سهو النبي
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
سَهْوُ النَّبی یعنی دا امکان لري چې د ژوند په ورځنیو چارو کې رسول الله(ص) تېروتنه وکړي. زياتره شيعه عالمان د پېغمبر اکرم تېروتنه ممکنه نه ګڼي؛ خو ځینې لکه شیخ صدوق او د هغه استاد ابن ولید د رسول الله(ص) په تیروتنې باور لري. یعني که څه هم دوي مني چې پیغمبر له ګناهونو او په نبوي چارو کې معصوم دی، خو دوي باور لري چې پیغمبر(ص) د ژوند په نورو چارو کې تېروتنه کولې شي او یا یې یو څیز هېریدلی شي.
د سهو النبي پلويانو د خپلې نظریې د ثابتولو لپاره ځینې روايتونه د دلیل په توګه راوړي دي چې رسول الله(ص) په لمانځه کې تېروتنه وکړه؛ خو د سهو النبی مخالفين د پېغمبر اکرم تېروتنه نبوت سره د جمع کیدو وړ نه ګڼي او وايي چې دا روايتونه معتبر نه دي.
مفهوم پیژندنه
سهو النبی په دیني احکامو او عادي چارو کې د رسول الله(ص) خطا او تېروتنه ده.[۱] د سهو النبی په مسله کې پوښتنه دا ده چې آیا د شرعي احکامو په پلي کولو او د ژوند د عادي چارو په ترسره کولو کې له پیغمبرانو خطا او هیریدل ممکن دي؟ مثلاً په لمانځه کې يو څه هېر کړي او يا په غلطۍ سره هغه چا ته سل دينار بېرته ورکړي چې زر دينار يې ترې اخيستی وي.[۲]
سهو النبی یوه کلامي مسله ده[3] او په دې اړه د فقهاوو تر مینځ تفصیلي بحثونه شوي دي.[۴] په کلامي کتابونو کې د سهو النبی مسئله [5] د پیغمبرانو د عصمت په بحثونو کې او په فقهي کتابونو کې [6] په لمانځه کې د سهوې په بحث کې یې ذکر راغلی دی.
مختلف نظرونه
د اماميه شيعه علماوو تر منځ د پېغمبر اکرم د خطا د احتمال په اړه دوه نظرونه شته. ډیر یې د سهو النبی ناممکن ګڼي؛[۷] خو ځينې په دې اند دي چې ممکنه ده پېغمبر د شرعي احکامو په پلي کولو کې تېروتنه وکړي او يا يې هېر کړي.[۸]
موافقان
ابن ولید قمی، شیخ صدوق، سید مرتضی، [9] فضل بن حسن طبرسي، د مجمع البیان لیکوال،[10] او محمد تقی ششتری،[11] د سهو النبی د نظریې له پلویانو دي.[12] شیخ صدوق په خپل کتاب من لایحضره الفقیه کې د سهو النبی له نظریې دفاع کړې ده او مخالفان یې غالیان او اهل تفویض ګڼلي دي. د هغه په اند پیغمبر(ص) د دین په تبلیغ کې معصوم دی، خو په نورو چارو کې لکه د لمانځه په برخه کې د عامو خلکو په څېر دی او کېدای شي چې خطا ترې وشي.[۱۳] البته شیخ صدوق د پیغمبر سهو د نورو انسانانو په څېر نه ګڼي، بلکې د سهوې رامنځته کیدل د پيغمبر لپاره د خداى له لورې (إسهاء) ګڼي، ترڅو د پېغمبر مقام د رب له مقام سره ګډوډ نه شي.[۱۴]
په همدې کتاب کې شیخ صدوق د داسې کتاب د ليکلو وعده کړې ده چې په هغه کې به سهو النبی ثابتوي او د هغو کسانو نظرونه به ردوي چې انکار کوي.[۱۵] هغه له خپل استاد ابن ولید څخه روایت کوي چې د غلو لومړۍ درجه د سهو النبی انکار دی.[۱۶]
د موافقانو دلیلونه
د سهو النبی پلویان قرآن او حدیثونو سره دلیل راوړي. فضل بن حسن طبرسي د سوره انعام د ٦٨ آيت په تفسير کې وايي: د شيعو له نظره پيغمبر(ص) او امام په هغه څه کې چې د خداى له خوا يې بيانوي تېروتنه نه کوي او هېرېږي یې نه، خو ممکنه ده چې په نورو چارو کې تېروتنه وکړي یا یې هېر شي. خو دا مسله تر هغه حده ده چې د دوی د رواني اختلال ته خبره ونه رسي.[۱۷]
هغه وايي: لکه څنګه چې مونږ دا منو چې پېغمبر او امام ويده کیدی يا بې هوښه کیدی شي، نو باید مونږ د هغوى لپاره د تېروتنو او هېرولو امکان ومنوو. ځکه چې خوب او بې هوشي د سهو په شان دي.[۱۸]
شیخ صدوق هم هغه روایتونه نقل کړي دي چې په کومو کې په لمانځه کې د پیغمبر د خطا یادونه شوې ده.[۱۹] دغه روایتونه په سني او شیعه سرچینو کې راغلي دي.[۲۰] جعفر سبحاني د شيعه حدیثونو په کتابونو کې د دغو حدیثونو شمېر له دولسو څخه زيات ګڼي.[21] په هغو کې يو هغه حديث دى چې کلینی په کافي کې له امام صادق(ع) څخه روايت کړى دى. د دې حدیث له مخې رسول الله(ص) د ماسپښین د لمانځه په دوهم رکعت کې په غلطۍ سره سلام ووایه، بیا چې کله مسلمانانو ورته یادونه وکړه نو لمونځ یې بشپړ کړ او په دوه سجدې یې د سهوې لپاره وکړې.[۲۲]
د سهو النبی مخالفان
