منځپانگې ته ورتلل

روائع نهج البلاغه (کتاب)

د wikishia لخوا
روائع نهج البلاغه (کتاب)
لیکوالجورج سمعان جرداق
موضوعنهج البلاغه
ژبهعربي
نورو ژبو ته ژباړهفارسي
خپرونکیمرکز الغدير للدراسات الإسلامية • مؤسسه دائرة‌المعارف فقه اسلامي
د خپرولو ځایبیروت • تهران
د خپرولو نیټه۱۴۱۷ق
د کتاب نومشگفتی‌های نهج‌البلاغه
ژباړنفخرالدین حجازي
د خپرونکی ځانګړتیاوېبعثت
برقی نسخهمتن عربی


رَوائِعُ نهج‌البلاغه، چې معنا یې ده د نهج البلاغې حیرانتیاوې، د نهج البلاغې د ادبي ښکالوو په اړه د مسیحي لیکوال جورج جرداق کتاب دی.

په دغه کتاب کې د امام علي(ع) د ادبي مقام او لیدتوګو په اړه د لیکوال په قلم یوه سریزه او بیا د نهج البلاغې د خطبو، لیکونو او لنډو جملو یو غورچاڼ دی.

روائع نهج‌البلاغه د مختلفو چاپخونو له خوا په ایران او لبنان کې خپور شوی او په فارسۍ یې ډېرې ژباړې شته دي.

لنډه شان پېژندنه

رَوائِعُ نهج‌البلاغه، د نهج البلاغې د هیښتیاوو په معنا، هغه کتاب دی چې د نهج البلاغې د ادبي اړخونو او حکیمانه مینځپانګې جاجونه کوي.[۱] دغه کتاب له دوو برخو جوړ شوی دی: اول د امام علي(ع) د ادبي او فکري مقام په اړه د لیکوال یوه سریزه او بیا د نهج البلاغې د خطبو، لیکونو او لنډو جملو یو غورچاڼ دی.[۲] د جورج جرداق په وینا په نهج البلاغه کې حکمت او بلاغت سره ګډ شوې دي.[۳]

لیکوال

جورج جرداق، د لبنان مسیحي لیکوال دی (۱۹۲۶-۲۰۱۴ ز) د هغه شهرت د امام علي(ع) او نهج البلاغې په ستاینه کې د یو لړ اثارو د لیکلو په وجه دی.[۴] هغه په هلکوانۍ کې د نهج البلاغې ځینې برخې یادې کړې وې.[۵] همداراز د امام علي(ع) په اړه یې ډېر اثار لیلکي دی چې تر ټولو مشهور یې الامام علي صَوت العِدالة الانسانیة دی.[۶]

جوړښت او مینځ پانګه

روائع نهج‌البلاغه کتاب، په یوې سریزې او پینځو څپرکو سره د امام علي(ع) د کلام د مختلفو اړخونو جاج اخلي.

  • د امام ادبیات؛ د امام د فصاحت او بلاغت جاج.[۷]
  • نړیوال عدالت او پکې د علي(ع) رول؛ په نهج البلاغې کې د عدالت او حکمت د مفاهیمو جاج.[۸]
  • د علي د ویناوو سریزه؛ د موعظو او نصیحتونو یو غورچاڼ.[۹]
  • لیکونه او وصیتونه؛ سیاسي، ټولنیزې او اخلاقي مینځ پانګې تحلیل.[۹]
  • لنډې جملې؛ د حکمتونو یو غورچاڼ.[۱۰]

