجنان کتاب د اصلاح په غرض[یاداشت1] ليکلی چې په هغه وخت کې رایج و او بې سنده دعاګانې په کې وې هغه وايي: «ديني وروڼو له ما څخه وغوښتل چې د مفتاح الجنان کتاب مستندې دعاګانې جلا کړم او له نورو مستندو دعاګانو سره يو ځای یې ولیکم.»[6]
ځانګړنې
مفاتیح الجنان یوه اصلي برخه لري چې په درې بابونو دعاګانې، کلنیز اعمال او زیارتونه لري. همدارنګ یوه برخه یې د ملحقاتو تر عنوان لاندې او یوه برخه یې د باقیات الصالحات تر عنوان لاندې د لیکوال په قلم ورزیاته شوې ده. خو بیا هم شیخ عباس قمي ټولې دعاګانې له سند سره نه دي راوړي، بلکې یوازې یې ویلي دي چې له کومې سرچینې څخه یې نقل کړي دي. [7] همدارنګه په مفاتیح کتاب کې ځینې هغه دعاګانې نقل شوي دي چې له معصومینو(ع) نه دي نقل شوي او د ځینو عالمانو لخوا لیکل شوی لکه د عدیله دعا.[8]
په مفاتیح باندې ورزیاتې شوې برخې
شیخ عباس د دې لپاره چې هیڅوک په مفاتيح کتاب کې څه اضافه نه کړي، شیخ عباس خلک د خدای او د رسول الله(ص) او د پاکو امامانو لعنت ته پریښودلي دي.[9] خو د هغه د مخالفت سره سم بیا هم خپرونکو په دوهم چاپ کې یو برخه د مفاتیح ضميمې په نامه زياته کړه. له دې ملحقاتو څخه د امام حسین(ع) او امام جواد(ع) له زیارت وروسته دعا د لمونځ او همدارنګه حدیث کساء دی.[10] ځینې ناشرانو باقیات الصالحات کې هم دوه برخې ورزیاتې کړي دي نو دې ته په پام په بازار کې موجود مفاتیج کې شپږ برخې دي چې درې برخې یې شیخ عباس قمي برابر کړي: اصلي مفاتیح، ملحقات مفاتیح، باقیات الصالحات او درې نورې برخې یې په وخت تیریدو سره زیاتې شوي دي: ملحقات دوم مفاتیح، ملحقات اول باقیات الصالحات، ملحقات دوم باقیات الصالحات.[11]
جوړښت او منځپانګه
معمولا د مفاتیح الجنان په پيل کې د قرآن کریم ځینې اوږده او واړه سورتونه چاپیږي.[یاداشت 2] د مفاتیح الجنان محتويات په څو څپرکو (بابونو) ویشل شوي دي:
لومړۍ څپرکی: دعاګانې
په دې کې په لمونځونو پسې دعاګانې، د شپې او ورځې عملونه او د اونۍ ورځې، مشهور لمونځونه لکه د رسول الله(ص) لمونځ، د امیر المومنین(ع) لمونځ، د حضرت فاطمه سلام الله علیها لمونځ. د جعفر طيار لمونځ، د هفتې په ورځو کې د امامانو زيارتونه، ځينې دعاګانې او لمانځنو په لاندې ډول دي: د خمس عشر مناجات له امام سجاد(ع)، د کوفې په جومات کې د امام علي مناجات، د سمات دعا، د کمیل دعا، جوشن صغیر او جوشن کبیر، د مکارم الاخلاق دعا او نور.
دویم څپرکی: د کال اعمال
دا څپرکی د قمري کال په جریان کې د مستحبي علمونو د بیانولو لپاره تنظیم شوی دی. د دې برخې محتويات د رجب له مياشتې پيلېږي او د جمادی الثانی د مياشتې په اعمالو او بيا د نوروز او د رومي مياشتو په اعمالو پای ته رسېږي . د شعبان په مياشتې کې مناجات شعبانیه، د ابو حمزه ثمالي دعا، د افتتاح دعا او د سحر دعا، د رمضان د مياشتې په اعمالو کې د قدر د شپې اعمال، د ذوالحجې د میاشتې په اعمالو کې د امام حسین علیه السلام د عرفې دعا، د دې برخې تر ټولو مشهور او معروف محتويات ګڼل کیږي.