د جعفر سبحاني په وینا اکثره شیعه عالمان د سهو النبی نه مني.[۲۳] هغه د سهو النبی په ردولو کې د ځینې تېر شویو شیعه عالمانو خبرې راوړي لکه د شیخ مفید، علامه حلي، محقق حلي او شهید اول.[۲۴] او وايي چې د سهو النبي نظريه په شيعه مذهب کې د منلو وړ نه ده، [۲۵] د شيعه فقهې ستر مفسر علامه طباطبايي وايي: د رسول الله(ص) تېروتنې د هغه عصمت سره سمون نه خوري.[26] هغه عصمت د نورو علمونو او ادرکاتو په شان نه ګڼي چې په کې د غلطۍ امکان وي.[27][یادونه 1]
د سهو النبي مخالفينو په مختلفو موضوعاتو كې لکه په فقهه کې په لمانځه کې د سهو په بحث کې او په کلام کې یې د پیغمبرانو د عصمت په بحث کې د سهو النبی په پلویانو باندې اعتراض کړی دی. او دوي په دې برخه کې خپلواک لیکنې لیکلي دي. له هغو ځینې یو کتاب دی «رسالةٌ فی عدم سهو النبی(ص)» چې هم یې شیخ مفید او هم یې سید مرتضی ته نسبت ورکړی شوی دی. خو علامه مجلسي په بحار الانوار کې شیخ مفید ته د هغې نسبت ورکول غوره ګڼي.[28] همدارنګ یو بل کتاب دی «التنبیه بالمعلوم من البرهان عن تنزیه المعصوم من السهو و النسیان» چې حُرّ عامِلي په کې په تفصیل سره په دې مسلې خبرې کړي دي.[29]
د مخالفینو دلیلونه
د شیخ مفید په وینا هغه روایتونه چې په سهو النبی دلیل راوړی شوي دي خبرواحد دي او ظن او ګمان ته رسي. نو په پايله کې دا شرعي اعتبار نه لري.[۳۰] هغه همدارنګ له دې سببه چې د دغو حدیثونو متن له يو بل سره ډېر توپير لري، هم په دې باندې اعتراض کړی دی.[۳۱]
علامه حلي په کشف المراد کې ليکلي: که له نبي څخه تېروتنه ممکنه وي، نو ممکنه ده چې دا تېروتنه د هغه نبوت ته هم ورسیږي.[۳۲] . هغه په خپل کتاب مُنتَهَی المَطلب فی تحقیق المذهب کې، چې د فقه مقارن په توګه استدلالي فقه کې لیکلی شوی دی، دې دلیل سره چې سهو النبي له عقلي نظره ناممکنه ده، د سهو النبی روایتونه یې باطل ګڼلي دي.[۳۳] شهید اول هم په ذکری کتاب کې د سهو النبي په روايتونه باندې اعتراض کړی دی.[۳۴]
طباطبايي په المیزان کې په انبیاوو د عصمت حقیقت یو ډول علم او پوهه ګڼي چې د عامو خلکو لپاره د پوهې او درک وړ نه ده.او له نورو علومو سره توپیر لري او همدا په انبیاوو کې له هر ډول بې لارې او خطا څخه د مطلق مصونیت لامل ګرځي.[۳۵][یادونه۲]
کتابپیژندنه
د سهو النبی په اړه ځینې کتابونه دا دي:
- رسالةٌ فی عدم سهو النبی(ص)، شیخ مفید ته منسوب
- نفی السهو عن النبی(ص)، د میرزا جواد تبریزی لیکلی کتاب
- رسالةٌ فی سهو النبی. د محمدتقي شوشتري لیکلی کتاب. دا کتاب د قاموس الرجال کتاب د یولسم ټوک په اخر کې چاپ شوی دی.[۳۶]
- رسالة سهو النبی، د محمداسماعیل خواجویی لیکلی کتاب.
محمدباقر مجلسي هم په بحارالانوار، د پیغمبر(ص) د تاریخ شپاړسمه برخه د سهو النبی بحث ته خاص کړې ده.[۳۷]
اړونده څیرنې
فوټ نوټ
سرچينې
- ابراهیمیراد، محمد، «تحلیل و بررسی روایات سهو النبی (ص)»، علوم حدیث، ش۵۲، ۱۳۸۸ش.
- سبحانی، جعفر، الاهیات، علی هدی الکتاب و السنة و العقل، تدوین حسن محمد مکی عاملی، قم، المرکز العالمیه للدراسات الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
- سبحانی، جعفر، عصمةالانبیاء فی القرآن الکریم، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ دوم، ۱۴۲۰ق.
- سید مرتضی، تنزیه الانبیاء و الائمه، تحقیق فارس حسون کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۴۲۲ق.
- شهید اول، محمد بن عاملى مکى، ذکرى الشيعة فی أحکام الشریعة، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد، عدم سهو النبی، قم، ناشر المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشفالمراد فی شرح تجریدالاعتقاد، قم، مؤسسه انتشارات اسلامی، چاپ هفتم، ۱۴۱۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، منتهىالمطلب فی تحقیق المذهب، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیه، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طبرسى، فضل بن حسن، مجمع البيان فى تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مجلسى، محمدباقر، بحارالانوار الجامعه لدرر اخبار الائمهة الاطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق