د شام بازار

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په دمشق کې د حمیدیه بازار

د شام بازار یا حمیدیه بازار، په دمشق ښار کې یو تاریخي بازار دی چې د یزید بن معاویه په امر د کربلا اسیران په هغه کې وګرځول شو. د محرم د عزادارۍ په دستورو کې د دې بازار یادونه کیږي. د شام بازار د دمشق تر ټولو مهم بازار دی او د ښار په زړې برخې کې، اموي جامع جومات ته نزدې واقع دی.

موقعیت

د شام بازار د دمشق تر ټولو مهم بازار دی چې د ښار په قدیمي برخه کې واقع دی. دا بازار، کابو ۶۰۰ میټره اوږد، ۱۵ میټره پلن [۱] او اته میټره لوړ دی او په پای کې یې، اموي جامع جومات پروت دی.[۲]

د دې اوسنۍ ودانۍ عثماني پړاو ته ورګرځي؛ سلطان عبدالحمید عثماني په ۱۷۸۰ م کال کې، هغه په دوو پړاوونو کې جوړ کړ او له هغه وروسته، په حمیدیه بازار مشهور شو.[۳] البته د فارسۍ په ځینو کتابونو کې په حمیدیه د هغه د نومولو سبب په هغه کې د حمیدیه مدرسې یا خانقاه او همداراز حمیدیه جومات واقع کېدل ګڼل شوې دي.[۴] ویل کیږي چې لا هم د روم د سترواکۍ په پړاو پورې اړوند د ژوپیټر معبد د ستنو پاتې شوونې د هغې په اخر کې موجودې دي.[۵] د شام بازار د بهرنیو سیلانیانو او زایرانو د پام وړ دی او معمولا د هغه کتنه کوي.

د کربلا د اسیرانو تېرول

د عاشورا له پېښې وروسته، د یزید بن معاویه په امر د دمشق ښار سینګار کړی شو او د کربلا اسیران یې ښار ته ننه ایستل.[۶] مشهوره ده په داسې حال کې چې د شام خلک تماشې ته راغلې وو، د کربلا اسیران د دمشق ښار په بازارونو او کوڅو کې وګرځول شو.[۷] د یزید د محفل په روضې (ماتم) او شام ته د ننوتلو په ماتم کې چې د محرم په میاشته کې او د صفر په لسیزه کې کیږي، د دمشق ښار او بازار ته د کربلا د اسیرانو ورتګ او له هغوي سره د شامیانو سلوک ته اشاره کیږي. د ایران په ځینو ښارونو کې د شام د بازار تعزیه هم اجرا کیږي.

فارسي ادبیات

د شام بازار په فارسي ادبیاتو او متلونو کې د داسې ځای کنایه ده چې ډېره ګڼه ګوڼه وي پکې.[۹] همداراز د محرم په عزادارۍ او په دودیزو شعرونو کې د هغه زیاته یادونه کیږي.[۱۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې