د پاړه چنار د شیعیانو وژله
د پاړه چنار د شیعیانو وژله، د پاکستان په پاړه چنار سیمه کې د استوګنو شیعیانو عامې وژلې ته اشاره لري چې په پرله پسې کلونو کې، د ترهه ګرو ډلو او عموما د پاکستان د طالبانو له خوا شوې ده. د دغه حملو تر ټولې اوږدې یې په ۲۰۰۷ م کلونو پورې اړوند دي چې تر ۲۰۱۲م کال پور ې یې دوام درلود او پکې په زرګونو شیعه ووژل او ژوبل شول. له ۲۰۱۲ م کال نه وروسته هم د دغه سیمې د شیعیانو په خلاف ډېرې حملې شوې دي. په اخري حمله کې چې د ۱۴۰۳ ل کال د لیندې په لومړۍ نیټه وشوه تر سلو زیات شیعیانو ووژل شو.
په پاکستان کې د پاړه چنار موقعیت
پاړه چنار په «کرمه» سیمه کې چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې او له افغانستان سره د پاکستان پولې ته نزدې پروت دی او اکثره نفوس یې شیعیان دي. دا ښار په خپلواکه توګه اداره کیږي. دغه ښار ته د تلونکو لارو د امنیت ساتل د پاکستان د پوځ په غاړه دي؛ خو د فرقه ای مسایلو په وجه، دغه لارې همېشه د شیعیانو لپاره ناامنه وې.[۱] په نتیجه کې یې په پاړه چنار په ځلونو د تکفیري ډلو حملې شوې دی.[۲] په دغه سیمه کې د تکفیریانو له خوا له مختلفو لورو د کلابندۍ په وجه، د شیعیانو د ژوند لپاره سخت حالات رامینځته شوې دي.[۳]
تاریخچه
له ۲۰۰۷م کال جنګ نه مخکې پورې، دوه ځله په ۱۹۸۷ او ۱۹۹۶م کلونو کې د پاړه چنار په سیمې حملې شوې او په دې سیمه کې زیات شمېر شیعیان کډوال یا ژوبل شوې دي. طالبانو په ځلونو هڅه کړې شیعیان له دغه سیمې وکوچوي او د دې هدف لپاره یې په ځلونو په دغه سیمې حملې کړې دي. [۴] په سیمه کې د شیعه ګانو پر ضد تر ټولو اوږده حمله په ۲۰۰۷ کال کې شوې وه، چې په دغه سیمه کې د شیعه ګانو د بشپړې محاصرې سبب شوه. د ۲۰۱۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۳م کال تر جنورۍ پورې، یوازې د ۷۷ ترهه ګرو حملو په نتیجه کې۶۳۵ شیعه وژل شوې او په سلګونو ژوبل شوې دي.[۵]
د ۲۰۱۲- ۲۰۰۷ م کلونو وژلې
په ۲۰۰۷ م کال کې د پاکستان د طالبانو ډله، د پاړه چنار په سیمه کې له جنوبي سیمو چې سني میشته دي، د سیمې له اهل سنتو سره د اختلاف په وجه، شمالي سیمې ته چې شیعه میشته وه ولېږدول شوه او په دې بهیر کې د سیمې د نیولو لپاره یې په شیعیانو ډېر فشارونه راوستل. په دې مینځ کې، د طالبانو، سپاه صحابه او جهنګوي لښکر ډلو د شیعیانو د سپېڅلتیاوو سپکاوی کاوه چې اخر د سیمې له شیعیانو سره د هغوي د نښتې سبب شو. دغه حملې او د شیعیانو مقابله د۶۵۰ شیعیانو او زرو طالبانو د وژل کېدو سبب شوه. له دغه حملو وروسته د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې د پاړه چنار د نقشې د بدلولو خبره وشوه چې د شیعیانو په باور، د شیعیانو په خلاف یو منظم پروګرام و. د طالبانو په نویو اقداماتو پسې په سیمه کې حکومت طالبانو ته وسپارل شول او د دغه ډلې ځواکونو د سیمې د ناامنه کولو هڅه وکړه. له هغې وروسته د سیمې په شیعیانو ډېرې ترهه ګرې حملې وشوې چې د ۵۰ شیعیانو د وژل کېدو سبب شوې.[۶] دغه وژلې تر ۲۰۰۸م کاله روانې وې او د سیمې د نیم میلیون نفوسو لپاره یې روغتیایې او خوراکي ستونزې پېدا کړې.[۷] په پاړه چنار کې د شیعیانو وژله او کلابندي تر ۲۰۰۸ کاله هماغه شان روانه وه تر دې چې د ناټو ځواکونه او د پاکستان پوځ د سیمې د امنیت ساتلو لپاره د پاړه چنار له شیعه ځواکونو سره ملګرتیا ته مجبوره شول.[۸]
د ۱۴۰۲ل کال وژلې
د ۱۴۰۲ل کال په غویي میاشته کې، یوې تکفیري ډلې په پاړه چنار کې په یوې لیسې برید وکړ[۹] او د دغه لیسې اوه استادان یې په بوږنوونکي ډول ووژل.[۱۰] یوه میاشته پس د پاړه چنار یو بل شیعه ښاریز په ډزو ووژل شو.[۱۱] دغه پېښې سبب شوې چې په سیمه کې نښتې پېل شي چې د شپږو نورو کسانو د وژلې او ۵۰ د ژوبلې سبب شوې.[۱۲]
په ۱۴۰۳ ل کال کې وژله
د پاکستان د پولیسو په راپور، د ۱۴۰۳ ل کال په غبرګولي کې، د هغه نظر اختلاف په وجه چې د پاړه چنار د خواوشا بوشهرې سیمې د ځمکو په وجه رامینځته شو، د اختلاف د هواري لپاره یوه شورا جوړه شوه. د ۱۴۰۳ل کال د زمري په دریمه د اختلاف د حل په غونډه کې، یو کس د اختلاف د حل په غړو ډزې وکړې چې د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوې. له دې پیښې وروسته په پاړه چنار او خواوشا کې یې په شیعیانو څو حملې وشوې.[۱۳] په دې نښتو کې، تکفیري ډلو په سپکو درنو وسلو سره، په شیعیانو حملې وکړې او د دغه سیمې په لور تلونکی یوازینی لوی سړک یې بند کړ. په دې نښتو کې د پاکستان طالبانو نېغ په نېغ ګډون درلود او د شیعیانو پر وژلې سربېره، په ځینو ودانیو لکه د شیعیانو په جومات هم برید شوی دی.[۱۴]
په دغه وژلې کې د ۱۴۰۳ل کال د زمري تر ۱۰ پورې ۵۰ شیعیان مړه او ۱۷۰ ژوبل شوې او د زمري تر ۱۰ د نښتو له کمېدو سره سره، هماغه راز ارتباطي لارې بندې دي او درملیزو مرکزونو ته لاسرسي یې د شیعیانو لپاره سخته کړې ده.[۱۵]
پیښور ته د پاړه چنار په لاره کې د شیعیانو په کانوایۍ برید
- اصلي مقاله: د پاړه چنار د شیعیانو په کانوایۍ برید
د ۱۴۰۳ ل کال د لیندې په ۱/ د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۲۰ د شیعیانو په کانوایۍ د وهابیانو د یوې ډلې په حمله کې د دغه سیمې یو شمېر کسان ووژل شو. دغه د ګاډو کاروان چې ښځې او ماشومان هم پکې وو له پاړه چناره د پیښور په لور روان و او د پاکستان پولیسو یې ملګرتیا او ساتنه کوله.[۱۶] که څه هم رسمي سرچینو د دغه حملې وژلې کابو ۵۰ او ژوبل کسان ۳۰ تنه اعلان کړي خو غیر رسمي سرچینو د پاکستان د پخواني سناتور مشتاق احمد خان په حواله، د وژلو شمېر ۱۱۰ شهید منجمله ۱۶ ښځې او ۱۱ ماشومان اعلان کړې دي.[۱۷]
غبرګونونه
تر ټولو مهم غبرګونونه چې د تاریخ په اوږدو کې په پاړه چنار کې د شیعیانو په وژله شوي، د دغه وژلو خبري سانسور دی.[۱۸]
د ۲۰۰۷م کال په وژلو غبرګون
د ۲۰۰۷م کال د وژلې په بهېر او په ۲۰۰۸م کال د پاړه چنار د شیعیانو د کلابندۍ په دوام کې د پاړه چنار شیعیان د خوړو او درملو له کمښت سره مخ وو چې رسنیو ورته پام وکړ. سره له دې دغه وژلو ته د نړیوالو په پام نه کولو باندې د سیمې خلکو نیوکې کړې دي. په دې مینځ کې ځینو کسانو د پاړه چنار خلک د القاعدې ځینې خلک او طالبان ګڼل او د هغوي وژل او کلابندول یې د هغوي حق ګاڼه.[۱۹]
د ۱۴۰۳ ل کال په وژلې غبرګون
د ۱۴۰۳ کال په زمري کې له حملو وروسته د پاکستان ډېرو شیعه مشرانو په خپلو بیانیو کې دغه نښتې د پاړه چنار سیمې په شیعیانو د فشار راوستلو لپاره د اورپکو د توطئې نتیجه ګڼلې او هغه یې غندلې دي.[۲۰] همداراز د پاکستان شیعه ډلو د ځمکې او پټیو په سر د شخړو په پلمه د شیعیانو د نښه کولو لپاره د تکفیري ځواکونو د حملو او له ترهه ګرو سره د هغوي د ملګرتیا راپورونه ورکړې دي.[۲۱] په کراچۍ، پیښور، ګلګت، بلتستان او کشمیر کې هم په پاړه چنار کې د شیعیانو په وژله په اعتراض کې ځینې غونډې او لاریونونه وشول.[۲۲] د پاړه چنار استوګن د بې وسۍ یا له ځانه ملاتړ او دفاع ته د نه ګروهنې په وجه د پاکستان په پوځ د سخت اعتراض په ترڅ کې، د افغانستان د سرپرستۍ دولت ځواکونه د دغه نسل وژنې په واقع کېدو کې یو مهم لامل ګڼي.[۲۳]
په پاکستان کې د دغه هیواد د شیعیانو د شهید مشر عارف الحسیني زوي سید علي حسیني د پاړه چنار حالات اندیښمنوونکي او ډېر خراب ګڼلي دي. هغه د شیعیانو وژلې ته اشاره او د روډونو په بندوالي، د ضروري توکو خوړو او درملو په سخت کمښت اعتراض کړی دی. همداراز د پاکستان د جعفریه غورځنګ ګوند مشر سید ساجدعلي نقوي په پاړه چنار کې د نښتو د سملاسي بندیدو او د هغه له لاملونو سره د چلند غوښتنه کړې ده. د پاکستان د مشرانو جرګي غړي او د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر ناصر عباس جعفري هم په پاړه چنار کې په حالاتو د سختې اندیښنې په څرګندولو سره، د امنیت له ګډوډوونکو، تکفیري عناصرو او د هغوي ملګرتیا کوونکو سره د دولت د انتظامي او پولیسو ادارو او پوځ د سخت چلند غوښتنه کړې ده. د پاکستان د وفاق المدارس الشیعه عمومي منشي محمد افضل حیدري، د پاکستان په دولت په نیوکې سره ویلي چې دولتي ادارې په پاړه چنار کې د سولې په ټینګولو کې سنجیده نه دي.[۲۴] د پاکستان د ملي پیوستون شورا مشر صاحبزاده ابوالخیر محمد زبیر، له ۳۰ سیاسی او مذهبي ګوندونو جوړ په یو ایتلاف کې دغه حملې غندلي دي.[۲۵]
په ایران کې د وخت د خارجه وزیر ویندویي ناصر کنعاني، په یو لړ څرګندونو کې د پاکستان په پاړه چنار سیمه کې په شیعیانو د تکفیري افراطي ډلو وسله والې حملې په کلکه وغندلې.[۲۶] همداراز د اسلامي بیداري نړیوالې ټولنه،[۲۷] د اهل بیتو(ع) نړیوالې ټولنې[۲۸] او د مذهبي دستورو ویناوال حسین انصاریان په دغه حملو غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې دي.[۲۹]
د ۱۴۰۳ ل کال په کانوایۍ په حملې غبرګونونه
د پاړه چنار د شیعیانو په کاروان له حملې وروسته، د پاکستان د وخت ولسمشر آصف علي زرداري په یو پېغام کې، دغه حمله وغندله او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه. د پاکستان د شیعیانو مخکښ ګوند مجلس وحدت مسلمین،[۳۰] د پاکستان د شیعه مدرسو د فیډریشن عمومي منشي[۳۱] د ایران د اسلامي جمهوریت د وخت ولسمشر مسعود پزشکیان،[۳۲] په پاکستان کې د ایران سفیر[۳۳] او همداراز د ایران خارجه وزیر په دغه پیښه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې ده.[۳۴] په دغه حملې د غبرګونونو په دوام کې ولسي اعتراضونه هم شوي چې پکې د معترضانو له خوا د پولیسو دوه تاڼې سوزول شوې دي. خلکو په دغه اعتراضونو کې د پاکستان پولیس د شیعیانو د امنیت په ساتنه کې په سستۍ او بې پامۍ تورن کړل.[۳۵]
فوټ نوټ
- ↑ «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «کشتار شیعیان در پاراچنار؛ درخواست توقف خشونت از دولت پاکستان»، عصر ایران.
- ↑ «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «نگاهی به گذشته و حال شیعیان پاراچنار در گفتوگوی ابنا با کارشناس مسائل پاکستان»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ تحریریه، «مصائب شیعه بودن (گذری بر پیشینه و وضعیت کنونی شیعیان پاراچنار)»، ۱۳۹۳ش، ص۳۶.
- ↑ «15 نفر از شيعيان "پاراچنار" پاكستان جان خود را از دست دادند»، خبرگزاری فارس.
- ↑ «نگاهی به گذشته و حال شیعیان پاراچنار در گفتوگوی ابنا با کارشناس مسائل پاکستان»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «شهادت یک جوان شیعه در پاراچنار پاکستان»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «نگاهی به گذشته و حال شیعیان پاراچنار در گفتوگوی ابنا با کارشناس مسائل پاکستان»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «شهادت یک جوان شیعه در پاراچنار پاکستان»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «نگاهی به گذشته و حال شیعیان پاراچنار در گفتوگوی ابنا با کارشناس مسائل پاکستان»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «کشتار شیعیان در پاراچنار؛ درخواست توقف خشونت از دولت پاکستان»، عصر ایران.
- ↑ «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «نسلکشی شیعیان پاراچنار؛ جنایت جدید گروههای تکفیری در پاکستان»، خبرگزاری میزان.
- ↑ «افراد مسلح بیش از ۴۰ مسلمان شیعه را در پاکستان کشتند»، دویچهوله.
- ↑ «اعتراضات به کشتار شیعیان در پاکستان به خشونت کشیده شد»، صاحب خبران.
- ↑ تحریریه، «مصائب شیعه بودن (گذری بر پیشینه و وضعیت کنونی شیعیان پاراچنار)»، ۱۳۹۳ش، ص۳۶.
- ↑ «مرگ کودکان پاراچنار و سكوت مرگبار جهان»، عصر ایران.
