د قرآن اعجاز

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د قرآن اعجاز یا معجزه والی په دې معنا دی چې هیڅ یو انسان د قرآن په شان کتاب نه شي لیکلی او دا د دې نښه ده چې قرآن د خدای له خوا نازل شوی دی. مسلمان عالمان قرآن د اسلام د پېغمبر (ص) تر ټولو لویه معجزه او د هغه حضرت د نبوت دلیل ګڼي. د قرآن د اعجاز مساله د قرآني علومو او اسلامي کلام له بحثونه ده.

مسلمانان قرآن له ځینو اړخونو لکه بلاغت، علم و معرفت، د غیبي خبرونو ورکولو او پکې د تناقض د نیشتوالي له نظره معجزه ګڼي. په خپله قرآن هم د دغه کتاب معجزوالي ته اشاره لري او په شپږو ایتونو کې یې په اصطلاح، تحَدّی کړې ده یعنې مخالفانو ته یې چیلنج ورکړی چې که کولی شي د دې په شان کتاب راوړي.

مسلمانو عالمانو د قرآن د اعجاز په اړه ډېر کتابونه لیکلي دي چې ځینې یې په دې ډول دي: اعجازالقرآن، لیک د ابوبکر باقلانی (وفات ۴۰۳ق)، اعجاز القرآن و الکلام فی وجوهه، لیک د شیخ مفید (وفات۴۱۳ق)، الصَّرفه فی اعجاز القرآن، تألیف د سیدِ مرتَضی (وفات ۴۳۶ق)، دلائل‌الاعجاز، لیک د عبدالقاهر جرجانی (وفات ۴۷۱ق).

د قرآن د اعجاز معنا او اهمیت یې

مسلمانان قرآن د اسلام د پېغمبر (ص) معجزه ګڼي.[۱] معجزه والی یې په دې معنا دی چې دا کتاب د انسان له وسه بهر دی او د خدای له لوري دی او هیڅوک د دې په شان کتاب نه شي راوړلی.[۲] شیخ طوسي په خپل تفسیر التبیان، کې قرآن د پېغمبر تر ټولو لویه او مشهوره معجزه ګڼلې ده.[۳]

اهل سنت عالم ابوبکر باقِلاني (وفات ۴۰۳ق) هم د قرآن د اعجاز په اهمیت کې لیکلي دي که څه هم د اسلام پېغمبر (ص) نورې معجزې هم لرلي خو د اسلام د پېغمبر نبوت د قرآن په معجزه والي ولاړ دی؛ ځکه چې د هغوي نورې معجزې په خاصو وختونو او شرایطو کې او د ګوته په شمېر کسانو په وړاندې شوې دي؛ خو قرآن د ټولو په مخکې و او هیچا یې د وجود انکار نه دی کړی.[۴]

د قرآن تحدي

اصلي مقاله: تحدي او د تحدي آیتونه په قرآن علومو [۵] او اسلامي کلام [۶] کې تحدي د اسلام د پېغمبر له منکرانو د هغه حضرت د بلنې په معنا دی چې د هغه د معجزو په شان راوړي.[۷] قران په شپږو ایتونو کې تحدي (چیلنج) کړی دی؛ یعنې د قران د معجزه والي له منکرانو یې غوښتي چې د هغه مثال راوړي.[۸] دغو ایتونو ته تحدي ایتونه وایي.[۹]

د قرآن د اعجاز په اړه مختلف نظرونه

مسلمانو عالمانو په دې اړه چې قرآن له کوم اړخه معجزه ده، مختلف نظرونه ورکړې دي. زیاتره نظرونه چې تکړه اهل سنت قرآن څېړاندي سیوطي (وفات ۹۱۱ه) په الاتقان کې راوړي، د قرآن د ادبي معجزوالي په اړه دي البته په دې کې هر یو نظر له یو جدا منظره د ادبي معجزوالي وضاحت کړی دی.[۱۰]

