منځپانگې ته ورتلل

سید ساجدعلي نقوي

د wikishia لخوا
سید ساجدعلي نقوي
د پاکستان شیعو مشر
د زیږیدنې نیټه۱۳۱۹ل/ ۱۹۴۰م
د زیږیدنې ځایملهو والی، پاکستان
مشهور خپلوانسید ګلاب شاه (تره)
تالیفونهپه اردو ژبه کې د سید محمد باقر صدر لخوا لیکل شوی لمحةٌ فقهیّه عن دستور الجهموریة الاسلامیه کتاب ژباړه
سیاسیشیعه عالم؛ په پاکستان کې د آیت الله خامنه اي استازی؛ د اهل بیتو(ع) د نړیوالې ټولنې د عالي شورا غړی


سید ساجدعلي نقوي، د پاکستان د جعفریه غورځنګ مشر او د اهلبیتو د نړیوالې ټولنې د شورا غړی. هغه په نجف او قم کې د تعلیم له ختمولو وروسته پاکستان ته ستون شو او د تدریس په څنګ کې یې سیاسي فرهنګي فعالیتونه ورکړل.

نقوي په ۱۳۶۸ ل کال کې په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د لارښود ایت الله خامنه اي استازی شو.

لُمحَةٌ فقهیه‌ تمهیدیه‌ عن‌ مشروع دستور الجمهوریة الاسلامیه‌ فی‌ ایران‌ لیک د سید محمدباقر صدر په اردو ژبه ترجمه د نقوي له اثارو دی.

ژوند لیک او تعلیم

سید ساجد علي نقوي په ۱۳۱۹ل/۱۹۴۰م کال کې د پاکستان د پنجاب صوبې په ملهو سیمه کې پېدا شو.[۱] دیني زده کړې یې په ملتان ښار کې په مخزن العلوم الجعفریه مدرسې کې د خپل استادانو سید ګلاب شاه او محمد حسین تر څارنې لاندې پېل کړې.[۲] نقوي له ۱۹۵۸ تر ۱۹۷۰ کاله په همدې مدرسه کې د اهل بیتو(ع) د علومو په تدریس بوخت و.[۳]

په نجف کې تعلیم

هغه په ۱۳۴۹ل/ ۱۹۷۰م کال کې د تعلیم د دوام لپاره نجف ته لاړ او تر ۱۹۷۵ کاله یې زده کړه وکړه. د هغه استادان دا دي: امام خمیني، سید ابوالقاسم خویی، سید محمد باقر صدر، میرزا جواد تبریزي او مدرس افغاني.[۴]

په پنځوسمې لمریزې لسیزې کې د بعث ګوند له خوا له عراقه د عالمانو په ویستلو سره،[۵] نقوي هم په ۱۳۵۳ل/۱۹۷۵ م کال کې قم ته لاړ او د سید محمد رضا ګلپایګاني په خارج درس کې یې برخه واخیسته او د تعلیم له بشپړولو وروسته د قم په علمیه حوزې کې په تدریس بوخت شو.[۶]

پاکستان ته ستنېدا او د فعالیتونو پېلول

سید ساجد علي نقوي په ۱۳۵۷ل/۱۹۷۸ م کال کې په پاکستان کې راولپنډۍ ته ستون شو او د ایت الله حکیم په مدرسه کې په تدریس بوخت شو.[۷] په تذکره علماء امامیه پاکستان کتاب کې د سید عارف حسین نقوي په لیکنه، هغه د امامیه د علماوو د پلاوي د موسسې بنیاد کیښود او همدې پلاوي په ۱۳۵۸ل/۱۹۸۰ م کال کې په اسلام اباد کې یوه شیعه غونډه جوړه کړه او په دې وسیله یې د شیعیانو سیاسی احساس او بصیرت لوړ کړ.[۸] نقوي په ۱۳۶۷ل/۱۹۸۸م کال کې د سید عارف حسین الحسیني له شهادته وروسته د پاکستان د جعفري غورځنګ مشر او د پاکستان د شیعیانو رهبر شو[۹] او په دې پړاو کې یې له اهل سنتو سره ښه اړیکي ټینګ کړل.[۱۰]

هغه له ۱۳۶۸ل/۱۹۹۰م کال څخه په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي خامنه اي استازی[۱۱] او همداراز له ۱۳۷۰ل/ ۱۹۹۱م کاله د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې د عالي شورا غړی شو.[۱۲]

نقوي په ۱۳۶۷ل/۱۹۸۹م کال کې په حسبیه او شرعیه چارو کې له امام خمیني اجازه واخیسته.[۱۳] په اردو ژبه د سید محمد باقر صدر د لیکلي کتاب لمحَةٌ فقهیه‌ تمهیدیه‌ عن‌ مشروع دستور الجمهوریة الاسلامیه‌ فی‌ ایران‌ ژباړه د نقوي له اثارو ده چې د اسلام اباد د تبلیغاتو دفتر چاپ کړې ده.[۱۴]

جعفري غورځنګ

اصلي مقاله: د پاکستان جعفري غورځنګ

د پاکستان د شیعیانو رهبران (لارښودان) نوم
نوم موده ګوند یا تنظیم
سید محمد دهلوي له ۱۹۶۴م کال د جنورۍ له ۷ څخه د ۱۹۷۱م کال تر ۲۰ پورې د شیعه مطالباتو کمیټه
مفتي جعفر حسین د ۱۹۷۹م کال د اپریل له ۱۲ څخه د ۱۹۸۳م کال د اګست تر ۲۹ پورې د جعفري فقې د نفاذ غورځنګ
سید عارف حسین حسیني د ۱۹۸۴م کال د فرورۍ له ۱۰ څخه د ۱۹۸۸ م کال د اګست تر ۵ پورې د پاکستان جعفري غورځنګ
سید ساجدعلي نقوي د ۱۹۸۸ د ستمبر له ۴ څخه تر اوسه د پاکستان جعفري غورځنګ


په ۱۳۸۰ل/۲۰۰۲م کال کې د پاکستان د دولت لخوا د جعفریه غورځنګ د فعالیتونو د ممنوعیت په اعلان سره،غورځنګ خپل نوم په «تحریک اسلامي» (اسلامي غورځنګ) بدل کړ؛ خو دولت په ۱۳۸۲ل/۲۰۰۳م کال کې د هغه فعالیت غیر قانوني اعلان کړ.[۱۵] د دولت دغه فیصلې د غورځنګ تشکیلاتو ته سخت تاوان ورساوه او د هغه ډېر فعالان یې عملا ګوښه کړل. ساجد علي نقوي مجبور شو خپل سیاسي فعالیتونه د «مجلس متحده عمل» له لارې چې جعفري غورځنګ یې یو غړی دی، جاري وساتي او ولسي ارتباطاتو ته هم د عزاداریو د ترسره کولو له لارې او یا په هغو کې او په مذهبي پروګرامونو کې د شرکت له لارې دوام ورکړي او خپل نظرونه او دریځونه اعلان او ښکاره کړي.[۱۶]

له دې سره په یو وخت د اسلامي غورځنګ د فعالیتونو په منع کېدو سره ساجد علی نقوي هم د سپاه صحابه د سرپرست اعظم طارق په قتل کې د دخالت په تور ونیول شو. د هغه په نیول کېدو شیعیانو ګډ اعتراضونه وکړل[۱۷] او له څلورو میاشتو وروسته د ۱۳۸۲ل / د ۲۰۰۴م کال د مارچ په ۱۴ ازاد شو.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۲.
  2. ↑ نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۲.
  3. ↑ نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۲.
  4. ↑ نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۲.
  5. ↑ جعفریان، «تشیع در عراق و مناسبات با ایران»، ص۲۰۳.
  6. ↑ نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۲.
  7. ↑ نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۳.
  8. ↑ نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۳.
  9. ↑ عارفی، «جعفریه نهضت»، ص۴۴۳.
  10. ↑ وګورئ: «شیعیان و چالش های پیش رو (وضعیت سیاسی، اقتصادی و فرهنگی شیعیان در پاکستان)».
  11. ↑ «حکم انتصاب نماینده ولی‌فقیه در پاکستان»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  12. ↑ «انتصاب حجت‌الاسلام والمسلمین سیّد ساجدعلی نقوی به عضویت در شورای عالی مجمع جهانی اهل‌بیت (ع)»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  13. ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، ص۲۵۲.
  14. ↑ وګورئ: نقوی، تذکرہ علماء امامیه پاکستان، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۳.
  15. ↑ «شیعیان و چالش های پیش رو (وضعیت سیاسی، اقتصادی و فرهنگی شیعیان در پاکستان)»، ص۲۱۴.
  16. ↑ وګورئ: «شیعیان و چالش های پیش رو (وضعیت سیاسی، اقتصادی و فرهنگی شیعیان در پاکستان)»، ص۲۲۰.
  17. ↑ «اطلاعیه مشترک به‌ مناسبت‌ دستگیری‌ ‌ علامه‌ سید ساجد علی‌ نقوی‌ رهبر شیعیان پاکستان»، وبگاه جامعه‌ مدرسین حوزه‌ علمیه‌ قم‌؛ «تجمع اعتراض آمیز طلاب و فضلای قمی درخصوص دستگیری سید ساجد علی نقوی در قم برگزار شد»، ایسنا؛ «اطلاعیه‌های منتشر شده درخصوص دستگیری علامه سید ساجد علی نقوی در قم»، ایسنا.
  18. ↑ عارفی، «جعفریه نهضت»، ص۴۴۴.

سرچينې