د امام مهدي(عج) غیبت

د wikishia لخوا

د امام مهدي(عج) غیبت د دولس امامي شیعوو له خاصو عقایدو څخه دی چې د شیعو د دولسم امام حضرت امام مهدي(عج) پټ ژوند ته اشاره کوي.

د شیعه تعلیماتو له مخې امام مهدي(عج) دوه غیبتونه لري: یو لنډ غیبت چې ۶۹ کاله یې دوام وکړ او بل اوږد غیبت چې د هغه حضرت تر ظهور پورې به دوام وکړي. د شیعو له نظره امام مهدي(ع) له شیعو سره د لنډ مهاله غیبت په وخت کې د هغو کسانو له لارې چې د نواب اربعه په نامه یادیږي اړیکه درلوده. خو د امام د اوږد غیبت په وخت کې له خلکو سره د هغوي څرګندې اړیکي پرې شوې او شیعه باید د دیني چارو لپاره د شیعه حدیث نقلوونکو عالمانو ته مراجعه وکړي. البته په شیعه روایتونو کښې امام د غیبت په وخت کښې د ورېځې شاته د لمر سره تشبیه شوی دی او خلک تل د هغه له وجوده ګټه پورته کوي. د غیبت د علت په اړه د شیعه امامانو په روایتونو کې ځینې خبرې راغلي دي چې یو یې د شیعه ګانو امتحان دی.

شیعه علماوو د غیبت د مسئلې د تشریح لپاره څو کتابونه لیکلي دي چې تر ټولو مشهور یې «غیبت نعماني» او د شیخ طوسی «کتاب غیبت» دی.

مفهوم‌ پیژندنه

د دولسم امام په غیاب کې عقیده د سنیانو په مقابل کې د شیعو له خاصو عقایدو څخه ده. د شیعو په عقیده، غیبت د شیعو د دولسم امام حضرت مهدي(عج) پټ ژوند ته ویل کیږي.[۱] د شیعو دا عقیده ده چې امام مهدی(عج) د خدای پاک په حکم تر ظهور پورې چې موده یې نه ده معلومه د غیبت په پرده کې به وي.[۲]

د غیبت څرنګوالی

د دولسم امام د غیبت د څرنګوالي په هکله ځینې اټکلی شوي دي:

  1. د بدن پټوالی(نه لیدل کیدل): د حضرت مهدي(ع) بدن د خلکو له سترګو پټ دی او دا پټوالی د معجزې له لارې ترسره کیږي.[۳] د دې نظریې پر بنسټ هغه خلک ویني خو خلک هغه نه ویني. د سید محمد صدر په وینا، دا نظریه د هغه د پټ پاتی کیدو او له ظالمانو څخه د خلاصون په اړه ترټولو ساده منل شوې نظریه ده.[۴] صدر همدارنګ پورتنی مفهوم د غیبت له لغوي معنې او هغه روایتونو سره سم ګڼلی[۵] چې د امام مهدی علیه السلام د غیبت په زمانه کې د هغه وجود د هغه لمر په څېر ګڼي چې له وریځو شاته وي.[۶]
  2. د لقب پټوالی (ناپیژندلی): د سید رضا صدر په وینا د غیبت معنی دا نه ده چې دولسم امام په غره، غار یا کوم بل ځای کې پټ وي، بلکې دا ده چې هغه حضرت د خلکو تر مینځ ناپيژندلی وي.[۷]
  3. د بدن او لقب پټوالی: په ځینو وختونو کې د دولسم امام جسد د خلکو له سترګو پټ وي او په ځینو مواردو کې خلکو ته هغه ښکاري خو نه يې پيژني. لطف الله صافي ګلپایګاني چې د شیعو مرجع تقلید دی، په دې باور دی چې د احادیثو او د امام مهدی علیه السلام د ملاقاتونو په اساس دې نتیجې ته رسېږو چې غیبت په دواړو شکلونو (غیب شونه او ناپیژندلی شوی) کې واقع کیږی خو کله کله دواړه شکلونه په یو وخت کې واقع کیږی.[۸]

لنډ او اوږد غیبت

د امام مهدي(ع) نه شتون په دوو دورو ويشل شوی دی. لنډ مهاله دوره د لنډ غیبت(غیبت صغری) په نوم یادیږي او اوږد مهاله د اوږد غیبت(غیبت کبری) په نوم یادیږي. شیخ مفید دغه دوه غیبتونه لنډ غیبت (لنډ یا کوچنی) او اوږد غیبت (اوږد یا کبری غیبت) په نوم یاد کړي دي.[۹] امام زمان خپل اخری نایب علی بن محمد سمري ته د هغه له وفاته شپږ ورځې وړاندې په یو لیک کې دې اوږد غیبت د «الغیبة التامه» [یادداشت ۱] نامې سره یاد کړی دی او دا یې داسې غیبت سره یاد کړی دی چې په هغې بیا تر هغه وخته ظهور نیشته تر څو چې الله تعالی حکم نه وي کړی.[۱۰]

لنډ غیبت

اصلي مقاله: لنډ غیبت

لنډ غیبت (صغری غیبت) د دولسم امام د پټ ژوند لومړۍ مرحله ده چې په ۳۲۹ هجري کې پای ته ورسیده. د دې دورې د پیل د وخت په اړه اختلاف دی له همدې سببه یې موده یا 69 یا 74 کاله وه. د شیعه علماوو یوه ډله لکه شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هـ ق) په خپل کتاب الارشاد[۱۱] او طبرسي (وفات ۵۴۸ هـ ق) په خپل کتاب اعلام الوری کې د لنډ غیبت موده ۷۴ کاله بللې او پیل یې په ۲۵۵ هجري کال کې (چې د امام مهدي علیه السلام د زوکړی کال) ګڼلی دی.[۱۲] خو بلی ډلی د لنډ غیبت شورو له ۲۶۰ هجری کالهامام حسن عسکري علیه‌ السلام د شهادت کال او د امام مهدی د امامت د شورو کال) ګڼلی دی چې ۶۹ کاله موده یې وه.[۱۳]

امام مهدي(عج) د خپل لنډ غیبت په وخت کې د څلورو نایبانو له لارې له شیعو سره اړیکه درلوده[۱۴] شیعو خپل لیکونه او غوښتنې امام مهدي(ع) ته د نایبانو له لارې لیږلې او له دې لارې یې ځوابونه ترلاسه کول.[۱۵] د څلورو نایبانو له فعالیت څخه د عباسی خلافت په دربار کې ننوتل، غالیانو او د دروغو نایبانو سره د هغوي مقابله او د وکالت سازمان ته وده ورکول، وو[۱۶]

اوږد غیبت

اصلي مقالې: اوږد غیبت او نیابت عامه

اوږد غیبت (کبری غیبت) د امام مهدی(عج) د پټ ژوند دوهم پړاو دی چې په ۳۲۹ هجری قمری کال کښې د امام مهدی علیه السلام د څلورم نایب علی بن محمد سمری له وفات سره پیل شو او د هغه تر ظهور پورې به دوام ولری. په دغه موده کښې امام مهدي(ع) له شیعو سره هیڅ ښکاره اړیکې نه لري او نه یې کوم خاص کس د خپل استازی په توګه ټاکلی دی. خو د شیعو د عقیدې مطابق په دې دوره کې د هغوي د حدیثونو راویان او شیعه عالمان د رسول الله صلی الله علیه وآله عمومي نایبان دي. اسحاق بن یعقوب ته د امام مهدي(ع) د توقیع له مخې، شیعه باید په نویو مسائلو کې د احادیثو راویانو (شیعه فقیهانو) ته مراجعه وکړي[۱۷] خو د فقهاوو د اختیاراتو د پراخوالي په اړه اختلاف موجود دی[۱۸] امام خمیني دغه پیغام (توقیع) ته په پام ویلي دي چې د اسلامي ټولنې د ټولو چارو اختیار باید فقهاوو ته وسپارل شي.[۱۹]

د لنډ غیبت او اوږد غیبت تر منځ توپیر د څلورو نایبانو شتون او د ارتباطي منځګړو شتون دی چې په لنډ غیبت کې د هغه حضرت د پیغامونو د رسولو دنده یې پر غاړه درلوده او له دې وروسته د دولسم امام ظاهري ارتباط له عامو خلکو سره په بشپړه توګه قطع شوی دی.[۲۰]

د غیبت په لومړيو کې د شیعه ټولنې حالت

د امام حسن عسکري(ع) په زمانه کې معلومه شوه چې شیعه د هغه د زوي پاڅون ته انتظار کوي.[۲۱] له همدې امله عباسي خلافت د هغه د زوي په لټه کې وو امام عسکري علیه السلام خپل زوی یوازې خپلو څو ملګرو او نږدې خپلوانو ته معرفي کړ[۲۲] له همدې امله اکثره شیعه د امام عسکري د شهادت په وخت کې د هغه له بچي نه وو خبر.[۲۳] له بلې خوا د سیاسي حالاتو له امله امام عسکري(ع) په خپل وصیت کې یوازې د خپلې مور یادونه وکړه او دا کار د دې سبب شو چې ځینې شیعه په دې باوري شوو چې د امام حسن عسکري علیه السلام مور د هغوي د نه شتون په وخت کې د هغوي د نایب په توګه ده.[۲۴]

