خبر واحد

د wikishia لخوا

خبر واحد هغه حدیث دی چې د راویانو د شمېر په اساس دا خبر له معصوم(ع) یقیني ثابت نه دی. خبر واحد د متواتر خبر په مقابله کې دی چې د متواتر خبر راویان دومره اندازه کې وي چې دا یقیني وي چې معصوم علیه السلام دا ویلي دي. د خبر واحد د حجیت مسئله د فقهې د اصولو په برخه کې تر ټولو مهمه مسئله ګڼل کېږي.

د خبر واحد څلور اصلي برخې لري چې عبارت دي له: صحیح، حَسَن، مُوَثَّق او ضعیف. په بله کټګورۍ کې په دوو برخو ویشل کیږي: یو هغه حدیث چې داسې قرینې او نښې لري چې له معصوم څخه نقل باندې یې یقین پيدا کوو او بل هغه حدیث چې داسې نه وي.

اصولیان هغه خبر واحد حجت ګڼي چې په یقیني توګه له معصومه نقل وي(قطعی الصدور وي)؛ خو د نورو په اړه اختلاف لري. ويل کيږي چې د تېرو فقیهانو له یوې ډلې پرته نور شیعه علماء خبر واحد د شرعي احکامو په ډګر کې معتبر ګڼي او يوازې د هغه د اعتبار د شرطونو په برخه کې اختلاف لري. د اکثرو شیعه علماوو نظر دا دی چې یوازې هغه خبر واحد حجیت لري چې د راویانو لړۍ یې ثقه وي.

ځینو لکه ایت الله خويي او آیت الله معرفت د عقائدو په ډګر کې هم د خبر واحد حجیت منلی دی؛ خو اکثر فقهاء د دې نظر مخالف دي.

سني علماء هم د خبر واحد د حجیت په اړه اختلاف لري. ویل کیږي چې اکثره یې په شرعي احکامو کې د خبر واحد حجیت مني.

تعریف

خبر واحد هغه حدیث ته ویل کیږي چې د راویانو شمېر یې دومره نه دی چې له معصومه یې صادریدلو باندې یقین شي.[۱] خبر واحد د متواتر خبر په مقابله کې دی. متواتر خبر هغه خبر ته وايي چې د راویانو شمېر یې دومره دی چې مونږ یقین پيدا کوو چې له معصوم څخه صادر شوی دی.[۲]

د خبر واحد ډولونه

خبر واحد مختلف ډولونه او کټګورۍ لري.[۳] په یوه کټګوري کې د راویانو د ځانګړتیاوو له مخې په څلور ډوله ویشل شوي دي: صحیح، حَسَن، مُوَثَّق و ضعیف:[۴]

  • صحیح خبر هغه حدیث دی چې د سلسلې ټول راویان یې امامي او ثقه وي.[۵]
  • حَسَن حدیث هغه دی چې د سند د سلسلې ټول راویان یې امامي دي؛ خو ټول ثقه نه دي.[۶]
  • موثق یا قوي خبر هغه حدیث دی چې د سند د سلسلې ټول راویان یې دولس امامي نه دي؛ خو ټول ثقه دي.[۷]
  • ضعیف خبر هغه خبر واحد دی چې د پورتنیو کټګوریو لازم شرطونه نه لري؛ د بېلګې په توګه، د هغه د راويانو په سلسله کې داسې راوي وي چې نه دولس امامي دی او نه ثقه.[۸]

مُسنَد، متصل، مرفوع، مُعَنعَن، مُعَلَّق، مشهور، غریب، مقبول، مقطوع، مُرسَل و موضوع (جعلی) د خبر واحد اړوند نور اصطلاحات دي، چې د پورتنیو اصلي ډولونو فرعي ټولګو کي راځي.[۹]

په بله کټګورۍ کې، د یقیني شونې یا ظني شونې د معیار پر بنسټ، خبر واحد په دوه ډوله ویشل کیږي: یو حدیث چې قرینې او نښې ولري چې انسان ته د هغې له معصومه د صادریدو یقین پيدا کیږي، او بل ډول هغه حدیث چې داسې قرینې ونلري.[۱۰] ځینې هغه قرینې چې د ځینو شیعه علماوو له نظره د واحد خبر د یقینی صادریدو لامل کیږي، دا دي: له عقل سره موافقت، له قرآن سره موافقت، د مسلمانانو یا شیعو له اجماع سره موافقت.[۱۱]

