د پېغمبر(ص) جنګونه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مدینې ته د پېغمبر له هجرته وروسته د پېغمبر(ص) جنګونه چې د اسلامي ټولنې د ساتنې او د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره وشو، د ځینو څېړاندو په باور دا جنګونه د مشرکانو له خوا د تړونونو د خلاف ورزۍ او د هغوي د پوځي خوځښتونو په وجه شوي دي. له دې امله د دغه جنګونو د اهدافو د مادي والي په اړه د ختیځ پېژاندو ادعا، غلطه او د تاریخي راپورونو مخالفه ګڼل شوې ده.

هغو جنګونو ته چې پېغمبر (ص) پکې برخه اخستې غزا او هغو جنګونوته چې برخه یې په کې نه وه اخستې سرَیّه ویل کیږي. په تاریخي راپورونو کې، تقریبا د پېغمبر لپاره اتیا جنګونه ثبت شوې چې په هغو کې کابو ۳۰ د پوځي نښتې او یوازې پینځه جنګونه د سختې نښتې سبب شول. له مسلمانانو او غیر مسلمو څخه د وژل شویو کسانو شمېر د پېغمبر په دغه ټولو جنګونو کې له ۹۰۰ تر ۱۶۰۰ ګڼل شوی دی.

په قرآن کې ځینو جنګونو ته اشاره شوې او د ځینو نوم ذکر شوی دی. د مفسرانو په وینا د حج سورې د ۳۹ ایت یا د بقرې سورې د ۱۹۰ ایت په نازلېدلو سره په اول ځل مسلمانانو ته د جنګ امر وشو. د قران په راپور، خدای تعالی په جنګونو کې د دښمنانو په زړه کې د وېرې د اچولو او د مومنانو په زړه کې د ارامښت د راوستلو لپاره د فرښتو په یوه ډلې سره د هغوي مرسته وکړه.

پېغمبر په جنګونو کې د پوځي اصولو خیال ساته او د برخلیک ټاکونکو جنګونو کومانده یې په خپله په غاړه اخیستله. هغه په جنګ کې د انساني حقوقو خیال ساته او د ښځو، ماشومانو او بوډانو د وژلو نه به یې منع کوله. له صحابه و سره مشوره، له ډل وژنو ډډه کول، او په مدینه کې د ځای ناستي ټاکل په جنګ کې د پېغمبر له نورو سیرو بلل شوې دي.

پېغمبر د جنګ په مدیریت کې، له مختلفو تاکتیکونو لکه د غولولو او د نفسیاتي جنګ له تاکتیکه ګټه پورته کوله او سپایان به یې په پینځو برخو، طلایه،(مخکښ) زړه، ښی لاس،کیڼ لاس او ملاتړو ځواکونو کې برابرول. هیڅ مسلمان په جنګ کې شرکت ته نه مجبورېده او د ناتوانو او کم عمره کسانو د برخه اخستلو مخنیوی کېده.

ځینو ښځو لکه فاطمه زهرا(س)، ام ایمن، ام عطیه او ام عماره د سړو په شان په جنګونو کې برخه اخیسته او د ژوبلو د درملنې، جنګیالیو ته اوبه رسولو، د خوړو برابرولو، او د غشو د غونډولو او ساتلو کار به یې کاوه.

له جنګه د پېغمبر موخې

پېغمبر(ص) د اسلام د دين د خپراوي او د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره [۱] د مشرکانو، یهودیانو او رومیانو سره ځینې جنګونه وکړل؛[۲] ځکه چې د پېغمبر دښمنان د اسلامي حکومت د تحقق خنډ وو.[۳]د مشرکانو له تیري سره مقابله او د فتنې ختمول په جنګونو کې د پېغمبر نورې موخې وې.[۴] له دې امله پېغمبر د جنګ له پېله مخکې، دښمنان اسلام ته بلل او جنګونه یوازې په هغه بڼه کې پېلیدل چې هغوي به یې بلنه نه منله[۵] ویل شوي چې په جنګونو کې د پېغمبر (ص) اهدافو ته په پام سره په دیني ادبیاتو کې د «جنګ» د ټکي په ځای « د خدای په لاره کې جهاد» ټکی استعمال شوی دی.[۶] د ځینو څېړاندو په اند پېغمبر په جنګونو کې د اسلام سپایانو ته د جنګ سببونه، موخې او اصول بیانول او له هغه وروسته به یې یو پیاوړی پوځي جوړښت برابروه.[۷]

