آل بویه

د wikishia لخوا
د آل بویه سیمه

آل بویه یا بوئیان د شیعه و هغه لړۍ ده چې له ۳۲۲ نه تر ۴۴۸ قمري کلونو کښې یې د ایران او عراق په ځینو سیمو باندې حکومت کوه. د دې لړۍ بنسټګر د خپلو وروڼو احمد او حسن په ملاتړ، علي بن بویه(وفات ۳۳۸ق) و. دا لړۍ د هغوي د پلاویه (بویه) په نامه نومول شوې ده. د یادې لړۍ د حکومت په پړاؤ کښې به د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) د سوګوارۍ مراسم او په غدیر اختر کښې به د حضرت علي علیه السلام د ولایت جشن هم په رسمي او هم عمومي توګه ترسره کیده. هم داشان په دغه پړاؤ کښې به په بانګ کښې حَی عَلی خَیرِ الْعَمَلْ ویل کیده او د لمانځ لپاره د لمونځ مهر او د تربت تسبیح دود وې. د دې لړۍ واکمنانو په عراق کښې هم د شیعه امامانو قبرونه دوباره ورغول او د هغوي د قبرونو زیارت پراختیا وموندله.

ځینو څیړاندو په تاریخي سرچینو باندې په استناد او د یولړ شواهدو په وړاندې کولو سره دغه لړۍ، شیعه بللې ده. سره له دې، په دې اړه چې له مخکښې نه دولس امامي شیعه وو او که له زیدیه څخه دغه مذهب ته اوړیدلي دي، مختلف نظرونه موجود دي رکن‌الدوله (حک:۳۲۳-۳۳۸ق)، معزالدوله (۳۲۵-۳۵۶ق) و عضدالدوله (۳۳۸-۳۷۲ق) د دې لړۍ له مشهورو واکمنانو وو. د آل بویه په هکله مختلف آثار لیکل شوي دي. (په پنځمې قمري پیړۍ کښې لیکل شوی) د ابن مسکویه تجارب الاُمَم کتاب د دې لړۍ د تاریخ په هکله ترټولو مهمه سرچینه ګڼله کیږي.

موقعیت او اهمیت

آل بویه هغه شیعه لړۍ ده چې د ایران او عراق په ځینو سیمو باندې یې څه باندې ۱۲۰ کاله(۳۲۲-۴۴۸ق) پورې حکومت وکړ.[۱] د هغوي د حکومت په پړاؤ کښې د امام حسین علیه السلام د سوګواري او د غدیر د جشن د لمانځلو په شان ځینې شیعه شعائر او رسمونه په اول ځل په رسمي او عمومي توګه ترسره شول. دغه پړاؤ د اسلامي تمدن په ډیرو ځلانده پړاونو کښې ګڼل کیږي.[۲]

د آل بویه حکومت د ابوشجاع بویه د زوي علي له خوا د هغه د وروڼو احما او حسین په مرسته جوړ شو او په هم دې وجه آل بویه یا یوئیان نومول شوی دی. هغوي ته به دیالمه[۳] او دیلمیان هم ویل کیدل.[۴]

مذهب

له اسلام وروسته د ایران حکومتونه

د حکومت نوم د حکومت پړاؤ بنسټګران
خلفای راشدین

بني‌ امیه

بني عباس

طاهریان

صفاریان

د طبرستان علویان

سامانیان

زیاریان

آل بویه

غزنویان

سلجوقیان

خوارزمشاهیان

ایلخانان

تیموریان

صفویان

افغانان

افشار

زند

قاجار

پهلوي

جمهوري اسلامي || ۱۶ - ۴۰

۴۱ - ۱۳۰

۱۳۱ - ۲۰۵

۲۰۵ - ۲۵۹ق

۲۴۷ - ۲۸۷ق

۲۵۰ - ۳۱۶ق

۲۶۱ - ۳۸۹ق

۳۱۵ - ۴۶۲ق

۳۲۰ - ۴۴۰ق

۳۸۸ - ۵۵۵ق

۴۲۹ - ۵۹۰

۴۷۰ - ۶۱۷ق

۶۵۴ - ۷۳۶ق

۷۷۱ - ۹۰۳ق

۹۰۷ - ۱۱۳۳ق

۱۱۳۳ - ۱۱۴۲

۱۱۴۸ - ۱۱۶۱ق

۱۱۶۳ - ۱۲۰۹ق

۱۲۰۹ - ۱۳۴۵ق

۱۳۴۵ق (۱۳۰۴لمریز)- ۱۳۵۷لمریز

۱۳۵۷لمریز- ...

ابوبکر

معاویه

سفاح

طاهر ذوالیمینین

یعقوب لیث

داعي کبیر

اولنې نصر

د زیار زوی مرداویج

عمادالدوله علي

سلطان محمود

طغرل بیک

انوشتکین غرجه

هولاکو خان

تیمور گورکانی

شاه اسماعیل اول

محمود افغان

نادرشاه

کریم خان زند

آقامحمدخان

رضا شاه

امام خمیني

په ستره اسلامي پوهنغوننډ کښې د آل بویه د مقالې لیکوال صادق سجادي ویلي دي چې د آل بویه مذهب په هکله په واضحه د نظر څرګندونه نه شي کیدې.[۵] په عین حال کښې د شیعه تاریخ محقق (په ۱۳۴۳لمریز کال کښې زیږیدلی) رسول جعفریان[۶] او ځینو نورو لیکوالانو[۷] په تاریخي سرچینو باندې په استناد او هم د یولړ شواهدو په وړاندې کولو سره، آل بویه، دولس امامي شیعه ګڼي. د شیعه شعائرو راژوندي کول، د شیعه وزیران یې درلودل، د واکمنانو شیعه نومونه او له شیعه علماؤ سره یې اړیکې په دغو شواهدو کښې شاملې دي.[۸] همداشان په اتمې قمري پیړۍ کښې اهل سنت تاریخ لیکونکي ابن کثیر دمشقي هغوي شیعه او رافضي بللي دي.[۹] د شپږمې قمري پیړۍ شیعه عالم عبدالجلیل قزویني، په نقض کتاب کښې هم هغوي امامتیان بللي دي.[۱۰]

ځینو لیکوالانو په طبرستان کښې د زیدیه مذهب مخینې ته په پام سره، د آل بویه د زیدي مذهب لرلو فرضیه هم مطرح کړې ده.[۱۱] دوي باوري دي چې آل بویه اول زیدي مذهبه وو او بیا وروسته امامي مذهبه شول.[۱۲] [یادداشت] د فاطمه جعفرنیا په وینا د دیلم خلک د [ناصر کبیر] ناصر اطروش او حسن بن قاسم په شان علویانو په وسیله له اسلام او تشیع سره اشنا شول؛ حسن بن قاسم زیدي مذهبه و او د ناصر اطروش د مذهب په هکله هم د نظر اختلاف دی. (جعفرنیا، «د تشیع په پراختیا کښې د آل بویه د حکومت په پراختیا او د عراق د زیارتونو په مرمت کښې د آل بویه د حکومت د رول څیړنه»،۲۴مخ.

هم داشان رسول جعفریان د شپږمې قمري پيړۍ د شیعه عالم منتجب الدین رازي د لیکلي «تاریخِ ری» کتاب څخه یو مطلب نقل کړی دی چې له مخې یې لیکوال، له ابن شهر آشوبه نقل کړي دي چې آل بویه د شیعه عالم تاج‌الرؤسا بن ابی‌السعدا په لاس دغه مذهب خپل کړی دی.[۱۳] جعفریان د دې احتمال ورکړی دی چې له زیدي تشیع څخه دولس امامي تشیع ته د آل بویه اوړیدل په دې وجه وو چې که آل بویه واکمنان زیدي مذهبه پاتې کیدل نو باید چې حکومت یې علویانو ته سپارلی وی خو د دولس امامي کیدو په بڼه کښې یې حکومت په اختیار کښې پاتې کیده.[۱۴]


