غزوه

د wikishia لخوا
دا مقاله د هغو جنګونو په اړه ده چې رسول الله(ص) پکې حضور درلود. د پیغمبر(ص) د ټولو جنګونو د زده کولو لپاره، د پیغمبر د جنګونو مدخل وګورئ.

غَزْوه هغه جنګونو ته وايي چې رسول الله(ص) په کې حضور درلود. په ډیرو تاریخي سرچینو کې د رسول الله(ص) غزوې ۲۶ یا ۲۷ ګڼل شوي دي. د په دغه غزوو کې یوازې ۹ غزوې د نظامي جګړې لامل شوي. د ځینو څیړونکو په اند د اُحُد له غزوې پرته د رسول الله(ص) ټولې غزوې په بریا پای ته رسیدلي دي.

د سریه اوغزوه توپیره

د اسلامي تاریخ په کتابونو کې د پیغمبر(ص) جنګونه په غَزْوه او سَرِیّه وېشل شوي دي،[۱] په کومو جنګونوکې چې پيغمبر(ص) په خپله برخه اخستې وه او په خپله قوماندان و هغو ته غزوه ویل کیږي او په کومو کې چې پیغمبر(ص) ګډون نه دی کړی بلکې یوه ډله یې د یو کس په قوماندانۍ کې لیږلې ده، سریه ویل کیږي.[۲] خو ځينې څېړونکي په دې اند دي چې د غزوې او سریې لپاره ياد شوی تعريف دقیق نه دی. بلکې غزوه د پيغمبر(ص) هغه جنګونو ته ويل کيږي چې هغه حضرت(ص) په ښکاره، له ډېرو جنګي وسايلو او پوره انتظام سره کړي وي، او د پېغمبر هغه جنګونه چې په پټه او له کمو لښکرو او له انتظام پرته ترسره شوي وي، هغو ته سريه ویل کېږي.[۳] د غزوې او سریې په دواړو تعریفونه کې په مصداق کې اختلاف نیشته؛ ځکه چې د وروستي تعریف له مخې پیغمبر په هغو عملیاتو کې برخه نه اخیسته چې د لږ شمیر خلکو سره ترسره کیدل او هدف یې دښمن ته ضرر یا پیژندګلو و.[۴]

هغه غزوې چې پایله یې جنګ ته وغزیده

په اَلسّیرةُ النَّبَویه کتاب د ابن‌هشام په وینا[۵] او طَبْرسی په اِعلامُ‌الوری کې، د پیغمبر(ص) غزوې یواځې بَدْر، اُحُد، خَنْدق، بني قُرَیْظه، بنی‌مُصْطَلِق، خیبر، د مکې فتحه، حُنَیْن او طائف، کې جنګ شوی دی.[۶] مسعودی، د مروج‌الذَّهَب لیکوال، د غزوه بنی‌مُصْطَلِق پر ځای، د تبوک غزوه لیکلي دي.[۷] همدارنګ هغه جنګونه چې فوځي جنګونه ترې جوړ شول هغه یواځې پینځه مهم جنګونه وو چې په کې سخت جنګونه وشو.[۸]

په اکثرو غزوو کې بری

د فاتح خیبر نقاشي، په کینوس باندې د تیلو په رنګ سره، د حسن روح الامین لخوا، 1397 لمریز کال، 180*280 سنټي میټره.

د احد له غزوې پرته نورې ټولې غزوې د اسلامي لښکر په بریا سره پای ته ورسېدلې.[۹] د ځینو څېړونکو په اند د پوځي ځواکونو موثر انتظام په دې جګړو کې د بریا یو مهم لامل و.[۱۰] ویل شوي چې په غزوو کې د جګړې تنظیم په بې ساري ډول ترسره شو او څلور مرحلې یې درلودې:

  1. د حرکت کولو دمخه تنظیمول؛
  2. د حرکت وروسته تنظیمول؛
  3. د جګړې له پیل څخه مخکې د جګړې تنظیم کول؛
  4. د جګړې پر مهال تنظیمول[۱۱]

نن سبا لومړي دوه پړاوونه ستراتیژي او وروستني دوه پړاوونه د جنګ تاکتیک بلل کیږی.[۱۲]