خو مسلمان عالمان باوري دي چې قران په نورو برخو کې هم اعجاز لري. د مثال په توګه د قرآن مفسر علامه طباطبایي (وفات ۱۳۶۰ لمریز) ویلي چې د قران معجزوالی پر بلاغت سربېره علم و معرفت، د پېغمبر امّي والي، غیبي خبرونو او په قرآن کې د تناقض نیشتوالی ته هم شاملیږي.[۱۱]

ابوبکر باقلاني هم د قرآن پر ادبي اعجاز پر تاکید سربېره غیبي خبرونه او د پېغمبرامي والی هم مطرح کړی دی. قرآن څیړاندي محمد هادي معرفت (وفات ۱۳۸۵ لمریز) هم د ادبي اعجاز تر څنګ علمي او تشریعي اعجاز هم مطرح کړی دی.[۱۲]

صرفه نظریه

اصلي مقاله : صرفه نظریه د قرآن د اعجاز په اړه یوه بله نظریه مطرح شوې ده چې ورته صرفه نظریه ویل کیږي. د دغه نظریې مطابق، د قرآن معجزه والی په دې معنا دی چې که چا ورسره د ټکر اراده لرله خدای د دې مخه نیسي چې د دې په شان کتاب راوړي. د دې خبرې معنا دا ده چې انسانان کولی شي د قرآن په شان یو کتاب ولیکي خو خدای له هغوي دغه وس اخلي.[۱۳]

په الاتقان کې د سیوطي په وینا اهل سنت عالم ابراهیم نَظّام (ژوند په دریمه او دوهمه قمري پېړۍ کې) دغه نظر وړاندې کړی دی.[۱۴] شیعه عالمانو سید مرتضی او شیخ مفید هم دغه نظر منلی دی.[۱۵] د محمد هادي معرفت په وینا مسلمانو عالمانو هم پخوا او هم نن سبا دغه نظریه رد کړې ده.[۱۶]

د قرآن د اعجاز اړخونه

د مسلمانو علمانو له نظره د قرآن د اعجاز ځینې اړخونه په دې ډول دي:

ادبي اعجاز

د قرآن ادبي اعجاز په دې معنا دی چې د قرآن متن داسې ځانګړنې لري چې د دغه شان ځانګړتیاوو لرونکي متن راوړل د هیڅ یو انسان د وس کار نه دی.[۱۷] ځینې ځانګړنې په دې ډول دي: د کلماتو کره او په ځایه کارول، د نوي او ناشنا او بې ساري سبک کارول چې نه معمول شعر دی او نه د رایج نثر په شان دی، د الفاظ خوږوالی او په زړه پورې آهنګ او ننګ.[۱۸]

د غېبو خبر ورکول

د مسلمانو عالمانو په وینا قرآن په تېر او راتلونکي وختونو کې د داسې چارو خبر ورکړی چې هیڅوک ترې نه وو خبر.[۱۹] د مثال په توګه هغه جزییات چې د مریم په کیسه، نوح او د هغه توپان، او د یوسف او د هغه د وروڼو په کیسه کې یې بیان کړي هیڅوک ترې نه وو خبر.[۲۰]

همداراز په ۶۱۵ میلادي کال کې له ایرانه د روم له ماتې وروسته یې په قاطعیت سره خبر ورکړی چې روم به تر لسو په کمو کلونو کې ایران ته ماته ورکړي او همداسې وشول.[۲۱] د ځینو کسانو د انجام په اړه خبر ورکول لکه ابولهب، ابو جهل او د مکې د فتحې وړاندوینه د قرآن له نورو غیبي خبرونو دي چې ټول سم ثابت شول.[۲۲]

علمي اعجاز

اصلي مقاله: د قرآن علمي اعجاز

د قرآن له علمي اعجازه مطلب دا دی چې دې کتاب د تجربي علومو په اړه داسې خبرې بیان کړي چې په هغه زمانه کې لا نه وې کشف شوې او هیڅکله هم نقض شوې نه دي.[۲۳] ځینې مطالب چې مفسرانو د قرآن ګڼلې او د قرآن علمي اعجاز یې ګڼلی دا دي: د ځمکې وضعي او انتقالي حرکت، د ځمکې د جاذبې (کشش ثقل) ځواک، د بوټو او ځناورو زوجوالی او جوړه والی او په ټاکلو مدارونو کې د کّرو تاوېدل.[۲۴]