سره له دې ډېرو ختیځ پېژاندو، د پېغمبر جنګونه د مادي موخو لپاره او د سیاسي اقتصادي ولکې د لاسته راوړلو لپاره بللې دي.[۸] البته هغوي له جنګونو د پېغمبر د اهدافو په بیانولو کې یو شان نظر نه لري او ځینې هدفونه لکه د ولجو لاسته راوړل او د ژوند معیشت، مقام غوښتنه او له مخالفانو غچ اخستنه ذکر کړي دي.[۹] ځیننو څېړاندو دغه ادعاګانې غلطي ګڼلي او باوري دي چې تاریخي اسناد دغه شان ادعاګانې ردوي.[۱۰] همداراز ځینې نور ختیځ پېژاندي په دې باور دي چې پېغمبر (ص) هر څومره چې کولې شول له جنګه ډډه کوله او یوازې د ضرورت په بڼه کې به یې د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره جنګ کاوه.[۱۱]

غزاګانې او سریې

د فاتح خیبر تابلو، په کینوس باندې آیل پینټ، شاهکار د روح الامین ۱۳۹۷ل، ۱۸۰* ۲۸۰ سانټي میټره.

اصلي مقالې: غزوه او سریه

د اسلامي تاریخ په موضوع کتابونو کې، د پېغمبر (ص) جنګونه په دوو ډلو غزوه (غزا) او سَرِیّه تقسیم شوې دي:[۱۲] هغو جنګونو ته چې پېغمبر پکې برخه اخستې یا په خپله یې کومانده په غاړه لرله غزا او په کومو جنګونو کې چې پېغمبر برخه نه وه اخستې بلکې یوه ډله یې له یو کوماندان سره یوې سیمې ته لېږلې وه، سریه ویل کیږي.[۱۳] سره له دې ځینې څېړاندي په دې باور دي چې د غزا او سریې لپاره دغه تعریف کره نه دی؛ بلکې غزا د پېغمبر هغو جنګونو ته ویل کیږي چې په ښکاره توګه په زیاتو جنګیالیو سره او په منظمه توګه شوې دي، خو هغو جنګونو ته چې پېغمبر په پټه ، له کمو ځواکونو او په غیر منظم ډول کړي، سریه ویل کیږي.[۱۴] دا دوه تعریفونه د غزاګانو او سریو په مصداق کې اختلاف نه لري؛ ځکه چې د وروستي تعریف له مخې، پېغمبر په هغو عملیاتو کې چې له کمو کسانو سره یې کړي او ترې هدف یې د دښمن ځورول یا پېژندل وو برخه نه اخیسته.[۱۵]

شمېرنې

په تاریخي راپورونو کې ، د پېغمبر لپاره کابو اتیا جنګونه ثبت شوي دي.[۱۶] د هغه روایت له مخې چې په تذکرة الخواص کتاب کې له امام هادي نقل شوی، د پېغمبر د جنګونو شمېر ۸۲ و. [۱۷] له ټولو غزاګانو او سریو څخه یې په کابو دېرشو کې پوځي نښته شوې او نور جنګونه بې نښتې وو.[۱۸] همداراز په هغو جنګونو کې چې له دښمن سره د نښتې سبب شول، یوازې پینځه جنګونه مهم وو چې پکې سخته نښته وشوه.[۱۹] تاریخ څېړاندو په مختلفو تاریخي نقلونو په استناد سره، د پېغمبر په جنګونو کې د مسلمانو او غیر مسلمو وژل شویو کسانو شمېر له ۹۰۰ تر ۱۶۰۰ کسان [۲۰] او د ژوبلو شمېر۳۱۷ کسان ګڼلی دی.[۲۱]

په قرآن کې د پېغمبر جنګونه

د ال عمران سورې ۱۲۳ ایت چې پکې د بدر د غزا یادونه شوې ده.

د قرآن په ځینو سورو لکه بَقَره، آل‌عِمران، نِساء، مائده، اَنفال، توبه، اَحزاب، فتح، حَشْر، صَف او عادیات، کې د پېغمبر ځینو جنګونو ته اشاره شوې ده.[۲۲] سره له دې یوازې درېو جنګونو جنگ بَدْر،[۲۳] خَنْدَق[۲۴] او حُنَیْن[۲۵] نومونه په صراحت سره په قرآن کې راغلې دي.[۲۶] د التبیان تفسیر د مولف شیخ طوسي په وینا، د حج سورې د ۳۹ ایت په نازلېدو سره، په لومړي ځل مسلمانانو ته د جنګ امر وشو.[۲۷] سره له دې د المیزان تفسیر د لیکوال علامه طباطبایي په وینا، دغه امر د بقرې سورې په ۱۹۰ ایت سره شوی دی.

غیبي مرستې

په بدر جنګ کې له پېغمبر(ص) سره د فرښتو د مرستې یو انځور

د قرآن د راپور له مخې په ځینو جنګونو کې خدای تعالی په غیبي امدادونو سره د پېغمبر مرسته کړې ده:

  • د انفال سورې له ۹ تر ۱۱ ایت مطابق خدای تعالی په بدر جنګ کې د اسلام له سپایانو سره د فرښتو د یوې ډلې په وسیله مرسته وکړه او د دښمنانو په زړه کې یې وېره واچوله او د لنډ وخت لپاره یې مسلمانان په سپک او ارام بخښونکي خوب اوده کړل چې روح یې کرار ومومي او په نهایت کې کامیاب شي.[۲۹]
  • د آل عمران سورې د ۱۵۱ ایت له مخې سره له دې چې مشرکانو په احد غزا کې د مسلمانانو د یوې ډلې له غلطۍ استفاده وکړه او بریالي شول او کولی یې شول چې په مدینې په حملې سره د اسلام مونډ وباسي، خو د هغه وېرې په وجه چې خدای د هغوي په زړونو کې اچولې وه له دغه کاره واوړېدل او مکې ته ستانه شول.[۳۰]
  • د احزاب سورې د ۹ ایت له مخې، په احزاب جنګ کې د مکې مشرکان او خواوشا قبایل یو موټي شول چې په مدینې په حملې سره پېغمبر (ص) ووژني او اسلام ختم کړي، خو خدای تعالی د نالیدونکو سپایانو، باد او توپان په راستولو سره له مسلمانانو سره مرسته وکړه چې کامیاب شي.[۳۱]
  • د توبې سورې د ۲۶ ایت له مخې په حنین جنګ کې د اسلام د سپایانو د یوې ډلې د مغرورېدو په وجه په اوله کې مشرکان بریالي شول، خو ناڅاپه خدای تعالی د مسلمانانو په زړه د ارامښت او سکون په نازلولو سره هغوي دوباره جنګ ته تیار او کامیاب کړل.[۳۲]

د پېغمبر جنګونه دفاعي وو که یرغلیز؟

د ځینو اسلام پېژاندو له نظره پېغمبر (ص) هیڅکله د کوم جنګ پېلوونکی نه و او د هغوي ټول جنګونه د مشرکانو له خوا د تړون ماتولو او یا له پوځي خوځښتونو وروسته شوې دي.[۳۳] همدرازا د محمد تقي مصباح یزدي په وینا، ابتدايي جهاد د دفاع یو مصداق دی؛ ځکه چې لکه څنګه چې د مسلمانانو له ځمکې او ځانه دفاع واجبه ده، د خدای د حق دفاع هم واجبه ده.[۳۴]

