د نبأ آیت
د نبأ آیت (د حجرات سورت ۶آیت) د فقهې په اصولو کې د خبرِ واحد د اعتبار د ثبوت په توګه څېړل کیږي. زياترو مفسرينو د دې آيت شان نزول د بني مُصطَلَق قام د زکات له ورکولو څخه د انکار په اړه د وليد بن عُقبه د خبر په اړه ګڼلی دی. د دې خبر له خپرېدو وروسته دا آيت نازل شو او مسلمانانو د وليد د خبر په اړه څېړنه وکړه او د هغه په ناسموالي پوه شول.
د فقهې په اصولو کې هم د واحد خبر د اعتبار په څېړنه له نبأ آیته بحث کیږي.
د آیت متن او ژباړه
- یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَیَّنُوا أَن تُصِیبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَیٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِینَ (آیه۶)
- ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړې دی کله چې تاسو ته فاسق (بدکار د خدای له فرمانه وتلی) يو خبر راوړي نو تحقيق (څيړنه) وکړئ هسې نه چې په ناپوهۍ کښې يو قوم ته زيان ورسوئ او بيا په خپلو کړو پښيمان شئ.
شأن نزول
مفسرينو د دې آيت لپاره دوه شأن نزول بیان كړي دي: ډېرو دا ليكلي دي، چې دا آيت د وليد بن عقبه په اړه نازل شوى، چې رسول الله(ص) هغه د بني مصطلق قبيلې ته د زكات د ټولولو لپاره لېږلى و[۱] . په مجمع البیان کې د فضل بن حسن طبرسي د وینا مطابق، کله د بنيمُصطَلَق قبیله خبره شوه چې د رسول الله(ص) استازی دوي ته راځي نو د هغه هرکلي ته ورغلل. خو ولید فکر وکړ چې دوي د جاهلیت د وخت هغوي سره د دښمنۍ له امله د هغوي د وژلو لپاره راغلي دي. نو رسول الله(ص) ته ورغی او ورته ویې ویل چې دوي له زکاته انکار کړی دی. کله چې دا آيت نازل شو رسول الله(ص) له هغوى سره د جګړې فيصله وكړه چې دا آیت نازل شو او مسلمانانو ته يې امر وكړ چې کله يو فاسق یو خبر راوړي نو په اړه یې پلټنه وكړي.[۲]
ځينو دا هم ويلي دي چې دا آيت د پېغمبراکرم(ص) پر مېرمنې ماريا باندې د تهمت د کیسې په اړه نازل شوى دى. په دې کیسه کې امام علي(ع) چې ظالمانو ته د سزا ورکولو مسؤل و، له پیغمبره(ص) پوښتنه وکړه چې که د هغه لیدنې د نورو له وینا سره مخالفې وي نو په اوازو باور ونه کړي؟. رسول الله(ص) هم ورته داسې اجازت ورکړ. په پاى کې څرګنده شوه چې هيڅ جرم نه دى شوى او اوازې دورواغ وې.[۳]
د نبأ آیت او د خبر واحد حجیت
د فقهې په اصولو کې د نبأ له آیته د خبر واحد د حجیت د ثابتولو لپاره بحث شوی دی. البته د دې آيت په هکله اصولیان ټول یوه خوله نه دي چې د دې آیت په وسیله یې حجیت ثابتیږي. له هغوي ځینې یو کس محمد حسين نائیني دی چې دې آیت سره د خبر واحد حجیت باندې دلیل راړل صحیح ګڼي.[۴] خو شيخ انصاري په دې اند دي چې دا آيت د خبر واحد په حجیت باندې دلالت نه کوي.[۵]
فوټ نوټ
سرچينې
- شیخ انصاری، مرتضی، فرائدالاصول، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۶ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
- نائینی، محمدحسین، فوائدالاصول، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.