سریه

د wikishia لخوا
دا لیکنه د اسلام پیغمبر(ص) د جنګونو په اړه ده چې په هغه کې هغه حضرت شتون نه درلود. د رسول الله(ص) د ټولو جنګونو د زده کولو لپاره، د پیغمبر(ص) د جنګونو مدخل وګورئ.

سَريَّه یا بَعْث د رسول الله(ص) په زمانه کې د مسلمانانو هغه جنګونه دي چې د رسول الله(ص) له حضور پرته او د یوه صحابي تر قوماندانۍ لاندې ترسره شوي دي. د سریو اصلي موخه د مسلمانانو د چمتووالي او ځواکمنتیا اعلان و او ځینې نورې ثانوي موخې یې هم لرلې لکه تبلیغ، دفاع، برید او له دښمن څخه د معلوماتو راټولول.

له امام هادي(ع) څخه په یوه روایت کې د پیغمبر(ص) د سریو شمیر ۵۵ دی. خو په تاریخي کتابونو کې ۳۵، ۴۸ او ۶۶  سریې ګڼل شوي دي. د جعفر سبحاني په وينا ځينې سریې د خلکو د کم شمېر له امله په شمېر که نه دي راغلي او له همدې امله یې په شمېر کې اختلاف راغلی دی.

د حَمزة بن عَبدالمُطَّلِب سریه د عَیص په سیمه کې د سره سمندر ساحل ته، د عُبَیدَة بن حارث سریه د رابغ دښتې ته او د سَعد بن ابی وَقّاص سریه خَرّار ته، د لومړیو سریو په توګه راپور شوي دي. په سریو کې د اسلامي ځواکونو شمېر د دښمن د ځواکونو شمېر او ځواک سره مناسب او همدارنګه د هر یو ماموریت د ډول له مخې توپیر یې درلود، او کله کله به د ځینو لړۍ لپاره څو کسان او د نورو لپاره تر زرو زیات ځواکونه لېږل کېدل.

پیژندګلو او د نامې کیښودلو دلیل

د اسلامي تاریخ په کتابونو کې د رسول الله(ص) جنګونه په دوو برخو ویشل شوي دي: غَزْوه و سَرِیّه.[۱] هغه جنګونه چې رسول الله(ص) پکې برخه اخیستې وي او په مستقیمه توګه یې امر کړی وي د «غزوه» په نوم یادیږي او هغه جنګونه چې پیغمبر(ص)  پکې برخه نه وه اخیستې بلکې یوې سیمې ته یې د قوماندان په ټاکلو سره یوه ډله استولې وي، هغه ته «سَرِیّه» یا «بَعْث» وايي.[۲] په هرصورت، ځینې څیړونکي په دې باور دي چې د غزوه او سریه لپاره ذکر شوی تعریف دقیق نه دی؛ بلکې غزوه د پېغمبراکرم(ص) هغو جګړو ته اشاره کوي، چې په ښکاره، له ډېرو جنګیالو او تنظيمولو سره ترسره شوې وي؛ خو د پېغمبر(ص) هغه جنګونه چې په پټه، د لږو جنګیالیو او له تنظیم پرته ترسره کېدل، سریه بلل کېږي.[۳] دا دواړه تعریفونه د غزوې او سریې په مصداق کې اختلاف نلري؛ ځکه چې د وروستي تعریف له مخې، پیغمبر په هغو عملیاتو کې برخه نه درلوده چې د لږ شمیر خلکو سره ترسره شوي او هدف یې زیان رسول یا پیژندګلو وي.[۴] د کتاب النهایة فی غریب الحدیث و الاثر د لیکوال ابن اثیر له قوله، چې دې جنګونو ته یوازې غوره کسان تلل، دې جګړې ته سریه ویل شوې ده. ځکه د «سریّ» کلمه د نفیس معنا لري.[۵]

د سریو غرض

ویل کیږي چې په دې سریو کې د پیغمبر اصلي هدف د مسلمانانو چمتووالی او ځواک ښودل وو.[۶] د اَلصّحیح من سیرةِ النبیّ الاعظم کتاب د لیکوال سید جعفر مرتضی عاملي په وینا، د پیغمبر سریې به یوازې په دوو لاملونو ترسره کیدې: 1. د اسلام د دین تبلیغ؛ 2. د فته کوونکو د غوڼډو ګډوډول چې غوښتل یې پر مسلمانانو برید وکړي.[۷] په هرصورت، ځینو څیړونکو د پیغمبر سریې په څلورو برخو ویشلې دي:[۸]

  1. تبلیغي سریې، لکه د رجیع سریه[۹] چې په پټه یا ښکاره توګه د حالاتو او چاپیریال سره سمې ترسره کیدې؛[۱۰]
  2. هغه دفاعي سریې چې د مسلمانانو د ګټو د دفاع او یا د دښمن د ځینو بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره شوې وي؛[۱۱]
  3. د برید سریې لکه د حمزة بن عبدالمطّلب سریه[۱۲] چې د دښمن له اقدام څخه مخکې او معمولاً په لیرې پرتو سیمو کې ترسره کېدې؛[۱۳]
  4. استخباراتي سریه لکه د عبدالله بن جحش سریه[۱۴] چې په پټه او د دښمن له افرادو او پوستو څخه د معلوماتو د راټولولو په موخه ترسره کیدې.[۱۵]

رسول الله(ص) په ټولو سریو کې امر کړی و چې که مسلمانان بریالي شي نو هیڅکله دې د دښمن تعاقب ونه کړي.[۱۶] د تصمیم نیولو پروسه او د سریې د ترسره کولو څرنګوالی د پیغمبر(ص) او د هغه د نږدې ملګرو تر نظارت لاندې ترسره کیدې.[۱۷] پیغمبر(ص) به د سریې د قوماندان په ټاکلو کې د زړورتیا او د نظامي تخنیکونو سره آشنایت ته اهمیت ورکولو.[۱۸]

احصایې

اصلي مقاله: د پیغمبر(ص) د جنګونو لړلیک

د هغه روايت له مخې چې د تَذکِرةُ الخواص په كتاب كې له امام هادي(ع) څخه روايت شوى دى، د پېغمبراکرم(ص) د سریه جنګونو ټولټال شمېر ۵۵ وو.[۱۹] تاریخ پوهانو د سریو شمیر مختلف نقل کړی دی: محمد ابراهیم آیتي په خپل کتاب تاریخ پیامبر اسلام کې ۸۲ سریې شمېرلې دي.[۲۰] مسعودي په خپل کتاب مُروج الذَّهَب کې له ځينو مورخينو څخه ٣٥ لړۍ، له محمد بن جرير طبري څخه ٤٨ سریې او له نورو څخه یې ٦٦ سریې نقل کړې دي.[۲۱] فضل بن حسن طبرسي په اِعلامُ الوَری کې ۳۶ سریې لیکلي دي.[۲۲] د فروغ ابدیت کتاب لیکوال جعفر سبحاني له قوله چې ځینې سریې د خلکو د کم شمېر له امله نه شمېرل کېدې او له همدې امله په شمېر کې اختلاف دی.[۲۳] د دوهمې پېړۍ د مورخ محمد بن عمر واقدي له قوله، د حمزه بن عبدالمطلب او عبيده بن حارث او د سعد بن ابي وقاص سریې لومړنۍ سریې دي چې د هجرت په لومړي کال رامنځته شوې.[۲۴]

په سریو کې د اسلامي ځواکونو شمېر د دښمن د ځواکونو د قوت او شمېر او همدارنګه د ماموریت د ډول له مخې مختلف و، او کله کله به د ځینو سریو لپاره یو څو کسان او د نورو لپاره درې زره سرتیري لیږل کیدل (د مثال په توګه: د اسامه بن زید په سریه کې).[۲۵] د فَنُّ الحَربِ الاسلامی فی عهدِ الرَّسول(ص) د کتاب د ليکوال وَتر په وينا، د رسول الله(ص) په سریو کې د اسلام لښکر ته د نورو جګړو په پرتله زيات زيان اوښتى دى.[۲۶] لامل يې د ځينو قوماندانانو بې پروايي، د دښمن د ځواک لوړتيا او د ناڅاپه بریدونو د اصولو په درک کولو کې پاتې راتلل دي.[۲۷] دغه راز په ځينو سریو کې چې د اسلامي دعوت په مقصد ترسره شوي، د بې احتياطۍ له امله زيانونه ډېر زیات شوي وو؛ په دې ډول چې په ځينو کې د اسلامي لښکر ټول غړي ووژل شول.[۲۸] زياتره سریې د هجرت په لومړيو کلونو کې مدينې منورې ته نږدې ترسره شوي دي.[۲۹] ځینې سریې په لاندې ډول دي:

د سریې نوم اسلامي ځواکونه مقصد د دښمن شمېر د جنګ ځای د جنګ وخت پایله
۱ سریه حَمْزه ۳۰ کسان له مهاجرینو د حَمْزة بن عبدالمُطَّلب په کوماندانۍ کې دښمن ته اقصادي زیان رسول ۳۰۰ کسان سپاره د ابوجَهل په کوماندانۍ کې عیص (د سور دریات غاړه) رمضان،

۱ هجری

بې نښتلو د جنګ پای.[۳۰]
۲ سریه عبیدة بن حارث ۶۰ کسان له مهاجرانو د عُبَیدَة بن حارث په کوماندانۍ کې ګزمه کول او د احتمالي خطرونو مخنیوی ۲۰۰ کسان د ابوسفیان په کوماندانۍ کې د رابغ دشته شوال، ۱ هجری د دښمن تښتیدل[۳۱]
۳ سریه سعد بن ابی‌وقاص ۸ یا ۲۰ کسان له مهاجرینو د سَعْد بن اَبی‌وَقّاص په کوماندانۍ کې دښمن ته اقصادي زیان رسول کاروان تجاری قریش خَرّار ذی‌القعده،

۱ هجری

د مسلمانانو تجاري قافلې ته نه رسیدل. [۳۲]
۴ سریه عبدالله بن جحش ۸ یا ۱۲ کسان له مهاجرینو د عبدالله بن جَحْش په کوماندانۍ کې د معلوماتو پیژندل او راټولول ۴ (یا ۳۹) کسان به فرماندهی عمرو بن الحَضْرَمی نَخْله د مکې او طائف تر مینځ رجب، ۲ هجری په لومړي د مسلمانانو غنیمت لاسته کول. [۳۳]
۵ سریه زید بن حارثه (سریه قَرَده) ۱۰۰ کسان د زید بن حارثه په کوماندانۍ کې مشرکینو ته اقتصادي ضربه او له عراق څخه تر شام پورې د قریشو د سوداګریزې لارې ناامنه کول د صفوان بن اُمیّه په کوماندانۍ کې د قریشو تجاري کاروان قَرَده (له مدینې څخه۱۵۰ کلومیټره) جمادی‌الآخر،

۳ هجری

یو لاک درهم په غنیمت کې وړل[۳۴]
۶ سریه ابی‌سَلَمه ۱۵۰ کسان پیاده او سپاره د ابوسَلَمه په کوماندانۍ کې د دښمن نظامي دسیسه شنډول له واقع کیدو وړاندې بنی‌اَسَد د طُلَیْحه په کوماندانۍ کې قَطَن (له مدینې څخه ۲۳۰ کلومیټره) محرم،

۴ هجری

د بنی‌اسد تښتیدل او مدینط ته د مسلمانانو ډېرو غنیمتونو سره ستنیدل[۳۵]
۷ سریه بِئر مَعُونَه ۴۰ د قرآن استاذان په نجد کې د اسلام تبلیغ د نجد خلک د عامر بن طفیل په کوماندانۍ کې بئر معونه صفر، ۴ هجری د ټولو استاذانو شهیدیدل بې له یوه کسه.[۳۶]
۸ سریه رَجیع د قرآن شپږ استاذان د مرثد بن ابی‌مرثد غنوی په کوماندانۍ کې په عضل او قاره قبیلې کې د اسلام تبلیغ د عضل او قاره قبیلو یو ټولی رَجیع (له مدینې څخه۲۸۰ کلومیټره) صفر، ۴ هجری د څلورو کسانو شهیدیدل او د قرآن د دوو استاذانو زنداني کیدل. [۳۷]
۹ سریه ابوعُبَیده جَرّاح ۴۰ کسان د ابن‌عبیده په کوماندانۍ کې بنی‌ثَعْلَبه، بنی‌مُحارب او بنی‌اَنمار قبلیو ته سزا ورکول چې په مدینه باندې یې د برید نیت درلود د بنی‌ثعلبه، بنی‌اَنمار او بنی‌مُحارب قبیلې ذوالقصه ربیع الثانی،

۶ هجری

د دښمن غرونو ته تښتیدول او او د ځینو ګډو په غنیمت کې وړل. [۳۸]
۱۰ سریه عبدالرحمن بن عوف ۷۰۰ کسان د عبدالرحمن بن عوف په کوماندانۍ کې د بني‌کلب قبیلې ته د اسلام بلنه ورکول بنی‌کَلْب دومَة‌ُ الجَنْدَل شعبان،

۶ هجری

د بنی‌کَلْب قبلې اسلام راوړل بې چې وینې توییدو.[۳۹]
۱۱ سریه عبدالله بن رَواحَه ۳۰ کسان د عبدالله بن رواحه په کوماندانۍ کې د دښمن په هکله مالومات راغونډول ۳۰ کسان د غَطفان له قبیلې د اسیر بن زارم په کوماندانۍ کې وادی القُری شوال، ۶ هجری پيغمبر(ص) ته راپور ورکول.[۴۰]
۱۲ جنگ موته درې زره کسان د جعفر بن ابی طالب، او بیا زید بن حارثه او بیا د عبدالله بن رواحه په کوماندانۍ کې د موته حاکم ته سزا ورکول له یو لاک کسانو زیات د روم فوځیان موته جمادی الاول، د هجرت اتم کال د مسلمانانو مدینې ته شاتګ.[۴۱]
۱۳ سریه علی بن ابی‌طالب ۱۵۰ کسان د علی بن ابی‌طالب په کوماندانۍ کې د شرکانو بت‌خانه ویرانول د طَيِّئ قبیله منطقه خاندان حاتم طائی ربیع‌الثانی،

