د صلیحیانو حکومت
| نور نومونه | بني صلیح |
|---|---|
| بنسټ ایښودونکي | علی بن محمد صلیحي |
| د تأسیس کال | ۴۳۹ق |
| د جغرافیایي بهیر | یمن، له جزیرة العرب یوه برخه |
| مذهب | اسماعیلیه |
| ځانګړتیا | په مصر کې د فاطمیانو اړوند، په حکومتولۍ کې مذهبي زغم |
| مهمې کړنې | عمران او اباداني |
| پلازمینې | صنعاء، ذي جبله |
| ختمیدل | ۵۳۲ق |
| مشهور پاچاګان | اَروی ملکه |
د صُلَیحیانو حکومت (۴۳۹-۵۳۲ق)، په یمن کې د اسماعیلی مذهب لومړنی حکومت و، چې په ۴۳۹ق کال کې د علي بن محمد صُلیحي له خوا تاسیس شو او نږدې یوه پېړۍ یې دوام وکړ. دا حکومت د یمن په تاریخ کې له اغېزناکو حکومتونو ګڼل شوی او د حاکمانو د پاملرنې له امله د ابادۍ او عمران په برخه کې، د یمن د تاریخ یو ویاړلی پړاو بلل شوی دی. د یو بل د مذهبي نظریاتو په وړاندې د زغم فضا رامنځته کول د دې حکومت له ځانګړنو څخه وو.
صُلیحیان د فاطمیانو د استازو په توګه په یمن کې حکومت کاوه او د داعي او حجت (چې د اسماعیلیه مذهب مهم مقامونه دي) لقبونه یې له فاطمیانو ترلاسه کړي وو. هغوی د دې مسوولیت درلود چې اسماعیلیه تشیع د عربستان ټاپو وزمې او د هند په ټاپو وزمه کې خپور کړي او د خپل طاقت د ساتنې لپاره یې د فاطمیانو تایید ته اړتیا لرله.
اَرویٰ ملَکه چې د «سیده حره» او «بلقیس ثاني» په لقبونو مشهوره ده، د دې سلسلې تر ټولو مهمه واکمنه او د شیعه مذهب لومړۍ ښځینه واکمنه وه، چې له ۴۰ کلونو زیات یې په یمن واکمني وکړه. د ملکه اَرویٰ په مړینې سره چې د صُلیحي سلسلې اصلي پای ګڼل کېږي، یمن د ځايي لړیو لاس ته ولوېد او په ۵۶۹ق کې د مصر، شام او یمن نویو واکمنانو یعنې ایوبیانو ټول له منځه یووړل. ځینو صُلیحي امیرانو د شپږمې هجري پېړۍ تر پایه په یمن کې لا هم ځینې کلاوې تر ولکې لاندې لرلې.
پېژندنه او مقام
صُلَیحیان (۴۳۹–۵۳۲ق) لومړنی اسماعیلي حکومت او د یمن د حکومتونو له مهمو لړیو څخه شمېرل کېږي.[۱] د صُلیحي واکمنانو حکومت چې یوه پېړۍ یې دوام وکړ، د فاطمیانو د ملاتړو په توګه په یمن واکمني وکړه[۲] او د فاطمیانو له خوا یې په یمن کې (چې د اسماعیلیه د نشر او پراختیا مقام و) د دعوت مشري په غاړه درلوده.[۳]
ویل شوي چې صُلیحيان د یمن له اغېزناکو اسلامي حکومتونو ګڼل کېږي او د هغوی د واکمنۍ موده د دې هېواد د تاریخ له غوره دورو څخه وه.[۴] هغوی د یمن د اقتصادي او فرهنګي وضعې د ښه کولو لپاره ډېره هڅه وکړه[۵] او د مذهبي زغم او روادارۍ سیاست یې غوره کړی و، له خلکو سره یې ښه چلند درلود او اهل سنتو ته یې اجازه ورکوله چې خپل مذهب ښکاره کړي.[۶] له خلکو سره اړیکې او د خلکو د خوښې اقدامات د دې حکومت له ځانګړنو ګڼل شوي.[۷] اسلامي علومو په دې دوره کې ډېر پرمختګ وکړ او د صُلیحي کورنۍ ډېری پاچاهان او شهزادګان پخپله شاعران او ادیبان وو.[۸]
