د قرآن ترجمه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د تیموریانو د دورې اړوند د قرآن کریم د پارسي ترجمې سره د کاپي انځور

د قرآن ترجمه په نورو ژبو د قرآن ژباړل دي. دا مساله د قرآني علومو له موضوعاتو ده چې لمن یې شرعي احکامو او اسلامی عقایدو ته هم غځول شوې ده. ځینو د اسلام د لومړیو وختونو په پېښو او د قرآن د پېغام د رسولو په ضرورت په استناد سره، د قرآن ترجمه یا ژباړه ضروري ګڼلې او په مقابل کې ځینو نورو، د قرآن د بیاني اعجاز شان، او پر نورو ژبو د عربۍ د لوړاوي په شان دلیلونو سره په نورو ژبو د قرآن له ژباړلو سره مخالفت کړی دی.

ویل کیږي چې د قرآن ترجمه د اسلام د سرکښنیو پېښو لکه د ځینو هیوادونو مشرانو ته د پېغمبر اکرم (ص) د لیک په شان پېښو ته ورګرځي. په اروپایي ژبو کې د قرآن د ژباړې پېل د مسیحي پادریانو له لورې او په هغه کې د اعتراضونو او اشکالاتو د موندلو په هدف شوی و.

څېړاندي په دې باور دي چې د قرآن لومړۍ فارسي ژباړه څلورمې قمري پېړۍ ته ګرځي. ځينو د فارسۍ د ترجمو لړلیک په درې ډلو، لرغونې ترجمې، نننۍ ترجمې او منظومو ترجمو کې برابر کړی دی.

تحت اللفظي ترجمه، ازاده ترجمه او تفسیري ترجمه د قرآن د ژباړو مختلفې رودې دي. د قرآن ترجمې، له یو بل سره ځینې فرقونه لري چې ویل کیږي سبب یې د فقهي، ادبي او کلامي اختلافونو په شان مسالې دي.

د قرآن د ژباړې مساله

د قرآن ترجمه په نورو ژبو د قرآن د اړولو په معنا ده.[۱] د قرآن د ترجمې مساله، په مسلمانانو کې یوه بحث لرونکې موضوع ده او د قرآني علومو په زیاتو کتابونو کې دې موضوع ته یو څپرکی بیل شوی دی.[۲] د مسلمانانو په عقیده، د قرآن الفاظ او معنې په عربۍ ژبه او د خدای له لوري نازلې شوې دي.[۳] ځینو، د عربۍ ژبې ذاتي سپېڅلتیا ته په پام سره، هغه د وحي د معنو د لېږدولو لپاره غوره ګڼلې او د دې په مقابل کې، ځینو نورو بیا د قرآن مجازګویي د دغه ژبې د محدودیتونو له امله ګڼلې ده.[۴] د قرآن د اعجاز او د هغه د حدوث او قدم په شان مسایلو مطرح کېدو، د هغه د بحث لمنه د قرآن د ترجمې مسالې ته هم غځولې ده.[۵]

د ترجمې ډولونه

قرآن څېړاندو د قرآن د ترجمو لپاره مختلفې وېش بندۍ وړاندې کړي چې په هغو کې تطبیقي ، تفسیري، تحت اللفظي، مضموني یا ازاده او منظومه ترجمه یادولی شو.[۶]

  • تطبیقي ترجمه:هم په کیفیت (مینځ پانګه) او هم په کمیت (حجم) کې د قرآن له متن سره انطباق او سمون لري.
  • تحت اللفظي ترجمه: داسې ده چې هرټکی یا جوړښت یې په مقصد ژبه (هغه ژبه چې ژباړه ورته کیږی)کې په ډېرنزدې او شبیه ټکي یا جوړښت سره واړول شي. د محمد علي کوشا په وینا، دغه شان ترجمې د مصطلحو ترجمو له مقولې بهر او په حقیقت کې د قرآن د لغاتو د قاموس په چوکاټ کې راځي.[۷]
  • ازاده یا مضموني ترجمه: په دې ډول ژباړه کې، مترجم یوازې د ایتونو مضمون د مقصد ژبې په چوکاټ کې راولي او د جمله په جمله ژباړې له قیده ازاد دی. محمد هادي معرفت دا ډول ترجمه هماغه معنوي ترجمه ګڼي چې اصلي هدف یې په ډېر ښه شکل او ممکن جوړښت سره د معنا لېږدول دي.[۸]
  • تفسیري ترجمه: له لنډ شان توضیح او تفسیر سره یو ځای وي.
  • منظومه ترجمه: په دې ډول ترجمه کې د ایتونو مفهوم او مینځ پانګه د شعرونو په چوکاټ کې وړاندې کیږي.[۹]

د قرآن له ژباړې سره موافقت او مخالفت

د قرآن ژباړه موافقان او مخالفان لري. ویل کیږي چې د قرآن له ترجمې سره مخالفتونه په ۱۹۲۳–۱۹۳۸م، کلونو کې د ترکیې د ولسمشر کمال اتا تورک د امر چې ګني د قرآن ترکي ترجمه دې د اصل عربي په ځای راوستل شي، په وجه په جدي توګه مطرح شول.[۱۰] مصري مفسر رشید رضا د ترجمې د نه جایزوالي په اړه پېنځه دلیلونه راوړې دي.[۱۱]

د قرآن د ترجمې د موافقانو او مخالفانو ځینې دلیلونه په دې ډول دي:

د قرآن د ترجمې د موافقانو دلیلونه

  • د ځینو هیوادونو مشرانو ته د پېغمبر (ص) لخوا د لیکونو استول.[۱۲]
  • د قرآن د ځینې برخې په ژباړلو کې د سلمان فارسي عمل [۱۳]
  • په دې خبره د عبدالله بن مسعود باور چې د قرآن د کلماتو لپاره بدیل راوړلی شو.[۱۴]
  • د پارسي ژبو اورېدونکو لپاره د حسن بصري د قرآن ترجمه.[۱۵]
  • د قرآن پېغام نړۍ شموله دی او رسول یې ضروري دي.[۱۶]

د قرآن د ترجمې د مخالفانو دلیلونه

  • د ترجمې په بڼه کې د قرآن د بیاني اعجاز نه لېږدول کېدل.[۱۷]
  • د قرآن د ترجمې تاواني والی، پر نورو ژبو د عربي ژبې د لوړاوي په وجه.[۱۸]
  • له عربي فرهنګه بهر، د قرآن په ژبه نه پوهېدل.[۱۹]
  • د عربي تفکر او عقل له حدودو بهر د قرآن په ژبه نه پوهېدل.[۲۰]
  • د قرآن په عربۍ کې د پټو رازونو او حقایقو شتون.[۲۱]
  • د قرآن د ځینو الفاظو لپاره د معادل او برابر ټکي نه شتون.[۲۲]

ځینې باوري دي چې د قرآن ژباړه په داسې بڼه کې ممکنه ده چې د جملې پر اصلي معنا سربېره، د هغه تابعي معنا هم په نظر کې ونیول شي؛ مثلا که په یوې جمله کې حصري تاکید موجود وي هغه هم مقصد او اوړېدونکې ژبې ته ولېږدول شي.[۲۳]

د قرآن کریم د ژباړې مخینه

د قرآن د ژباړې مخینه د اسلام لومړیو وختونو او غیر عربو ژبو ته د دین د پېغام د رسولو مسالې ته رسیږي [۲۴] او وایي چې دا کار زیاتره په دریو پېښو کې ښکاره شوی دی:

  • د پېغمبر (ص) له خوا د ځینو هیوادونو مشرانو ته د لیکونو استول چې د قرآن ځینې ایتونه یې لرل.[۲۵]د سلمان فارسی په وسیله د قرآن د ځینې برخې ژباړل.[۲۶] ویل شوي چې: هغه بسم الله الرحمن الرحیم په «به نام یزدان بخشاینده» ترجمه کړه.[۲۷]
  • د جعفر بن ابی طالب په وسیله په حبشي ژبه د مریم سورې د یوې برخې ژباړه.[۲۸]

په اروپایی ژبه د قرآن ژباړه په سر کې د مسیحي پادریانو او راهبانو له خوا وشوه. هغوي په کلامي بحثونو کې په اسلام باندې د اعتراض کولو لپاره د قرآن ځینې عبارتونه ترجمه کړل.[۲۹]د قرآن په لاتینیه ژبه بشپړه لومړۍ ژباړه په شپږمه قمري پېړۍ (دولسمه میلادي پېړۍ) کې تدوین شوې ده.[۳۰]

قران په زیاترو ژبو ژباړل شوی چې پکې افریقایی ژبو (لکه سواحیلۍ، هوسا او یوروبایي)، د هند د وړې وچې ژبو (لکه اردو بنګالي) ترکي ژبې (لکه آذري او استانبولي)، چینې او جاپاني ژبو ته اشاره کولی شو.[۳۱]

د قرآن د فارسۍ ژباړو مخینه

په دایرة المعارف بزرګ اسلامي کې د «ترجمه‌های فارسی قرآن» د مقالې د لیکوال آذرنوش په وینا، په فارسۍ ژبه د قرآن لومړۍ رسمي ژباړه، په څلورمې هجري قمري پېړۍ کې او د خپلې زمانې له عالمانو څخه د ساماني لړۍ د پاچا امیر نوح په استفتا سره وشوه چې وروسته په غلطۍ سره په ترجمه تفسیر طبري مشهوره شوه.[۳۲]