(په ۱۸۹۸میلادي کال کښې زیږیدلی) د روسیې د پوهنتون استاد ایلیا پائولوویچ پطروشفسکی (زاده ۱۸۹۸م) باوري دی چې د آل بویه د حکومت بنسټګران شیعه وو خو د دغې کورنۍ ورپسې کسانو که څه هم په باطن کښې شیعه مذهب ته ګروهنه درلوده خو په ظاهره او په رسمي توګه سني مذهبه وو.[۱۵] د «آل بویه و نقش آنان در برپایی مراسم و مواسم شیعه امامیه در عراق» نومې مقالې لیکوال دغه اخیستون غلط بللی او احتمال یې څرګند کړی دی چې د آل بویه امیرانو له خوا د عباسي خلاف منل د دغه اخیستون لامل شوي وي.[۱۶] هم داشان (له ۱۹۱۱ نه تر ۱۹۹۰میلادي پورې تیر شوي) جرمن ختیځ پیژاندی برتولد اشپولر (په ابتدايي پيړیو کښې د ایران تاریخ) په نامه کتاب کښې په دې باور دی چې آل بویه له اول څخه دولس امامي شیعه وو او تر آخره پورې په دغې عقیدې پاتې شول.[۱۷]

د شیعو د شعائرو درنښت

آل بویه د امامیه شیعیانو د شعائرو په دودولو کښې یولړ اقدامات ترسره کړل چې ځینې یې په دا ډول دي:

  • د عارشوا د ورځې د سوګوارۍ د دستورو ترسره کیدل: د معزّالدوله په حکم د ۳۵۲ قمري کال د عاشورا په ورځ عمومي ویر اعلان شو او له خلکو غوښتنه وشوه چې د تورو جامو په اغوستلو سره خپل غم څرګند کړي. د ابن خلدون د رپورټ له مخې، په دغه ورځ به ښځې ببر سر او په تور کړو مخونو سره له خپلو کورونو وتلې او خپل مخ سر به یې وهه او د امام حسین علیه السلام په غم کښې به یې ژړل.[۱۸] هم داشان د اهل سنت تاریخ لیکونکي ابن جوزي(وفات ۵۹۷ق) د رپورټ له مخې، په دغه ورځ کار روزګار بند شو او په بازارونو کښې ځینې خیمې ولګیدې او د امام حسین علیه السلام د سوګواري او نوحو ویلو دستورې ترسره شوې.[۱۹] کامل شیبي هم باوري دی چې د سوګوارۍ دستې په اول ځل په ۳۵۳ قمري کال کښې رامینځته شوې.[۲۰]
  • د غدیر اختر لمانځل: له ۳۵۱ قمري کال څخه په بغداد کښې د معزالدوله دیلمي په حکم د غدیر اختر د جشن لمانځل پیل شول.[۲۱] د آل بویه ورپسې واکمنانو به هم د غدیر جشن ترسره کوه.[۲۲]
  • د شیعه امامانو د قبرونو د زیارت پراختیا: آل بویه په عراق کښې د دفن شویو امامانو د قبرونو په لړ کښې ځیني اقدامات ترسره کړل؛ د امامانو(ع) د قبرونو مرمت او بیارغونه، د هغوي په مزارونو باندې د ګنبد او بارګاه جوړول،[۲۳] زيارتونو ته د نذرانو ورکول او د اوقافو ځانګړې کول، د زيارت کوونکو لپاره اسانتياوې رامنځته کول او د زيارتونو سره نږدې ژوند کولو او اوسیدو ته د خلکو هڅول او د دغو زيارتونو ګاونډيانو ته تقاعدۍ او ډالي ورکول.[۲۴]