د خبر واحد د معتبر شونې د مسئلې اهمیت

د آخوند خراساني په اند د خبر واحد د اعتبار مسئله د فقهې د اصولو په برخه کې یوه ډېره مهمه مسله ده.[۱۲] د دې مسئلې د اهمیت لامل دا ګڼل شوی چې ډېر حدیثونه چې له پيغمبر(ص) او امامانو څخه نقل شوي دي هغه خبر واحد دي. نو له همدې امله د ډېرو شرعي احکامو د موندلو لپاره بايد له خبر واحد ګټه واخلو.[۱۳] د فقهې د اصولو په برخه کې دا موضوع د «خبر واحد حجیت» تر عنوان لاندې بحث کیږي.[۱۴] البته دلته بحث د هغه خبر واحد دی چې قرینو سره یقین ته نه رسي؛ ځکه چې ټول اصولیان ټول هغه خبر واحد مني چې له علم راوړنوکیو قرائنو سره وي او په دې کې هیڅ شک نه لري.[۱۵]

د خبر واحد حُجّیت

اصولیان د هغه خبر واحد په اړه ډیر اختلاف لري چې له داسي قرینو سره نه وي چې علم راوړي.[۱۶] د شیعه د تېرو فقهاوو یوه ډله چې له هغوي سید مرتضی، ابن زهره، ابن بَرّاج او ابن ادریس هم دي، دا ډول حدیث حجت نه بلل.[۱۷] البته، د فیض کاشاني په وینا، ټول خبر واحد به یې هم نه پریښودل؛ بلکي که له لاندي قرینو څخه يوه په کې موجوده واى نو هغه به يې منلو:

  1. په اصول اَربَعَمِائَه کې په څو اصلو کې د دې حدیثونو شتون؛
  2. په یو یا دوه اصلونو کې د حدیث شتون، د ډیرو معتبرو سندونو سره؛
  3. په داسې اصل کې د حدیث شتون چې لیکوال یې د اجماع له اصحابو څخه وي؛ لکه زراره او محمد بن مسلم؛
  4. په داسې اصل کې د حدیث شتون چې معصوم ته وړاندې شوی او د هغه لخوا تایید شوی وي؛
  5. په هغو کتابونو کې د حدیث شتون چې د تېرو شیعه فقهاوو د باور وړ وي.[۱۸]

د شیخ انصاري په وینا، د شیعه فقهاوو اکثریت خبر واحد په عمومي توګه حجت ګڼي؛[۱۹] خو د منلو لپاره یې ځینې معیارونه په ګوته کوي او د دې معیارونو په هکله اختلاف لري.[۲۰] د بیلګې په توګه، شیخ طوسي، سيد بن طاووس او علامه حلي وايي، چې هغه خبر واحد حجت دی چې سند ولري او مینځپانګه یې د باور وړ وي.[۲۱] ځينو اخباریانو ته دا نسبت ورکړی شوی دی چې هغه ټول روايتونه چې د شيعه احاديثو په معتبرو کتابونو کې راغلي دي، معتبر ګڼي.[۲۲] ځینې کسانو د دې شرط تر څنګ دا معيار هم وړاندي كړى دى چې حديث مشهورو سره مخالفت نه وي.[۲۳] یوه بله ډله وايي چې هغه حدیث منوو چې راویان یې عادل وي.[۲۴]

د اصول الحدیث د کتاب لیکوال عبد الهادي فضلي په وینا، د اکثرو شیعه علماوو نظر دا دی چې هغه خبر واحد حجت دی چې د راویانو سلسله ثقه وي.[۲۵]

د اهل سنت نظریه

د سني فقیه، شوکاني (وفات: ۱۲۵۰ هـ ق) په وینا، سني علماء هم د خبر واحد د حجیت په اړه اختلاف لري. د احمد بن حنبل[۲۶] په شمول اکثره خلک په دې عقیده دي چې معتبر دی.[۲۷] ځینې نور لکه ابراهیم نظام (چې د قمري کال په دوهمه او دریمه پیړۍ کې ژوند کاوه) وايي چې اعتبار نه لري، مګر دا چې له حدیث څخه بهر یوه داسې قرینه شتون ولري چې د حدیث په ریښتونوالي یقین پيدا کړو.[۲۸]

د موافقانو دلیلونه

د خبر واحد د حجیت پلويانو د دې د ثابتولو لپاره قرآني آيتونو، احاديثو، اجماع او د عقلا سیرت سره دلیل راوړی دی.[۲۹]

د نَبَأ آیت او د نَفْر آیت او د اهل الذکر آیت په دې اړه د قرآن کريم له آيتونو څخه دي.[۳۰] د نَبَأ آیت له مخې که فاسق خبر راوړي نو د هغه خبرې بايد له تحقيق پرته ونه منل شي.[۳۱] ویلي یې دي چې د دې خبرې مفهوم دا دی چې د هغه خبر چې عادلو کسانو نقل کړی دی، د ریښتیا او دروغو لټون اړین نه دی په پایله کې، خبر واحد حجیت لري.[۳۲]

