ذوی القربی

د wikishia لخوا

ذَوِی‌القُربی د پیغمبر(ص)نږدې خپلوانو ته اشاره کوي، څوک چې په قرآن کې د دوی ملګرتیا د پیغمبر(ص) ماموریت ته د اجر په توګه معرفي شوې. د شیعه او سني روایتونو پر بنسټ، علي بن ابي طالب(ع)، فاطمه(س)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) د ذوی‌القربی مثالونه دي.

مفهوم پیژنه

ذوی‌القربی د نږدې خپلوانو معنی لري. په قرآن کې د القربی کلمه د ذی[۱] ذوی[۲] او اولی سره[۳] په «قُلْ لا أَسْئَلُکمْ عَلَیهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبی»[۴] آیت کې د اضافي پرته راغلی دی. د اهل سنت مفسر او لغت پوه زمخشری، په دې آیت کې د القربي څخه موخه د قربی اهل ګني.[۵]

القربي په قرآن کې د خپلوانو او نږدی په معنی کې کارول شوی دی.[۶] قرب په لغت کې وخت او ځای د نږدې کیدو په نسبت معنی لري.[۷] د حدیثونو پر بنسټ، القربی د مودت آیت اهلبیت(ع) ته او د خمس په آیت کې[۸] او د فیء آیت[۹][د پیغمبر خپلوان] فقیرانو ته تفسیر شوي دی.

مثال پوهنه

د شیعه‌ګانو له نظره د ذوی‌القربی موخه په دغه آیت کې «قُلْ لا أَسْئَلُکمْ عَلَیهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبی»[۱۰]،معصوم امام(ع) ده[۱۱] او حضرت فاطمی(س) ته هم په برخه نېسي[۱۲] همداسی د اهل سنت او اهل تشیع په تفسیری او روائی سرچینوکې امام علي(ع)، فاطمه(س)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) د القربي مثالونه معرفي شوي دی. [۱۳]


د اهل سنت ځینې مفسرینو په وینا؛ دا آیت قریش ته په خطاب کې دی. خدای پیغمبر ته امرکړی دی له قریش څخه غوښتنه وکړئ که دوی باور ونلري، د اړیکې او خپلوانۍ لامله د هغه سره دښمني ونه کړي.[۱۴] همدغسې د یو روایت په وینا؛ دا آیت انصار ته په خطاب کې دی چې د سلمی بنیت زید نجار، د عبدالمطلب مور او د آمني د پیامبر مور ماماګاني له اړح څخه تړاو لري. دوی پیغمبر ته ځینی مالونه راوړی، مګر دا آیت نازل شو او پیغمبر د دوی مالونه رد کړه.[۱۵]

د فقهی حکمونه

د ذوی القربي پورې اړوند ځینې فقهي حکمونه په لاندې ډول دي:

  • د ذوی‌القربی برخه په فیء کې: ذوی‌القربی د شپږ مواردو فیء له مصارفو څخه(چې له جګړې پرته مسلمانانو لاس ته راځی) ګنل کیږی.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. سوره بقره آیه ۸۳.
  2. سوره بقره آیه ۱۷۷.
  3. سوره توبه آیه۱۱۳.
  4. سوره شوری، آیه۲۳.
  5. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۱۹.
  6. د مثال په توګه، وګورئ: راغب، المفردات فی غریب القرآن، ۱۴۱۲ق، ص۶۶۳-۶۶۴.
  7. راغب، المفردات فی غریب القرآن، ۱۴۱۲ق، ص۶۶۳-۶۶۴؛ ابن فارس، مقاییس اللغة، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۸۰.
  8. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۹، ص۵۰۹-۵۲۰.
  9. مکارم شیرازي ته وګوره، تفسیر نمونه، ج۲۳، ص۵۰۵-۵۰۴.
  10. سوره شوری، آیه۲۳.
  11. قمی، جامع الخلاف و الوفاق، ۱۳۷۹ش، ص۲۳۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۶، ص۸۶-۸۷.
  12. خویی، مستند العروة، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۳۰۷-۳۰۸.
  13. د مثال په توګه، وګورئ: ابن حنبل، فضائل الصحابه، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۸۳۳؛ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۱۲۹؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۴۰۲؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۷؛ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۲۲.
  14. ابن کثیر، تفسیر ابن کثیر، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۱؛ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۳۱-۳۰.
  15. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۳۱.
  16. سید مرتضی، رسائل شریف مرتضی، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۶.
  17. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۸۴؛ ابن براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۸۰.
  18. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ج۲۳، ص۵۰۲.

سرچینې

  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالله عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن براج طرابلسی، عبدالعزیز، المهذب، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۶ق.
  • ابن حنبل، احمد، فضائل الصحابه، قاهره،‌ دار ابن الجوزی، ۱۴۳۰ق.
  • ابن فارس، مقاییس اللغة، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر ابن کثیر، تحقیق یوسف عبدالرحمن مرعشی، بیروت، دارالمعرفه للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، ۱۴۰۹ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، مستند العروة، قم، لطفی، ۱۳۶۴ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بیروت،‌ دار الشامیة، ۱۴۱۲ق.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، رسايل الشریف المرتضی، تصحیح: سید مهدی رجائی، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، قم، کتابخانه آیة الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • قمی، علی بن محمد، جامع الخلاف و الوفاق، قم، زمینه‌سازان ظهور امام زمان، ۱۳۷۹ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ق.