ځینو لیکوالانو په آل بویه پړاؤ پورې د اړونده سکې خبر ورکړی دی چې ورباندې د الله، محمد رسول الله و علی ولی الله عبارت کښل شوی دی.[۲۷]

مشهور واکمنان

د آل بویه ځینې مشهور واکمنان په دا ډول دي:

  • په عماد الدوله دیلمي مشهور علي بن بویه، د ابوشجاع دیلمي زوی او په فارس کښې د آل بویه د حکومت بنسټګر و.
  • د رکن الدوله لقب لرونکی حسن بن بویه، د ابوشجاع دیلمي زوی او د جبال سیمې واکمن و او د آل بویه حکومت د قلمرو د پراخولو لپاره یې په ری، جبال، طبرستان او ګرګان سیمو کښې ډیر جنګونه وکړل.
  • په معزالدوله دیلمې ملقب احمد بن بویه د علي او حسن ورور و چې په ۳۳۴ قمري کال کښې یې بغداد فتح کړ. هغه د عاشورا په ورځ د سوګوارۍ د کولو[۲۸] او د غدیر اختر د جشن لمانځلو[۲۹] حکم ورکړ.
  • عضدالدوله دیلمي د حسن بن بویه زوی و چې د خپل تره عمادالدوله له مړینې وروسته په فارس کښې د هغه ځاې ناستی شو. هغه د ایران یو ډیر پياوړی شیعه امیر و چې د ایران او اسلام په پراخو ټاټوبو یې واکمني وکړه. د هغه له اقداماتو څخه د بغداد د خرابیو د بیارغونې،[۳۰] په فارس کښې د اوبو د سترو زیرمو جوړولو،[۳۱] په بغداد کښې د عضدي روغتون جوړولو،[۳۲] د کاظمین د حرم[۳۳] او د عسکریین د حرم[۳۴] په شمول د امامانو د قبرونو بیارغونه او هم داشان د مدینې ښار چاپیره د کلایې[۳۵] جوړول دي.

د جوړیدو تاریخچه

د آل بویه د سِکو یوه بیلګه

دیلمیانو د څلورمې قمري پیړۍ په اوایلو کښې په ایران کښې د عباسیانو د خلافت خلاف ځیني غورځنګونه پیل کړل.[۳۶] ماکان بن کاکي، اسفارین شیرویه او مرداویج زیاری، هر یو په یو لښکر سره له دیلمه ووتل. د ابوشجاع زامن علي او حسن د سامانیانو له فرمانبردار ماکان سره ملګري شول. په ۳۲۱قمري کال کښې مرداویج زیاري په جرجان او طبرستان مسلط شو، علي او حسن د ماکان د نظر په جلبولو سره له مرداویج سره ملګري شول. هغه علي د کرج به حکومت وګماره[۳۷] علي کرج ته لاړ او د چاپیره قلاګانو په نیولو سره د مرداویج د دبدبې سبب شو. هغه وړومبې د اصفهان د نیولو نیت درلود خو د مرداویج د ورور له لښکره یې ماتې وخوړه او څه موده پس یې ازجان او نوبندجان ونیول او ورور یې حسن هم د هغه په حکم کازون ونیوه.[۳۸] علي په ۳۲۲ قمري کال کښې په شیراز غلبه وکړه او هلته یې د آل بویه حکومت جوړ کړ.[۳۹] په عین حال کښې د صادق سجادي په وینا، ځینو تاریخ لیکونکو د ارجان فتح(۳۲۱ق/۹۳۲م) د آل بویه د حکومت د جوړیدو پیل بللی دی.[۴۰] له هغه وروسته په ۱۲ کالو کښې حسن او احمد هم په ترتیب سره په ری، کرمان او عراق برلاسي شول او د آل بویه حکومت په دریو سترو څانګو او په کرمان او عمان کښې په یوې وړې شعبې وویشل شو.[۴۱]

