روح الله (لقب)
روح الله د عیسی(ع) لقبونو څخه یو لقب دی چې په ډیرو احادیثو[۱] او د شیعو د زیارت نامې کې په واضح ډول ذکر شوی دی لکه «السَّلَامُ عَلَى عِيسَى رُوحِ اللَّهِ»[۲] د روح الله معنی د خدای روح لرونکی ده. د سورة النساء په 171 آیت کې د عیسی(ع) دغه لقب بې ته څرګندې وینا ذکر شوی دی، «إِنَّمَا الْمَسِیحُ عِیسَی ابْنُ مَرْیَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَ کَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَی مَرْیَمَ وَ رُوحٌ مِنْهُ؛ مسیح عیسی د مریم زوی یوازې د خدای رسول او د هغه کلام دی او هغه د هغه روح دی چې بی بی مریم(ع) ته یې الهام ورکړی دی».
د دې دلیل په اړه چې ولې عیسی ته د «روح الله» لقب ورکړل شو، څو لاملونه یې بیان شوي دي: هغه د خدای په حکم زیږیدلی، نه له نطفې څخه،[۳] د هغه په واسطه د دین بیا راژوندي کول،[۴] د مړو ژوندي کول،[۵] او د بندګانو لپاره د رحمت سرچینه (روح د رحمت په معنې).[۶]
د «روح» «خدا»، ته اضافه کول «تشریفی اضافه» ده؛ یعنی یو قدرمن او باعزته روح چې د «روح الله» ویلو مستحق دی. «روح الله» د دې حقیقت څرګندونه کوي چې انسان مادي اړخ لري، خو د معنوي او روحاني لحاظه د الهي روح لرونکی دی.[۷]
روح الله د خلکو د نوم په توګه هم کارول کیږي. په دې نوم یو له مشهورو کسانو څخه د اسلامي جمهوریت بنسټ ایښودونکی امام خمیني دی.
فوټ نوټ
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۰۶، ح۱؛ صفار قمی، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۱۸
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۷؛ ابن طاووس، مصباح الزائر، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۶.
- ↑ طبرسی، تفسیر جوامع الجامع (فارسی)، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۲۱؛ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ج۶، ص ۳۵۹.
- ↑ طبرسی، تفسیر مجمع البیان (فارسی)، چاپ اول، ج۴، ص۵۶.
- ↑ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ج۴، ص۲۵۶.
- ↑ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ج۶، ص ۳۵۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج ۱۷، ص۱۲۷ - ۱۲۸.
سرچينې
- قرآن کریم.
- سید بن طاووس، سید علی بن موسی، مصباح الزائر، تحقیق: مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، قم، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- صفار قمی، أبو جعفر محمّد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد، تحقیق: محسن کوچه باغی التبریزی، قم، مکتبة آیةاللّه المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع (فارسی)، ترجمه: احمد امیری شادمهری، مشهد، آستان قدس رضوی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر مجمع البیان (فارسی)، ترجمه: حسین نوری و محمد مفتح، تهران، فراهانی، چاپ اول.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق: احمد حبیب قصیر العاملی، مکتب الاعلام الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- کلینی، محمّد بن یعقوب، الکافی، تحقیق: علیاکبر غفّاری، تهران، دار الکتب الإسلامیّة، چاپ پنجم، ۱۳۶۳ش.
- مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تحقیق: جواد قیومی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.