د غزواتو شمېر

اکثره تاریخي منابع د رسول الله(ص) د غزوو شمېر ۲۶ یا ۲۷ ګڼي،[۱۳] خو په ځینو منابعو کې نورې شمېرې لکه ۱۸[۱۴]، ۲۱[۱۵] او ۲۸ هم راغلي دي،[۱۶] لکه د بني قینقاع غزوه، د وادي القری غزوه. د عمرة القضاء غزوه هغه موارد دي چې په شمېر کې یې اختلاف دی.[۱۷] بايد يادونه وشي چې که څه هم رسول الله(ص) د موته په جګړه کې برخه نه وه اخيستې، خو ځينو خلکو ورته غزوه ويلي دي.[۱۸] د تاریخ پيامبر اسلام کتاب لیکوال محمد ابراهیم آیتي د اسلام د پیغمبر(ص) د غزوو تاریخ په لاندې ترتیب سره بیان کړی دی:[۱۹]

د جنګ نامه اسلامي ځواکونه د دښمن ځواکونه د جنګ ځای د جنګ وخت د جنګ پایلې
۱ د ابواء غزوه (وَدّان) ۲۰۰ کسان[۲۰] د قریشو یو کاروان[۲۱] ابواء (ودّان ته نږدی یو لوی کلی چې د مکې او مدینې په لاره کې راځي)[۲۲] صفر د هجرت په دویم کال[۲۳] په دې غزوې کې هیڅ ډول نظامي نښت ونه شو او یوازې د بني اسد له قبیلې سره تړون شوی و چې دوي به د مسلمانانو پر ضد عمل نه کوي.[۲۴]
۲ د بُواط غزوه ۲۰۰ کسان[۲۵] ۱۰۰ کسان د اُمَیّة بن خَلَف په کوماندانۍ کې[۲۶] بواط ربیع‌الاول[۲۷] یا ربیع الاخر  د هجرت په دویم کال[۲۸] په دې غزوې کې هیڅ ډول نظامي نښت ونه شو.[۲۹]
۳ د عُشَیره غزوه یا ذی‌العُشَیره ۱۵۰ یا ۲۰۰ کسان[۳۰] د قریشو یو کاروان[۳۱] ذی‌العُشَیره (د مکې و مدینې تر مینځ یو ځای)[۳۲] جُمادی‌الاول د هجرت دویم کال[۳۳] په دې غزوې کې نښت ونه شو او مُدلِج قبلې او متحدینو سره یې د دوستۍ تړون وشو.[۳۴]
۴ د بدر لومړۍ غزوه ځینې مهاجرین[۳۵] د کُرْز بن جابر په کوماندانۍ کې ځینې غله[۳۶] د بدر سیمه[۳۷] جمادی‌الآخر د هجرت دویم کال[۳۸]  یا ربیع‌الاول دریم کال[۳۹] غله وتښتیدل[۴۰]
۵ د بدر لویه غزوه ۳۱۳ کسان[۴۱] ۹۵۰ کسان[۴۲] د بدر سیمه ۱۷ رمضان دویم کال[۴۳] مسلمانان په قریشو غالب شول او اویا کسان قریش ووژل شول او اویا کسان اسیران شول.[۴۴]
۶ د بني سُلَیم غزوه ۲۰۰ کسان[۴۵] د بني سُلَیم او غَطَفان قبیلې[۴۶] د قَرقَرة الکُدْر سیمه اته منزله (تقریبا ۱۷۰ کلومیټره) له مدینه[۴۷] شوّال دویم کال[۴۸] بنی‌سلیم وتښتیدل او خپل مالونه یې په جنګ کې پریښودل[۴۹]
۷ د بني قَینُقاع غزوه د مدینې مسلمانان د بني قَینُقاع یهودیان[۵۰] مدینه ۱۵ شوال د هجرت دویم کال[۵۱] له مدینې یهودیان پاک شول[۵۲]
۸ د سَویق غزوه ۲۰۰ کسان له مهاجرین او انصار[۵۳] ۲۰۰ کسان د مکې له مشرکانو د ابوسفیان په کوماندانۍ کې[۵۴] قَرقَرة الکُدْر[۵۵] ذی‌الحجه د هجرت دویم کال[۵۶] د مکې مشرکان وتښتیدل[۵۷]
۹ د ذی‌اَمَرّ غزوه یا غزوه غَطَفان ۴۵۰ کسان د دُعْثور بن حارث په کوماندانۍ کې[۵۸] بنی‌ثَعلَبه د غَطَفان له قبلیې[۵۹] د نَجد سیمه[۶۰] صفر د هجرت دریم کال[۶۱] دښمن غره ته وتښتید[۶۲]
۱۰ د بُحران غزوه ۳۰۰ کسان[۶۳] بني سُلَیم[۶۴] بُحران (په وادی فُرع په حجاز کې یو کان کې)[۶۵] ربیع‌الاخر د هجرت دریم کال[۶۶] په دې غزوې کې هیڅ ډول نظامي نښت ونه شو.[۶۷]
۱۱ د اُحُد غزوه ۷۰۰ کسان[۶۸] ۳۰۰۰ کسان د قریشو له مشرکانو[۶۹] د احد د غره په لمن کې شوّال دریم کال[۷۰] مشرکان بریالي شول او اویا کسان مسلمانان شهیدان شول.[۷۱]
۱۲ د حَمراء الاَسَد غزوه ۶۳۰ کسان[۷۲] د قریشو مشرکان[۷۳] د حَمراءالاسد په سیمه کې په (تقریبا ۲۰ کلومیتره) د مدینې جنوب ته[۷۴] شوّال دریم کال[۷۵] د قریشو مشرکان وتښتیدل[۷۶]
۱۳ د بني نَضیر غزوه د مهاجرینو او انصارو یوه ډله[۷۷] د بني نَضیر یهودیان د مدینې په یوه سیمه کې[۷۸] ربیع‌الاوّل د هجرت څلورم کال[۷۹] بني نضیر یې له مدینې وباسل[۸۰]
۱۴ د ذات الرِّقاع غزوه ۴۰۰ کسان له صحابه و[۸۱] بني محارب[۸۲] د ذات‌الرقاع غر په نَجد سیمه کې[۸۳] ربیع الاول د هجرت څلورم کال[۸۴] دښمن د غره سر ته وتښتید او پيغمبر(ص) مدینې ته ستون شو.[۸۵]
۱۵ د بدر الموعد غزوه ۱۵۰۰ کسان[۸۶] ۲۰۰۰ کسان د مکې له مشرکانو[۸۷] بدر[۸۸] شعبان څلورم کال[۸۹] په دې غزوې کې هیڅ ډول نظامي نښت ونه شو.[۹۰]
۱۶ د دُومة الجَندَل غزوه ۱۰۰۰ کسان[۹۱] دومة الجندل قبیله[۹۲] دومة الجندل[۹۳] ربیع‌الاوّل پينځم کال[۹۴] د دومة الجندل قبیله وتښتیده[۹۵]
۱۷ د خندق غزوه ۳۰۰۰ کسان له مسلمانانو[۹۶] ۱۰۰۰۰ کسان د قریشو او د هغوي د متحدانو[۹۷] مدینه شوّال پينځم کال[۹۸] عمرو بن عبدود ووژل شول او ماتی یې وخوړه او بې له ګټې مشرکان ستانه شول، [۹۹]
۱۸ د بني قُرَیظه غزوه ۳۰۰۰ کسان[۱۰۰] د بني قُرَیظه قبیله[۱۰۱] د مدینې جنوب خوا ته د بني قُرَیظه کلا[۱۰۲] ذي قعده او ذي حجّه د هجرت پینځم کال[۱۰۳] د اسلام ځواکونه پر بني قُرَیظه بریالي شول[۱۰۴]
۱۹ د بني لِحیان غزوه ۲۰۰ کسان[۱۰۵] لحیان قبیله[۱۰۶] غران[۱۰۷] جمادی‌الاولی شپږم کال[۱۰۸] بنی‌لِحیان وتښتیدل[۱۰۹]
۲۰ د ذي قَرَد غزوه یا د غابه غزوه له پينځو سوو تر اوو سوو کسانو[۱۱۰] غَطَفان[۱۱۱] ذی‌قَرَد ربیع‌الاول[۱۱۲]و ربیع‌الثانی شپږم کال[۱۱۳] د پيغمبر(ص) مال راستون شو او د د ابوذر غفاري میرمنه ازاده کړې شوه.[۱۱۴]
۲۱ د بني مُصْطَلِق غزوه یا مُرَیْسیع ۱۰۰ کسان سپاره[۱۱۵] بني مُصْطَلِق د حارث بن ابی‌ضرار په کوماندانۍ کې[۱۱۶] د مُرَیسیع اوبو تر څنګ د قُدَید په سیمه کې[۱۱۷] شعبان شپږم کال[۱۱۸]  (یا پينځم[۱۱۹]) بني مصطلق ماتې وخوړه او کسان یې اسیران شول.[۱۲۰]
۲۲ د حُدَیْبیّه غزوه ۱۴۰۰ تر ۱۶۰۰ کسان[۱۲۱] قریش[۱۲۲] حُدَیبیه[۱۲۳] ذی‌القعده شپږم کال[۱۲۴] د قریشو او مسلمانانو تر مینځ د صلحې تړون وشو[۱۲۵]
۲۳ د خیبر غزوه ۱۴۰۰ کسان[۱۲۶] د خیبر یهودیان خیبر صفر د هجرت په اووم کال[۱۲۷] د خیبریانو ماتی او هغوی کلا د امام علي(ع) په لاس فتح شوه.[۱۲۸]
۲۴ د مکې د فتحې غزوه]] ۱۰۰۰۰ کسان[۱۲۹] قریش[۱۳۰] مکه رمضان د هجرت په اتم کال[۱۳۱] د مشرکانو ماتی او د مکې فتحه[۱۳۲]
۲۵ د حُنَین غزوه ۱۲۰۰۰ کسان[۱۳۳] د هوازِن و ثَقیف قبیله[۱۳۴] حُنَین شوّال اتم کال[۱۳۵] د مسلمانانو بری[۱۳۶]
۲۶ د طائف غزوه ۱۲۰۰۰ کسان[۱۳۷] د ثقیف قبیله[۱۳۸] طائف[۱۳۹] شوّال اتم کال[۱۴۰] مکې ته بې له بریالیتوبه ستنیدل[۱۴۱]
۲۷ د تبوک غزوه ۳۰۰۰۰ کسان[۱۴۲] روم او متحدین یې[۱۴۳] تبوک[۱۴۴] رجب نهم کال[۱۴۵] د عیسایانو قبیلې سره د عدم تعرض تړون چې کوم په تبوک کې وو[۱۴۶] او د روم د فوځیانو خپرول.[۱۴۷]