صُلیحیانو د یمن د ابادۍ او عمران په برخه کې هم ستره ونډه لرله او د دې سلسلې واکمنان له لومړنیو کسانو څخه وو چې د ديني علومو د ښوونځیو د تاسیس کار یې پیل کړ.[۹] د صُلیحي امیرانو د داعي له مهمو کارونو څخه د مذهبي ځایونو او ښکلو جوماتونو جوړول، یا د پخوانیو جوماتونو ترمیم او بیا رغونه وه چې د دوی د اصلاحاتو او تبلیغاتو د پروګرامونو په سر کې یې ځای درلود.[۱۰] له همدې امله دا دوره د ښکلو مذهبي ځایونو، جوماتونو او په زړه پورې تاریخي اثارو د زیاتوالي دوره بلل کیږي او هغه څه چې د صُلیحيانو معمارۍ ته منسوب کېږي د یمن د جوماتونو معماري ده.[۱۱]
د حکومت موسس
د صُلیحي حکومت بنسټګر، علي بن محمد صُلیحي، د اسماعیلیه مذهب زدهکړې له سلیمان بن عبدالله زواحی څخه چې په یمن کې د فاطمیانو داعي و،[یادونه ۱] ترلاسه کړې او اخر د هغه مرستیال او نزدې ملګری شو.[۱۲] د علي صُلیحي پلار، قاضي محمد، سُني او شافعيمذهب و.[۱۳]
له تأسیسه تر ړنګېدو پورې
علي بن محمد صُلیحي په ۴۳۹ق کال کې په یمن کې د اسماعیلیه صُلیحي حکومت بنسټ کېښود.[۱۴] هغه لومړی د سولهییزې او ارامې بلنې لارې غوره کړې، د دې لارې له مخې یې پوځیان راټول کړل او وروسته یې د ښکاره او وسلهوال پاڅون پرېکړه وکړه.[۱۵] هغه په «حَراز» کې، چې د یمن یوه غرنی سیمه او د صنعا لوېدیځ ته پرته ده، قیام وکړ او هلته یې کلاوې جوړې کړې.[۱۶] دا د صُلیحي سلسلې د بنسټکېښودلو پیل و چې نږدې یوه پېړۍ، یعنې تر ۵۳۲ق کال پورې یې دوام وکړ.[۱۷]
د علي بن محمد صُلیحي اعتبار وروسته له هغه زیات شو چې د فاطمي خلیفه مستنصر بالله له خوا تایید شو، او خپلو فتوحاتو ته یې دوام ورکړ.[۱۸] بالاخره په ۴۵۵ق کال کې یې ټول یمن تر خپلې واکمنۍ لاندې راوسته.[۱۹]
علي بن محمد صُلیحي د یمن د داعيالدعاةِ [یادونه ۲] په توګه، صنعا د خپلې واکمنۍ پلازمېنه اعلان کړه.[۲۰] صُلیحي نه یوازې په یمن، بلکې په نورو سیمو لکه حجاز او بیتالمقدس هم تمرکز درلود. له همدې امله هغه په ۴۵۴ یا ۴۵۵ق کال کې مکې ته لښکر بوت مکه یې ونیوله،[۲۱] خو په ۴۵۹ق[۲۲] یا ۴۷۳ق کال کې د حج د سفر پر مهال په ناڅاپي برید کې ووژل شو.[۲۳]
له علي بن محمد صُلیحي وروسته، د هغه زوی احمد المُکَرَّم (مړینه ۴۷۷ق)[۲۴] د فاطمي خلیفه له خوا د «امیرالامرأ» لقب له تر ترلاسه کولو وروسته واک ته ورسېد.[۲۵] د احمد المکرم پر مهال د صُلیحيانو د ټاټوبي پولې خپلې اعظمي پراخوالي ته ورسېدې.[۲۶] د اسماعیلیه بلنه له یمن نه بهر، په عمان، بحرین او هند کې د صُلیحي دولت د معنوي نفوذ لاندې خپره شوې وه.[۲۷] احمد المُکَرَّم د عمر په وروستیو کې د فالج ناروغۍ ونیوه او د حکومت چارې یې خپلې مېرمنې ملکه اَرویٰ ته وسپارلې.[۲۸]
د احمد المکرم له مړینې وروسته په ۴۷۷ق کال کې، ملکه اَرویٰ واک ته ورسېده.[۲۹] فاطمي خلیفه مستنصر بالله په ۴۸۱ق کال کې په یوه لیک کې د یمن، هند او عمان د حکومت او دعوت چارې هغې ته وسپارلې.[۳۰] هغې تر خپلې مړینې پورې، چې په ۵۳۲ق کال کې وشوه، ټول واک په لاس کې درلود. اَرویٰ ملکې د صُلیحيانو پلازمېنه له صنعا څخه ذو جِبَلَه ته انتقال کړه.[۳۱] هغې د ۵۵ کلونو واکمنۍ وروسته مړه شوه، او له هغې وروسته دا حکومت ورو ورو د زوال پر لور ولاړ. د صُلیحي ځینو لنډمهاله واکمنیو د حکومت د زوال مخه و نه نیولی شوه او یوازې په ځینو برخو کې د ۵۶۰ق کال تر شاوخوا پورې پاتې شول.[۳۲]