د امام عسکری(ع) له شهادت وروسته د عثمان بن سعید عمری (چې د 260 او 267 هجری قمری کال تر مینځ مړ شو) په مشرۍ د هغه ځینو اصحابو د شیعه ټولنې ته اعلان وکړ چې امام عسکری(ع) یو زوی پریښودی دی چې اوس د هغه ځای ناستی او د امامت مقام په غاړه لري.[۲۵] خو بیا هم د امام عسکری(ع) ورور جعفر د امامت دعوه کړې وه په داسې حال کې چې د امام حسن عسکري(ع) مور لا ژوندۍ وه د هغه د میراث دعوا يې وکړه.[۲۶] خو د امام عسکري مور او حکیمه چې د امام ترور وه د امام حسن عسکري د زوي له امامت څخه ملاتړ کاوه، خو د امام حسن عسکري(ع) خور د خپل ورور جعفر د امامت ملاتړ کاوه.[۲۷] همدارنګه د نوبخت کورنۍ، عثمان بن سعید او د هغه زوی د امام مهدي(ع) د نایب په توګه په رسمیت پیژندل.[۲۸] دغه حالت د شیعو د لالهاندۍ لامل شو.[۲۹] ځینې د شیعو ټولو فرقو سره شوو.[۳۰] ځینو د امام حسن عسکري شهادت نه قبلاوه او هغه یې مهدي ګڼه، ځینو د امام هادي زوی سید محمد په امامت ومنه او د امام حسن عسکري له امامته منکر شول.[۳۱] او یوې ډلې جعفر کذاب د امام په توګه په رسمیت وپېژاند[۳۲] خو بالاخره د شیعو اکثریت د امام مهدي امامت ته راوګرځیدل او هم دغه ډلی وروسته د امامي شیعو اصلي مشري په غاړه واخیسته.[۳۳]

د غیبت فلسفه او لامل

د شیعه څیړونکو په اند، د غیبت ټول رازونه او لاملونه موږ ته روښانه نه دي؛ لکه څنګه چې په ځینو احادیثو کې د امام د غیبت اصلي حکمت د خدای له رازونو څخه ګڼل شوی دی چې د هغه له ظهور وروسته به څرګند شي[۳۴] خو په احادیثو کې پر څو موضوعاتو ټینګار شوی دی:

  1. د حضرت مهدی(عج) حفاظت[۳۵]
  2. د خلکو ازموينه؛[۳۶] د امام موسی بن جعفر(ع) په يوه روايت کې راغلي چې خداى پاک خپل بندګان د غيبت په وسيله ازمويي.[۳۷] د ځينو احاديثو له مخې د غيبت په زمانه کې ازموينه يو له سختو الهي ازموينو څخه ده[۳۸] او دا سختۍ له دوو سببو دي:
    1. د غیبت اوږدوالی په خلکو کې د شک سبب ګرځي، تر دې چې یوه ډله خلک د امام مهدي په اصلي زوکړې کې شکمن کیږي او ځینې خلک د امام مهدي د غیبت په اوږدوالي کې شکمن کیږي او یوازې ازمویلی شوی، مخلص او د ژورو پوهو خاوندان د امام مهدي په امامت باندې با ایمانه او عقیده لرونکی پاتې کیږي.[۳۹]
    2. هغه سختۍ او ناسمې پیښې چې د غبت په وخت کې به رامنځته کیږي، خلک به بدلوي، تر دې حده چې د ایمان ساتل او په ایمان باقی پاتی کیدل به ډېر سخت شي او د خلکو ایمان به ډېرو زیاتو خطرو سره مخامخ کیږي.[۴۰]
  3. د امام تر ظهور پورې له هیڅ ظالم سره بیعت نه کول[۴۱] د ځینو روایتونو له مخې دولسم امام حتی د تقوی له مخې هم هیڅ یو ظالم حکومت په رسمیت نه پیژني. هغه ته د کوم حاکم او سلطان په وړاندې د تقیې امر نه دی شوی او نه به د کوم ظالم تر واکمنۍ لاندې راځي او د خدای د دین احکام به په بشپړ ډول او پرته له کومې پردې، وېرې او خیال ساتلو څخه اجرا کوي.[۴۲]
  4. د انسانانو تربیت کول او ادب کول[۴۳]
  5. د اسلام د نړیوال کیدو لپاره د سیاسي او ټولنیز شالید نشتوالی