فوټ نوټ

  1. سبحانی، فرازهایی از تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۸۶ش، ص۲۱۶.
  2. سبحانی، فرازهایی از تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۸۶ش، ص۲۱۶.
  3. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۷۹-۸۰.
  4. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۸۰.
  5. ابن‌هشام، السیرة النوبیه، دار المعرفه، ج۲، ص۶۰۸.
  6. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۶۳.
  7. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۸۰.
  8. علیخانی، «تحلیل سیاسی جنگ‌های پیامبر اکرم راهبردی برای امروز» ص۷۱.
  9. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۷۵.
  10. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۷۵.
  11. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۸۰.
  12. قائدان، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، ص۸۱.
  13. مثال په توګه وګورئ: واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۸۰؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳؛ ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۶۰۸؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۵۲.
  14. فسوی، المعرفة و التاریخ، ۱۴۰۱ق، ج۳، ص۲۶۱.
  15. بیهقی، دلایل النبوه، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۴۶۰.
  16. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۴۱.
  17. مثال په توګه وګورئ: ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۳، ص۱۷۳؛ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۸؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۵۲؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۸۱؛ قاضی ابرقوه، سیرت رسول‌خدا(ص)، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۸۴۸.
  18. جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۴۶۴.
  19. آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ق، ص۲۳۸-۲۴۰.
  20. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۲۴.
  21. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  22. ابن‌رسته، الاعلاق النفیسه، ۱۸۹۲م، ج۷، ص۱۷۸.
  23. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱.
  24. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  25. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۰۷.
  26. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  27. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۰۷.
  28. بیهقی، دلایل النبوه، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۴۶۹.
  29. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  30. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  31. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۰۸.
  32. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۱۲۷.
  33. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۱، ص۵۹۹؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۶۴.
  34. بیهقی، دلایل النبوه، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۱۶.
  35. بیهقی، دلایل النبوه، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۱۶.
  36. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  37. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  38. ابن‌خیاط، تاریخ خلیفة، ۱۴۱۵ق، ص۲۰.
  39. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  40. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
  41. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۹۰.
  42. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۹۰.
  43. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۱، ص۶۲۶.
  44. سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۴۹۶.
  45. صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۷۲.
  46. صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۷۲.
  47. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۴۴۱.
  48. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۴۳–۴۴.
  49. صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۷۲.
  50. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۷.
  51. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۶؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۰۶.
  52. سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۱۶.
  53. صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۷۴.
  54. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۸۳-۴۸۴.
  55. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۸۴.
  56. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۱.
  57. صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۷۴.
  58. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۹۴.
  59. بیهقی، دلائل النبوه، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۱۶۸.
  60. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۵۳.
  61. ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۲، ص۴۶.
  62. بیهقی، دلائل النبوه، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۱۶۸.
  63. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۲۷.
  64. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۹۶.
  65. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۲۷.
  66. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۴۶.
  67. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۹۶-۱۹۷.
  68. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۶۵.
  69. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۰۴.
  70. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۶۰.
  71. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۲۵.
  72. ابن‌کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۰.
  73. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۳۸
  74. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸.
  75. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۳۴.
  76. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۴۰.
  77. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۶۴.
  78. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۲۹۰.
  79. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۶۳.
  80. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۷۴.
  81. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۹۶.
  82. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۲۰۳.
  83. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۲۷۶.
  84. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۲۰۳.
  85. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۴۰
  86. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۸۷.
  87. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۱۴.
  88. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۱، ص۳۵۸.
  89. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۱، ص۶۷.
  90. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۱، ص۶۷.
  91. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۳.
  92. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۲۱۳.
  93. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، دار الحدیث، ج۱۰، ص۱۰۵.
  94. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲.
  95. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲.
  96. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۲۲۰.
  97. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۴۴.
  98. ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۲، ص۲۱۴.
  99. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۱، ص۵۰.
  100. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۵۷.
  101. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۵۷.
  102. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، دار الحدیث، ج۹، ص۱۳۰.
  103. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۹۶.
  104. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۰۱.
  105. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۲۸۰.
  106. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۲۷۹.
  107. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۲۸۰.
  108. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۳۶۴
  109. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۳۶-۵۳۷.
  110. جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۵۷۳.
  111. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۱۸۰.
  112. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۴۹.
  113. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۳۷
  114. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۱۸۸.
  115. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۵.
  116. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۴.
  117. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۱۱۸.
  118. ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۲، ص۲۸۹
  119. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۴۱.
  120. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۷.
  121. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۷۴.
  122. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۳۱۰.
  123. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۴۷.
  124. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۳۰۸.
  125. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۳۱۶.
  126. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۸۹.
  127. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۳۴.
  128. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۵۵.
  129. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۵۸.
  130. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۵.
  131. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۳۸۹.
  132. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۶۰.
  133. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۶۲.
  134. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۸۸۵.
  135. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۸۹۲.
  136. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۱۲.
  137. حسنی، تاریخ تحلیلی صدر اسلام، انتشارات پیام نور، ص۹۴.
  138. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۱۲۰.
  139. ابن‌سید الناس، عیون الأثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۲۵۰.
  140. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۳۳.
  141. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۱۲۰.
  142. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۵، ص۷۰.
  143. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۶۷.
  144. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۴۶۹.
  145. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۵۱۶.
  146. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۶۷.
  147. سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۸۷۳.