په جنګونو کې د پېغمبر سیرت

پېغمبر (ص) په جنګ کې د پوځي اصولو خیال ساته.[۳۵] هغه پوځي نظم و ضبط ته اهمیت ورکاوه او هیچا اجازه نه لرله د خپل ماموریت ځای پرېږدي.[۳۶] پېغمبر د لویو او برخلیک ټاکونکونو جنګونو (لکه بدر، احد او خندق) کومانده په خپله په غاړه اخیسته.[۳۷] د هغه څه له مخې چې په نهج البلاغې کې راغلي، پېغمبر په جنګونو کې په لومړۍ لیکه کې و او مسلمانانو به په سخته کې هغه حضرت ته پناه وړله.[۳۸] پېغمبر (ص) د دښمن د اطلاعاتو لاسته راوړلو ته ډېر اهمیت ورکاوه [۳۹] او د دښمن په لښکر کې به یې جاسوسان ګمارل او د سپاه د رازونو د افشا کېدو مخه به یې نیوله.[۴۰] لاندیني موارد په جنګ کې د پېغمبر له رودو ګڼل کیږي:

  • د انساني حقوقو خیال ساتل: د ځینو محققانو په وینا، پېغمبر به په جنګونو کې هڅه کوله ځاني او مالي تاوانونه لږ تر لږه ته ورسوي.[۴۱] په جنګ کې د دښمنانو له ټوټې کولو، د ونو له پرې کولو او د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو له وژلو به یې نهي کوله.[۴۲] که ښځو او ماشومانو به هم د مسلمانانو په خلاف په جنګ کې برخه اخیسته، بیا به یې هم امر کاوه چې تر ممکنه حده هغوي ونه وژني.[۴۳] د ځینو څېړاندو په باور، په نړۍ کې په لومړي ځل، په اسیرانو او ملکي کسانو پورې اړوند دستورالعمل په اسلام دین کې لیکل شوی دی.[۴۴]
  • په جنګ کې فعاله دپلماسي: پېغمبر به د لا ډېرې کامیابۍ د لاسته راوړلو لپاره ، د جنګ په څنګ کې فعالې دپلماسۍ ته هم پام کاوه؛ له دې آمله به یې له بې پلوه طاقتونو سره سیاسي تړونونه کول چې هم له اصلي دښمنانو سره د هغوي د یو ځای کېدو مخنیوي وشي او هم د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هغوي له طاقته استفاده وشي.[۴۵] پېغمبر په هغو مواردو کې چې له دښمن سره مذاکرات او سوله به یې د خپلو موخو په لړ کې ګڼله سوله کوله او که نه وي له مذاکراتو به یې ډډه کوله.[۴۶]
  • د جنګ د شورا جوړول:[۴۷] لکه په احد غزا کې د ښار دننه او بهر د مبارزې لپاره د جنګ د شورا جوړول[۴۸] او په احزاب جنګ کې د خندق د کیندلو لپاره د پېغمبر مشوره.[۴۹]
  • په مدینه کې د ځای ناستي پرېښودل: پېغمبر همېشه او په ټولو جنګونو کې چې له مدینې به وته، یو کس به یې خپل ځای ناستی ټاکه.[۵۰]
  • عفوه او ستر زړه: د مکې په فتحه کې یې د قریشو مشرانو ته امان ورکړ، په داسې حال کې چې هغوي پېغمبر له خپل وطنه شړلی او د هغه حضرت ملګري او خپلوان یې وژلي وو.[۵۱]
  • له ډل وژنې ډډه کول: پېغمبر به د ښارونو له مسمومولو (زهرجنولو) منع کوله.[۵۲]