قرآن څېړاندی محمد هادي معرفت په دې ایت په استناد سره چې « هر ژوندی شی مو له اوبو پېدا کړی دی[۲۵] او د تجربي علومو معلومات چې ژوند له اوبو راپېدا شوی، دا ایت د قرآن له علمي معجزو ګڼلی دی.[۲۶]

نور اړخونه

تشریعي اعجاز [۲۷] او د قرآن عددي اعجاز [۲۸] د قرآن د معجزه والي نور اړخونه دي چې ځینو مسلمانو عالمانو مطرح کړې دي.

د لومړۍ نظریې په اساس، هغه احکام او قوانین چې اسلام د انسان لپاره لګولي، د بشري قوانینو په خلاف، د انسان ټولو وجودي اړخونو ته شاملیږي او هم د انسان له مادي او هم یې له معنوي اړخ سره غږمله دي. هم د هغه دنیاوي سعادت او ارامښت پوره کوي او هم د هغه له فطرت سره برابر دي. له دې امله چې هیڅ انسان د دغه شان کار طاقت نه لري نو باید قرآن د خدای له خوا نازل شوی وګڼو.[۲۹]

د قرآن د عددي اعجاز نظریه هم وایي چې د تورو او کلماتو شمېر داسې نظم لري چې هیڅ لیکوال دغه شان نظم په نظر کې نه شي ساتلی او دا نظم د قرآن د اعجاز نښه ده.[۳۰] د مثال په توګه په قرآن کې د «ساعت» ټکی د شوا روز د ساعتونو (ګینټو) په شمېر یعنې څلورویشت ځله کارول شوی دی. د «شهر»(میاشتې) ټکی د کال د میاشتو یعنې دولس په اندازه استعمال شوی دی. د «سجده»ټکی ۳۴ ځله په قرآن کې کارول شوی دی چې د واجبو لمونځونو له شمېر سره برابر دی.[۳۱] دا نظریه ډېر مخالفان لري.[۳۲]

د اعجاز القرآن کتابونه

د قرآن د اعجاز مساله له تېر وخته تر اوسه ،پېړۍ پېړۍ د مسلمانو عالمانو په لیکنو کې مطرح شوې ده.[۳۳] منجمله په کلامي کتابونو کې د اسلام د پېغمبر (ص) د نبوت د اثبات لپاره په دې استناد کېده.[۳۴] همداراز د قرآن علومو ځینې کتابونه دې موضوع ته بیل شوې دي.[۳۵] پر دې سربېره، د قرآن اعجاز په مستقل ډول هم د مسلمانو عالمانو د کتابونو موضوع ګرځېدلې ده. په دې اړه ځینې مستقل کتابونه دا دي:

  1. اعجاز القرآن فی نظمِهِ و تألیفِه، ابوعبدالله محمد بن زید واسطی (وفات ۳۰۶ یا ۳۰۷ق)، د بغداد له مشهورو متکلمانو ۳۶]
  2. اعجازالقرآن، علی بن عیسی رُمّانی (وفات۳۸۴ق)، د بغداد له معتزله و؛[۳۷]
  3. بیان اعجاز القرآن، ابوسلیمان حمد بن محمد خطابی (وفات ۳۸۸ق)، د خراسان د حدیثو له عالمانو، دا کتاب او تېر کتاب په ۱۳۷۶کال کې په ثَلاثُ رسائلَ فی اعجازِ القرآن ټولګه کې په مصر کې چاپ شوی دی.[۳۸]
  4. اعجازالقرآن، قاضی ابوبکر باقلانی (وفات ۴۰۳ق) چې ډول ډول نسخې یې چاپ شوې او په خپله د ځینو نظر خاوندانود تحقیق موضوع دی.[۳۹]
  5. اعجاز القرآن و الکلام فی وجوهه، لوی شیعه متکلم، فقیه او حدیث پېژاندی شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) ۴۰]
  6. الصَّرفه فی اعجاز القرآن، تکړه شیعه فقیه ، متکلم او اصولي، سیدِ مرتَضی (وفات ۴۳۶ق دا کتاب په الموضح عن وجه اعجاز قران هم مشهور دی؛[۴۱]
  7. دلائل‌الاعجاز، عبدالقاهر جرجانی (وفات۴۷۱ق). هغه د عربي بلاغت د علم له لومړیو تدوینوونکی و. دا کتاب څو ځله چاپ شوی او په اړه یې ډېرې څېړنې شوې دي.[۴۲]چې په ثلاثُ رسائلَ فی اِعجاز القرآن ټولګې کې چاپ شوی دی ۴۳]
  8. الرسالةُ الشّافیة فی اعجازِ القرآن، عبدالقاهر جرجانی چې د ثلاثُ رسائلَ فی اِعجاز القرآن په ټولګه کې خپور شوی دی؛[۴۳]
  9. نهایةُ الایجاز فی درایةِ الاِعجاز، فخرالدین رازی (وفات ۶۰۶ق).[۴۴]
  10. اعجاز قرآن، سید محمدحسین طباطبایی. دا کتاب د هغه له اثارو په تېره بیا المیزان څخه د قرآن د اعجاز په اړه یو اقتباس دی.[۴۵]