دریم څپرکی: د زیارتونو برخه
په دې باب کې په لومړي سر کې د سفر او زیارتونو آداب او حرم ته د ننوتلو اجازې(اذن دخول) ذکر شوي دي. لومړی زیارتنامه د رسول الله(ص) زيارتنامه ده، ورپسې د حضرت فاطمې(س) زيارتنامه او بيا د بقیعو امامان او بيا د نورو امامانو زيارتنامې دي. په دې برخه کې د دولسو امامانو د زيارتنامو سربېره، د امامزادګانو زيارتنامې او د ځينو سترو شيعه فقهاوو او لویانو زيارتنامې هم شاملې دي ، لکه د حضرت حمزه، مسلم بن عقيل ، فاطمه بنت اسد، د احد د جنګ د شهيدانو زيارتنامې، سلمان فارسي او نور... د ځینو مشهورو جوماتونو لکه د کوفې جومات او صعصعه جومات اعمال هم په دې برخه کې شامل دي .
د دې فصل تر ټولو اوږده برخه د امام حسین(ع) زیارتنامې ته ځانګړې شوې ده. د امام حسین(ع) نورې مشهورې زیارتنامې لکه د عاشورا زیارت، د اربعین زیارت او د وارث زیارت په دې برخه کې بیان شوي دي. دعای ندبه، دعای عهد او زیارت جامعه کبیره هم د امام زمان(ع) د زيارتنامو په اړوند برخه کښې ذکر شوي دي. د امام زمان(ع) له زيارتنامو وروسته د پیغمبرانو زيارتنامې، د حضرت معصومه(س) زيارتنامه او د حضرت عبد العظيم حسني زيارتنامې ذکر شوي دي . د دې څپرکي وروستۍ مطلب چې د مفاتیح د لومړنۍ نسخې وروستۍ مطلب ګڼل کېږي، د مؤمنانو د قبرونو زيارتنامې او هغوي سره اړوندې دعاګانې په کې دي.
د مفاتیح ضمیمې(ملحقات)
شیخ عباس قمي په دوهم چاپ کې په مفاتیح کتاب کې د ضمیمو(ملحقاتو) په نوم یوه برخه اضافه کړې ده.[12] په دې برخه کې یې په مفاتیح کې اته مطلبونه اضافه کړي دي چې د لیکوال د باور له مخې دې دعاګانو ته د خلکو اړتیا زیاده وه. دغه اته مطلبونه په دا ډول دي:
- د رمضان د وداع(مخه ښه) دعا
- د کوچني اختر په ورځ خطبه
- د آئمة المومنین جامع زیارت
- له زیارتونو وروسته دعا
- امامانو ته د الوداع زیارت
- د حاجتونو لپاره رقعه
- د امام زمان(ع) د غیبت د وخت لپاره دعا
- د نیابتي زیارت آداب
باقیات الصالحات
باقیات الصالحات د لیکوال هغه کتاب دی چې پخپله یې د مفاتیح په حاشیو کې زیات کړی دی. او خپور شوی دی.[13] د شیخ عباس قمي په وینا د دې برخې لیکل د 1345 قمري کار د محرم په نولسمه د جمعې په ورځ پای ته ورسیدل.[14] د مفاتیح الجنان په مختلفو نسخو کې دا کتاب ورسره یو ځای وړاندې شوی دی. د مفاتیح الجنان سره دا کتاب شپږ فصلونه او د ضمیمو په توګه یې ځینې برخې دي چې په دا ډول دي:
- لومړۍ باب: د ورځې او شپې لنډ عملونه، د ورځني ژوند ځینې دودونه، د ورځې او د شپې د وختونو دعاګانې او شپې د لمانځه د څرنګوالي په هلکه دی.
- دویم باب: د ځينو مستحب لمونځونو بیان، چې په هغو کې معصومو ته د ډالۍ لمونځ، د شپې د تدفین د شپې لمونځ، د حاجت لمونځ، د استغاثې لمونځ دعا او د اونۍ د ورځو لمونځونه شامل دي. شیخ عباس قمي په همدې برخه کې د استخارې ډولونه او د استخارې کولو څرنګوالی هم بیان کړی دی.