په جنګ کې ګډونکوونکي

پېغمبر هیڅ یو مسلمان په لښکر کې شاملېدو ته نه مجبوراوه.[۵۳] که څه هم له غیر مسلمو به یې وسله اخیستله خو د هغوي له انساني ځواکه به یې مرسته نه اخیسته.[۵۴] ویل شوي چې په جنګ کې د مسلمانانو د ګډون لپاره د عمر شرط ۱۵ کاله و.[۵۵] او پېغمبر به تر پینځلسو کلونو کم عمره کسانو ته په جنګ کې د ګډون اجازه نه ورکوله [۵۶] که جنګ به زیاتو کسانو ته اړتیا لرله پېغمبر به په عام اعلان سره، ټول (بې له ناتوانه کسانو) جنګ ته بلل.[۵۷] خو هیڅکله به یې یو کس په جنګ کې شرکت ته نه مجبوراوه. [۵۸] همداراز پېغمبر به په جنګ کې دهغو کسانو د شرکت مخنیوی کاوه چې د جنګېدو توان یې نه درلود.[۵۹] د بیعة الحرب تړون له مخې په مدینه کې د پېغمبر د سر ساتنه د هغه ځای د خلکو په غاړه وه او له ښاره بهر د پېغمبر په جنګونو کې ، هغوي فریضه نه لرله.[۶۰] پر دې اساس له بدر جنګه مخکې پورې، د پېغمبر ټول سپایان له انصارو وو، خو د بدر جنګ په پېلېدو سره، مهاجرانو په جنګ کې ګډون ته د ګروهنې په ښودلو سره، په جنګونو کې برخه واخیسته.[۶۱]

په جنګ کې د ښځو شتون

ښځو به هم د سړو په شان د پېغمبر په جنګونو کې شتون درلود.[۶۲] د ژوبلو درملنه، جنګیالیو ته اوبه رسول، د خوړو برابرول، د غشو او نورو وسلو راغونډول او ساتل او ښار ته د ژوبلو او شهیدانو لېږدول، هغه کارونه وو چې د ښځو په غاړه وو.[۶۳] ځینو ښځو لکه کَعیبه بِنت سَعْد و رَفیده اَنصاریّه هم مخصوصې خیمې لرلې چې په جنګ کې ژوبل او ناروغان به دغه خیمو ته لېږدول کېدل چې درملنه یې وشي.[۶۴]

په خېبر غزا کې شپږ ښځې د پېغمبر په سپایانو کې موجودې وې.[۶۵] په احد غزا کې هم څوارلس ښځې موجودې وې چې د ژوبلو درملنه به یې کوله او سپایانو ته به یې اوبه او خواړه ورکول.[۶۶] په دغه ښځو کې فاطمه زهرا(س)، عایشه،او اُمّ اَیْمَن ته اشاره کولی شو.[۶۷] فاطمه زهرا(س) په احد غزا کې د امام علي په مرسته د پېغمبر زخمونه تړل.[۶۸] ام ایمن په احد او خیبر غزاګانو کې ګډون درلود [۶۹] ام عطیه په ډېرو جنګونو کې برخه واخیسته.[۷۰] د هغه راپور له مخې چې له هغې نقل شوی، هغې په اوو جنګونو کې برخه اخستې ده.[۷۱] ربیع بنت معوّد هم هغه ښځه وه چې په جنګونو کې د پېغمبر ملګرې وه.[۷۲] ام عماره هم په مختلفو جنګونو لکه احد ، خیبر او حنین کې شرکت وکړ او د سړو په څنګ کې وجنګېده.[۷۳] هغه په مختلفو جنګونو کې ژوبل شوې وه او په احد جنګ کې یې کله چې مشرکانو په پېغمبر برید وکړ ، په توره د پېغمبر دفاع کوله.[۷۴]

تاکتیکونه

د اسلام په لومړیو کې د لښکر د برابرولو د طریقې یو انځور[۷۵]

پېغمبر په ځینو جنګونو لکه خیبر غزا کې[۷۶] د خپلو سپایانو د منظمولو لپاره، د «خمیس» له تاکتیکه استفاده کوله.[۷۷] په دې تاکتیک کې، ځواکونه په پینځو برخو طلایه، زړه، ښۍ څانګه،کیڼه څانګه، او ملاتړو ځواکونو وېشل [۷۸] په جنګونو کې د پېغمبر یو تاکتیک، د دښمن په خاوره کې د جنګ پېلول وو چې د جنګ ټول تاوانونه دښمن ته ورسیږي.[۷۹] په ځینو مواردو کې د اسلام جنګیالیو په خوشو لارو حرکت کاوه چې اطلاعاتي ځواکونه د هغوی له اهدافو خبر نه شي.[۸۰] په ځینو مواردو کې به پېغمبر په مسلمانانو د حملې لپاره د دښمنانو د راغونډېدو د خبر په اورېدو سره، په ناڅاپي حملو کې د هغوي غونډ له مینځه وړه او د یو لوی جنګ د کېدو مخنیوی به یې کاوه.[۸۱]

