هارون (پیغمبر)

د wikishia لخوا
د هارون (پیغمبر) مقبره

هارون بن عمران له الهي پېغمبرانو، او د حضرت موسی(ع) ځای ناستی او ملګری و چې په قرآن کې د حضرت موسی له قوله په خبرو کولو کې د هغه فصاحت ته اشاره شوې ده. له پېغمبر اکرم(ص) په یو حدیث کې پېغمبر اکرم(ص) ته د امام علي(ع) نسبت او مقام د موسی په نسبت د هارون له مقام سره ورته ګڼل شوی دی. دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې ذکر شوی او د منزلت په حدیث یادیږي.

کله چې موسی د الواحو (تختیو) د اخستلو لپاره طور سینا ته لاړ، هارون یې خپل ځای ناستی وټاکه. په دې موده کې د سامري په نامه یو کس یو خوسی جوړ کړ او بني اسراییل یې د هغه عبادت ته وبلل او هارون ونه کړی شول د هغه مخه ونیسي؛ البته تورات د خوسي جوړول د هارون کار ګڼلی دی.

هارون په ۱۲۳ کلنۍ کې په طور سینا کې له دنیا لاړ، د اردن په هور غر کې چې په جبل هارون مشهور دی، هغه ته یوه مقبره منسوبه ده.

کورنۍ

هارون، د حضرت موسی ورور و، پلار یې عمران او مور یې یوکابد نومېده.[۱] د پېغمبر د مېرمنې د حیی بن اخطب د لور صفیه چې د بني نضیر له یهودیانو وه، نسب هم هغه ته رسیږي.[۲]

پېغمبري

یهودیان، مسیحیان[۳] او مسلمانان[۴] د هارون په پېغمبرۍ عقیده لري. له پېغمبر اکرم د یو روایت مطابق نبوت د هغه له نسله جاري پاتې شوی دی.[۵] او ځینې پېغمبران لکه الیاس دهغه له لمسیانو ګڼل کیږي.[۶]

د قرآن د آیتونو له مخې حضرت موسی چې کله په پېغمبرۍ مبعوث شو له خدایه یې وغوښتل چې هارون یې وزیر او ملګری وګرځي، ځکه چې هغه تر ده ښې او روانې خبرې کوي.[۷] همداراز د قرآن په ایتونو کې توحید ته د فرعون په بلنه کې له موسی سره د هارون د ملګرتیا خبره شوې ده.[۸] له امام علي(ع) د موسی او هارون د حالاتو په بیان کې نقل شوي چې حضرت موسی له هارون سره یو ځای، په داسې حال کې فرعون ته ورغلل چې وړینې جامې او لرګینې عصاګانې یې په لاس کې وې.[۹] د فارسي په شعرونو کې هم هغه د موسی په څنګ کې یاد شوی دی:

گلیم موسی و هارون به از مال و زر قارون
چرا شاید که بفروشی تو دیداری به دیناری[[۱۰]]

په قرآن کې د هارون پېغمبرۍ ته اشاره شوې ده.[۱۱] په صافات سوره کې موسی او هارون له الهي کتابه په برخمنتیا، نېغې لارې ته په هدایت او نیکۍ کې شریک ګڼل شوې دي.[۱۲]

له امام صادقه(ع) په یو روایت کې د پېغمبر(ص) په نقل راغلي دي چې د معراج په کیسه کې کله چې پېغمبر پینځم اسمان ته وخته، هلته یې یو پیاوړی او د غټو سترګو کس ولیده چې پر شاوخوا یې د هغه د امت ځینې کسان راټول وو، پېغمبر د هغوي د شمېر په زیاتوالي حیرانه شو او له جبراییله یې وپوښتل چې دا سړی څوک دی؟ جبراییل هغه د عمران زوی هارون معرفي کړ. بیا پېغمبر په هغه سلام وکړ او ورپآره یې استغفار وکړ او هغه هم پېغمبر ته سلام وکړ او ورپاره یې استغفار وکړ.[۱۳]

د موسی جانشیني او د سامري د خوسي کیسه

اصلي مقاله: د سامري خوسی

کله چې حضرت موسی د الواحو (تختو) د اخستلو لپاره طور سیناء ته لاړ، هارون یې په بني اسراییلو کې خپل ځای ناستی وټاکه.[۱۴] په دې موده کې سامري په هغو سرو زرو سره چې د موسی قوم له فرعونیانو له ځان سره راوړې وو، یو خوسی جوړ کړ.[۱۵] او د موسی قوم یې د هغه عبادت ته وباله.[۱۶] د خوسي د عبادت د مخنیوي لپاره د هارون هڅو فایده ونه کړه .[۱۷] موسی له ستنېدو وروسته، له هارون سره په سخته خبرې وکړې چې ولې دې د ده مخه ونه نیوله. هارون وویل چې نزدې وه دا قوم ما ووژني، او له موسی یې وغوښتل چې په هغه دښمنان خوشاله نه کړي او له ظالمانو سره یې یو شان ونه ګڼي.[۱۸] له دې امله موسی د ځان او ورور لپاره له خدایه د بخښنې دعا وکړه.[۱۹]

د قرآن د ایتونو له مخې د بني اسراییلو د خوسي عبادت د سامري کار و.[۲۰] او هارون له هغه سره مقابله وکړه؛[۲۱] خو تورات چې د یهودیانو مقدس کتاب دی، د خوسي جوړول او بت پرستۍ ته بلنه د هارون کار ګڼلی دی.[۲۲] که څه هم د یهودو ځینو مفسرانو په دې برخه کې د تورات د خبرې د توجیه او تاویل هڅه کړې ده.[۲۳]

هارون ته د امام علي(ع) د مقام ورته ګڼل

اصلي مقاله: د منزلت حدیث

له پېغمبر اکرم(ص) په یو حدیث کې د پېغمبر(ص) په نسبت د علي(ع) مقام د موسی په نسبت د هارون د مقام په شان ګڼل شوی دی.[۲۴] دا حدیث په شیعه[۲۵] او سني[۲۶] سرچینو کې نقل شوی او د منزلت حدیث په نامه یادیږي. د دغه حدیث مطابق پېغمبر(ص) علي ته په خطاب کې وفرمایل: «أنتَ مِنّی بِمَنزلةِ هارونَ مِنْ مُوسی؛ته ماته داسې یې لکه هارون چې موسی ته و په دې تفاوت سره چې له ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.»[۲۷]

وفات او مقبره

د اردن په کاترین کلي کې حضرت هارون ته منسوب قبر

د یعقوبي په وینا[۲۸] هارون په ۱۲۳ کلنۍ او د حضرت موسی(ع) په ژوند کې، د مسعودي[۲۹] په وینا په ۱۲۶ کلنۍ کې او په «البدء و التاریخ» کتاب کې[۳۰] د مقدسي په قول په ۱۲۸ کلنۍ کې هغه له موسی(ع) درې کاله مخکې وفات شوی دی. له پېغمبر(ص) د یو روایت له مخې د مرګ په وخت د هارون عمر ۱۳۳ کاله وه.[۳۱]

د یو روایت له مخې موسی هارون طور سینا غره ته بوتلو او هلته یې ملک الموت روح واخسته.[۳۲] د دغه حدیث مطابق موسی له هارون سره یو ځای طور سینا ته لاړل او هلته یې یوه کوټه ولیده چې په دروازه یې یوه ونه وه او په هغه ونه دوه جامې ځوړندې وې، موسی هارون ته وویل: « جامې دې راوباسه او دا دوه جامې واغونده او کوټې ته ننوځه او په هغه کټ چې په کوټه کې دی څمله» کله چې هارون په کټ څملاسته مرګ یې راورسېد. موسی بني اسراییلو ته ستون شو او د هارون د مرګ خبر یې هغوي ته ورکړ. بني اسراییلو حضرت موسی دروغجن وباله او وې ویل: تا هغه وژلی دی. خدای فرښتو ته امر وکړ، د هارون جنازه یې د کټ لپاسه په هوا کې راوړه او بني اسراییلو هغه ولیده او پوه شول چې هارون له دنیا تللی دی.[۳۳] د یعقوبي په راپور، د هارون زوی اَلیعازَر هم د خپل پلار د مرګ په وخت له حضرت موسی سره ملګری و.[۳۴]