همداراز د قرآن د اعجاز په اړه ډېر کتابونه، مقابلې او تهیسزونه لیکل شوې دي. په یوې مقالې کې په دې اړه ۳۴۸ اثره معرفي شوې دي.[۴۶]

فوټ نوټ

سرچينې

  • باقلانی، محمد بن طیب، اعجازالقرآن، تصحیح صلاح محمد عویضه، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۱ق.
  • برومند، محمدحسین، «بررسی و نقد توجیه علمی اعجاز قرآن»، در مقالات و بررسی‌ها، ش۷۱، ۱۳۸۱ش.
  • جمعی از نویسندگان، شرح المصطلحات الکلامیه، به کوشش مجمع البحوث الاسلامیة، مشهد، آستانه رضویه، ۱۴۱۵ق.
  • جواهری، سید محمدحسن، «واکاوی ملاک تحدی در قرآن و نقد منطق تنزّلی»، پژوهش‌های قرآنی، ش۲، ۱۳۹۵ش.
  • خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، تهران، نشر ناهید-دوستان، ۱۳۷۷ش.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، پژوهشی در اعجاز علمی قرآن، رشت، کتاب مبین، چاپ پنجم، ۱۳۸۸ش.
  • رضایی، حسن‌رضا، «منبع‌شناسی اعجاز علمی قرآن»، در دوفصلنامه تخصصی قرآن و علم، س۷، ۱۳۸۹ش.
  • سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، قم، مرکز العالمی للدراسات الاسلامیة، ۱۴۱۲ق.
  • سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، تحقیق سید مهدی رجائی، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • سیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، تحقیق فواز احمد زمرلی، بیروت، دار الکتب العربی، ‍۱۴۲۱ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد قصیر عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی.
  • علوی مقدم، سید محمد، «اعجاز قرآن (۲)»، پیام قرآن، ش۴، ۱۳۷۳ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۴ش.
  • معارف، مجید، «جایگاه اعجاز علمی قرآن در تفسیر نوین»، در صحیفه مبین، ش۳۷، ۱۳۸۵ش.
  • معرفت، محمدهادی، «اعجازالقرآن»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۹، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه اسلامی التمهید، ۱۳۸۸ش.
  • مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات فی المذاهب و المختارات‏، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • مؤدب، سیدرضا، اعجاز قرآن در نظر اهل بیت عصمت و بیست نفر از علمای بزرگ اسلام، قم، احسن الحدیث، ۱۳۷۹ش.
  • میرزامحمد، علیرضا، «مقدمه ویراستار»، در طباطبایی، سید محمدحسین، اعجاز قرآن، تهران، مرکز نشر فرهنگی رجا، ۱۳۶۲ش.
  • نوروزی، مجتبی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، در آیینه پژوهش، ش۲۷، ۱۳۹۰ش.
  • یزدانی، عباس، «اعجاز عددی و نظم ریاضی قرآن»، در کیهان اندیشه، ش۶۷، ۱۳۷۵ش.