د تاریخ د شیعه څیړاندي علي اصغر فقیهي(وفات ۱۳۸۲لمریز) په وینا، تجارب الامم کتاب د آل بویه تاریخ په لړ کښې د لیکوالانو یوه اصلي سرچینه ګڼلې کیږي[۴۲] د هغه لیکوال ابن مسکویه(۳۲۰-۴۲۰ق)  د آل بویه له حکومت سره هم مهاله و.[۴۳]

ځانګړی لیکنې

د آل بویه په هکله یوشمیر آثار هم لیکل شوي دي چې ځینې یې دا دي:

  • د علي اصغر فقیهي(۱۲۹۶-۱۳۸۲لمریز) لیکلی د آل بویه د تاریخ کتاب: دا کتاب د آل زیار او آل بویه د تاریخ او د هغوي د زمانې د حالاتو په هکله دی. دغه اثر په ۱۳۷۸لمریز کال کښې د ایران د پوهنتونونو د کارشناسۍ یا ګریجوییشن په مرحله کښې د تاریخ د څانګې د درسي متن په توګه تدوین شوی دی.[۴۴]
  • د جوئل. ل. کرمز لیکلی، د آل بویه په زمانه کښې کلتوري احیا او د اسلامي رنسانس په زمانه کښې انسان ګروهنه: دغه کتاب په تیره بیا بغداد کښې د آل بویه د حکومتي مرکزونو فکري او کلتوري رونق څیړلی دی. دغه کتاب په فارسۍ ژبه هم ترجمه شوی دی.[۴۵]
  • د تهران پوهنتون د استاد غلامرضا فدايي(زوکړه ۱۳۲۴لمریز) لیکلی «حیات علمی در عهد آل بویه» نومې کتاب: دا کتاب د شیعه حکومتونو په وختو کښې د علمي ژوند د ټولګې یوه برخه ده چې په آل بویه پړاؤ کښې یې د پوهانو ذکر کړی دی.[۴۶]
  • له آل بویه کاتبانو څخه د ابراهیم بن هلال صابي(وفات ۳۸۴قمري) اثر التاجي في اخبار الدولة الدیلمیة نومې کتاب چې د عضدالدوله د حکومت په کلونو کښې د دغې لړۍ تاریخ بیانوي. دغه کتاب د عضدالدوله په حکم د دیلمیانو او د هغوي د حکومت د ستاینې لپاره لیکل شوی دی. ابن مسکویه په تجارب الامم کښې ورڅخه ګټه اخیستې ده. د دغه کتاب د یوې برخې یوه نسخه، د صنعاء د مسجدِ اعظم په توکلیه کتابتون کښې ساتل کیږي. محمدحسین زَبیدي هغه په ۱۹۷۷ کال کښې په بغداد کښې د المُنتزع من کتاب التاجي په نوم خپور کړی دی.