د ملکه اَرویٰ په مړینې سره چې د صُلیحي سلسلې اصلي پای ګڼل کېږي، یمن د ځایي سلسلو لاس ته ولوېد، او دا ټول په ۵۶۹ق کال کې د مصر، شام او یمن د نویو واکمنانو، ایوبیانو په لاس له منځه یوړل شول.[۳۳] ځینو صُلیحي امیرانو د شپږمې هجري پېړۍ تر پایه لا هم په یمن کې ځینې کلاوې تر واک لاندې لرلې.[۳۴]

ملکه اَرویٰ؛ لومړۍ شیعه ښځینه واکمنه
ملکه اَرویٰ د صُلیحيانو له مهمو او اغېزناکو واکمنانو څخه وه. هغې ته د «سیده حره» او «بلقیس ثانی» لقبونه ورکړل شوي وو، او د لومړۍ ښځینه شیعه مسلمانې واکمنې په توګه یې له ۴۰ کلونو زیات په یمن واکمني وکړه.[۳۵] ملکه اَرویٰ د اخلاقو، هوښیارتیا او تدبیر له پلوه ډېره ستایل شوې ده.[۳۶] هغه د ابادۍ، سیاسي او اداري چارو په برخه کې بریالۍ واکمنه وبلل شوه[۳۷] او ویل شوي چې هغې په ټولو یمني ښارونو کې خلکو ته د عقیدې ازادي ورکړه او د ټولو خلکو ترمنځ یې د برابرۍ خیال وساته،[۳۸] یمن د هغې په دوره کې د ودې، ترقۍ او غوړېدو لوړې کچې ته ورسېد.[۳۹]
د اَرویٰ ملکې وړتیا او سیاسي تدبیر لامل شو چې فاطمیانو هغې ته د داعيالدعاتي او حجت[یادونه ۳] مقام ورکړ.[۴۰] د صُلیحي او فاطمي دربارونو تر منځ سیاسي او مذهبي اړیکې د هغې په دوره کې خپلې لوړې کچې ته ورسېدې.[۴۱] د هغې او فاطمي خلیفهګانو ترمنځ لیکونه د هغې د ځانګړې او لوړې سیاسي مرتبې ښودنه کوي.[۴۲]
له فاطمیانو سره سیاسي او مذهبي پییلتیا
صُلیحيانو له پیله خپل ځان د فاطمي خلافت تابع باله او د هغوی له مذهبه یې پیروي کوله.[۴۳] دوی د فاطمیانو د داعیانو په توګه د عربستان په ټاپووزمه او د هند په براعظم ګي کې د دعوت چارې پرمخ وړلې، او د دې لپاره یې داعیان هغو سیمو ته لېږل.[۴۴] د صُلیحي دورې فرهنګ او تمدن د مصر د فاطمیانو له فرهنګ او تمدن څخه څرګنده اغېزه اخیستې وه.[۴۵] صُلیحيانو خپل حکومت د فاطمي خلافت له حکومت سره پر نږدې او دوستانه اړیکو ودرولی و؛[۴۶] ګڼ شمېر لیکونه چې د صُلیحيانو او فاطمیانو ترمنځ تبادله شوي، د دې اړیکو ثبوت دی.[۴۷] د فاطمي خلیفګانو ملاتړ د صُلیحيان د بریاوو له مهمو عواملو شمېرل کېږي.[۴۸]
صُلیحي داعیان په یمن کې د فاطمیانو له خوا موظف شوي وو چې د خپلو ټولو نفوذ لرونکو سیمو لکه مکه، مدینه، عمان، بحرین او هند کې د اسماعیلیه مذهب د خپرولو او د فاطمي امام د بلنې ترڅنګ، د بغداد د عباسي خلافت چې د هغوي سیال و؛ سیاسي بنسټونه کمزوري کړي او د عباسي خلیفه نوم له خطبو څخه لرې کړي.[۴۹] په بدل کې، فاطمي خلیفګانو د دوی حکومت تاییداوه او هغوی ته یې مذهبي او سیاسي مشروعیت ورکوه.[۵۰] صُلیحيانو د همدې دوه اړخیزو اړیکو له لارې خپل سیاسي بنسټونه د فاطمیانو په ملاتړ پیاوړي کول.[۵۱]