د غولولو د تاکتیک استعمال په جنګ کې د پېغمبر یوه بله روده وه.[۸۲] پېغمبر په خېبر غزا کې اول سپایان د غطفان په لور وخوځول، بیا یې یوه وړه ډله د هغوي په لور ولېږله او په خپله یې له اصلي ځواکونو سره د خیبر په لور لاره کږه کړه. په دغه کار سره، د غطفان او خیبر اوسیدونکي دواړه حیرانه شول او د یو بل له مرستې پاتې راغلل.[۸۳] په ځینو جنګونو کې یې د دښمن د ناکامولو لپاره له نفسیاتي جنګه استفاده کوله؛[۸۴] لکه څنګه چې د مکې په فتحې کې عباس بن عبدالمطلب د پېغمبر په امر ابوسفیان د یوې غونډۍ سر ته وخېږاوه چې له هغه ځایه د مسلمانانو لوی غونډ وویني [۸۶] او د مقابلې فکر ونه کړي چې د مکې فتح بې سرخوږي ترسره شي.[۸۷] پېغمبر په مختلو جنګونو کې، د ناڅاپی ګېرولو له اصله استفاده کوله؛ مثلا بني قریظه یې د نښتې په وخت، د خېبر خلک یې د نښتې په ځای او د مشرکانو احزاب یې د نښتې په تکنیک کې راګېر کړل.[۸۸]

د جنګ سرچینې او تجهیزات

د اسلامي حکومت له ځواکمنېدو وروسته، پېغمبر د جنګ د سرچینو او تجهیزاتو د پوره کولو دنده په غاړه واخیسته؛ خو مدینې ته د پېغمبر د هجرت په لومړیو کلونو کې، د جنګ لپاره ضروري تجهیزات په جنګ کې د ګډونکوونکو ، شتمنو او خلکو له خوا تامنیدل.[۸۹] مثلا پېغمبر سعد بن زید ته امر وکړ چې له بني قریضه اسیرانو سره نجد ته لاړ شي چې د اسلامي لښکر لپاره اسونه او وسله برابره کړي.[۹۰]همداراز په تبوک غزا کې چې ځینو اصحابو له پېغمبره وغوښتل هغوي ته د جنګ توښه او سپرلۍ د هغوي په اختیار کې ورکړي چې د جهاد له فضیلته پاتې نه شي، پېغمبر امر وکړ چې د هغوي غوښتنه پوره شي.[۹۱]

پېغمبر له مختلو قبایلو سره عهدنامې لیکلې وې چې وکړی شي له هغوي وسله او د لښکر د ضرورت سامان واخلي.[۹۲] همداراز پېغمبر(ص) په ځینو مواردو کې د خپل ضرورت جنګیالي له ځینو قبایلو په پور اخیستل.[۹۳] مسلمانانو په ځینو جنګونو کې له ګټه ورو وسلو لکه منجنیق[۹۴] او دَبّابه ( یو ډول جنګي رېړه چې د دیوالونو د ختمولو لپاره به ترې استفاده کېده[۹۵] ) استفاده کوله.[۹۶]