دوی د عقلاو سیرت د خبر واحد د حجیت لپاره تر ټولو قوي دلیل ګڼلی دی.[۳۳] د شیخ انصاري له قوله د دې دلیل توضیحات په لاندې ډول دي: ټول خلک د خپل ژوند په چارو کې د معتبر شخص په خبر باور کوي. كه شريعت د دې سیرت مخالف و، نو ضرور به يې ترې منعه کوله؛ لکه په نورو قضیو کې چې کله یې مخالف وي، له هغه یې منع کړې ده. له دې امله چې شريعت له دې کاره منعه نه ده کړی، نو دا سیرت يې تصويب کړی دی.[۳۴]

د مخالفانو دلیلونه

د شیخ انصاري په وینا، د خبر واحد د حجیت مخالفانو د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره قرآني آیتونه، احادیث او اجماع د دلیل په توګه راوړي دي.[۳۵] هغوِ داسي آیتونو سره دلیل راوړي چې وايي کوم څیز علم راوړونکی نه وي په هغه باندې له عمل کولو ډډه وکړئ؛[۳۶] لکه د اسرا سورت ۳۶ آیت چې فرمايي: «په کوم څه چې علم نه لرئ ورپسې مه ځئ» او د یونس سوره ۳۶ آیت، چې له مخې یې ګمان هیڅکله انسان له حقه نه بې نیازه کوي.

همدارنګه د ډېرو احادیثو حواله راوړي چې له مخې یې نباید په یوه داسې حدیث باندې عمل وشي چې مونږ ته یقین نیشته چې معصوم دا بیان کړی دی؛ مګر دا چې د قرآن کریم یا د معتبرو احادیثو څخه ورباندې قرینه موجوده وي چې تایید یې کړي.[۳۷]

په اعتقاداتو کې د خبر واحد حجیت

شیعه علماو حتی هغه کسان چې د خبر واحد حجیت یې منلی دی، لکه شیخ طوسي، علامه حلي، شهید ثاني، شیخ انصاري او اخوند خراساني خبر واحد یوازې د شرعي احکامو په ډګر کې حجت ګڼي؛ یعني دوي په دې باور دي چې دا د عقیدې په برخه کې هیڅ اعتبار نه لري.[۳۸] په دې برخه کې یو دلیل دا دی چې خبر واحد ګمان راوړونکی دی؛ په داسې حال کې چې مونږ په باورونو کې اطمینان ته اړتیا لرو. نو د خبر واحد د حجیت لازمه دا کیږي چې تکلیف ما لایطاق شي (یعنی هغه دنده چې ترسره کول یې ممکن نه دي) چې دا ناشونې ده.[۳۹]

د دوي په مقابله کې ځینې معاصر شیعه عالمان لکه آیت الله خویي او آیت الله معرفت په اعتقاداتو کې هم د خبر واحد حجیت منلی دی.[۴۰]