- دریم باب: د دردونو او ناروغیو لپاره دعاګانې، چې په کې د مختلفو دردونو او ناروغیو د لرې کولو لپاره دعاګانې بیان شوي دي.
- څلورم باب: له اصول کافی کتاب څخه غوره شوي دعاګانې. د دې برخې دعاګانې هم اکثره د ستونزو د حل لپاره دي لکه د رزق کم والی او دنیوي اړتیاوې.
- پینځم باب: د ځینو حِرزونو او لنډو دعاګانو ذکر چې له مُهَجُ الدّعَوات و المجتنی کتاب څخه غوره شوي دي. په دې باب کې د مصیبتونو څخه د ځان ساتلو دعا او همدارنګه د رزق لپاره ځینې دعاګانې او مناجات نقل شوي دي.
- شپږم باب: د ځينو سورتونو او آيتونو د خاصیتونو بيان او د ځينې بیلا بیلې دعاګانې او بیلا بیل مطلبونه بیان شوي. په دې برخه کې د قرآن کریم د ځینو آیتونو ځانګړتیاوې او هغه سورتونه چې د ورځني ستونزو د حل لپاره کارول کیږي ذکر شوي دي. د خلکو په خوب کې د لیدلو لپاره دعا، د مطالعې دعا، د عقیقې د مراسمو دعا او له قرآن سره د استخارې دعا هم په دې باب کې شامل دي.
- پای: د مړو لنډ احکام
د کتاب سرچینې
ځینې هغه سرچینې چې شیخ عباس قمي د مفاتیح الجنان په تالیف کې کارولي او په دې کتاب کې یې ذکر کړي دي په لاندې ډول دي:
- اثبات الهداة لیک شیخ حر عاملي
- الاحتجاج لیک احمد بن علي طبرسي
- الاختیار لیک ابن باقي
- اربعة ایام لیک میرداماد
- الأزریة مشهور په هائیه لیک شیخ کاظم ازري
- إعلام الوری لیک فضل بن حسن طبرسي
- الإقبال لیک سید بن طاووس
- الأمالی لیک شیخ طوسي
- الأمان لیک سید بن طاووس
- بحار الانوار لیک علامه مجلسي
- بلد الامین لیک کفعمي
د شیخ عباس قمي په مفاتیح کتاب کې نورې سرچینې هم ذکر کړي دي؛ له هغو ځینې: تاریخ عالم آرای عباسی د میرزا اسکندر بیګ منشي لخوا لیکل شوی؛ تحفة الزائر د علامه مجلسي له خوا ليکل شوی، تهذیب الاحکام د شیخ طوسي لیکلی؛ جامع الاخبار (د نامعلوم لیکلوال)؛ جمال الاسبوع د سید بن طاووس لخوا لیکل شوی.[15]
چاپ او نشر
شیخ عباس قمي په لومړي ځل مفاتیح په 1344 هجري قمري کال په مشهد کی خپور کړ[16]دا کتاب ځینو لویو خوشنویسانو لکه طاهر خوشنویس[17] مصباح زاده،[18] میرزا احمد زنجاني،[19] محمد رضا افشاري[20] او نورو په نسخ او نستعلیق خطاطۍ کې لیکلی دی. اوس مهال د مفاتیح الجنان كتاب په بې شمېره ډولونو او اندازو سره چاپ شوى دى. د دې کتاب د لوی حجم له امله، ځینو خپرونکو د هغې له محتويات ځینې مطلبونه غوره کړي دي او د «منتخب مفاتیح» یا «گزیده مفاتیح» په توګه یې خپاره کړي دي.[۲۱]
ژباړې
هغه توضیحات چې شیخ عباس قمي د هرې دعا او زیارتنامې یا عملونو په سر کې راوړي دي په فارسۍ ژبه لیکل شوي دي. خو د دعاګانو او زیارتونو متن چې په عربۍ ژبه دی، ځینو ژباړونکو په فارسۍ ژباړی دی. تر ټولو مشهوره يې د مفاتیح په فارسۍ ترجمه او د مهدي الهي قمشه اي ژباړه ده. نورې ژباړې یې هم د سید هاشم رسولي محلاتي[ 21 ] او حسین استادولي[ 22 ] محمد باقر کمره اي او نورو له خوا خپرې شوي دي.
