نهج البلاغه
نَهجُ البَلاغه، هغه کتاب دی چې پکې د امام علي(ع) یو شمېر خطبې، لیکونه او لنډې ویناوې د سید رضي په هڅه راټولې شوي دي. نهج البلاغه یې د اسلامي کلتور یو دایرة المعارف او د اسلام او دیني ارزښتونو د پېژندلولپاره یوه ډېر مهمه سرچینه ګڼلې ده. نهج البلاغه ډېر لوړ فصاحت او بلاغت لري او همدې خبرې دغه کتاب جذاب او تل پاتې کړی دی.
د نهج البلاغې جامعیت او د مینځپانګې تنوع د هغې له امتیازاتو څخه دی. د نهج البلاغې مینځپانګه، په ترتیب سره په دریو برخو، خطبو، لیکونو او لنډو ټکو یا خبرو کې برابره شوې ده. په خطبو او لنډو ټکو کې یې، مختلفې موضوګانې لکه خدای پېژندنه، اخلاقي بحثونه، د نړۍ پېژندل، د نړۍ پېدایښت، د انسان طبیعت،، امتونه او نیک او ظالم حکومتونه بیان شوې او په ډېرو لیکونو کې د حکومتدارۍ او له خلکو سره د مسوولانو تعامل راغلی دی.
نهج البلاغه په مختلفو ژبو منجمله فارسي، انګریزي، فرانسوي، هندي، ایتالیایي، ترکي استانبولي اردو او پښتو ژبو ژباړل شوې ده. پر نهج البلاغې ډېرې شرحې لیکل شوې چې د ابن ابي الحدید لیکلې د نهج البلاغې شرحه او د ابن میثم بحراني لیکلې د نهج البلاغې شرحه یې د عربۍ له مهمو شرحو او د ناصر مکارم شیرازي لیکلې پیام امام امیرالمومنین(ع) یې له فارسۍ شرحو څخه دي. همداراز ځینو څېړاندو هڅه کړې چې د امام علي(ع) نورې خبرې له نورو کتابونو چې په نهج البلاغه کې نه دي راغلي، راغونډې او د مستدرک په نامه یې خپرې کړي؛ په دغو هڅو کې د محمد باقر محمودي لیکلې نهجُ السعادةِ فی مُستَدْرَکِ نهجِ البلاغه ته اشاره کولی شو.
نهج البلاغه له هغو کتابونو ده چې د چاپ له صنعته مخکې یې په سلګونو نسخې په لاسو لیکل شوې دي. تر ټولو لرغونې لاسي نسخه یې د ۴۶۹ق کال ده چې د ایت الله مرعشي نجفي په کتابتون کې ساتل کیږي. د چاپ له صنعته وروسته هم نهج البلاغه په ایران، مصر، لبنان، سوریې او قطر کې له مختلفو شرحو او ژباړو سره په سلګونو ځله چاپ شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت نظام په جوړېدو سره، د رسنیواو فرهنګ په مرسته، نهج البلاغې په عمومی فرهنګ کې شتون پېدا کړ. د نهج البلاغې په چورلیزتوب پوهنځي او موسسې جوړې شوې او د نهج البلاغې د تخصصي څېړنې او دودونې په موخه د نهج البلاغې بنسټ (فاونډیشن) جوړ شو. همداراز د علوي دانشنامه او د نهج البلاغې د جامعې دانشنامې په نوم تخصصي سافټ وئیرونه برابر شول.
د نهج البلاغې د تدوین لپاره د سید رضي په سرچینو کې د اهل سنتو مختلف کتابونه لکه د جاحظ لیکلی البیان والتبیین، د سعید بن یحیی اموي لیکلی المغازي، د واقدي لیکلی الجَمَل او تاریخ طبري شامل دي. د ځینو څېړاندو په باور، د اهل سنتو په سرچینو د سید رضي بسنه کولو او په نهج البلاغه کې د امام علي(ع) د خبرو د سند نه ذکرولو دغه کتاب له ځینو اعتراضونو سره مخامخ کړی دی. له همدې امله، ډېرو څېړاندو د نهج البلاغې د صحیحوالي د ثابتولو لپاره، د دغه کتاب د روایتونو اسناد د نهج البلاغې د اسنادو او مدارکو په چوکاټ کې له لرغونو سرچینو راغونډ کړي دي.
ځینو سني مذهبه کسانو د دغه کتاب راغونډوونکي او امام علي(ع) ته د هغه د روایتونو د انتساب په اړه شک ښکاره کړی دی. د ځینو څېړاندو په وینا، د دغه اثر په راغونډوونکي کې شک، د کتاب اصل ته د مراجعه نه کولو ښودنه کوي، ځکه چې د کتاب په متن کې په ځلونو د هغه د راغونډوونکي نوم یعنې سید رضي ته اشاره شوې ده. لکه څنګه چې اهل سنت عالم ابن ابي الحدید امام علي(ع) ته د نهج البلاغې د مینځپانګې په انتساب کې شک ړوند تعصب او د هوا هوس له مخې کار ګڼلی دی.
د نهج البلاغې اهمیت
بئس الزاد إلی المعاد العدوان علی العباد (ژباړه: د هغه نړۍ لپاره تر ټولو بده توښه پر بندګانو ظلم کول دي)
نهج البلاغه هغه کتاب دی چې پکې د امام علي د خلافت په دوران کې د هغه حضرت ځینې خطبې، لیکونه او لنډې جملې راغونډې شوې دي.[۱] هغه د اسلامي کلتور یو دایرة المعارف او له قرآن او نبوي حدیثونو وروسته د اسلام او دیني ارزښتونو د پېژندلو لپاره تر ټولو مهمه سرچینه ګڼل کیږي.[۲] همداراز له قرآنه وروسته، نهج البلاغه د حفظولو لپاره د شیعیانو یو د پام وړ کتاب معرفي شوی دی.[۳] رضا استادي د نهج البلاغې په کتابنامې کې د نهج البلاغې په اړه د ۳۷۹۰ کتابونو نومونه راوړي چې تر ۱۳۵۹ل کاله لیکل شوې دي.[۴]
سید محسن امین په اعیان الشیعه کتاب کې نهج البلاغه د عربو او اسلام یو ډېر لوی ویاړ ګڼلی دی.[۵] د راپورونو له مخې، له قرآنه وروسته نهج البلاغه په اسلامي فرهنګ کې تر ټولو زیاتې لاسي نسخې، شرحې او تفسیرونه لري او د عربۍ او فارسۍ ډېرو ادبي متونو له قرآنه وروسته، له نهج البلاغې اثر اخستی دی.[۶] همداراز په مستدرک الوسائل کتاب کې د محدث نوري په وینا، ډېرو پخوانیو عالمانو چې غوښتل خپلو شاګردانو ته د نهج البلاغې د نقل اجازه ورکړي، نهج البلاغه د «اخ القرآن» ( د قرآن ورور) په نوم معرفي کړې ده.[۷]
راغونډوونکی
- اصلي مقاله: سید رضي
سید رضي (۳۵۹-۴۰۶ق)، نهج البلاغه په ۴۰۰ ق کال کې راغونډه کړې ده.[۸] سید رضي له آل ابي طالب[۹] او له شیعه فقیهانو، متکلمانو، مفسرانو او ادبیانو څخه دی.[۱۰]
نومَوَنه
سید رضي د نهج البلاغې له راغونډولو خپله تر ټولو لویه انګېزه، د امام علي(ع) د فصیحو او بلیغو خبرو د راغونډولو لپاره د خپلو دوستانو غوښتنې ته ځواب بللی دی.[۱۱] هغه په نهج البلاغې کې، یوازې د امام علي د خبرو او لیکونو یوه برخه راغونډه کړې ده چې د فصاحت او بلاغت لوړه درجه لري.[۱۲] له همدې امله، هغه دغه کتاب ته د نهج البلاغه ( د بلاغت ښکاره لارې په معنا) نوم ورکړی دی[۱۳] چې د اهل تسنن عالمان محمد عبده په وینا د دغه کتاب لپاره ډېر ښه توصیف او نوم دی.[۱۴]
ادبي ارزښت
د نهج البلاغې فصاحت او بلاغت، د دغه کتاب د تل پاتې والي او زړه راکښون له مهمو سببونو ګڼل شوی.[۱۵] نهج البلاغه په داسې مرتبې کې ګرځول شوې چې د خالق له کلام لاندې او د مخلوق له کلام پورته ده.[۱۶] د نهج البلاغې د ادبي ارزښت او اهمیت په اړه له عرب ژبو عالمانو ډېرې خبرې نقل شوې دي.[۱۷] منجمله دا چې:
- په اومه قمري پېړۍ کې اهل سنت عالم او د نهج البلاغې شارح، ابن ابي الحدید د نهج البلاغې یوه کرښه، د ابن نباته (د څلورمې هجري پېړۍ د مشهور خطیب) له زرو کرښو اوچته ګڼي.[۱۸]
- مسیحی لیکوال جورج جرداق باوري دی چې نهج البلاغه له قرانه وروسته د بلاغت په ډېرې لوړې سویې کې ده.[۱۹]
- لبناني شاعر او ادیب شیخ ناصیف الیازجي، د عربۍ ژبې په فصاحت او بلاغت کې د ډېر تکړه کېدو لپاره د قرآن حفظول او نهج البلاغې د حفظولو سپارښتنه کړې ده.[۲۰]
- یو عربي ژبی عالم محیی الدین عبد الحمید، نهج البلاغه د عربۍ ژبې د فصاحت او بلاغت خوټېدونکي چینه بللې او باوري دی چې د نهج البلاغې کلام د خدای او رسول له کلامه وروسته تر ټولو فصیح کلام دی.[۲۱]
د نهج البلاغې ځینې شارحانو امام علي(ع) د تمثیلاتو د انسان (ناول لیکلو ته ورته یو فن) نوښتګر ګڼلی چې پکې ویونکی د یو داستان په خلق کولو سره، تعلیمي یا انتقادي موخه تعقیبوي.[۲۲] د هغوي په باور، امام علي(ع) د نهج البلاغې د ۲۸۹ حکمت په ذیل کې له دغه فن استفاده کړې ده؛ لکه څنګه چې امام علي(ع) د خپل دیني ورور لپاره ځینې وتلې ځانګړنې بیانوي په داسې حال کې چې هغه کس بهرنی وجود نه لري او امام د دې لپاره چې د فضیلت لرونکو انسانانو په معرفۍ کې یوه بېلګه وړاندې کړي، یو فرضي شخصیت جوړ کړی دی.[۲۳]
د غیر مسلمو لپاره د نهج البلاغې جذابیت
نهج البلاغه د هغه فصاحت او بلاغت له امله چې لري یې، نه یوازې د شیعیانو بلکې غیر شیعیانو او ان غیر مسلمو لپاره هم زړه راکښون لري؛[۲۴] لکه څنګه چې مسیحي لیکوال جورج سَمْعان جُرْداق د نهج البلاغې د ادبیاتو او حکمتونو د جاج لپاره رَوائِعُ نهج البلاغه کتاب لیکلی دی.[۲۵] همداراز ځینې غیر مسلمه کسان د دې په لوستلو سره مسلمان او شیعه شوې دي.؛[۲۶] لکه څنګه چې محمد لگنهاوزن، یو امریکایی فیلسوف، د نهج البلاغه له لوستلو وروسته مسلمان او شیعه شو.[۲۷]
د نهج البلاغې مینځ پانګه
«په دې کتاب کې کله انسان ځان د معنو په لوړ افق او ډېرو ښایسته او ښکلو عبارتونو او کله هم د جنګ په میدان کې ویني؛ لکه څنګه چې کله په دې کلام کې نوراني عقل لیدلی کیږي چې هڅه کوي انسان له تیارو د ملکوت په لور بوځي او په عالم قدس کې یې ځای کړي او کله هم انسان ځان په داسې مدیرانو کې ویني چې علي(ع) هغوي د سیاست مسایلو، او د هوښیارۍ د لارو خپلولو ته هدایتوي.»
د تقلید مرجع او د نهج البلاغې شارح ناصر مکارم شیرازي، د نهج البلاغې جامعیت او تنوع د هغې له ډېرو لویو امتیازاتو ګڼلی دی؛ داسې مینځپانګه چې په مختلفو او کله کله متضادو موضوګانو کې خوږې، تلل شوې او کره ویناوې لري.[۲۸] د ابن ابي الحدید په وینا په نهج البلاغې کې امام علي(ع) کله د بَسطام بن قيس او عُتَيْبَة بن حارث (د عربو دوه مشهوره اتل) غوندې د جنګیالیو په شان خبرې کوي او کله د عیسی بن مریم(ع) او یوحنا په شان زاهدان موعظه کوي.[۲۹]
مصري ادیب عباس محمود عَقّاد نهج البلاغه د توحید او د الهي حکمتونو د ایتونو خوټېدونکي چینه بللې ده.[۳۱] د ځینو څېړاندو په باور، د نهج البلاغې مطالعه د خدای، انسان، نړۍ، مبدا او معاد په اړه د امام علي(ع) له جامع نظره خبروي.[۳۲] په دې کتاب کې اخلاقي صفات چې د کامل انسان د شخصیت لپاره ضروري دي بیان شوې دي.[۳۳] د پېغمبرانو د رسالت، امامت، حکومت او رهبرۍ، د وګړي او ټولنې د حقوقو، د طبیعت د ښکلاو د بېلګو ستاینې، د منافقانو او کافرانو د روحیاتو، د اسلام د لومړیو وختونو د ځینو پېښو او د ناکثینو، مارقینو او قاسطینو د راپېژندلو په شان مسایل د دغه کتاب له نورو مطالبو څخه دي.[۳۴] د شیعه د تقلید مرجع عبدالله جوادي آملي په باور، سید رضي د نهج البلاغې مینځپانګه په ډېره هوښیارانه توګه راغونډه کړې چې نه یوازې د شیعه سني د اختلاف زمینه برابره نه شي بلکې تر ټولو پیاوړې شرحې یې اهل سنت ولیکي.[۳۵]
د نهج البلاغې مینځپانګه په ترتیب سره په دریو برخو، خطبو، لیکونو او حکمتونو کې برابر شوې ده:
خطبې
وَ إِنَّمَا يَنْبَغِي لِأَهْلِ الْعِصْمَةِ وَ الْمَصْنُوعِ إِلَيْهِمْ فِي السَّلَامَةِ أَنْ يَرْحَمُوا أَهْلَ الذُّنُوبِ وَ الْمَعْصِيَةِ وَ يَكُونَ الشُّكْرُ هُوَ الْغَالِبَ عَلَيْهِمْ وَ الْحَاجِزَ لَهُمْ عَنْهُم (ژباړه: هغه کسان چې ګناه نه لري او د دین سلامتیا لري ورپاره غوره ده چې پر ګناهکارانو او نافرمانو کسانو له رحمه کار واخلي، او د دغه نعمت شکر ادا کړي، داسې چې دغه شکرایستنه هغوي بوخت کړي او د خلکو د عیبو ویلو ته یې پرې نه ږدي.)
د نهج البلاغې لومړۍ برخه، د امام علي د خطبو غورچاڼ دی او ۲۴۱ خطبې لري.[۳۶] د نهج البلاغې یو شارح سید جعفر شهیدي دغه برخه د اسلامي کلتور یو دایرة المعارف او په ځینو موضوګانو لکه، خدای پېژندنې، نړۍ پېژندنې، د نړۍ پېدایښت، د انسان طبیعت، نیکو او ظالمو حکومتونو او امتونو مشتمله ګڼلې ده.[۳۷]د هغه په وينا، د امام(ع) اصلي موخه د طبيعي مسايلو يا فلسفي او تاريخي ټکو بيانول، د مهمو اسلامي مسايلو او الهياتو بيانول وو.[۳۸] سید رضي په ټولو خطبو کې یوازې په څلورو خطبو شِقشِقیّه خطبه (نمبر ۳)، غَرّاء (نمبر ۸۳)، اَشباح (نمبر ۹۱) او قاصِعَه (نمبر ۱۹۲) نوم اېښی دی.[۳۹]
- همداراز وګورئ: د نهج البلاغې د خطبو لړلیک
د نهج البلاغې د ځینو مشهور خطبو مینځپانګه
شقشقیه خطبه
- اصلي مقاله: د شقشقیه خطبه
د شِقشِقیّه خطبه، د نهج البلاغې له بحث راپاروونکو خطبو ده.[۴۰] امام علي(ع) په دې خطبه کې په امامت پورې اړوند مسایل بیان کړې دي. له ځانه د مخکې خلیفه ګانو په کارونو کره کتنه کوي او د هغوي خلافت له بیخه غلط ګڼي.[۴۱] همداراز په دې خطبه کې، له امام سره د بیعت لپاره د خلکو ورماتېدل او د هغه له خوا د حکومت د منلو دلیل بیان شوی دی.[۴۲]
غراء خطبه
- اصلي مقاله: د غراء خطبه
امام علی(ع) په غَرّاء خطبه کې، د الهی تقوا خیال ساتلو سپارښتنه کړې، د خدای نعمتونه، د دنیا ازمیښت والی، قیامت او مرګ یې رایاد کړی دی.[۴۳] د سید رضي د نقل مطابق، د دغه خطبې بلاغت دومره زیات و چې خلک د هغې له اورېدو وروسته ولړزېدل او له سترګو یې اوښکې روانې شوې.[۴۴] دې خطبې ته د ادبي ښکلاوو لکه جِناس، سَجْع، استعاره او کنایې په وجه «غَرّاء» نوم ورکړل شوی دی.[۴۵]
متقین خطبه
- اصلي مقاله: د متقین خطبه
د مُتَّقین خطبه د نهج البلاغې یوه عرفاني او تربیتي خطبه ده[۴۶] امام علي دغه خطبه د خپل یو صحابي همام په نوم د متقیانو په ستایلو کې بیان کړې ده.[۴۷] امام علي په دې خطبه کې د پرهیزګارانو کابو سل صفتونه بیان کړې دي.[۴۸] هغه د دغه خطبې له اورېدو وروسته بې هوشه او وفات شو.[۴۹]
لیکونه
«وَ لَا تُخَاطِرْ بِشَيْءٍ رَجَاءَ أَكْثَرَ مِنْهُ (ژباړه: کله چې دې نړۍ رامه او په کنټرول کې وي، هغه اسانه واخله او د لا ډېرې د لاسته راوړلو لپاره ریسک مه کوه)»
د نهج البلاغې د لیکونو برخه ۷۹ برخې لري چې له ۶۳ لیکونو، ۱۲ وصیتنامو، سپارښتنو، سرکلرونو، دوو فرمانونو، یوې دعا او یو تړون لیکه جوړه شوې ده.[۵۰] د نهج البلاغې د لیکونو په برخه کې چې مخاطبان یې عموما دولتي چاروالي، پوځي کوماندانان او مالیاتي ماموران وو، زیاتره د حکومت دارۍ په مسایلو او له خلکو سره د چارواکو د تعامل په څرنګوالي خبرې شوې دي.[۵۱] د ځینو څېړاندو په وینا، دغه لیکونه د امام علي(ع) سیاسي سیرت څرګندوي.[۵۲] د سید جعفر شهیدي په وینا، که څه هم دغه لیکونه د واکمن له خوا ګورنرانو او حکومتي چارواکو ته لیکل شوي خو لحن یې آمرانه نه دی او ته وا یو مهربان او زړه سواندي پلار خپلو بچو ته لیک لیکلی دی.[۵۳]
امام حسن(ع) ته لیک، د مصر د ګورنرۍ لپاره مالک اشتر ته لیک او عثمان بن حنیف ته لیک د نهج البلاغې له مشهورو لیکونو دي.
- همداراز وګورئ: د نهج البلاغې د لیکونو لړلیک
لنډ ټکي
«إِذَا أَرْذَلَ اللَّهُ عَبْداً حَظَرَ عَلَيْهِ الْعِلْم (ژباړه: کله چې خدای غواړي یو بنده خوار کړي د علم له زده کولو یې څنګ ته کړي)»
د نهج البلاغې دریمه برخه لنډ ټکي یا لنډې جملې دي چې ۴۸۰ لنډې جملې لري.[۵۴] په دې برخه کې د امام علي(ع) د حکمت ناکو ټکو غوره برخې، او پوښتنې او ځوابونه او د هغه لنډې خبرې راغلې دي.[۵۵] سید رضي د نهج البلاغې په لنډو خبرو کې د «فصل فی غَرائِبِ کلامِه» (یعنی: د امام د حیرانوونکو خبرو په اړه یوه څپرکی) په نوم یو څپرکی ذکر کړی چې په عقیده یې پوهېدل پرې ګران دي او تفسیر ته اړتیا لري.[۵۶] دغه څپرکی نهه حدیثه لري چې لومړی یې د امام زمان(ع) د ظهور په اړه دی.[۵۷]
- همداراز وګورئ: د نهج البلاغې د لنډو خبرو لړلیک
د نهج البلاغې سرچینې
ځینې سرچینې چې سید رضي د امام علی د خبرو په راغونډولو کې د هغو نوم ته اشاره کړې دا دي: البیان و التبیین لیک د جاحِظ، المُقْتَضَب تألیف د مُبَرَّد، المَغازی لیک د سعید بن یحیی اُمَوی، الجَمَل لیک د واقدی، المَقامات لیک د ابي جعفر اِسْکافی او تاریخ ابن جَریر طَبَري.[۵۸] په ځینو څېړنو کې په نهج البلاغې کې د ذکر شویو سرچینو شمېر اولسو ته رسول شوی دی.[۵۹] ځینې څېړاندي په دې باور دي چې امام علي(ع) د خبرو د راغونډولو لپاره د سید رضي تحقیقاتي سرچینې ډېرې بډایه او پراخې وې؛ ځکه چې هغه د دغه کتاب د راغونډولو لپاره د بغداد له دوو لویو کتابتونونو(د هغه د ورور سید مرتضی د ۸۰ زره ټوکیز کتابتونه او د ال بویه د یو وزیر ابو نصر شاپور د لس زره ټوکیز کتابتون«کتابخانه بیتالحکمه» څخه استفاده کړې ده.[۶۰]
ځینو عالمانو د هغه څه د ستایلو په ترڅ کې چې سید رضي د نهج البلاغې په اړه کړي، په دغه کتاب ځینې اعتراضونه هم کړې دي.[۶۱] محمد تقی شوشتري په «کتاب بَهْجُ الصَّباغَةِ فی شرحِ نهجِ البلاغه» کې باوري دی چې له دې امله چې سید رضي هڅه کوله هره فصیحه خبره چې امام علي(ع) ته یې نسبت ورکړل شوی راغونډه کړي او د دغه کار لپاره یې یوازې د اهل سنتو کتابونو ته مراجعه کړې، لاندیني اعتراضونه او ستونزې پېدا شوې دي:
- امام علي ته د ځینو خبرو نسبت ورکول چې دښمنانو هغه جوړې کړې دی؛
- د ځینو جملو تقطیع او پرې کېدل په دې ډول چې په ځینو موردونو کې د امام قصد کړې معنا ته خلل رسوي؛
- امام علي(ع) ته د ځینو خبرو نسبت ورکول چې شیعه روایتونه یې ناصحیح ګڼي؛
- امام علي(ع) د ځینو نورو امامانو د روایتونو نسبت ورکول؛
- د ځینو خبرو چې په خوب کې له امامه اورېدل شوي نقلول؛
- د امام علی(ع) له خبرو سره د اړوندو خبرو ناصحیح نقل.[۶۲]
د خطبو، لیکونو او حکمتونو سند
په نهج البلاغه کې د امام علي(ع) د خبرو د سند نه ذکرول، د نهج البلاغې یوه ننګونه ده؛ له دې مله ځینو د دغه کتاب روایتونه مُرسَل ګڼلي او باوري دي چې په دغو روایتونو باندې په فقهي بحثونو کې استناد نه شي کیدی.[۶۳] د سندونو په نه ذکرولو کې د سید رضي د طریقې په اړه ویل شوي چې د امام د دغه خبرو سرچینې، د سید رضي په زمانه کې مشهورې وې او له همدې امله هغه د سرچینو ذکرول په ځان لازم نه ګڼل؛ پر دې سربېره چې هغه د فقې یا تاریخ په موضوع د حدیثي کتاب د لیکلو په لټه کې نه و چې ورپاره سند ذکرول ضروري وي بلکې هغه غوښتل چې د امام علي(ع) ډېرې ښایسته جملې راغونډې کړي چې د بلاغت طریقه ویناوالو ته ورزده کړي او دې کار د حدیثونو د سند ذکرولو ته اړتیا نه لرله.[۶۴] سره له دې ډېرو څېړاندو حضرت علي ته د نهج البلاغې د انتساب د سموالي د اثبات لپاره، په دې کتاب کې د موجودو خبرو او روایتونو سند له لرغونو سرچینو څخه د نهج البلاغې د اسنادو او مدارکو په چوکاټ کې راغونډ کړې دي.[۶۵] په دغو اثارو کې کولی شو لاندینیو موردونو ته اشاره وکړو:
- «نَهْجُ السّعادَة فی مُسْتَدْرَکِ نَهجِ البلاغه» تألیف د محمد باقر محمودي؛[۶۶]
- «مدارکُ نهجِ البلاغه و دَفعُ الشبهاتِ عنه» لیک د هادی کاشف الغطاء؛[۶۷]
- «مَصادرُ نهجِ البلاغةِ فی مَدارکِ نهج البلاغه» لیک د سید هبةالدین شهرستاني؛[۶۸][یادداشت ۱]
- «مَصادرُ نهجِ البلاغه» لیک د عبدالله نِعْمه؛[۶۹]
- «اسناد و مدارک نهج البلاغه»[۷۰] و «روات و محدثین نهج البلاغه» لیک د محمد دشتي؛[۷۱]
- «بحثی کوتاه پیرامون مدارک نهج البلاغه» لیک د رضا استادی؛[۷۲]
- «مصادرُ نهجِ البلاغة و أسانیدُه» لیک د سید عبدالزهرا الحسینی الخطیب.[۷۳]
ژباړې
نهج البلاغه په مختلفو ژبو منجمله فارسي، انګریزي، فرانسوی، هندی، ایتالیایی، ترکی استانبولی، اردو، مالایی، آلبانیایی، بوسنیایی، گجراتی، آشوری، ارمنی، سواحلی، هوسائی، جاپانی، چینی، روسی، اسپانیایی ژباړل شوې ده.[۷۴] د نهج البلاغي د ژباړو شمېر تر سلو زیات بیان شوی دی[۷۵] چې پکې په فارسۍ کابو ۴۰ ژباړو،[۷۶] په انګریزۍ کابو ۱۰ ژباړو او په اردو کابو ۱۳ ژباړو ته اشاره کولی شو.[۷۷]
د شیعه تقلید د مرجع جعفر سبحاني په باور، په فارسۍ ژبه ډېرې خپرې شوې ژباړې، له دې امله چې د عربۍ ژبې لغت پېژندنې، ادبیاتو او قواعدو ته یې کافي توجه نه لرله، صحیح او د منلو وړ ترجمې نه دي او یوازې د نهج البلاغې له متنه د مترجم خپل اخستون ګڼل کیږي. هغه باوري دی چې د ملا صالح قزویني ژباړه چې په لرغونې فارسۍ ژبې لیکل شوې او همداراز د سید جعفر شهیدي ژباړه د دغه اثر تر ټولو معتبرې او فصیحې ژباړې دي.[۷۸] د نهج البلاغې د فارسۍ په نورو ژباړو کې د دغو ژباړونکو سید علي نقي فیضالاسلام،[۷۹] عبدالمحمد آیتي،[۸۰] محمد تقي جعفري،[۸۱] محمد دشتي،[۸۲] محمد مهدي فولادوند[۸۳] او حسین انصاریان[۸۴] ژباړو او په انګریزۍ کې یې د طاهره صفارزاده ژباړې ته اشاره کولی شو.[۸۵]
منظومې ژباړې
مختلفو شاعرانو د شعر په چوکاټ کې نهج البلاغه په مختلفو ژبو ژباړلې ده.[۸۶] په دغه شاعرانو کې په فارسۍ ژبه محمد علي انصاري قمي، مهدي شفیعي او ناصر باریکاني، په سندۍ ژبه حافظ میر محمد حسن علي خان حیدري او په ترکۍ ژبه حسن ملایي علمداري ته اشاره کولی شو.[۸۷] ځینو ادیبانو د هند په ممبۍ کې نهج البلاغه په هندۍ ژبه په شعر ژباړلې ده.[۸۸]
- همداراز وګورئ: د نهج البلاغې د ژباړو لړلیک
شرحې
پر نهج البلاغې د شرحو لیکنه د هغه له تالیفه څو کاله وروسته پېل شوه او هماغه شان روانه ده.[۸۹] د ځينو څېړاندو په وینا، په اسلامي تاریخ کې له قرآن وروسته یو کتاب هم نیشته چې د نهج البلاغې په اندازه شرحې او تفسیرونه یې لرلې وي.[۹۰] پر نهج البلاغې د پریمانه شرحو لیکنې د هغو د کره شمېر معلومول سخت کړي دي؛ له دې امله په دې هدف مختلفې مقالې او رسالې لیکل شوې دي[۹۱] په نهج البلاغې ځينې لیکل شوې شرحې دا دي:
- عربي شرحې
- شرحُ نهجِ البلاغه تألیف د مُعتَزلی شاعر او ادیب ابن ابي الحدید.[۹۲] ځینې په دې باور دي چې شرح ابن ابی الحدید شرحې د نهج البلاغې د شرحو په لیکنو کې بنیادي بدلون راوسته.[۹۳]
- شرح نهج البلاغه، لیک د ابن میثم بَحراني (وفات: ۶۷۹ یا ۶۹۹ق)؛[۹۴]
- مِنْهاجُ البَراعَة فی شَرْح نَهجُ البلاغة، تألیف د حبیبالله خویي (وفات: ۱۳۲۴ق)؛[۹۵]
- مِنْهاجُ البَراعَة فی شَرْح نَهجُ البلاغة، لیک د قُطب راوندي (وفات : ۵۷۳ق)؛[۹۶]
- حدائق الحقائق فی شرح نهج البلاغة، تألیف د قُطبالدین کِیْدَری لیکل شوی په کال ۵۷۶ق کې.[۹۷]
- فارسي شرحې
- ترجمه و تفسیر نهج البلاغه، تألیف د محمد تقي جعفري؛[۹۸]
- ترجمه و شرح نهج البلاغه، لیک د سید علي نقي فیضالاسلام؛[۹۹]
- شرح نهج البلاغه، په قلم د میرزا محمد باقر نواب لاهیجي؛[۱۰۰]
- پیام امام امیرالمومنین، تألیف د ناصر مکارم شیرازي.[۱۰۱]
مستدرکونه
ډېرو عالمانوهڅه کړې چې له نورو کتابونو د امام علي(ع) نورې خبرې چې په نهج البلاغې کې نه دي راغلې، راغونډې او د مستدرک په نوم یې خپرې کړي؛[۱۰۲] لکه څنګه چې سید رضي هم د نهج البلاغې ځینې مخونه سپین پریښې وو چې که په راتلونکي کې یې د امام علي نوې خبرې پېدا کړې نو په نهج البلاغې یې ورزیاتې کړي.[۱۰۳] ځینې دغه مُستَدْرَکونه دا دي:
- «التذییل علی نهج البلاغه» تألیف د عبدالله بن اسماعیل حلبی په پینځم هجري قمري پېړۍ کې؛[۱۰۴]
- «مُلْحَقُ نهجِ البلاغه» لیک د احمد بن یحیی بن ناقه، لیکل شوي په ۷۲۹ قمری کال کې؛[۱۰۵]
- «مُستَدْرَکُ نهجِ البلاغه» لیک د هادی کاشف الغطاء(وفات : ۱۳۶۱ق) چې په ۱۳۵۴ ق کال کې چاپ شوی دی.[۱۰۶]
- «تمامُ نهجِ البلاغه» تألیف د سید صادق موسوی؛[۱۰۷]
- «نهجُ السعادةِ فی مُستَدْرَکِ نهجِ البلاغه» تألیف د محمد باقر محمودي.[۱۰۸]
په ایران کې د اسلامي انقلاب نه وروسته نهج البلاغې ته اهمیت
نهج البلاغې د ایران د اسلامي جمهوریت په زمانه کې د رسنیو او فرهنګ په مرسته په یو ډول په عمومي کلتور کې شتون پېدا کړ،[۱۱۰] په دې ډول چې نهج البلاغه یو له هغو کتابونو ده چې د قرآن په څنګ کې د ډېرو ایرانیانو په کورونو کې موجوده ده.[۱۱۱] د مرتضی مطهري په وینا، د هغه په زمانه کې د نهج البلاغې معارفو ته زیات پام وشو، په داسې حال کې چې نهج البلاغه په تېرو پېړیو کې په اسلامي او شیعه کلتور کې ناپېژاندې او غریبه وه او دې کتاب ان د علمیه حوزې په طلابو کې هم غوره مقام نه درلود..[۱۱۲]
په ایران کې د اسلامي جمهوریت د حکومت په جوړېدو سره، د نهج البلاغې په اړه ډېرې ملي او نړیوالې سیالۍ ترسره شوې. د نهج البلاغې په چورلیزتوب موسسې او مرکزونه جوړ شول. د انساني علومو په ځینو څانګو کې د نهج البلاغې په نوم درس د تدریس لپاره ورزیات شو او د نهج البلاغې پوهنځی او د نهج البلاغې څېړنځی جوړ شو.[۱۱۳] همداراز د ایران په ځینو پوهنځیو کې د نهج البلاغې په تخصصي څانګه د ماسټرۍ او دوکتورا په پړاو کې جوړه شوه.[۱۱۴]
دوه څېړنیزې علمي خپرونې د نهج البلاغې په چورلیزتوب د «پژوهشهای نهج البلاغه»[۱۱۵] او «پژوهشنامه نهج البلاغه»[۱۱۶] په نومونو خپریږي. همداراز د نهج البلاغې په اړه ډېرې مقالې لیکل شوي او د نهج البلاغې په چورلیزتوب هم زیات تهیسزونه لیکل شوې دي.[۱۱۷] په علمیه حوزو (دیني مدرسو) علمي شخصیتونو د نهج البلاغې تدریس ته مخه کړې ده.[۱۱۸] د حسینعلي منتظري په وینا، نهج البلاغه باید د حوزوي درسونو په پروګرام کې ورزیاته شي او د حوزې مشران هغه تدریس او دود کړي.[۱۱۹]
سافټ وئیرونه
- دانشنامه علوی یا منهج النور: په دغه سافټ وئیر کې په ۱۱۰ عنوانه تر ۲۸۰ ټوکه زیات کتابونه موجود دي. همداراز په دې سافټ وئیر کې ۳۳ شرحې او تعلیقې او په ۱۶۳ ټکونو کې په فارسۍ او عربۍ ژبې موجودې دي. په فارسۍ، انګریزۍ او فرانسې ژبو ۲۶ ژباړې د دغه سافټ وئیر له نورو ځانګړنو ده. دغه سافټ وئیر د نور اسلامي علومو د کامپیوټري تحقیقاتو په مرکز کې برابر شوی دی.[۱۲۰]
- د نهج البلاغې جامع دایرة المعارف: دغه سافټ وئیر د نړۍ په شپږو ژبو په لسګونو شرحې او ژباړې لري. د څانګو په ډول په زرګونو متنوعو ځانګړنو ته لاسرسي او د نهج البلاغې د مصادرو د ښودنې وړتیا د دغه سافټ وئیر له نورو ځانګړتیاوو دی. دغه سافټ وئیر د اصفهان د علمیه حوزې د کامپیوټري څېړنو د مرکز په همت برابر شوی دی.[۱۲۱]
نهج البلاغه بنسټ
- اصلي مقاله: نهج البلاغه بنسټ
نهج البلاغه بنسټ (فاونډیشن) په ۱۳۵۳ ل کال کې د نهج البلاغې د تخصصي څېړنې او دودونې په موخه جوړ شو.[۱۲۲] د نهج البلاغې لپاره د تخصصي کتابتون جوړول، د نهج البلاغې له لاسي نسخو د ډیجيټالي نسخو راغونډول، د نهج البلاغې په اړه د څو علمي کانګرسونو جوړول او د نهج البلاغې د تعلیمي دورو تدوین د دغه موسسې له فعالیتونو دی.[۱۲۳]
امام علي ته د نهج البلاغې د مینځ پانکې په انتساب کې شک
ځینو سني مذهبه کسانو د نهج البلاغې په اړه دوه شکونه وړاندې کړې دي:۱. څرګنده نه ده چې دا کتاب سید رضي راغونډ کړی یا سید مرتضی؛ ۲. دا احتمال موجود دی چې دغه خبرې د امام علي(ع) نه وي او سید مرتضی یا سید رضي هغه جعل کړې وي.[۱۲۴] په نهمې قمري پېړۍ کې اهل سنت عالم ابن حَجَر عَسْقَلاني نهج البلاغه د سید مرتضی تالیف ګڼلی، باوري دی چې د دغه کتاب خبرې په دروغه په امام علي(ع) پورې تړل شوې دي.[۱۲۵]
د دې په مقابل کې شیعه عالمان او ډېر اهل سنت عالمان باوري دي چې د نهج البلاغې راغونډوونکی، سید رضي دی او هغه دا کتاب د امام علي(ع) له خبرو راغونډ کړی دی.[۱۲۶] د ځینو محققانو په وینا، د دغه اثر د راغونډوونکي په اړه شک، د کتاب اصل ته د مراجعه نه کولو ښودنه کوي؛ ځکه چې د دغه کتاب لیکوال، په ډېرو ځایونو کې د امام علي سختو کلماتو ته توضیح ورکوي. د «قال الرضی: ...» (سید رضي وایي: ...) له تعبیره استفاده کوي چې د دې ښودنه کوي چې د دې اثر راغونډوونکی سید رضي و.[۱۲۷] د څېړاندو په وینا، هغه اجازې چې عالمانو د دغه کتاب د نقل لپاره ورکړي او سلسله یې سید رضي ته رسولې، متواترې دي او دا چاره د دغه کتاب د لیکوال په اړه هر ډول شک له مینځه وړي.[۱۲۸] د سید رضي هم مهاله شخصیت نجاشي هم دغه کتاب د سید رضي ګڼلی دی.[۱۲۹]