سرچينې

  • آیتی، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۶۹ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌خیاط، خلیفه، تاریخ خلیفه، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌رسته، احمد بن عمر، الاعلاق النفیسه، بیروت، دار صادر، ۱۸۹۲م.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، طائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌سید الناس‏، محمد، عیون الأثر فی فنون المغازی و الشمائل و السیر، دار القلم‏، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، قاهره، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • بیهقی، ابوبکر احمد بن حسین، دلائل النبوة و معرفة أحوال صاحب الشریعة، تحقیق: قلعجی، عبد المعطی، دار الکتب العلمیة، بیروت، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، قم، انتشارات دلیل ما، ۱۳۸۳ش.
  • حسنی، علی‌اکبر، تاریخ تحلیلی صدر اسلام، تهران، انتشارات پیام نور، بی‌تا.
  • سبحانی، جعفر، فرازهایی از تاریخ پیامبر اسلام، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • صالحی شامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، بیروت، دار الکتب العملیه، ۱۴۱۴ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، مؤسسه آل البیت(ع)، قم، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • علیخانی، «تحلیل سیاسی جنگ‌های پیامبر اکرم راهبردی برای امروز»، در مجله پژوهشنامه علوم سیاسی، شماره ۷، تابستان ۱۳۸۶ش.
  • فسوی، یعقوب بن سفیان، المعرفة و التاریخ، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۰۱ق.
  • قائدان، اصغر، «سازماندهی جنگی در غزوات عصر پیامبر»، در مجله مطالعات تاریخی جنگ، شماره ۳، بهار ۱۳۹۷ش.
  • قاضی ابرقوه، اسحاق بن محمد، سیرت رسول‌خدا(ص)، تهران، خوارزمی، ۱۳۷۷ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الاشراف، قاهره، دار الصاوی، بی‌تا، چاپ افست قم، مؤسسة نشر المنابع الثقافة الاسلامیه.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دار الهجره، ۱۴۰۹ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، پورت سعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بی‌تا.
  • واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، مؤسسة الأعلمی، بیروت، چاپ سوم، ۱۴۰۹ق.
  • یاقوت حموی، شهاب الدین ابو عبد الله، معجم البلدان، دار صادر، بیروت، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، بیروت، بی‌تا.