د جوزا په نهم 1402 (د 1444 کال د ذی القعدې 10 هجری) په یو سمینار کې چې د مفاتیح الجنان د لیکلو د سل کلنۍ په مناسبت ترسره شو [23] د مفاتیح د یوې نوې نسخې مخ کتنه وشوه چې د مرحوم استاد طاهر در خط پر اساس چې د مرحوم شیخ عباس قمي په لاس تصحیح شوې ده او د نسخو اختلافات یې د صفحې لاندې حوالې کې په بشپړه توګه بیان کړي دي، دعاګانې جمله بندي شوي او د هرې جملې لپاره یوه شمېره خاص شوې ده. او د لیکلو علامتونه لکه ټکي، قامه، قامه ټکی او نور... د عبارتونو تر مینځ کارول شوي دي.[24]
مفاتیح په نورو ژبو هم ژباړل شوی دی، لکه انګلیسي(لږترلږه څلور ژباړې)، فرانسوي، ترکي، اردو او هسپانوي[25]
نیوکې
د محققینو له نظره د شیخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کښې په ځینو مطلبونو او دعاګانو باندې نیوکه شوې ده چې د ځینو سبب یې دا کیدی شي چې محدث قمي د مفاتیح د بیا کتنې فرصت نه درلود. د بېلګې په توګه مشهور شعر «زنده دلی در صف افسردگان /رفت به همسایگی مردگان...» چې د جامي شعر دی[26] نظامي[27] یې نسبت ورکړی دی. آیت الله ناصر مکارم هم په مفاتیح نوین (کتاب) کې په سريزه کې د نوي مفاتیح د لیکلو لاملونه: د نيمګړتياوو له منځه وړل، د دعاګانو او زیارتونو د اسنادو او سرچينو زياتول، د زمان او مکان د شرايطو په پام کې نيول او د هغو مطلبونو لری کول چې دښمنان ترې بده ګټه اخلي، بیان کړي دي. چې په مفاتیح کې د بیا کتنې لامل ګرځیدلي دي.[28]
مفاتیح الحیاة (کتاب) چې آیت الله عبدالله جوادي آملي لیکلی دی، که څه هم د مفاتیح الجنان محدث قمي د دویم ټوک په توګه معرفي شوی، خو د هغې مهمې ځانګړتیاوې وخت شناسی، د نړۍ اوسني وضعیت سره مطابقت او د تطبیق وړ دی.[29]
اړوند کتابونه
مفاتیح نوین
اصلي مقاله: مفاتیح نوین (کتاب)
د آیت الله ناصر مکارم شیرازي کتاب مفاتیح نوین هغه کتاب دی چې د مفاتیح الجنان کتاب د مستند کولو، کاملولو او بشپړولو په موخه راغونډ او خپور شوی دی.[30] د آیت الله مکارم شیراي په وینا د دې کتاب خپریدو موخه یې د اوسني وخت سره سمون، او د ځینې محتويات لرې کول وو چې اعتراضونه او ستونزې یې رامینځته کړې وې.[31]
د مفاتیح نوين كتاب په سريزه كې ځينې ځانګړنې د دې کتاب لپاره يادې شوې دي چې په لاندې ډول دي: 1 . د دعا او د هغې د مقام او د هغې د قبلیدو او نه قبلیدو په هکله یوه سریزه، 2. د دعاګانو او زیارتنامې د هرې برخې د پیژندنې لپاره یوه سریزه اضافه کول، 3. د دعاګانو او زیارتنامې لپاره فوټ نوټ او سرچینې او مستندات بیانول . 4. د ځینو ورته عملونو لرې کول او ښو غوره کول. 5. د منځپانګو نوی ترتیب، 6. د ځینو ضعیفو مینځپانګو لری کول، 7. د دعاګانو او زیارتونو محتوياتو ته پاملرنه او د هغو په انتخاب کې په سند باندې بسنه نه کول.[32]
منهاج الحیاة
اصلي مقاله: منهاج الحیاة فی الادعیة و الزیارات
دا کتاب محمدهادي یوسفي غروي لیکلی دی. او د اهل بیتو(ع) د نړیوالې ټولنه له خوا خپور شوی. په دې کتاب کې د مفاتیح الجنان په کتاب کې د راغلی دعاګانو او زیارتنامو بشپړې سرچینې راغلي دي.[33]