اهل سنت عالم ابن ابي الحدید امام علي(ع) ته د نهج البلاغې د مینځپانګې په انتساب کې شک د نفساني خواهشاتو او ړوند تعصب له مخې ګڼلی دی.[۱۳۰] هغه استدلال چې ابن ابي الحدید د دغه ادعا په رد کې بیان کړی دا دی چې له یوه پلوه د نهج البلاغې یوه برخه ضرور د امام علي(ع) وینا ده ځکه چې په متواترو نقلونو سره یې سموالی ثابت شوی دی؛ له بلې خوا هر ذوق سلیم د نهج البلاغې په یو هیړوالي او یو لاس والي حکم کوي.[۱۳۱] ابن تیمیه هم د هغه څه په اساس چې شاګرد یې صلاح الدین صفدي نقلوي نهج البلاغه د امام علي(ع) کلام ګاڼه.[۱۳۲] په دولسمه پېړۍ کې د شیعه تقلید مرجع علامه بحر العلوم هم د دغه کتاب د جعلي والي احتمال تر ټولو لوی تور ګڼلی دی.[۱۳۳]
له سید رضي مخکې د امام علي د خبرو راغونډول
سید هِبَةُالدین شهرستاني د نهج البلاغې د جعلي والي په رد کې باوري دی چې سید رضي لومړی کس نه دی چې د امام علي(ع) خطبې او خبرې یې راغونډې کړي بلکې له هغه مخکې هم ډېرو کسانو د امام علي خطبې او خبرې حفظولې.[۱۳۴] د دریمې قمري پېړۍ د مورخ یعقوبي په خپل کتاب کې له امام علي د پاتې څلور سوو خطبو خبره کړې ده،[۱۳۵] لکه څنګه چې د مُروجُ الذَّهَب کتاب د لیکوال مسعودي په وینا د کتاب مولف ته د امام علي تر ۴۸۰ زیاتې خطبې خلک حفظ وې.[۱۳۶] د تُحَفُ العُقول کتاب مولف ابن شُعبَه حَرّاني باوري دی چې یوازې د توحید په اړه د امام علي خطبې راغونډې کړی شي، حجم یې د تحف العقول کتاب په اندازه کیږي.[۱۳۷]
د ځینو څېړاندو په وینا، لومړی کس چې د امام علي(ع) خطبې یې په یو کتاب کې ولیکلې د امام علي(ع) صحابي زید بن وهب و چې «کتاب الخطب» یې تالیف کړ او کتاب یې تر پینځمې پېړۍ موجود و.[۱۳۸] «خُطَب امیرالمؤمنین» تألیف د مَسعدَة بن صَدَقه، «خُطَب علی(ع)» لیک د ابراهیم بن حَکَم فَزاري، «خُطَب امیرالمؤمنین» تألیف د عبدالعظیم حَسَنی او «خُطَب عَلیّ و کُتُبِه اِلی عُمّالِه» په قلم د علی بن محمد مَدائِنی، د امام علي(ع) د خطبو په راغونډولو کې له لومړیو کتابونو ګڼل کیږي چې له سید رضي مخکې لیکل شوې دي.[۱۳۹]
د نهج البلاغه لیکنه او چاپ
نهج البلاغه له هغو کتابونو ده چې د چاپ له صنعته مخکې پورې یې په سلګونو نسخې په لاس لیکل شوې وې.[۱۴۱] د ځینو راپورونو له مخې، یوازې د ایران په ذاتي او عمومي کتابتونونو کې ۳۰۰ لاسي نسخې پېژندل شوي دي.[۱۴۲] شیعه کتاب پېژاندي او نسخه پېژاندي سید عبدالعزیز طباطبایی یزدي په خپلو څېړنو کې د نهج البلاغې د ۱۶۰ لرغونو نسخو (چې له پینځمې تر لسمې قمري پېړۍ پورې اړوند دي) ځانګړنې ذکر کړې دي.[۱۴۳] لاندیني موارد د نهج البلاغې د لاسي نسخو له مهمو ځانګړنو ګڼل کیږي.
- په ۴۶۹ ق کال پورې اړوند لاسي نسخه چې سید حسین بن حسن لیکلې او د ایت الله مرعشي نجفي په کتابتون کې ساتل کیږي.؛
- په ۴۸۵ ق کال پورې اړوند لاسي نسخه چې عدنان بن ابراهیم لیکلې او په اصفهان کې د سید محمد علي روضاتي په کتابتون کې ساتل کیږي؛
- په ۴۹۴ ق کال پورې اړوند لاسي نسخه چې د فضل الله بن طاهر په خط ده او عکسي چاپ یې د تهران جامع جومات په ۱۴۰۲ ق کال کې خپور کړی دی؛
- ګڼ شمېر لاسي نسخې چې ۵ ق پېړۍ پورې اړوند دي اوپه حسینعلی محفوظ، کتابتون، سید هبةالدین شهرستانی کتابتون، د تهران د مدرسه عالی سپهسالار کتابتون او مرکز احیای میراث اسلامی په قم کې ساتل کیږي.[۱۴۴]
چاپ
نهج البلاغه په ایران، مصر، لبنان، سوریه او قطر کې له مختلفو شرحو او ژباړو سره په سلګونو ځله چاپ شوې ده.[۱۴۵] په ځينو څېړنو کې د نهج البلاغې تر ټولو زوړ چاپ په ۱۲۴۷ق کال کې معرفي شوی چې په تبریز کې خپور شوی دی.[۱۴۶] د نهج البلاغې له مهمو چاپونو څخه لاندینیو ته اشاره کولی شو:
- په مصر کې په ۱۳۱۷ ق کال کې چاپ د محمد حسن نائل المرصفي په تحقیق او تعلیق سره، په دوو ټوکو کې؛
- بیروت چاپ، په ۱۳۰۲ق کال کې د محمد عبده په شرحې سره؛
- بیروت چاپ په ۱۳۸۷ ق کال کې د صبحي صالحي په تصحیح سره.
- تهران چاپ په ۱۴۰۵ ق کال کې د سید علي نقي فیض الاسلام په تصحیح او ژباړې سره؛
- تهران د نهج البلاغې د بنسټ چاپ په ۱۴۱۳ ق کال کې د عزیز الله عطاردي په تصحیح سره.[۱۴۷]
مونوګراف
د نهج البلاغه په موضوع مختلف کتابونه لیکل شوې دي چې پکې لاندینیو موردونو ته اشاره کولی شو:
- «سیری در نهج البلاغه»؛ دا کتاب د هغو مقالو د ټولګو بیا لیکنه ده چې مرتضی مطهري په ۱۳۵۱ او ۱۳۵۲ ل کلونو کې په درسهای از اسلام خپرونه کې خپرولې.[۱۴۸] الهیات او ماوراءالطبیعه، سلوک او عبادت، حکومت او عدالت، اهل بیت او خلافت، او دنیا او دنیاپرستی د دغه کتاب د برخو عناوین دي.[۱۴۹] دا کتاب په مختلفو ژبو منجمله عربۍ او انګریزۍ ژباړل شوی دی.[۱۵۰]
- «شناخت ویژگیهای نهج البلاغه»؛ په دې کتاب کې ځینې بحثونه لکه، نهج البلاغې ته د ستنېدو ضرورت، د نهج البلاغې جامعیت، د نهج البلاغې د اسنادو او مدارکو ارزښت، د نهج البلاغې سلامتیا او اصالت او نورې جاذبې څېړل شوې دي.[۱۵۱] دا کتاب محمد دشتي تالیف او د امیرالمومنین(ع) فرهنګي تحقیقاتي موسسې خپور کړی دی.[۱۵۲]
- «امیرالمؤمنین و نهج البلاغه»؛ په دې کتاب کې د امام علي(ع) شخصیت، او د نهج البلاغې خطبې معرفي او د دې کتاب په اړه ځینو شبهو ته ځواب ورکړل شوی دی. همداراز په دې کتاب کې د نهج البلاغې د شارحانو او ژباړنو لړلیک وړاندې شوې دی.[۱۵۳] دا کتاب د نهج البلاغې بنسټ په ملاتړ او د عزیز الله عطاردي په هڅه تالیف او په ۱۳۷۹ ل کې خپور شوی دی.[۱۵۴]
- «کاوشی در نهج البلاغه»؛ د مختلفو لیکوالانو لکه ( محمد تقي جعفري، حسن حسن زاده آملي، عبد الله جوادي آملي و ابوالقاسم خزعلي) د مقالو ټولګه ده چې د نهج البلاغې په اړه د مختلفو لیکوالانو له مقالو ده چې نهج البلاغې بنسټ هغه په دریو ټوکو کې خپره کړې ده.[۱۵۵] یو بل کتاب په همدې نوم د سید جلیل مرتضوي دی چې د اسلامي حکومت د ځانګړتیاوو په چورلیزتوب په ۲۲۴ مخونو کې خپور شوی دی.[۱۵۶]
- «آموزش نهج البلاغه»؛دا کتاب سید مححمد مهدي جعفري تالیف او د ایران د اسلامي فرهنګ او ارشاد وزارت په ۱۳۸۰ ل کال کې خپور کړی دی.[۱۵۷]
فوټ نوټ
- ↑ مصطفوی، «معرفی نهج البلاغه»، ص۲۳.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۱۱.