تر اتمې پېړۍ او تر تفسیر ګازُر ترجمې پورې، بله کومه ترجمه ونه شوه او د ترجمې دغه فقر، د ځینو په ګمان په اسلامي نړۍ د مغولو د ناتار په وجه و.[۳۳] په دولسمه پېړۍ کې د شاه ولي الله دهلوي د اثر، ترجمه فتح الرحمان په وسیله د ترجمې په چاره کې بدلون رامینځته شو[۳۴] چې د ځینو په وینا د لیکلو د سبک او د ترجمې د رودې د معرفۍ له اړخه د قرآن په ډېرو ښو ترجمو کې راځي.[۳۵] له څوارلسمې پېړۍڅخه د ترجمې د څپې د دوران په توګه یادونه کیږي.[۳۶]

د قرآن د فارسۍ ترجمې لړلیک

اصلي مقاله: د قرآن د فارسۍ ترجمو لړلیک

د قرآن کریم د فارسۍ ترجمې یې په دریو برخو، نننۍ، لرغونې او منظومې ډل بندي کړې دي.[۳۷]

  • پخوانۍ ترجمې: لکه تفسیر طبري ترجمه، معانی کتاب الله تعالی او د ابونصر احمد بن محمد حدادی، تفسیر المنیر او د قرآن د دوو سيپارو موزونه ترجمه له ناپېژاندي مترجمه چې په «پلی میان شعر هجایی و عروضی فارسی»، نامه په ۱۳۵۳ ل کال کې خپره شوې ده.
  • نننۍ ترجمې: ( په څلورمې او پینځمې قمري پېړۍ پورې اړوند) لکه د طاهره صفارزاده، محمدمهدی فولادوند، مکارم شیرازی، غلامعلی حداد عادل، حسین استادولی، سید علی موسوی گرمارودی، حسین انصاریان، علی‌اصغر برزی، ابوالفضل بهرام‌پور او سید کاظم ارفع ژباړې.
  • منظومې ترجمې: لکه د میرزا حسن اصفهانی (صفی‌علی شاه)، امید مجد، محمد شائق، سید محمد علی‌محمدی (موسوی جزائری) ترجمې.

په ترجمو کې د اختلاف عوامل

د قراني علومو ځینو محققانو، د قرآن په ژباړو کې د اختلاف عوامل داسې ذکر کړې دي:

  • فقه: د شیعیانو او اهل سنتو د فقهي بنسټونو فرق، په تېره بیا په ایات الاحکام کې.
  • لغت: د ټکیو لپاره د مناسب معادل او برابر ټکي په انتخاب کې اختلاف
  • ترکیبات: په تېره بیا په وصفي، اضافي او وصفی ـ اضافي ترکیباتو کې چې په اړول کېدونکو ژبو کې یو شان جوړښت نه لري.
  • جملې او جوړښتونه: په تېره بیا په پرُترکیبه او پیچلو جملو کې.
  • د حذف ایجاز: په ډېرو ایتونو کې د ایجاز صنعت د راوستلو لپاره د حرف، نوم، کلمې او جملې حذفول.
  • د ضمیر مرجع: په ځینو ایتونو کې د ضمیر د مرجع نه روڼوالی.
  • کلامي لیدتوګې: په کلامي اخستونونو کې اختلاف لکه د جبر، د خدای د لیدل کېدو او عصمت مساله.[۳۸]

د قرآن ډله ایزه ترجمه

د څوارلسمې قمري پېړۍ په لومړیو کې، د محمد علي لاهوري د انګریزۍ ترجمې په سر د مصر په علمي ټولنو په تېره بیا الازهر پوهنتون کې د قرآن د ترجمې په سر شخړه زیاته شوه او تر سلو کلونو روانه وه.[۳۹] په ۱۳۵۵ ق کال کې د الازهر پوهنتون مشر محمد مصطفی مراغي، په انګریزۍ ژبه د قرآن د رسمي او ډله ایزې ترجمې وړاندیز د مصر له لومړي وزیر سره شریک کړ.[۴۰]

په ایران کې هم ځینې په دې باور دي چې لازمه ده د قرآني علومو د څېړاندو او د دیني علومو د عالمانو په همت او په دولتي ملاتړونو سره د فارسي ژبو لپاره یوه ګډه ترجمه وکړی شي.[۴۱]

په لمانځه کې د قرآن د ترجمې د قرائت شرعي حکم

شیعه فقیهان په لمانځه کې د قران د ژباړې په نه قرائتولو د نظر اتفاق لري.[۴۲] شافعي، حنبلي او مالکي فقیهان هم د دې کار په نه جایزوالي اجماع لري؛[۴۳] خو ابوحنیفه یې په جواز قایل دی.[۴۴] د هغه له نظره، د قرآن ژبه ذاتي سپڅلتیا نه لري او د شعراء سورې ۱۹۶ ایت ته په پام سره د قرآن مطالب په نورو ژبو په تېرو کتابونو کې هم موجود دي. په نتیجه کې د قرآن ترجمه به هم د قرآن په شان وي.[۴۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنې لینکونه