سهمین

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

د سَهْمَیْن مطلب دی دوه سهمه، دا په خمس کې دوو سهمو یا ونډو، سهم امام او سهم سادات ته اشاره لري.[۱] سهم په لغت کې د برخې[۲] او ونډې په معنا دی.[۳]

شیعه فقیهان باوري دي چې خمس په دوو کلي برخو، سهم امام (د امام برخه) او سهم سادات (د سادات برخه) ویشل کیږي.[۴]

  • د ساداتو سهم جامع الشرایط مجتهد ته یا د هغه په امر فقیر سید یا یتیم سید یا داسې سید ته چې په لاره کې پاتې راغلی ورکول کیږي.
  • سهم امام یا د امام برخه د معصوم امام د غیبت په زمانه کې جامع الشرایط مجتهد ته ورکول کیږي یا په هغه لاره کې چې هغه یې اجازه ورکړي لګول کیږی.[۵]

شیخ طوسي په المبسوط کې[۶] شهید اول په لمعه دمشقیه[۷] او شهید ثاني په شرح لمعه[۸] کې چې درې واړه شیعه فقیهان دي خمس د خمس د آیت په اساس په شپږو ډولونو تقسیم کړی دی او هغه یې د شیعه مشهور قول ګڼلی دی؛[۹] البته دغه شپږ برخې هم دوو برخو ته راګرځي؛ درې برخې یا سهمونه یې یعني د خدای، پېغمبر او ذي القربی سمهونه یې د امام لپاره او درې نور یعنې د یتیمانو، فقیرانو او په لاره کې د پاتې کسانو سهمونه یې د پېغمبر د نزدیکانو او خپلوانو (ص) لپاره دي چې ورته سهم سادات ( د سیدانو برخه) ویل کیږي.[۱۰]

د خمس د دوه ګوني ویش سبب روایتونه دي.[۱۱] امام موسی بن جعفر(ع) په یو روایت کې خمس توضیح کړی دی، یو سهم یې د واکمن (امام) لپاره او بل یې د پېغمبر(ص) له نزدیکانو (سیدانو) څخه د یتیمانو، بې وزلانو او په لاره کې د پاتې کسانو لپاره ټاکلی دی.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. محقق حلی، المختصر، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۶۳.
  2. بستانی، فرهنگ ابجدی، ۱۳۷۵ش، ص۵۰۳، ذیل واژه سهم.
  3. ابن‌فارس، معجم مقاییس اللغه، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۱۱، ذیل واژه سهم.
  4. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۳۰۳.
  5. امام خمینی، توضیح المسائل، بخش خمس، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۵۹.
  6. شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الإمامیة، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۶۲.
  7. شهید اول، اللمعه الدمشقیه، ۱۴۱۰ق، ص۵۵.
  8. شهید ثانی، الروضه البهیه، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۷.
  9. شهید ثانی، الروضه البهیه، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۷.
  10. مغنیه، فقه الصادق(ع)، ۱۴۲۱ ق، ج۲، ص۲.
  11. نجف‌آبادی، الخمس و الانفال، بی‌تا، ص۲۶۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۸۵.
  12. حر عاملی، تکملة الوسائل، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۴۶.

سرچيڼې

  • ابن‌فارس، احمد بن فارس، معجم مقاییس اللغة، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ هشتم.
  • بستانی، فواد افرام، فرهنگ ابجدی، تهران، اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، الفصول المهمه فی اصول الائمه -تکمله الوسائل، مؤسسه معارف اسلامی امام رضا علیه‌السلام، ایران.
  • شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة فی فقه الإمامیة، محمدتقی مروارید، بیروت، دار التراث- الدار الإسلامیة، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضه البهیه، شرح سلطان العلماء، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۱۲ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم،العروة الوثقی فیما تعم به البلوی، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، المختصر، قم، مؤسسه المطبوعات الدینیه، چاپ ششم، ۱۴۱۸ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فقه الامام الصادق (ع)، مؤسسه انصاریان، قم، ۱۴۲۱ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، .۱۴۰۴ق.
  • منتظری، حسینعلی، الخمس و الانفال، قم، ۱۴۳۱ق.