فوټ نوټ

  1. سجادی، «آل بویه»، ج۱، ص۶۲۹.
  2. گلی‌زواره، «بررسی نقش دولت آل بویه در گسترش تشیع و عمران عتبات عراق»، ص۱۲۲.
  3. وګورئ: مستوفی، نژهة القلوب، ص۹۸، ۹۹ و ۱۷۴.
  4. گلی‌زواره، «بررسی نقش دولت آل بویه در گسترش تشیع و عمران عتبات عراق»، ص۱۲۲.
  5. سجادی، «آل بویه»، ج۱، ص۶۴۰.
  6. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۷۵.
  7. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۷۶؛ جعفرنیا، «سیاست‌های حکومت آل بویه در جهت تحکیم وحدت میان شیعه و اهل‌سنت»، ص۲۴.
  8. جعفرنیا، «سیاست‌های حکومت آل بویه در جهت تحکیم وحدت میان شیعه و اهل‌سنت»، ص۲۴.
  9. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۱، ص۳۰۷.
  10. قزوینی، نقض، انجمن آثار ملی، ص۴۲.
  11. جعفرنیا، «سیاست‌های حکومت آل بویه در جهت تحکیم وحدت میان شیعه و اهل‌سنت»، ص۲۴.
  12. شیبی، الصلة بین التصوف و التشیع، ۱۹۸۲م، ج۲، ص۳۹.
  13. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۸۰.
  14. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۷۸.
  15. پطروشفسکی اسلام در ایران، ۲۶۷ به نقل از پوراحمدی، «آل بویه و نقش آنان در برپایی مراسم و مواسم شیعه امامیه در عراق»، ص۱۱۲.
  16. پوراحمدی، «آل بویه و نقش آنان در برپایی مراسم و مواسم شیعه امامیه در عراق»، ص۱۱۲.
  17. اشپولر، تاریخ ایران در قرون نخستین اسلامی، ج۱، ص۳۶۳ به نقل از جعفریان، تاریخ ایران تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۷۵.
  18. ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۳۹۱ق، ج۳، ص۴۲۵.
  19. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۳۵۸ق، ج۷، ص۱۵.
  20. شیبی، الصلة بین التصوف و التشیع، ۱۹۸۲م، ج۲، ص۳۹.
  21. وګورئ: ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۳۹۱ق، ج۳، ص۴۲۵-۴۲۰.
  22. وګورئ: ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۳۵۸ق، ج۶، ص۱۶۳.
  23. ذهبی، العبر من خبر من غبر، ۱۴۰۵ق، ص۲۳۲.
  24. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۲۴.
  25. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۳۵۸ق، ج۸، ص۱۶۴؛ ابن خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۳۹۱ق، ج۳، ص۴۶۰.
  26. ثعالبی، یتیمة الدهر، ۱۳۵۲ق، ج۳، ص۱۸۳.
  27. وګورئ: جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۸۰.
  28. ابن‌خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۲۷.
  29. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ش، ج۸، ص۵۴۹.
  30. ابن‌مسکویه، تجارب‌الامم، ج۶، ص۴۷۷ و ۴۷۸.
  31. فرشاد، تاریخ علم در ایران، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۷۹۰.
  32. فرشاد، تاریخ علم در ایران، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۸۴۹-۸۵۱.
  33. آل یاسین، تاریخ المشهد الکاظمی، ۱۴۳۵ق، ص۲۴.
  34. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۲۱.
  35. سمهودی، وفاءالوفاء، ۲۰۰۶م، ج۲، ص۲۶۹-۲۷۰.
  36. سجادی، «آل بویه»، ج۱، ص۶۲۹.
  37. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۹۹ق، ج۸، ص۲۶۷.
  38. مقریزی، السلوک، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۳۱.
  39. ابن‌تغری، النجوم الزاهره، ۱۳۹۲ق، ج۳، ص۲۴۴-۲۴۵.
  40. سجادی، «آل بویه»، ج۱، ص۶۲۹.
  41. سجادی، «آل بویه»، ج۱، ص۶۲۹.
  42. فقیهی، تاریخ آل بویه، ۱۳۷۸ش، ص۱۷.
  43. فقیهی، تاریخ آل بویه، ۱۳۷۸ش، ص۱۷.
  44. فقیهی، تاریخ آل بویه، ۱۳۷۸ش، ص۴.
  45. «احیای فرهنگی در عهد آل‌بویه: انسان‌گرایی در عصر رنسانس اسلامی»، شبکه جامع کتاب گیسوم.
  46. «حیات علمی در عهد آل‌بویه»، شبکه جامع کتاب گیسوم.