په اعتقاداتو کې د خبر واحد د اعتبار په اړه د اهل سنتو علماوو تر مینځ هم اختلاف دی. د بېلګې په توګه، فخر رازي، په عقایدو کې د خبر واحد حجیت نه مني؛[۴۱] خو ابن تیمیه په دې باور دی چې کوم یو خبر واحد قبول شوې ګڼل شوی دی د عقایدو د ثابتولو وړتیا لري.[۴۲]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. فضلی، اصول‌الحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۸۳.
  2. فضلی، اصول‌الحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۷۲-۷۳.
  3. وګورئ: شهید ثانی، البدایه فی علم الدرایه، ۱۴۲۱ق، ص۲۳تا۳۹.
  4. شهید ثانی، البدایه فی علم الدرایه، ۱۴۲۱ق، ص۲۳و۲۴.
  5. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۲.
  6. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۲.
  7. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۲.
  8. شهید ثانی، البدایه فی علم الدرایه، ۱۴۲۱ق، ص۲۳و۲۴.
  9. شهید ثانی، البدایه فی علم الدرایه، ۱۴۲۱ق، ص۲۶تا۳۹.
  10. فضلی، اصول‌الحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۸۴-۸۵.
  11. فضلی، اصول‌الحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۸۴-۸۵.
  12. آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۳۱۰.
  13. جناتی، منابع اجتهاد از دیدگاه مذاهب اسلامى، ۱۳۷۰ش، ص۱۰۴و۱۰۵
  14. مثال په توګه وګورئ: مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۳، ص۷۵، ۸۶، ۸۹، ۹۶؛ شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۳۸.
  15. مثال په توګه وګورئ: شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۳۸؛ آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۳۱۱؛ مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۳، ص۷۲.
  16. مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۳، ص۷۲؛ فضلی، اصول‌الحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۸۸.
  17. جناتی، منابع اجتهاد از دیدگاه مذاهب اسلامى، ۱۳۷۰ش، ص۱۰۵-۱۰۶؛ آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۳۱۱-۳۱۲.
  18. فیض کاشانى، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۲.
  19. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۳۷.
  20. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۰-۲۴۱.
  21. جناتی، منابع اجتهاد از دیدگاه مذاهب اسلامى، ۱۳۷۰ش، ص۱۰۵و۱۰۶.
  22. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۰-۲۴۱.
  23. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۱.
  24. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۱.
  25. فضلی، اصول‌الحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۸۹-۹۰.
  26. شوکانی، ارشادالفحول، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۹م، ج۱، ص۱۳۳.
  27. شوکانی، ارشادالفحول، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۹م، ج۱، ص۱۳۴.
  28. شوکانی، ارشادالفحول، ج۱، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۹م، ص۱۳۴-۱۳۵.
  29. مظفر، اصول الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۳، ص۷۵.
  30. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۵۴، ۲۷۷، ۲۸۸.
  31. سوره حجرات، آیه ۶.
  32. مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۳، ص۷۹.
  33. نگاه کنید به نائینی، فوائدالاصول، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۹۴.
  34. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۴۵.
  35. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۲.
  36. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۲.
  37. شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۲.
  38. شیخ طوسی، العُدّه، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۳۱؛ علامه حلی، مبادی الوصول الی علم الاصول، ۱۴۰۴ق، ص۲۱۱؛ شهید ثانی، المقاصد، ۱۴۲۰ق، ص۴۵؛ شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۵۵۶؛ آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۰۹ق، ص۲۲۰و۳۲۹.
  39. علامه حلی، مبادی ‏الوصول الی علم الأصول، ۱۴۰۴ق، ص۲۱۱؛ شهید ثانی، المقاصد، ۱۴۲۰ق، ص۴۵.
  40. خویی مصباح‌الاصول، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۷۷و۲۷۸؛ معرفت، «کاربرد حدیث در تفسیر»، ص۱۴۳.
  41. فخر رازی، اساس‌التقديس، ۱۴۱۵ق، ص۱۲۷.
  42. ابن‌تیمیه، المستدرک علی مجموع فتاوی، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۷۳.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • آخوند خراسانی، کفایةالاصول، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، المستدرک علی مجموع فتاوی ابن‌تیمیه، محمد بن عبدالرحمن بن قاسم، ریاض، بی‌نا، ۱۴۱۸ق.
  • جناتى، محمدابراهیم، منابع اجتهاد از دیدگاه مذاهب اسلامى، تهران، کیهان، ۱۳۷۰ش.
  • خویی، مصباح‌الاصول، قم، مؤسسة احیاء آثار الامام الخوئی‏، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • شوکانی، محمد بن علی، ارشاد الفحول الی تحقیق الحق من علم الاصول، تحقیق احمد عزو عنایه، دمشق، دار الکتاب العربی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۹م.
  • شهید ثانی، زین العابدین بن علی، البدایه فی علم الدرایة، تحقیق سیدمحمدرضا حسینی جلالی، قم، انتشارات محلاتی، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • شهید ثانی، زین‌العابدین بن علی، المقاصد العلیه فی شرح الرسالة الالفیه، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۰ق.
  • شیخ انصاری، فرائدالاصول، قم، مجمع الفکر الاسلامی‏، چاپ نهم‏،‏ ۱۴۲۸ق.
  • شیخ طوسی، محمدبن حسن، العُدّه فی اصول الفقه، تهران، محمدتقی علاقبندیان‏، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • علامه حلی، مبادی الوصول الی علم الاصول، قم، المطبعة العلمیه، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، اساس التقدیس فی علم الکلام، بیروت، مؤسسة الکتاب الثقافیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • فضلی، عبدالهادی، اصول‌الحدیث، بیروت، مؤسسه ام‌القری، چاپ دوم، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانى، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین على علیه السلام‏، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • مظفر، محمدرضا، اصول‌الفقه، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعه لجماعه المدرسین بقم، چاپ پنجم، ۱۴۳۰ق.
  • معرفت، محمدهادی، «کاربرد حدیث در تفسیر»، الهیات و حقوق دانشگاه رضوی (آموزه‌های قرآنی )، ش۱، ۱۳۸۰ش.
  • نائینی، محمدحسین، فوائدالاصول، قم‏، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.

بهرنۍ لینک