۹ هجری

د فُلْس د بت له منځه وړل او ډېر غنیمتونه لاس ته راوړل[۴۲]
۱۴ په یمن کې د امام علي(ع) سریه ۳۰۰ کسان د علی(ع) په کوماندانۍ کې په یمن کې د اسلام پراختیا د یمن خلک یمن رمضان،

۱۰ هجری

د هَمْدان او مَذْحِج قبیلو اسلام راوړل.[۴۳]

فوټ نوټ

  1. سبحانی، فرازهایی از تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۸۶ش، ص۲۱۶.
  2. سبحانی، فرازهایی از تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۸۶ش، ص۲۱۶.
  3. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۷۹-۸۰.
  4. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۸۰.
  5. ابن‌اثیر، النهایه، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۳۶۳.
  6. وتر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دار الفکر، ص۱۸۷.
  7. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص) ۱۴۲۶ق،، ج۲۶، ص۱۹۲.
  8. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۴.
  9. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۳۴.
  10. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۴.
  11. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۴.
  12. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۹.
  13. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۴.
  14. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۵.
  15. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۴.
  16. وتر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دار الفکر، ص۸۰.
  17. رضایی و دیگران، «تبیین و تحلیل رویکرد پیامبر(ص) در انتخاب فرماندهان سریه‌های عصر نبوی»، ص۶۰.
  18. رضایی و دیگران، «تبیین و تحلیل رویکرد پیامبر(ص) در انتخاب فرماندهان سریه‌های عصر نبوی»، ص۶۱.
  19. ابن‌جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۲۲.
  20. آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ش، ص۲۴۰-۲۴۷.
  21. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۸۲.
  22. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۹ق، ص ۶۹- ۷۰.
  23. سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۴۶۰.
  24. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲.
  25. وتر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دار الفکر، ص۲۳۷.
  26. وتر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دار الفکر، ص۲۹۶.
  27. وتر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دار الفکر، ص۲۹۶.
  28. وتر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دار الفکر، ص۲۹۶.
  29. رضایی و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، ص۲۳.
  30. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۹؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳-۴.
  31. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰-۱۱؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴.
  32. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰-۱۱؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۱، ص۵۹۱-۵۹۲.
  33. وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۷؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۱، ص۶۰۱-۶۰۴.
  34. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۹۷-۱۹۸؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۷.
  35. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۴۰-۳۴۳؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۸-۳۹.
  36. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۴۶-۳۴۹؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۱، ص۱۸۳-۱۸۵.
  37. وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۲-۴۳؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۵۳۸.
  38. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۵۲؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۶۶.
  39. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۶۰-۵۶۲.
  40. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۶۶-۵۶۸.
  41. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۹۷-۹۹.
  42. وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۸۴؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۲۴.
  43. وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۲۸-۱۲۹؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۳۱-۱۳۲.

سرچينې

  • آیتی، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۶۹ش.
  • ابن‌اثیر، مبارک بن محمد، النهایه فی غریب الحدیث و الاَثر، بیروت، المکتبة العلمیه، ۱۳۹۹ق.
  • ابن‌جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الامة فی ذکر خصائص الائمة، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، طائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • رضایی، مینا و دیگران، «تبیین و تحلیل رویکرد پیامبر(ص) در انتخاب فرماندهان سریه‌های عصر نبوی»، در مجله مطالعات تاریخی جنگ، شماره ۱۲، تابستان ۱۳۹۹ش.
  • رضایی، مینا و دیگران، «گونه‌شناسی سریه‌های دوره پیامبر(ص) تا سال پنجم هجری»، در مجله تاریخ ایران اسلامی، شماره ۶، بهار و تابستان ۱۳۹۸ش.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش،
  • سبحانی، جعفر، فرازهایی از تاریخ پیامبر اسلام، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، تحقیق علی اکبر غفاری، بیروت، دارالمعرفه، ۱۳۹۹ ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • قائدان، اصغر، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، در مجله مطالعات تاریخی جنگ، شماره ۳، بهار ۱۳۹۷ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دار الهجره، ۱۴۰۹ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.
  • وَتَر، محمد ضاهر، فن الحرب الاسلامی فی عهد الرسول(ص)، دمشق، دار الفکر، بی‌تا.

بهرنۍ لینکونه