په تیرو وختونو کې د ځينو انبياوو لپاره د غیبت مسئله موجوده وه.[۴۴] د قرآن د آيتونو له مخې يو شمېر پېغمبران لکه صالح، يونس،[۴۵] موسى،[۴۶]حضرت عيسى او حضرت خضر (ع) د خپل قوم د ازموينې په خاطر له خلکو پټ شوو. په ځینو احادیثو کې د پیغمبرانو غیبت د الهي سنت په توګه یاد شوی دی چې په ملتونو کې یې جریان درلود.[۴۷]

د شیخ طوسي په وینا، خلکو هم په غیبت کې رول درلود. خلکو (بالغانو) په خپل چلند او د امام په ویرولو او د هغه په وړاندې د ناامنۍ په رامینځته کولو او هغه ته په نه تسلیمیدو سره د هغه حضرت د غیبت لپاره زمینه برابره کړه او د امام له فیضه او له هغه سره د مخامخ تماس څخه یې ځانونه بې برخې کړل[۴۸] یو شیعه فیلسوف او فقیه خواجه نصیر الدین طوسی هم په خپل کتاب تجرید الاعتقاد کې د امام د غیبت د خلکو له خوا بللی دی.[۴۹]

د غیبت په هکله لیکلي شوي کتابونه

د امام مهدي د غیبت په اړه کتابونه لیکل شوي دي. کتابونه لکه الغیبة چې د نعماني لخوا لیکل شوی (په ۳۴۲ هجري کې لیکل شوی)، کمال الدین د شیخ صدوق له خوا (وفات ۳۸۱ هـ ق)، د شیخ طوسي لیکل شوی الغیبة د دې موضوع له پخوانیو اثارو څخه ګڼل کیږي.[۵۰] ځینې نور آثار چې په دې هکله لیکل شوي دي هغه دا دي:

  • The Occultation of the Twelfth Imam, A Historical Background دا د جاسم حسین کتاب دی. په دې کتاب کې لیکوال مهدویت ته په تاریخي نظر ګوري، همدارنګه د وکیلانو د سازمان تاریخ ته د هغې رول ته د لنډ غیبت په دوره کې کتنه کوي. محمد تقي ايت اللهي د «تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم» تر عنوان لاندې په فارسي ژبه ژباړلی دی.
  • اربع رسالات فی الغیبة: د شیخ مفید کتاب د امام مهدي(عج) په اړه د پوښتنو او ځوابونو مقاله ده او په څلورمه رساله کې د امام مهدي د غیبت لامل څیړل شوی دی.
  • الفُصولُ العَشَرة فی الغَیبَة یا اَلْمَسائلُ الْعَشْر فِی الْغَیْبَة د شیخ مفید ګټور کتاب دی چې په کې یې د امام مهدي (ع) د غیبت په اړه د لسو شکونو ځوابونه ورکړي دي.
  • مَوسوعةُ الامام المهدی دا د مهدویت په موضوع څلور جلده ټولګه ده چې د عراق د شیعه عالمانو څخه یو عالم سید محمد صدر (وفات 1377) لیکلی ده. د دې کتاب لومړی ټوک د لنډ غیبت تاریخ او دوهم ټوک یې د اوږد غیبت تاریخ نومیږي. نور دوه ټوکونه د غیبت وروستۍ دورې پورې اړه لري.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۶۱؛ شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۱۶۴.
  2. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۴۰.
  3. صافی گلپایگانی، پاسخ ده پرسش، ۱۳۷۵ش، ص۷۱؛ صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق، ص۳۲-۳۱.
  4. صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق، ص۳۲-۳۱.
  5. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۳۹.
  6. صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق، ص۳۲-۳۱.
  7. صدر، راه مهدی(عج)، ۱۳۷۸ش، ص۷۸.
  8. صافی گلپایگانی، پاسخ ده پرسش، ۱۳۷۵ش، ص۷۰.
  9. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۴۰.
  10. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۹۵.
  11. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۴۰.
  12. طبرسی، إعلام الوری بإعلام الهدی، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۵۹-۲۶۰.
  13. صدر، تاریخ الغیبة الصغری، ۱۴۱۲ق، ص۳۳۹-۳۴۲.
  14. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۱۷۳-۱۷۴.
  15. غفارزاده، زندگانی نواب خاص امام زمان، ۱۳۷۹ش، ص۸۶و۸۷.
  16. جباری، «بررسی تطبیقی سازمان دعوت عباسیان و سازمان وكالت اماميه (مراحل شكل‌گیری و عوامل پیدایش)»، ص۷۵ـ۱۰۴؛ شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۱۰۹، ۲۲۵ و ۲۲۶.
  17. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۴.
  18. فاضل لنکرانی، مشروعیت و ضرورت اجرای حدود اسلامی در زمان غیبت، ۱۴۳۰ق، ص۱۰.
  19. وګورئ: امام خمینی، کتاب البیع، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۳۵.
  20. صدر، تاریخ الغیبة الصغری، ۱۴۱۲ق، ص۳۴۱-۳۴۵.
  21. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۳۶.
  22. حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۷۷ش، ص۱۰۲.
  23. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۳۵۵ش، ص۱۰۵؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۳۶.
  24. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۰۷.
  25. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ص۹۲-۹۳.
  26. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۵.
  27. مدرسی طباطبایی، مکتب در فرایند تکامل، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۱-۱۶۲.
  28. مدرسی طباطبایی، مکتب در فرایند تکامل، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۲.
  29. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۲۶، ۴۲۹، ۴۸۷.
  30. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۰۸.
  31. صابری، تاریخ فرق اسلامی، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۹۷، پاورقی۲.
  32. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۳۵۵ش، ص۱۰۷-۱۰۹؛ اشعری قمی، المقالات و الفرق، ص۱۱۰۱۱۴؛ شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۰۸.
  33. سید مرتضی، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۳۲۱.
  34. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۲۸۲.
  35. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۱۷۷؛ شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۳۴.
  36. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۰۵؛ شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۳۹.
  37. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۰۴.
  38. شیخ طوسى، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۰۳-۲۰۷.
  39. فیض کاشانی، فصل۱، باب۸، ص۱۰۱.
  40. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۰۲.
  41. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۱۷۱، ۱۹۱؛ شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۹۲.
  42. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۰.
  43. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۱۴۱.
  44. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۴۱.
  45. انبیا، آیه ۸۷.
  46. بقره، آیه ۵۱.
  47. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۲۳.
  48. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۷.
  49. طوسی، تجرید الاعتقاد، ۱۴۰۷ق، ص۲۲۱.
  50. طباطبائی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۹۵ش، ص۳۸-۳۹.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • اربلی‌، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمة، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی‌، بیروت، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تحقیق محمدجواد مشکور، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۱ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، کتاب البیع، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • حسن‌زاده آملی، حسن، نهج الولايه : برسی مستند در شناخت امام زمان عليه السلام، قم، نشر قیام، بی تا.
  • حسین، جاسم، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ترجمه سید محمدتقی آیت‌اللهی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۷ش.
  • سلیمیان، خدامراد، درسنامه مهدویت(۲): حضرت مهدی و دوران غیبت، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، ۱۳۸۸ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الفصول المختاره من العیون و المحاسن، قم، المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین وتمام النعمه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، تصحیح عبادالله تهرانی و علی‌احمد ناصح، قم، دار المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، محبین، ۱۴۲۶ق/۱۳۸۴ش.
  • صابری، حسین، تاریخ فرق اسلامی، تهران، سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشگاه‌ها، ۱۳۹۰ش.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، پاسخ ده پرسش، قم، مؤسسه انتشارات حضرت معصومه، ۱۳۷۵ش/۱۴۱۷ق.
  • صدر، سید رضا، راه مهدی(عج)، به‌اهتمام سید باقر خسروشاهی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۷۸ش.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الصغری، بیروت،‌ دار التعارف، ۱۴۱۲ق.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الکبری، از مجموعه موسوعة الامام المهدی (ج۲)، بیروت، دار التعارف، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • طباطبائی، سید محمدکاظم، تاریخ حدیث شیعه: عصر غیبت، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۵ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، قم، مؤسسة آل‌البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • طوسی، خواجه نصیرالدین، تجرید الاعتقاد، تصحیح محمدجواد حسینی جلالی، تهران، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • فاضل لنکرانی، محمدجواد، مشروعیت و ضرورت اجرای حدود اسلامی در زمان غیبت، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار، ۱۴۳۰ق.
  • مدرسی طباطبایی، سید حسین، مکتب در فرایند تکامل: نظری بر تطور مبانی فکری تشیع در سه قرن نخستین، ترجمه هاشم ایزدپناه، تهران، کویر، ۱۳۸۸ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعة، تصحیح محمدصادق آل‌بحرالعلوم، نجف، المکتبة المرتضویة، ۱۳۵۵ق.
  • یاقوت حموی، معجم الادباء، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۰ق.