- ↑ «کشتار شیعیان در پاراچنار؛ درخواست توقف خشونت از دولت پاکستان»، عصر ایران.
- ↑ «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «نسلکشی شیعیان پاراچنار؛ جنایت جدید گروههای تکفیری در پاکستان»، خبرگزاری میزان.
- ↑ «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «معترضان در پایتخت پاکستان در محکومیت کشتار شیعیان «پاراچِنار» تجمع کردند»، ایرنا.
- ↑ «نسلکشی شیعیان پاراچنار؛ جنایت جدید گروههای تکفیری در پاکستان»، خبرگزاری میزان.
- ↑ «جنایت پاراچنار توطئه سازماندهی شده است»، خبرگزاری ایرنا.
- ↑ «مجمع جهانی اهلبیت (ع) با صدور بیانیهای، کشتار شیعیان در پاراچنار پاکستان را به شدت محکوم کرد»، خبرگزاری دانشجو.
- ↑ «واکنش شیخ حسین انصاریان به کشتار شیعیان در پاراچنار»، خبرگزاری دفاعپرس.
- ↑ «شهادت ۴٢ نفر در پی حمله تروریستی در پاکستان»، عصرایران.
- ↑ «حملۀ تروریستی به کاروان هایی که تحت امنیت نظامی قرار دارند خارج از درک است»، خبرگزاری حوزه.
- ↑ «پیام تسلیت پزشکیان به دولت و ملت پاکستان»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ «سفارت ایران حمله به شیعیان در پاکستان را محکوم کرد»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ «عراقچی: از هیچ تلاشی برای ریشه کن کردن تروریسم دریغ نمیکنیم»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ «اعتراضات به کشتار شیعیان در پاکستان به خشونت کشیده شد»، صاحب خبران.
سرچينې
- تحریریه، «مصائب شیعه بودن (گذری بر پیشینه و وضعیت کنونی شیعیان پاراچنار)»، در مجله معارف، شماره ۱۰۳، ۱۳۹۳ش.
- «کشتار شیعیان در پاراچنار؛ درخواست توقف خشونت از دولت پاکستان»، وبگاه عصر ایران، تاریخ درج مطلب: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «در پاراچنار چه میگذرد؟/ روایتی از محاصره وقتل عام شیعیان پاکستان»، وبگاه خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «نسلکشی شیعیان پاراچنار؛ جنایت جدید گروههای تکفیری در پاکستان»، وبگاه خبرگزاری میزان، تاریخ درج مطلب: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «واکنش شیخ حسین انصاریان به کشتار شیعیان در پاراچنار»، وبگاه خبرگزاری دفاعپرس، تاریخ درج مطلب: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «معترضان در پایتخت پاکستان در محکومیت کشتار شیعیان «پاراچِنار» تجمع کردند»، وبگاه ایرنا، تاریخ درج مطلب: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «جنایت پاراچنار توطئه سازماندهی شده است»، وبگاه خبرگزاری ایرنا، تاریخ درج مطلب: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «مجمع جهانی اهلبیت (ع) با صدور بیانیهای، کشتار شیعیان در پاراچنار پاکستان را به شدت محکوم کرد»، وبگاه خبرگزاری دانشجو، تاریخ درج مطلب: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «۱۵ نفر از شيعيان "پاراچنار" پاكستان جان خود را از دست دادند»، وبگاه خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۱۸ مرداد ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «مرگ کودکان پاراچنار و سكوت مرگبار جهان»، وبگاه عصر ایران، تاریخ درج مطلب: ۱۶ مرداد ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «شهادت یک جوان شیعه در پاراچنار پاکستان»، وبگاه خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۱۷ خرداد ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «نگاهی به گذشته و حال شیعیان پاراچنار در گفتوگوی ابنا با کارشناس مسائل پاکستان»، وبگاه خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۲۵ تیر ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مرداد ۱۴۰۳ش.