- ↑ مصطفوی، رابطه نهج البلاغه و قرآن، ۱۳۸۶ش، ص ۳۲.
- ↑ استادی، کتابنامه نهج البلاغه، ۱۳۵۹ش، کل کتاب.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۹، ص۲۱۸.
- ↑ رفیعی، «اصالت علوی نهج البلاغه»، ص۱۳۱.
- ↑ محدث نوری، مستدرک الوسائل (خاتمة مستدرک الوسائل)، ۱۴۰۸ق، ج۲۱، ص۲۰۴.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ص۵۵۹.
- ↑ جعفری، سید رضی، ۱۳۷۵ش، ص۲۲.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۹، ص۲۱۸.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، مقدمه، ص۳۴.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، مقدمه، ص۳۵.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، مقدمه، ص۳۶.
- ↑ عبده، شرح نهج البلاغة، مطبعة الاستقامه، ص۱۰.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۳۲.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۴.
- ↑ وګورئ: الحسینی الخطیب، مصادر نهج البلاغة و أسانيده، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۵-۱۱۹.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۷، ص۲۱۴.
- ↑ جرداق، الامام علی(ع) صوت العدالة الانسانیة، ۲۰۱۰م، ص۲۸۲.
- ↑ الحسینی الخطیب، مصادر نهج البلاغة و أسانيده، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۸-۱۰۹.
- ↑ محییالدین، «مقدمه»، در کتاب شرح نهج البلاغه تألیف محمد عبده، ج۱، صفحه ب.
- ↑ هاشمی خویی، منهاج البراعة، ۱۴۰۰ق، ج۲۱، ص۳۷۹.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۹، ص۱۸۴؛ هاشمی خویی، منهاج البراعة، ۱۴۰۰ق، ج۲۱، ص۳۷۹؛ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۵ش، ج۱۴، ص ۳۹۵.
- ↑ نگاه کنید به: جرداق، الامام علی(ع) صوت العدالة الانسانیة، ۲۰۱۰م، ص۲۸۲؛ «نهج البلاغه از نگاه آنتوان بارا نویسنده مسیحی»، در سایت مؤسسه تحقیقات و نشر معارف اهل بیت(ع).
- ↑ جرداق، روائع نهج البلاغة، ۱۴۱۷ق، صفحه شناسنامه کتاب.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: «ماجرای مسلمان شدن یک آمریکایی به برکت نهج البلاغه»، در خبرگزاری حوزه؛ «اظهارات خواندنی جوان اروپایی که شیعه شد»، در سایت بنیاد بین المللی استبصار؛ «مسلمان شدن ۸۰ سرخپوست با نهج البلاغه»، در پایگاه خبری صاحب نیوز؛ «پدر و مادرم از طریق نهج البلاغه مسلمان شدند»، در خبرگزاری ایسنا؛ «آشنایی با آموزههای متعالی نهج البلاغه زمینهساز تشرف یک جوان اهل کوزوو به تشیع بود»، در خبرگزاری بین المللی قرآن.
- ↑ وګورئ: «مسلمان شدن پروفسور لگنهاوزن با مطالعه نهج البلاغه»، در سایت آپارات؛ «پروفسور محمد لگنهاوزن چگونه مسلمان و شیعه شد؟»، در سایت یوتیوب.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۳۹.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۱۵۳.
- ↑ «بندی از شرح نهج البلاغه ابن ابیالحدید»، وبگاه کتابخانه و موزۀ ملی مَلِک.
- ↑ عقاد، عبقریة الإمام علی، ۱۴۳۱ق، ص۱۲۷.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۴۴.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۴۵.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۴۴.
- ↑ جوادی آملی، «تفسیر سوره جمعه جلسه ۱۰».
- ↑ وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ص۳۹-۳۵۹.
- ↑ شهیدی، «مقدمه»، در نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، ص ید.
- ↑ شهیدی، «مقدمه»، در نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، ص ید.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۱۹.
- ↑ ابنمیثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۱.
- ↑ وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۳، ص۴۸-۴۹.
- ↑ وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۳، ص۴۹-۵۰.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۸۳، ص۱۰۷-۱۱۴.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ذیل خطبه ۸۳، ص۱۱۴.
- ↑ هاشمی خویی، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۰ق، ج۶، ص۷۰.
- ↑ هوشیار، و جلیل تجلیل، «بررسی تطبیقی سیمانی انسان کامل در خطبۀ متقین نهج البلاغه و آثار عزیزالدین نسفی»، ص۲۰.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار شهید مطهری، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۳۶۰.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۶.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۱۹.
- ↑ شهیدی، «مقدمه»، در نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، ص یه.
- ↑ بهشتی، و پیام صدریه، «اخلاق سیاسی در نامههای نهج البلاغه»، ص۱۲.
- ↑ شهیدی، «مقدمه»، در نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، ص یه.
- ↑ وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ص۴۶۹-۵۵۹.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ص۴۶۹.
- ↑ وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ص۵۱۵.
- ↑ وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ص۵۱۷-۵۲۰.
- ↑ ابراهیم، «مقدمه»، در شرح نهج البلاغه، تألیف ابنابیالحدید، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۷.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۴-۲۵.
- ↑ مصطفوی، «معرفی نهج البلاغه»، ص ۳۵-۳۶.
- ↑ شوشتری، بهج الصباغه فی شرح نهج البلاغه ، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۲۰.
- ↑ شوشتری، بهج الصباغه فی شرح نهج البلاغه، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۲۰-۲۲.
- ↑ مهریزی، آشنایی با متون حدیث و نهج البلاغه، ۱۳۷۷ش، ۱۵۹.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۲.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۵.
- ↑ محمودی، نهج السعاده، ۱۴۱۸ق، کل کتاب.
- ↑ کاشف الغطاء، مستدرک نهج البلاغه، مکتبة الاندلس، بخش مدارک نهج البلاغه و دفع الشبهات عنه، ص۱۹۳-۲۶۹.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۶.
- ↑ نعمه، مصادر نهج البلاغه، ۱۳۹۲ق، کل کتاب.
- ↑ دشتی، اسناد و مدارک نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، کل کتاب.
- ↑ دشتی، روات و محدثین نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، کل کتاب
- ↑ استادی، بحثی کوتاه پیرامون مدارک نهج البلاغه، ۱۳۹۶ق، کل کتاب.
- ↑ الحسینی الخطیب، مصادر نهج البلاغة و اسانیده، ۱۴۰۹ق، کل کتاب.
- ↑ دینپرور، «نهج البلاغه، منشور جاودان»، ص۶۰و۶۴.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۷.
- ↑ وګورئ: حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۸.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۷.
- ↑ «گذری بر نهج البلاغه، در گفتوگو با آیتالله جعفر سبحانی»، ص۴۵.
- ↑ فیضالاسلام، ترجمه و شرح نهج البلاغه، ۱۳۷۹ش، صفحه شناسنامه.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، ترجمه عبدالمحمد آیتی، ۱۳۷۸ش، صفحه شناسنامه.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، ترجمه محمدتقی جعفری، ۱۳۸۰ش، صفحه شناسنامه.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، ترجمه محمد دشتی، ۱۳۷۹ش، صفحه شناسنامه.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، ترجمه محمدمهدی فولادوند، ۱۳۸۰ش، صفحه شناسنامه.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغه، ترجمه حسین انصاریان، ۱۳۸۸ش، صفحه شناسنامه.
- ↑ «صفارزاده نهج البلاغه را به سه زبان ترجمه کرد»، در پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۸.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۸-۷۹.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۸.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۳.
- ↑ بروجردی، و علی صدرایی خویی، «شرحهای نهج البلاغه»، ص۱۱۹.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۷۳.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، کل کتاب.
- ↑ بروجردی، و علی صدرایی خویی، «شرحهای نهج البلاغه»، ص۱۲۴.
- ↑ ابنمیثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، کل کتاب.
- ↑ هاشمی خویی، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۰ق، کل کتاب.
- ↑ قطب راوندی، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۶ق، کل کتاب.
- ↑ قطبالدین کیدری، حدائق الحقائق فی شرح نهج البلاغة، ۱۴۱۶ق، کل کتاب.
- ↑ جعفری، ترجمه و تفسیر نهج البلاغه، ۱۳۷۶ش، کل کتاب.
- ↑ فیضالاسلام، ترجمه و شرح نهج البلاغه، ۱۳۷۹ش، کل کتاب.
- ↑ نواب لاهیجی، شرح نهج البلاغه، ۱۳۷۹ش، کل کتاب.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۵ش، کل کتاب.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۸.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۸.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۸.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۲۸.
- ↑ کاشف الغطاء، مستدرک نهج البلاغه، مکتبة الاندلس، ص۱۶-۱۹۲.
- ↑ موسوی، تمام نهج البلاغه، ۱۴۲۶ق، کل کتاب.