د اسماعیلیه مذهب ترویج

د صُلیحيانو د یوې پېړۍ واکمنۍ په نتیجه کې د اسماعیلیه مذهب پراخ خپرېدل او په یمن، د عربستان په ټاپووزمه او د هند په لوېدیځو سیمو کې د دعوت د مرکزونو رامنځته کېدل ممکن شول.[۵۲] د دوی په هڅو سره اسماعیلیه مذهب په پراخه پیمانه په یمن او شاوخوا سیمو کې خپور شو، او یمن د اسماعیلیه د دعوت له مهمو مرکزونو څخه وګرځېد.[۵۳]
صُلیحي سلاطینو د فاطمیانو د مهمو داعیانو په توګه د اسماعیلیه مذهب په خپراوي کې ډېر مهم رول درلود. د امیرداعیان مهمه دنده دا وه چې د فاطمي امام بلنه خپره کړي او په یمن، مکه او مدینه کې د فاطمي خلافت سیاسي بنسټونه وساتي.[۵۴] دغو بلونکو پاچاهانو تل هڅه کوله چې د داعيالدعات یا حجت په توګه په یمن کې د اسماعیلیه غورځنګ لوړې موخې عملي کړي.[۵۵]
په هند کې دعوت
صُلیحي داعیانو د یمن د حجتانو په توګه[۵۶] همدارنګه په هند کې د اسماعیلیه مذهب د خپرولو په برخه کې مهم رول ولوباوه.[۵۷] د هغو داعیانو د هڅو په پایله کې چې له یمن څخه به په دوامداره توګه هند ته تلل، د هند په ګجرات[۵۸]، جنوبي او سوېل لوېدیځو سیمو کې نوې اسماعیلیه ټولنې رامنځته شوې.[۵۹] هندي داعیان به د یمن د داعيالدعاة له مرکز سره تل په اړیکه کې وو او د مذهبي دریځونو په ټاکلو کې به یې له یمني داعیانو څخه الهام اخیست.[۶۰]
اړونده څیړنې
- «الصليحيون والحركة الفاطمية في اليمن»کتاب، د حسین بن فیضالله همداني اثر دی، چې د صُلیحيانو د تاریخ په اړه لیکل شوی.
- «اَرویٰ، مقتدرترین ملکه یمن» کتاب د عارف تامر لیکنه ده، چې ساجده یوسفي او مصطفی حقانيفضل ژباړلی. دا کتاب په ۱۴۰۰ل کال کې د طه خپرندوی له خوا خپور شوی او د صُلیحي حکومت تاریخ څېړي.
فوټ نوټ
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۳۳.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۳۸؛ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاه یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ باسورث، سلسلههای اسلامی جدید، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۰۸.
- ↑ همدانی، الصلیحیون و الحرکة الفاطمیة فی الیمن، دمشق، ص۱۰۴-۱۰۵؛ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۹.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۹.
- ↑ جاناحمدی، «صلیحیون و آثار معماریشان در یمن»، پایگاه مرکز اطلاعات علمی جهاد دانشگاهی.
- ↑ باسورث، سلسلههای اسلامی جدید، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۰۸؛ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۱.
- ↑ ابنکثیر، البدایة والنهایه، بیروت، ج۱۲، ص۱۲۱؛ همدانی، الصلیحیون والحرکة الفاطمیة فی الیمن، دمشق، ص۶۴.
- ↑ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاة یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۱.
- ↑ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۱.