جرج جرداق د امام علي(ع) د علمي او ادبي مقام په اړه د خپل کتاب په پیل کې چې حدود العقل والادب نومېږي، باور لري چې امام علي(ع) څنګه چې د حقونو په اثبات، ښوونو او مشرتوب کې امام و، همداسې په ادبیاتو کې یې هم د امام لقب خپل کړی. او نهج البلاغه د علي(ع) د ادبیاتو نښه ده؛ ځکه چې دا کتاب د عربي بلاغت په اصولو کې د قرآن تر څنګ راځي او اوس چې شاوخوا دیارلس پېړۍ یې تېرېږي، لا هم د عربۍ د سبک یوه اصیله ریښه ګڼل کېږي او جالبې ټوټې یې را اخیستل کېږي او د هغې جادويي بیان د وینا سبک ته روح ورکوي. [۱۱] د کتاب پای د امام علي(ع) په یوې جملې سره کېږي چې د عمر د تېز تېرېدو په اړه یې ویلي دي: ما أسرع الساعات في اليوم و أسرع الأيام في الشهر...یعنې: د ورځې ساعتونه څومره په شتاب تېریږي! د میاشتې ورځې څومره زر پای ته رسېږي! د کال میاشتې څومره په تندۍ تېریږي! او د عمر کلونه څومره تېز تېرېږي![۱۲]

چاپونه او ژباړې

کتاب روائع نهج‌البلاغة د بیروت د مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة او په ایران کې د دائره‌المعارف فقه اسلامی لخوا خپور شوی دی. دغه اثر لومړی ځل په ۱۳۵۶ هـ ل کال کې د فخرالدین حجازی (مړینه: ۱۳۸۶ هـ ل) لخوا د شگفتی‌های نهج‌البلاغه تر سرلیک لاندې په فارسي ژباړل شوی و.[۱۳] وروسته بیا په نورو نومونو هم وژباړل شو لکه: شگفتی‌هایی از نهج‌البلاغه[۱۴] ب‍خ‍ش‍ی‌ از زی‍ب‍ایی‌ه‍ای‌ ن‍ه‍ج‌ ال‍ب‍لاغ‍ه‌[۱۵] او شکوه نهج‌البلاغه[۱۶] همدارنګه د دې کتاب انګلیسي ژباړه د Masterpiece of Rhetoric Method تر سرلیک لاندې د قم د امام علي(ع) بنسټ لخوا خپره شوې ده.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. ↑ باستان، «نگاهی به کتاب روائع نهج البلاغه»، مرکز اطلاع‌رسانی آل‌البیت.
  2. ↑ «شکوه نهج البلاغه»، سایت ایران صدا.
  3. ↑ جرداق، روائع نهج‌البلاغة، ۱۴۱۷ق، ص۳۳.
  4. ↑ پرهمت و شهیدی، «مقدمه»، در شکوه نهج‌البلاغه، ص۱۳.
  5. ↑ جرداق، امام علی(ع) صدای عدالت انسانی، ترجمه و توضیحات: سیدهادی خسروشاهی، ص۵۲.
  6. ↑ خامه‌یار، عباس، جرج جرداق و «علی؛ صدای عدالت انسانی»، ایسنا.
  7. ↑ جرداق، روائع نهج‌البلاغة، ۱۴۱۷ق، ص۷-۳۶.
  8. ↑ جرداق، روائع نهج‌البلاغة، ۱۴۱۷ق، ص۳۹ و۵۵.
  9. ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ جرداق، روائع نهج‌البلاغة، ۱۴۱۷ق، ص۸۱-۸۶.
  10. ↑ جرداق، روائع نهج‌البلاغة، ۱۴۱۷ق، ص۲۰۷.
  11. ↑ جرج جرداق، روائع نهج البلاغه، ترجمه محمدرضاانصاری، ۱۳۷۳ش، ص۲۲.
  12. ↑ جرج جرداق، روائع نهج البلاغه، ترجمه محمدرضاانصاری، ۱۳۷۳ش، ص۳۲۷.
  13. ↑ حجازی، شگفتی‌های نج‌البلاغه، بعثت، شناسنامۀ کتاب.
  14. ↑ «شگفتی‌هایی از نهج‌البلاغه»، سایت خانۀ کتاب و ادبیات ایران.
  15. ↑ «ب‍خ‍ش‍ی‌ از زی‍ب‍ائ‍ی‌ه‍ای‌ ن‍ه‍ج‌ ال‍ب‍لاغ‍ه‌»، سایت کتابخانۀ ملی ایران.
  16. ↑ «شکوه نهج‌ابلاغه»، سایت کتابخانه ملی ایران.
  17. ↑ «Masterpiece of rhetoric method»

سرچينې