- ↑ محمودی، نهج السعاده، ۱۴۱۸ق، کل کتاب.
- ↑ تمبرهای ایران، ۱۳۸۷ش، ص۱۹.
- ↑ دینپرور، «نهج البلاغه، منشور جاودان»، ص۶۱.
- ↑ «نهج البلاغه پارسی در بوته نقد»، ص۹۸.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار شهید مطهری، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۳۴۷-۳۵۱.
- ↑ دینپرور، «نهج البلاغه، منشور جاودان»، ص۶۱-۶۲.
- ↑ «مروری بر شناسنامه رشته علوم و معارف نهج البلاغه در کشور»، در سایت انجمن علمی مطالعات نهج البلاغه ایران.
- ↑ وګورئ: سایت فصلنامه: www.nahjmagz.ir
- ↑ وګورئ: سایت پژوهشنامه نهج البلاغه.
- ↑ دینپرور، «نهج البلاغه، منشور جاودان»، ص۶۲.
- ↑ وګورئ: مطهری، عدل الهی، ۱۳۷۶ش، ص۲۱۲؛ منتظری، درسهایی از نهج البلاغه، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۳.
- ↑ منتظری، درسهایی از نهج البلاغه، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۳.
- ↑ «منهج النور (دانشنامه علوی)»، ص۱۶۴.
- ↑ سجادی، «معرفی CD نهج البلاغه حوزه علمیه اصفهان»، ص۲۲۶-۲۲۷.
- ↑ زمانی، «آشنایی با نهادهای علمی و فرهنگی، بنیاد نهج البلاغه»، ص۳۴.
- ↑ ربیعی، «بنیاد نهج البلاغه»، ص۴۳۹.
- ↑ ابنخلکان، وفیات الأعیان، ۱۹۰۰م، ج۳، ص۳۱۳؛ یافعی، مرآة الجنان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۳.
- ↑ ابنحجر عسقلانی، لسان المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۲۳.
- ↑ وګورئ: دوانی، «سید رضی مؤلف نهج البلاغه»، ص۱۱۷-۱۲۵.
- ↑ عطاردی، «مقدمه»، در کتاب شرح نهج البلاغه، ۱۳۷۵ش، ص۱۴.
- ↑ شهرستانی، ما هو نهج البلاغه، ۱۹۶۱م، ص۱۳.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۳۹۸.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۱۲۷.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۱۲۸.
- ↑ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۲۷۷.
- ↑ بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۳، ص۱۱۸.
- ↑ شهرستانی، ما هو نهج البلاغه، ۱۹۶۱م، ص۲۱.
- ↑ یعقوبی، مشاکلة الناس لزمانهم، ۱۹۸۰م، ص۱۵.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۱۹.
- ↑ حَرّانی، تُحَف العُقول، ۱۴۰۴ق، ص۶۱.
- ↑ مصطفوی، «معرفی نهج البلاغه»، ص۳۳.
- ↑ مصطفوی، «معرفی نهج البلاغه»، ص۳۳-۳۵.
- ↑ «نهجالبلاغه ایلخانان»، کتابخانه و موزه ملی ملک.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۸۳.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۸۳.
- ↑ وګورئ: طباطبایی، «المُتَبَقّی من مخطوطات نهج البلاغة حتی نهایة القرن الثامن»، کل مقاله؛ طباطبایی، «ما تبقّی من مخطوطات نهج البلاغه»، کل مقاله؛ طباطبایی، «في رحاب نهج البلاغة»، کل مقاله.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۸۴-۸۵.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۸۰.
- ↑ وګورئ: طباطبایی، «في رحاب نهج البلاغة»، ص۲۴.
- ↑ حافظیان بابلی، «نهج البلاغه»، ص۸۰.
- ↑ مطهری، سیری در نهج البلاغه، ۱۳۷۹ش، ص۱۷–۱۸.
- ↑ مطهری، سیری در نهج البلاغه، ۱۳۷۹ش، فهرست کتاب.
- ↑ وګورئ: مطهری، فی رحاب نهج البلاغه، ترجمه الدار الاسلامیه، ۱۴۱۳ق، شناسنامه کتاب؛ مطهری، Glimpses of the Nahj al-Balaghah، ترجمه سید علی قلی قرائی، ۱۳۹۲ش، شناسنامه کتاب.
- ↑ دشتی، شناخت و ویژگیهای نهج البلاغه، ۱۳۹۲ش، فهرست کتاب.
- ↑ دشتی، شناخت و ویژگیهای نهج البلاغه، ۱۳۹۲ش، شناسنامه کتاب.
- ↑ عطاردی، امیرالمؤمنین(ع) و نهج البلاغه، ۱۳۷۹ش، فهرست کتاب.
- ↑ عطاردی، امیرالمؤمنین(ع) و نهج البلاغه، ۱۳۷۹ش، شناسنامه کتاب.
- ↑ گروهی از مؤلفان، کاوشی در نهج البلاغه، ۱۴۰۱ش، شناسنامه کتاب.
- ↑ مرتضوی، کاوشی در نهج البلاغه، ۱۴۰۰ش، شناسنامه کتاب.
- ↑ جعفری، آموزش نهج البلاغه، ۱۳۸۰ش، شناسنامه کتاب.
سرچينې
- «آشنایی با آموزههای متعالی نهج البلاغه زمینهساز تشرف یک جوان اهل کوزوو به تشیع بود»، در خبرگزاری بین المللی قرآن، تاریخ درج: ۵ مرداد ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغة لابنابیالحدید، قم، کتابخانه عمومی آیتالله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان المیزان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- ابنخلکان، احمد بن محمد، وفیات الأعیان و أنباء الزمان، بیروت، دار صادر، ۱۹۰۰م.
- ابنمیثم بحرانی، میثم بن علی، شرح نهج البلاغه، تهران، دفتر نشر کتاب، ۱۴۰۴ق.
- استادی، رضا، بحثی کوتاه پیرامون مدارک نهج البلاغه، قم، دار التبلیغ، ۱۳۹۶ق.
- استادی، رضا، کتابنامه نهج البلاغه، تهران، بنیاد نهج البلاغه، ۱۳۵۹ش.
- «اظهارات خواندنی جوان اروپایی که شیعه شد»، در سایت بنیاد بین المللی استبصار، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- الحسینی الخطیب، سید عبدالزهراء، مصادر نهج البلاغة وأسانیده، بیروت، دار الزهراء، ۱۴۰۹ق.
- امین، محسن، أعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶ق.
- بحرالعلوم، محمدمهدی بن مرتضی، الفوائد الرجالیه، تهران، مکتبة الصادق(ع)، ۱۳۶۳ش.
- بروجردی، مصطفی، و علی صدرایی خویی، «شرحهای نهج البلاغه»، در جلد ۱۲ از دانشنامه امام علی(ع)، تهران، مرکز نشر آثار پژوهشگاه فرهنگ و اندیشۀ اسلامی، ۱۳۸۰ش.
- «بندی از شرح نهج البلاغه ابن ابیالحدید»، وبگاه کتابخانه و موزۀ ملی مَلِک، تاریخ بازدید: ۲۱ فروردین ۱۴۰۰ش.
- بهشتی، احمد، و پیام صدریه، «اخلاق سیاسی در نامههای نهج البلاغه»، در فصلنامه پژوهشهای نهج البلاغه، شماره ۳۰، پاییز ۱۳۸۹ش.
- «پدر و مادرم از طریق نهج البلاغه مسلمان شدند»، در خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج: ۲۸ مهر ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «پروفسور محمد لگنهاوزن چگونه مسلمان و شیعه شد؟»، در سایت یوتیوب، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- تمبرهای ایران، قم، مؤسسه فرهنگی و اطلاعرسانی تبیان، ۱۳۸۷ش.
- جرداق، جورج، الامام علی صوت العدالة الانسانیة، بیروت، دار مکتبة الحیاة، ۲۰۱۰م.
- جرداق، جورج، روائع نهج البلاغة، بیروت، مرکز الغدير للدراسات الإسلامية، ۱۴۱۷ق.
- جعفری، سید محمدمهدی، آموزش نهج البلاغه، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۰ش.
- جعفری، سید محمدمهدی، سیدرضی، تهران، طرح نو، ۱۳۷۵ش.
- جعفری، محمدتقی، ترجمه و تفسیر نهج البلاغه، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۷۶ش.
- جوادی آملی، عبدالله، «تفسیر سوره جمعه جلسه ۱۰»، در سایت دفتر مرجعیت آیتالله العظمی جوادی آملی، تاریخ درج: ۲۷ فروردین ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۱۸ مرداد ۱۴۰۳ش.
- حافظیان بابلی، ابوالفضل، «نهج البلاغه»، در جلد ۱۲ از دانشنامه امام علی(ع)، تهران، مرکز نشر آثار پژوهشگاه فرهنگ و اندیشۀ اسلامی، ۱۳۸۰ش.
- حرانی، ابن شعبه، تحف العقول عن آل الرسول،تحقیق علیاکبر غفاری، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۰۴ق.
- دشتی، محمد، اسناد و مدارک نهج البلاغه، قم، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۸ش.
- دشتی، محمد، روات و محدثین نهج البلاغه، قم، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۸ش.
- دشتی، محمد، شناخت و ویژگیهای نهج البلاغه، قم، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۹۲ش.
- دوانی، علی، «سید رضی مؤلف نهج البلاغه»، در کتاب مقالاتی پیرامون نهج البلاغه و گردآورنده آن، تهران، بنیاد نهج البلاغه، ۱۳۷۳ش.