- ↑ باسورث، سلسلههای اسلامی جدید، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۰۸؛ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۲.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۳۴.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ تامر، اَروی، مقتدرترین ملکه یمن، ۱۴۰۰ش، ص۶۰.
- ↑ مقریزی، اتعاظ الحنفا بأخبار الائمة الفاطمیین الخلفا، قاهره، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۲۵؛ ابنکثیر، البدایة و النهایه، بیروت، ج۱۲، ص۱۲۱.
- ↑ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۲.
- ↑ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاه یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ باسورث، سلسلههای اسلامی جدید، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۰۸.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۰.
- ↑ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۲؛ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۰.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۰.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ باسورث، سلسلههای اسلامی جدید، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۰۸.
- ↑ جان احمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۳.
- ↑ باسورث، سلسلههای اسلامی جدید، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۰۸؛ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۲.
- ↑ باسورث، سلسلههای اسلامی جدید، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۰۸.
- ↑ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاه یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ کحاله، اعلام النساء فی عالمی العرب و الإسلام، بیروت، ج۱، ص۲۷؛ همدانی، الصلیحیون و الحرکة الفاطمیة فی الیمن، دمشق، ص۱۴۳.
- ↑ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاه یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ تامر، اَروی، مقتدرترین ملکه یمن، ۱۴۰۰ش، ص۶۰.
- ↑ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاة یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۱.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۴.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۳۴ و ۴۰.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ حسنپور، «صلیحیان»، ذیل مدخل.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۵۳.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۳۴-۴۳.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۵۲؛ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۲.
- ↑ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاه یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۴.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۴.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۹.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۵۲.
- ↑ طاهری بوئینی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاه یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۳۴.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۴۴.
- ↑ جان احمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۳۳.
- ↑ دفتری، تاریخ تشیع، ۱۳۹۷ش، ص۱۴۰.
- ↑ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۲.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۵۱.
- ↑ جاناحمدی، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، ص۵۱.
سرچينې
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دار الفکر، بیتا.
- باسورث، کلیفورد ادموند، سلسلههای اسلامی جدید، ترجمه فریدون بدرهای، تهران، مرکز بازشناسی اسلام و ایران، ۱۳۸۱ش.
- تامر، عارف، اَروی، مقتدرترین ملکه یمن، ترجمه ساجده یوسفی و مصطفی حقانی فضل، قم، کتاب طه، ۱۴۰۰ش.
- جاناحمدی، فاطمه، «داعیان حکومتگر صلیحی در یمن»، علوم انسانی دانشگاه الزهرا(س)، شماره ۵۹، تابستان ۱۳۸۵ش.
- جاناحمدی، فاطمه، «صلیحیون و آثار معماریشان در یمن»، پایگاه مرکز اطلاعات علمی جهاد دانشگاهی، تاریخ بازدید: ۲۶ دی ۱۴۰۳ش.
- حسنپور، مریم، «صلیحیان»، دانشنامه جهان اسلام، ج۳۰، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، بیتا.
- خضری، احمدرضا، تشیع در تاریخ، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۹۳ش.
- دفتری، فرهاد، «اسماعیلیه»، دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۸، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، بیتا.
- دفتری، فرهاد، تاریخ تشیع، ترجمه رحیم غلامی، تهران، فرزان روز، ۱۳۹۷ش.
- دفتری، فرهاد، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ترجمه فریدون بدرهای، تهران، فرزان روز، ۱۳۸۶ش.
- دفتری، فرهاد، «داعی»، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۶، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۳۹۳ش.
- طاهری بوئینی، هدی، «صلیحیان یمن با تأکید بر داعی الدعاه یمین ملکه أروی»، سایت دانشگاه ادیان و مذاهب، تاریخ درج مطلب: ۱۸ آبان ۱۴۰۳ش، بازدید: ۲۶ دی ۱۴۰۳ش.
- کحاله، عمررضا، اعلام النساء فی عالمی العرب و الإسلام، بیروت، مؤسسة الرسالة، بیتا.
- مقریزی، احمد بن علی، اتعاظ الحنفا بأخبار الائمة الفاطمیین الخلفا، قاهره، وزارة الاوقاف، ۱۴۱۶ق.
- همدانی، حسین بن فضلالله، الصلیحیون و الحرکة الفاطمیة فی الیمن، دمشق، دار المختار للطباعة و النشر، بیتا.
| ||||||||||||||||||||||