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌اثیر، عز الدین، اسد الغابة فی معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الامة فی ذکر خصائص الائمة، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌حجاج، مسلم، صحیح مسلم، بیروت، دار الإحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابه، بیروت، دار الکتب العملیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، طائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌سید الناس، محمد، عیون الاثر فی فنون المغازی و الشمائل و السیر، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌عبدالبر،‌ یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، بیروت، دار طوق النجاه، ۱۴۲۲ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • بیهقی، احمد بن الحسین، السنن الکبری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۴ق.
  • بیهقی، احمد بن الحسین، دلائل النبوة و معرفة احوال صاحب الشریعه، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۵ق.
  • تقی‌زاده اکبری، علی، «روش فرماندهی پیامبر اعظم(ص)»، فصلنامه حصون، شماره ۹، پاییز ۱۳۸۵ش.
  • جلالی کندری، سهیلا، «حضور نظامی زنان در صدر اسلام»، فصلنامه علوم انسانی دانشگاه الزهرا(س)، شماره ۴۶ و ۴۷، تابستان و پاییز ۱۳۸۲ش.
  • جلیلی، سعید، سیاست خارجی پیامبر(ص)، تهران، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۴ش.
  • خطاب، محمود شیت، الرسول القائد، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۲ق.
  • ذیلابی، نگار، «جنگ، از صدر اسلام تا پایان خلافت عباسی»، در دانشنامه جهان اسلام، جلد ۱۱، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • سبحانی، جعفر، فرازهایی از تاریخ پیامبر اسلام، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج‌البلاغه، مصحّح: صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • صادقی، مصطفی، «اصول حقوق جنگ در سیره نبوی»، فصلنامه حصون، شماره ۲۱، پاییز ۱۳۸۸ش.
  • صالحی شامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۴ق.
  • صالحی نجف‌آبادی، نعمت‌الله، جهاد در اسلام، تهران، نی، ۱۳۸۲ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • عبدالشافی، محمد عبداللطیف، السیرة النبویة و التاریخ الاسلامی، قاهره، دار السلام، ۱۴۲۸ق.
  • عبدالمحمدی، حسین، و هادی اکبری، «نقد و بررسی دیدگاه مستشرقان درباره اهداف غزوات و سرایای پیامبر(ص)»، در مجله تاریخ اسلام، شماره ۵۱، پاییز ۱۳۹۱ش.
  • علیخانی، علی‌اکبر، «تحلیل سیاسی جنگ‌های پیامبر اکرم راهبردی برای امروز»، در پژوهشنامه علوم سیاسی، شماره ۷، تابستان ۱۳۸۶ش.
  • فیروزی، سعید، و حسینی، سید هدایت‌الله، «بررسی اهمیت اصل غافلگیری در جنگ‌های پیامبر اکرم(ص) و کاربرد آن در عصر حاضر»، در دو فصلنامه پژوهش‌های علوم نظامی، شماره ۲، پاییز و زمستان ۱۳۹۹ش.
  • قائدان، اصغر، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، در مجله مطالعات تاریخی جنگ، شماره ۳، بهار ۱۳۹۷ش.
  • قائدان، اصغر، «مدیریت و رهبری پیامبر اکرم(ص) در عرصه‌های نظامی»، در فصلنامه مطالعات راهبردی بسیج، شماره ۳۱، تابستان ۱۳۸۵ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، ۱۳۶۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مرکز تحقیقات سپاه، جنگ‌های پیامبر اکرم(ص)، تهران، ستاد نمایندگی ولی فقیه، ۱۳۷۸ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، جنگ و جهاد در قرآن، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۴ش.
  • معاونت پژوهشی مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، سیمای معصومین در اندیشه امام خمینی، ۱۳۷۵ش.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بما للنبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع،‌ بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر و دیگران، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • منتظری، حسینعلی، حکومت دینی و حقوق انسان، قم، ارغوان دانش، ۱۳۸۷ش.
  • نصیری، محمد، تاریخ پیامبر اسلام، قم، نشر معارف، ۱۳۸۳ش.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.
  • وَتَر، محمد ضاهر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دمشق، دار الفکر، بی‌تا.
  • هوشیار، فریناز، و دیگران، «بازتاب جنگ‌های پیامبر(ص) در کتاب‌های تاریخ اسلام ایران از سال ۱۳۵۸ش تا کنون»، در فصلنامه علمی پژوهشی تاریخ، شماره ۶۵، تیر ۱۴۰۱ش.
  • یاقوت حموی، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۵م.