- دینپرور، سید جمالالدین، «نهج البلاغه، منشور جاودان»، پژوهشهای نهج البلاغه، شماره ۲ و ۳، زمستان ۱۳۸۰ش.
- ربیعی، منیژه، «بنیاد نهج البلاغه»، در جلد ۴ دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- رفیعی، بهروز، «اصالت علوی نهج البلاغه»، در مجله روششناسی علوم انسانی، شماره ۲۶، بهار ۱۳۸۰ش.
- رفیعی، بهروز، «اصالت علوی نهج البلاغه»، فصلنامه روششناسی علوم انسانی، شماره ۲۶، بهار ۱۳۸۰ش.
- زمانی، کریم، «آشنایی با نهادهای علمی و فرهنگی، بنیاد نهج البلاغه»، در مجله کیهان فرهنگی، شماره ۳۱، مهر ماه ۱۳۶۵ش.
- سایت پژوهشنامه نهج البلاغه، تاریخ بازدید: ۱۸ مرداد ۱۴۰۳ش.
- سجادی، سید احمد، «معرفی CD نهج البلاغه حوزه علمیه اصفهان»، مجله پژوهش و حوزه، شماره ۳، پاییز ۱۳۷۹ش.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، ترجمه حسین انصاریان، تهران، پیام آزادی، ۱۳۸۸ش.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، ترجمه عبدالمحمد آیتی، تهران، دفتر فرهنگ نشر اسلامی، ۱۳۷۸ش.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، ترجمه محمد دشتی، قم، مشهور، ۱۳۷۹ش.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، ترجمه محمدتقی جعفری، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۸۰ش.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران، صائب، ۱۳۸۰ش.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
- شوشتری، محمدتقی، بهج الصباغة فی شرح نهج البلاغه، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۶ش.
- شهرستانی، سید هبةالدین، ما هو نهج البلاغه، دار الثقافه، ۱۹۶۱م.
- شهیدی، سید جعفر، «مقدمه»، در نهج البلاغه، تألیف سید رضی، تهران، شرکت انتشارات تهران، علمی و فرهنگی، ۱۳۷۸ش.
- «صفارزاده نهج البلاغه را به سه زبان ترجمه کرد»، در پایگاه اطلاعرسانی حوزه، تاریخ درج: ۶ شهریور ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۳ش.
- صفدی، صلاح الدین، الوافی بالوفیات، تحقیق: احمد الارناؤوط و تركی مصطفى، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۴۲۰ق.
- طباطبایی، «المُتَبَقّی من مخطوطات نهج البلاغة حتی نهایة القرن الثامن»، تراثنا، شماره ۵، شوال-ذوالحجة ۱۴۰۶ق.
- طباطبایی، «ما تَبقّی من مخطوطات نهج البلاغه»، تراثنا، شماره ۷و۸، ربیعالثانی-رمضان ۱۴۰۶ق.
- طباطبایی، السید عبدالعزیز، «فی رحاب نهج البلاغة»، تراثنا، شماره ۲۹، شوال-ذوالحجة ۱۴۱۲ق.
- عبده، محمد، شرح نهج البلاغة، تصحیح محمدمحیی الدین عبدالحمید، قاهره، مطبعة الاستقامه، بی تا.
- عطاردی، عزیزالله، «مقدمه»، در کتاب شرح نهج البلاغه تألیف یکی از علمای قرن هشتم، قم، عطارد، ۱۳۷۵ش.
- عطاردی، عزیزالله، امیرالمؤمنین(ع) و نهج البلاغه، تهران، عطارد، ۱۳۷۹ش.
- عقاد، عباس محمود، عبقریة الإمام علی، بیروت، المکتبة العصریه، ۱۴۳۱ق.
- فیضالاسلام، سید علینقی، ترجمه و شرح نهج البلاغه، تهران، مؤسسه چاپ و نشر، ۱۳۷۹ش.
- قطب راوندی، سعید بن هبةالله، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، ۱۴۰۶ق.
- قطبالدین کیدری، محمد بن حسین، حدائق الحقائق فی شرح نهج البلاغة، قم، بنیاد نهج البلاغه، ۱۴۱۶ق.
- قفطی، على بن يوسف، إنباه الرواة على أنباه النحاة، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهيم، بیروت، المكتبة العصرية، ۱۴۲۴ق.
- کاشف الغطاء، هادی، مستدرک نهج البلاغه، بیروت، مکتبة الاندلس، بیتا.
- «گذری بر نهج البلاغه، در گفتوگو با آیتالله جعفر سبحانی»، در مجله قَبَسات، شماره ۱۹، بهار ۱۳۸۰ش.
- گروهی از مؤلفان، کاوشی در نهج البلاغه، تهران، بنیاد نهج البلاغه، ۱۴۰۱ش.
- مؤیدی، ابوالحسن، «راهنمای پژوهش و تحقیق در نهج البلاغه»،فصلنامه مطالعات تفسیری، شماره ۱، بهار ۱۳۸۹ش.
- مهریزی، مهدی، آشنایی با متون حدیث و نهج البلاغه، قم، مرکز جهانی علوم اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- «ماجرای مسلمان شدن یک آمریکایی به برکت نهج البلاغه»، در خبرگزاری حوزه، تاریخ درج: ۱۹ فروردین ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- ماهنامه رهآورد نور، «لوح فشرده موسوعه نهج البلاغه»، ماهنامه رهآورد نور، شماره ۱۳، شهریور ۱۳۷۹ش.
- محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مُستَدرَک الوسائل و مُستَنبَط المسائل، بیروت، مؤسسة آلالبیت لإحیاء التراث، ۱۴۰۸ق.
- محمودی، محمدباقر، نهج السعادة فی مستدرک نهج البلاغه، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۸ق.
- محییالدین، محمد، «مقدمه»، در کتاب شرح نهج البلاغه تألیف محمد عبده، قاهره، الاستقامه، بیتا.
- مرتضوی، سید جلیل، کاوشی در نهج البلاغه، تهران، دار العرفان، ۱۴۰۰ش.
- «مروری بر شناسنامه رشته علوم و معارف نهج البلاغه در کشور»، در سایت انجمن علمی مطالعات نهج البلاغه ایران، تاریخ بازدید: ۱۸ مرداد ۱۴۰۳ش.
- مسعودی، علی بن الحسین، مروج الذهب، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجره، ۱۴۰۹ق.
- «مسلمان شدن ۸۰ سرخپوست با نهج البلاغه»، در پایگاه خبری صاحب نیوز، تاریخ درج: ۱۷ شهریور ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- «مسلمان شدن پروفسور لگنهاوزن با مطالعه نهج البلاغه»، در سایت آپارات، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- مصطفوی، سید جواد، رابطه نهج البلاغه و قرآن، تهران، بنیاد نهج البلاغه، ۱۳۸۶ش،
- مصطفوی، سید جواد، «معرفی نهج البلاغه»، مجله مشکات، شماره ۱، پاییز ۱۳۶۱ش.
- مطهری، مرتضی، Glimpses of the Nahj al-Balaghah، ترجمه سید علی قلی قرائی، تهران، مجمع جهانی اهلبیت(ع)، ۱۳۹۲ش.
- مطهری، مرتضی، سیری در نهج البلاغه، تهران، صدرا، ۱۳۷۹ش.
- مطهری، مرتضی، عدل الهی، تهران، صدرا، ۱۳۷۶ش.
- مطهری، مرتضی، فی رحاب نهج البلاغه، ترجمه الدار الاسلامیه، بیروت، الدار الاسلامیه، ۱۴۱۳ق.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار شهید مطهری، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۷۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۳۷۵ش.
- منتظری، حسینعلی، درسهایی از نهج البلاغه، تهران، انتشارات سرایی ۱۳۸۳ش.
- «منهج النور (دانشنامه علوی)»، در فصلنامه پژوهش و حوزه، شماره ۱۵، پاییز ۱۳۸۲ش.
- موسوی، سید صادق، تمام نهج البلاغه، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۲۶ق.
- نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، تحقیق سید موسی شبیری زنجانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۵ش.
- نعمه، عبدالله، مصادر نهج البلاغه، نجف، مکتبة الروضة الحیدریه، ۱۳۹۲ق.
- نواب لاهیجی، میرزا محمدباقر، شرح نهج البلاغه، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۷۹ش.
- «نهج البلاغه پارسی در بوته نقد»، فصلنامه پژوهشهای نهج البلاغه، شماره ۱، پاییز ۱۳۸۰ش.
- «نهج البلاغه از نگاه آنتوان بارا نویسنده مسیحی»، در سایت مؤسسه تحقیقات و نشر معارف اهل بیت(ع)، تاریخ درج: ۱۹ آذر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۳ش.
- هاشمی خویی، میرزا حبیبالله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، تهران، مکتبة الاسلامیة، ۱۴۰۰ق.
- هوشیار، یاسر، و جلیل تجلیل، «بررسی تطبیقی سیمانی انسان کامل در خطبۀ متقین نهج البلاغه و آثار عزیزالدین نسفی»، در مجله پژوهشهای نهج البلاغه، شماره ۴۶، پاییز ۱۳۹۴ش.
- یافعی، عبدالله بن اسعد، مرآة الجنان و عبرة الیَقَظان فی معرفة ما معتبر من حوادث الزمان، بیروت، دار الکتب العملیة، ۱۴۱۷ق.
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، مُشاکَلة الناس لِزَمانِهِم، تحقیق وِلْیَم مِلْوَرد، بیروت، دار الکتاب الجدید، ۱۹۸۰م.