سرچينې

  • آل یاسین، محمدحسن، تاریخ المشهد الکاظمی، الامانة العامة للعتبة الکاظمیة المقدسة، ۱۴۳۵ق/۲۰۱۴م.
  • ابن‌اثیر، عزالدین، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر، ۱۳۹۹ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن، المنتظم فی تاریخ الملوک و الامم، حیدرآباد دکن، دائرةالمعارف العثمانیة، ۱۳۵۸ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن خلدون، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۹۱ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶ش.
  • ابن‌مسکویه، احمد بن محمد، تجارب الامم و تعاقب الهمم، به کوشش آمدروز، قاهره، مطبعه بشرکه التمدن الصناعیه، ۱۳۳۲ق.
  • ابن‌‌تغری‌، یوسف‌ بن‌ تغری‌، النجوم الزاهرة فی ملوک مصر و القاهرة، قاهره، وزارة الثقافة و الارشاد القومی المؤسسة المصریة العامة، ۱۳۹۲ق/۱۹۷۲م.
  • «احیای فرهنگی در عهد آل‌بویه: انسان‌گرایی در عصر رنسانس اسلامی»، شبکه جامع کتاب گیسوم، مشاهده ۱۲ مهر ۱۴۰۱ش.
  • پوراحمدی، حسین، «آل بویه و نقش آنان در برپایی مراسم و مواسم شیعه امامیه در عراق»، فصلنامه شیعه‌شناسی، شماره ۳ و ۴، ۱۳۸۲ش.
  • ثعالبی، عبدالملک بن محمد، یتیمةالدهر، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۳۵۲ق.
  • جعفرنیا، فاطمه، «سیاست‌های حکومت آل بویه در جهت تحکیم وحدت میان شیعه و اهل‌سنت»، تاریخنامه خوارزمی،شماره۲۲، تابستان ۱۳۹۷ش.
  • جعفریان، رسول، تاریخ تشیع در ایران، تهران، نشر علم، ۱۳۸۷ش.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد او مدینة السلام منذ تاسیسها حتی سنة ۴۶۳ق، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۷ق.
  • «حیات علمی در عهد آل‌بویه»، شبکه جامع کتاب گیسوم، مشاهده ۱۲ مهر ۱۴۰۱ش.
  • ذهبی، شمس‌الدین محمد، العبر من خبر من غبر، به کوشش ابوهاجر محمد، بیروت، دارالکتب، العربیة، ۱۴۰۵ق.
  • سجادی، صادق، «آل بویه»، در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دایرة‌المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۶۹ش.
  • سمهودی‌، علی ‌بن‌ احمپد، وفاء الوفاء باخبار دارالمصطفی، تعلیق خالد عبدالغنی محفوظ، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۲۰۰۶م.
  • شیبی، کامل مصطفی، الصلة بین التصوف و التشیع، دارالاندلس، بیروت، ۱۹۸۲م.
  • فرشاد، مهدی، تاریخ علم در ایران، تهران، مؤسسه انتشارات امیرکبیر، چاپ اول، ۱۳۶۶ش.
  • فقیهی، علی‌اصغر، تاریخ آِل بویه، تهران، سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم اسلامی دانشگاه‌ها (سمت)، ۱۳۷۸ش.
  • قزوینی، عبدالجلیل، نقض، تصحیح محدث ارموی، محدث، تهران، انجمن آثار ملی، بی‌تا.
  • گلی‌زواره، غلامرضا، «بررسی نقش دولت آل بویه در گسترش تشیع و عمران عتبات عراق»، زیارت، شماره۳۷، ۱۳۹۷ش.
  • محلاتی، ذبیح‌الله، مآثر الکبراء فی تاریخ سامراء، قم، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۴ش/۱۴۲۶ق.
  • مستوفی، حمدالله بن ابی‌بکر، نزهة القلوب، قزوین، حدیث امروز، ۱۳۸۱ش.
  • مقریزی، احمد بن علی، السلوک لمعرفة دول الملوک، تحقیق محمد عبد القادر عطا، بیروت، دار الكتب العلمية، الطبعة الاولى، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۷م.

بهرنۍ لینکونه