د اردن په لویدیځ کې د هور غر لپاسه هارون ته منسوبه یوه مقبره ده.[۳۵] دغه غر د «پِترا» او «جبل هارون» په نوم هم مشهور دی.[۳۶] د دغه مقبرې ودانۍ اتمې قمري پېړۍ ته ورګرځي.[۳۷] همداراز په اردن کې د عقبه خلیج په ساحلي څنډه کې په یوې وړې غونډۍ په «کاترین السیاحی» کلي کې یوه بله مقبره هم هارون ته منسوبه ده.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. کتاب مقدس، کتاب خروج، باب ۶، آیه ۲۰.
  2. ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۷۱.
  3. کتاب مقدس، کتاب خروج، باب ۳۲، آیه ۲-۶.
  4. سوره مریم، آیه ۵۳.
  5. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳‌ق، ج۲۳، ص۷۰.
  6. ابن منظور، مختصر تاریخ دمشق، ۱۴۰۲ق، ج۵، ص۲۳.
  7. سوره فرقان، آیه ۳۵؛ سوره قصص، آیه ۳۴.
  8. سوره طه، آیه ۴۲-۴۸.
  9. فیض الاسلام ، نهج البلاغه، خطبه قاصعه، ج۴، ص۷۹۰.
  10. مولوی، دیوان شمس، غزل شماره۲۵۳۴.
  11. سوره مریم، آیه ۵۳.
  12. سوره صافات، آیه ۱۱۴-۱۲۲.
  13. مشایخ، قصص انبیاء، ۱۳۸۱ش، ص۳۳۰.
  14. سوره اعراف، آیه ۱۴۲.
  15. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۱۹۲.
  16. سوره طه، آیه ۸۷.
  17. سوره طه، آیه ۹۰-۹۱.
  18. سوره اعراف، آیه ۱۵۰.
  19. سوره اعراف، آیه ۱۵۱.
  20. سوره طه، آیه ۸۵.
  21. سوره طه، آیه ۹۰.
  22. کتاب مقدس، کتاب خروج، باب ۳۲، آیات۱-۶.
  23. انجمن کلیمیان تهران، «ترجمه کتاب مقدس»، پانویس دوم.
  24. بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۲۰۸.
  25. برای نمونه نگاه کنید به:‌ مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۱۴.
  26. مثال په توګه وګورئ: بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۲۰۸؛ مسلم، صحیح مسلم، دار الجیل/دار الأفاق الجدیدة، ج۷، باب من فضائل علی بن ابی‌طالب، ص۱۲۰.
  27. مسلم، صحیح مسلم، دار الجیل/دار الأفاق الجدیدة، ج۷، باب من فضائل علی بن ابی‌طالب، ص۱۲۰؛ مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۱۴.
  28. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۱، ص۴۱.
  29. مسعودی، اثبات الوصیة، نشر انصاریان، ص۶۴.
  30. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳،‌ ص۹۲.
  31. شیخ صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۲۴.
  32. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳‌ق، ج۱۳، ص۳۶۸.
  33. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳‌ق، ج۱۳، ص۳۶۸.
  34. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۱، ص۴۱.
  35. هاکس، قاموس کتاب مقدس، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۴.
  36. «مقام النبی هارون علیه‌السلام»، ارث الاردن.
  37. «مقام النبی هارون علیه‌السلام»، ارث الاردن.
  38. رامین‌نژاد، «مزار حضرت هارون (علیه‌السلام)»، راسخون.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • کتاب مقدس.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن منظور، محمد بن مکرم، مختصر تاریخ دمشق، تحقیق:‌روحیة النحاس و ریاض عبدالحمید مراد و محمد مطیع، دمشق، دار الفکر، ۱۴۰۲ق/۱۹۸۴م.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • رامین‌نژاد، رامین، «مزار حضرت هارون (علیه‌السلام)»، راسخون، تاریخ بازدید ۲۸ فروردین ۱۳۹۸ش.
  • شیخ صدوق،‌ محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمة، تهران،‌ اسلامیه، چاپ دوم، ‌۱۳۹۵ق.
  • شیخی، حمیدرضا، پیامبر از نگاه قرآن و اهل بیت، قم، دارالحدیث، چاپ سوم، ۱۳۸۶ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • مجلسی، محمد باقر، بحارالانوار، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳‌ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة للامام على بن ابی‌‏طالب(ع)‏، نشر انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۴ / ۱۴۲۶ق.
  • مسلم، صحیح مسلم، بیروت، دار الجیل/دار الأفاق الجدیدة، بی‌تا.
  • مشایخ، فاطمه، قصص انبیاء، تهران، انتشارات فرحان، ۱۳۸۱ش.
  • « مقام النبی هارون علیه‌السلام»، ارث الاردن.، تاریخ بازدید ۲۸ فروردین ۱۳۹۸ش.
  • ‌مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • هاکس، جیمز، قاموس کتاب مقدس، تهران، انتشارات اساطیر، ۱۳۷۷ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.