د دې کتاب ځینې ځانګړتیاوې دا دي: د مفاتیح الجنان د ټولو دعاګانو او زیارتنامو سندونه او د ځینې حذف او اضافه د زیارتنامو او دعاګانو دقيقې سرچينې راوړل په ځینو مواردو کې تاریخي سرچینو ته ارجاع کول[34]
مفاتیح الحیاة
اصلي مقاله: مفاتیح الحیاة
مفاتیح الحیاة کتاب د آیت الله عبدالله جوادي آملي تر څارنې لاندې د څیړونکو یوې ډلې لخوا لیکل شوی. هغوي د دې کتاب د لیکلو موخه خلکو ته د اسلامي ژوند په اړه ښوونه ګڼلې ده. هغه مفاتیح الحیاة د مفاتیح الجنان دویم ټوک نومولی دی.[35]
فوټ نوټ
سرچينې
- سلطانی، محمدعلی، اشاره به پارهای از منابع مفاتیح الجنان، در مقالات کنگره بزرگداشت محدث قمی، قم، نشر نور مطاف، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
- سلیمانی، مرضیه، «یک ذکر به صد زبان شنفتن: نگاهی کوتاه به ترجمههای مفاتیح الجنان»، مجله دین، شهریور ۱۳۸۹ش، ش۱۵۵.
- طالعی، عبدالحسین، سالشمار حیات و آثار محدث قمی، در مقالات کنگره بزرگداشت محدث قمی، قم، نشر نور مطاف، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
- قمی، عباس، مفاتیح الجنان، ترجمه حسین انصاریان، قم،دار العرفان، ۱۳۸۸ش.
- قمی، عباس، مفاتیح الجنان، ترجمه موسوی دامغانی، قم، نشر صدیقه، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
- قمی، عباس، منتخب مفاتیح الجنان، تهران، نشر مبلغان، ۱۳۸۵ش.
- قمی، عباس، کلیات مفاتیح الجنان، ترجمه کامل فارسی متن و حاشیه سید هاشم رسولی محلاتی، به خط حسینی شیرازی، تهران: محلاتی، ش۱۳۷۵.
- قمی، عباس، مفاتیح الجنان، به خط طاهر خوشنویس، تهران: اسلامیه، ۱۳۷۵ش.
- قمی، عباس، مفاتیح الجنان، ترجمه مهدی الۀ قمشهای، خط عباس مصباحزاده، تهران: علمی، ۱۳۷۵ش.
- قمی، عباس، مفاتیح الجنان، کاتب: احمد بن محمدحسین زنجانی، نجف: مطبعه علمیه، ۱۳۵۷ق.
- قمی، عباس، مفاتیحالجنان، مترجم موسوی دامغانی، خوشنویس افشاری، مصحح متن حسین استادولی، تهران: فیض کاشانی: تربت، ۱۳۸۸ش.
- قمی، مفاتیح الجنان، تهران، نشرمشعر، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
- قنبری، بخشعلی، «معرفی ترجمه نهج البلاغه»، کتاب ماه دین، دی ۱۳۸۴،ش ۹۹.
- مکارم شیرازی، ناصر، مفاتیح نوین، قم، انتشارات امام علی بن ابیطالب(ع)، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
- پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی، معرفی کتاب مفاتیح نوین، تاریخ مشاهده ۱۹ بهمن ۱۳۹۵ش.
- «مصاحبه با آیتالله یوسفی غروی درباره کتاب منهاج الحیاه فی الأدعیه والزیارات»، پایگاه مکتب مفید، تاریخ بارگزاری ۲۵ خرداد ۱۳۹۵ش، تاریخ مشاهده ۱۹ بهمن ۱۳۹۵ش.
- مصاحبه با آیت الله استادی درباره مفاتیح الحیات، «کتاب مفاتیح الحیات را باید جلد دوم مفاتیح الجنان بدانیم»، پایگاه اینترنتی اسراء، تاریخ انتشار ۲۴ اردیبهشت ۱۳۹۱ش، تاریخ مشاهده ۲۵ بهمن ۱۳۹۵ش.